• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو کابل کې د دوو ښځو په ګډون شپږو تنو ته د خلکو په مخ کې سزا ورکړې

۲۶ تله ۱۴۰۳ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ تله ۱۴۰۳ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۷ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په کابل کې یې د دوو ښځو په ګډون شپږو تنو ته د «نامشروع اړیکو او لواطت» له امله تعزیري سزا ورکړې ده. نړۍوال د طالبانو داسې کړنې غندي، خو طالبان وایي، په دغه کار سره «شریعت» پلی کوي.

د طالبانو سترې محکمې نن پنجشنبه د (تلې ۲۶مه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د کابل لومړۍ محکمې د دوو ښځو په ګډون شپږو کسانو ته د «نامشروع اړیکو او لواطت» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د کابل لومړۍ محکمې له لوري په عام محضر کې پر دوو ښځو او څلورو نارینه وو عملي شوه.

په خبرپاڼه کې د تورنو ښځو او نارینه وو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې څلورو تنو ته چې طالبانو مجرمان بللي، هر يوه ته یو، یو کال تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دورې تعزیري سزا ورکړل شوې او دوو تنو ته چې د طالبانو محکمې تورن بللي، هر يوه ته يو، یو کال او درې ـ درې میاشتې تنفيذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ دورې تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزا عملي کوي.

د طالبانو دغه کړنې په نړۍواله کچه غندل کېږي؛ خو طالبان وایي دوی «د اسلامي شریعت» په اډانه کې دغه کړنې ترسره کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي، په افغانستان کې یې نوی بس موټر تولید کړی

۲۶ تله ۱۴۰۳ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۵۶ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دغې ډلې په افغانستان کې د ښاري خدمتونو لپاره نوی بس موټر جوړ کړی چې په نږدې راتلوونکي کې به یې پرانیسته وشي. هغه وايي، دغه ګام یې د ځان بسیاینې په لور اخیستی.

خو پر طالبانو د افغان فعالانو له خوا نیوکې شوې چې دوی د دغه بس خبر ځکه نن خپور کړی چې د ایران له لوري د افغانانو د وژلو خبره پرې کمرنګه کړي.

د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه د (تلې ۲۶مه) په خپله ایکس پاڼه د یوه نوي بس موټر انځور خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي چې، دغې ډلې په افغانستان کې د ښاري خدمتونو لپاره نوی بس موټر جوړ کړی چې په نږدې راتلوونکي کې به یې پرانیسته وشي.

تر اوسه پورې نورو خپلواکو سرچینو څه نه دي ویلي، چې ایا دغه بس ریښتیا هم په افغانستان کې جوړ شوی که یوازې یې طالبانو انځور خپور کړی.
مجاهد دا نه دي ویلي، چې دغه بس موټر یې د کومې کمپنۍ او د افغانستان په اوسنیو ترینګلو سیاسیي او اقتصادي شرایطو کې د چا په مرسته جوړ کړی.
خو مجاهد ویلي، چې دوی دغه ګام په افغانستان کې د ځان بسیاینې په لور اوچت کړی.
طالبانو دا نه دي ویلي، چې دغه ښاري بس به یوازې په کابل کې چلیږي او که په نورو ولایتونو کې به هم ښاري خدمتونه وړاندې کوي.
د طالبانو ویاند د دغو بسونو شمېر نه دی په ډاګه کړی چې دغه بسونه یې په څومره شمېر جوړ کړي.
د ۱۴۰۱ کال په وروستیو کې هم د محمد رضا احمدي په نوم یو افغان چې په ایران کې یې زده‌کړې وې یو سپورټي موټر جوړ کړی و چې طالبانو هغه خپله لاسته راوړنه بلله، خو هغه مهال ایله یونیم کال تېر و چې دغه ډله په افغانستان کې واک ته رسیدلې وه.

ملګري ملتونه: په هرو درېیو افغانانو کې یو یې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دی

۲۵ تله ۱۴۰۳ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د خوړو د نړۍوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ، چې په افغانستان کې له هرو درېیو کسانو څخه یو یې د اقلیم د شاکونو او اقتصادي بې ثباتۍ له امله د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دی.

دغه سازمان ټینګار کړی چې خوراکي توکو ته د لاسرسي حق یو اساسي حق دی.

د اکټوبر ۱۶مه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان «FAO» د تاسیس د کلیزې په مناسبت د خوړو نړۍواله ورځ نومول شوې ده.

د دې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه یادښت کې لیکلي: "په ګډه موږ کولی شو افغان بزګران ځواکمن کړو چې خپل معیشت وساتي او د خپلو کورنیو خواړه برابر کړي."

دغه سازمان همداراز ویلي، چې سږ کال به ۸۵۰ افغان کورنیو ته د غنمو د کښت لپاره تخمونه، سرې او ښوونیز خدمتونه برابر کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ټینګار کړی، چې له دې مرستې سره به ۱،۵ میلیونه ټنه غنم ترلاسه شي او د یوه کال لپاره به ۵،۹ میلیونه خلکو ته خواړه ورکړل شي.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د اقلیم د کړکېچ د خرابېدو له امله کوچنۍ نجونې ودونو ته اړې شوی دی.

افغانستان د اقلیم د بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره په نړۍ کې شپږم ډېر زیان منونکی او تر ټولو کم چمتو هېواد دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکې ادارې په وینا، سږ کال په افغانستان کې د ۹،۲ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳،۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملا هبت الله د ازبک قوماندان صلاح الدین ایوبي استعفا ونه منله

۲۵ تله ۱۴۰۳ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۱ GMT+۱

د طالبانو ازبک قوماندان صلاح الدین ایوبي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د ډلې له غړیتوب او په زابل کې د امنیه قوماندانۍ له دندې استعفا کړې وه، بېرته خپلې دندې ته ستون شوی.

د زابل د طالبانو قوماندانۍ د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې صلاح الدین ایوبي د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره کتلي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د طالبانو مشر د هغه استعفا نه ده منلې.

په دې خبرپاڼه کې ښاغلي ایوبي په داسې حال کې په زابل کې د طالبانو د امنیې قوماندان په توګه یاد شوی، چې نوموړي د روان کال د وږي مياشتي په ۲۱ مه نېټه اعلان کړی و، چې د طالبانو له ډلې یې استعفا کړې ده.

صلاح الدین ایوبي افغانستان انټرنشنل ته ويلي وو، چې د شخصي او کورنیو دلایلو له مخې یې د طالبانو له غړيتوب څخه استعفا کړې.

سرچینې دا هم تاییدوي، چې ښاغلی ایوبي له هبت الله اخوندزاده سره تر لیدنې وروسته په زابل کې د دې ډلې د امنیه قوماندان په توګه خپلې دندې ته راستون شوی دی.

د زابل د طالبانو د امنیه قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې صلاح الدین ایوبي له هبت الله اخوندزاده سره د دغه ولایت پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.

هغه تر دې وړاندې هم د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو له امله له دې ډلې جلا شوی و.

په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا راتګ وروسته ښاغلی ایوبي په پکتیا کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د مشر په توګه وګمارل شو؛ خو طالبانو له دې دندې لرې کړ.

وروسته د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پالیسۍ او پلان د مرستیال په توګه معرفي شو او په ۱۴۰۱ کال کې د زابل ولایت د امنیه قومندان په توګه وټاکل شو.

یونېسف: پر افغان نجونو د زده‌کړو بندیز په کم عمر کې د هغوی د ودولو لامل شوی

۲۵ تله ۱۴۰۳ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۵۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په افغانستان کې د څو نجونو له قوله لیکلي چې، د نجونو د ښوونځیو تړل د دې لامل شوي چې نجونې په کم عمر کې ودونو ته غاړه کیږدي.

یونیسف وايي، د طالبانو بندیزونو په افغانستان کې جنسیتي نابرابرۍ لا زیاتې کړې.

دغه سازمان په خپل یوه راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې نجونې په خپل ورځني ژوند کې له سترو ننګونو سره مخ دي او د نړۍ د ډېرو برخو برعکس دوی له خپلو حقونو محرومې دي.

د یونېسف اجراییوي مشرې کاتریل رسل وویل، «پوهنه په ژوند کې یوازې فرصتونه نه برابروي، بلکې نجونې له کم عمره ودونو، خوارځواکۍ او نورو روغتیايي ستونزو څخه هم ساتي.»

۱۷ کلنه بي بي ګله د هغو زرگونو نجونو له ډلې یوه ده چې د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړو تر بندیز وروسته په کم عمر کې واده کولو ته اړه شوې.

هغې له زده‌کړو د پاتې کېدو په اړه یونېسف ته ویلي: «ما په دې وروستیو کې کوژده وکړه او تر ټولو بده یې دا ده چې مور او پلار هم دې ته نه وم اړه کړې، ما یوازې خپلې هیلې له لاسه ورکړې وې او نهیلي شوم چې نور مې د خپلو خوبونو د پوره کولو چانس له لاسه وتلی.»

بي بي ګل زیاته کړې: «که څه هم زما میړه له ما څخه په عمر کې ډیر لوی دی، ما د هغه د واده وړاندیز ځکه ومانه چې له زده کړو بې برخې وم، کنه ما دغه واده نه مانه.»

دغه ۱۷ کلنه ناوې اوس یو څلور میاشتنی ماشوم لري او وايي، چې د «ښوونځیو له تړلو وروسته یې بله لاره نه لرله ځکه یې واده وکړ، اوس په دې کار سره چې ناوې یم او ماشوم هم لرم ډیره ځوریږم.»
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د دغې ډلې د مشرانو له لوري دریم او څلورم ودونه او د کم عمر لرونکو نجونو په زور ودونه زیات شوي دي.
د یونېسف د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال تر سپټمبر پورې شاوخوا ۱.۴ میلیونه نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې شوې دي.

طالبانو د پنجشېر څه باندې درې نیم زره قیراطه زمرد په ۱۰۷ زره امریکايي ډالرو پلورلي دي

۲۵ تله ۱۴۰۳ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۴:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د پنجشېر ولایت ۳۵۴۵ قیراطه زمرد یې په ۱۰۷۴۵۰ زره امریکايي ډالرو پلورلي دي. دغه وزارت وايي، یاده اندازه زمرد یې د ازادې بولۍ له لارې پلورلي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت تېره ورځ سې شنبه د (تلې ۲۴مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، د پنجشېر ولایت ۳۵۴۵ قیراطه زمرد یې په ۱۰۷ زره او ۴۵۰ امریکايي ډالرو پلورلي دي.
دغه وزارت وايي، چې په دغو لاسته راغلو ډالرو کې ۱۰ سلنه ونډه دوی اخیستې. خو پر طالبانو نیوکې دي چې د ۱۰ سلنې خبره یوازې د رسنیو په مخکې کوي او د پردې تر شا کیسه بل ډول ده.
د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې په پنجشېر کې د زمردو ٧٥٠ کانونه ثبت شوي چې اوس‌مهال یې یوازې ٥٠٠ فعال دي.

د نړۍوالو مرستو کمښت د دې لامل شوی، چې طالبان د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د افغانستان د کانونو کېندنې ته مخه کړي.

تر ډیره بریده پر طالبانو نیوکې کیږي چې، دغه کانونه په نامسلکي توګه را اېستل کېږي چې تر ډېره د کانونو اصلي زېرمو ته زیان اړوي.

تېر کال د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم د کانونو کېندنه ناقانونه بللې وه او زیاته کړې یې وه، چې دا مهال روښانه نه ده چې د دغو کانونو څخه تر لاسه شوې پیسې چېرته او په څه لګول کیږي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې تېر کال د څه باندې ۵.۵ مېلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۷۸ زره قیراطه زمرد د داوطلبۍ له لارې پر کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو پلورل شوي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو ویلي، چې د تېر يوه کال په ترڅ کې په پنجشېر ولايت کې د زمردو شاوخوا ١٧٠٠ سيمې سروې او پېژندل شوې او د قانوني کېندنې لپاره يې ٥٧٥ جوازونه صادر شوي دي.