• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان د ژورې سمڅې او مرکزونه بېرته رغوي

۲۶ تله ۱۴۰۳ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۱ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزیر د خوست په ګوربزو ولسوالۍ کې د مجاهدینو پخواني مرکزونه بېرته رغوي.

په ګوربز ولسوالۍ کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ژورې پخوانیو مرکزونو او سمڅو د رغونې لپاره دوه اونۍ وړاندې سیمې ته د سروې ډله تللې او د دې سیمې او ور تلونکې لارې د سروې چارې یې بشپړې کړې دي.

سرچینه وايي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ډېر وړاندې غوښتل دغه مرکزونه بیرته ورغوي، خو په سیمه کې د ګوربز قبیلې اجازه نه ورکوله ځکه هغوی ویریږي، چې دغه مرکزونه یوځل بیا د بهرنیو جنګیالیو په پټنځیو بدل نه شي.

سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې« د ګوربزو قبیلې له مخالفت وروسته د جلال الدین حقاني ورور ابراهیم حقاني دې سیمې ته لاړ او خلکو ته یې قناعت ورکړ، چې جلال الدین حقاني د دې مرکزونو په بدل کې تاسې ته وسلې در کړې وې، نو تاسې یې د مخالفت حق نه لرئ».

سرچینه وايي، چې قومي مشرانو ته پیسې ور کړل شوې او له مخالفت نه یې لاس اخستی.

د ژورې د سمڅو خولې د ۲۰۰۱ کال د امریکا د بریدونو پرمهال بندې شوې وې، خو په دې وروستیو کې بیرته پرانېستل شوې دي.

د ژورې په مرکزونو کې په ۱۹۸۱ کلونو کې د حضرت عمر په نامه د افغان او عرب جنګیالیو غونډ اوسېده چې وروسته د ژورې په غونډ مشهور شو.

دې غونډ څلور پلي او یو محافظ ټولي لرل او د استحکام، دافع هوا، مخابرې، راکټ، توپچي او صحي څانګې یې لرلې، چې د افغان مجاهدینو تر ټولو مجهز او غښتلی غونډ ګڼل کېده.

د ژورې د ودانیزو چارو پیسې سعودي او د تونل لګښت یې اسامه بن لادن پر غاړه اخستی و.

د سرچینې په وینا، د طالبانو د ملي پراختیا شرکت ژورې مرکز ته د جوړېدونکي سړک سروې پیل کړې، چې غلام خان ګمرګ ته څېرمه د شاوه ولي خان دوکانونو له سیمې نه د ژورې مرکز پر لور غځیږي.

دغه سمڅې او مرکزونه چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکايي ځواکونو د بریدونو پرمهال یې زیان لیدلی، بیرته په پخوانۍ نقشه رغیږي چې بارې او استنادي دیوالونه پکې شامل دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړیوال سازمان د افغانانو وژل بوږنوونکې پېښه بللې ده

۲۶ تله ۱۴۰۳ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۹ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا سیمه ییز دفتر د ایراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې د افغان وګړو مرګ ژوبله غندلې او ددې پېښې د پلټنې غوښتنه یې کړې ده. دغه سازمان وايي، چې د حال وش بلوڅ بشري حقونو سازمان د رپوټ له مخې، په دې پېښه کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبه اوښتې ده.

د بښنې نړیوال سازمان په دې اړه خپاره شوي رپوټونه بوږنوونکي بللي او ټپیانو ته په پاکستان او ایران کې د درملنې خدماتو د نه رسېدو د ادعاوو په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.

دا سازمان د غیر قانوني وژونکي قوت د کارونې په تړاو، چې د افغانانو د مرګ لامل کیږي، د چټکو، رڼو او بې پرې او اغیزناکو پلټنو غوښتنه کړې ده.

د ایران د بشري حقونو سازمان حال وش وړمه شپه رپوټ ورکړ، چې د ددغه هېواد د سراوان په پوله کې د ایراني پوله ساتو ځواکونو د ډزو په پایله کې ګڼ افغانان وژل شوي دي.

یاد سازمان د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوه سیمه ییز کلینیک د کارکوونکو له خولې ویلي، چې د پېښې یو شمېر ټپیان ماشکیل سیمې ته لیږدول شوي وو خو د پولیسو د راتګ له امله چې دوسیې یې ثبت نه شي، بېرته تللي دي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت له اوږده ځنډ وروسته نن اعلان وکړ، ‏چې د دې ډلې ریاست الوزرا د ایران او پاکستان پر پوله د افغانانو د مرګ ژوبلې د راپورونو د څېړلو او پلټنو لپاره یوه پلاوي ته دنده سپارلې ده.

په دغه پلاوی کې، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ابراهیم صدر یې مشري کوي، د دې ډلې د ملي دفاع، بهرنیو چارو او سرحدونو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست استازي شامل دي.

طالبانو په خوست کې اته کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي

۲۶ تله ۱۴۰۳ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۵ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ستره محکمه وایي، دغې ډلې په خوست کې اته کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي. دغې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کسان د بډو د اخیستو، جعلکارۍ او دوکه کولو په تور په دورو وهل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د دغو کسانو له ډلې ۷ تنه یې پر یوه ـ یوه کال تنفیذي بند او ۳۵ ـ ۳۵ دورو تعزیري سزا او یو بل یې بیا پر دوه کاله تنفیذي بند او ۳۹ دورو تعزیري سزا محکوم شوي و.
د طالبانو تر واک لاندې ستره محکمه وایي، چې دغه حکم د دې محکمې د مقام له تایید وروسته پر تورنو کسانو پلي شوی دی.

دې ډلې پرون هم د خوست په تڼیو کې دوه کسان د «لواطت» په تور په دورو وهلي وو.
طالبانو نن او پرون په کابل ښار کې هم د څلورو ښځو په ګډون لسو کسانو ته د «نامشروع اړيکو او لواطت» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.

دې ډلې پرون په لغمان کې هم څلور تورن کسان په دورو وهلي و.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره دې ډلې یو ځل بیا په عام محضر کې د خلکو بدني سزا پیل او په دې وروستیو کې زیاتې کړې دي او هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو څخه د تعزیري سزاوو راپورونه خپروي.
د راپورونو له مخې، طالبانو یوازې په تېرو څه باندې شپږو میاشتو کې د ښځو په ګډون له ۲۰۰ څخه زیات کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
سره له دې، چې په عام محضر کې د طالبانو دغه ډول سزاګانې له پراخو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره هم مخ دي، خو بیا هم دغه ډله وایي، چې دوی پر تورنو کسانو شرعي حد جاري کوي.

طالبانو کابل کې د دوو ښځو په ګډون شپږو تنو ته د خلکو په مخ کې سزا ورکړې

۲۶ تله ۱۴۰۳ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۵ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په کابل کې یې د دوو ښځو په ګډون شپږو تنو ته د «نامشروع اړیکو او لواطت» له امله تعزیري سزا ورکړې ده. نړۍوال د طالبانو داسې کړنې غندي، خو طالبان وایي، په دغه کار سره «شریعت» پلی کوي.

د طالبانو سترې محکمې نن پنجشنبه د (تلې ۲۶مه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د کابل لومړۍ محکمې د دوو ښځو په ګډون شپږو کسانو ته د «نامشروع اړیکو او لواطت» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د کابل لومړۍ محکمې له لوري په عام محضر کې پر دوو ښځو او څلورو نارینه وو عملي شوه.

په خبرپاڼه کې د تورنو ښځو او نارینه وو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې څلورو تنو ته چې طالبانو مجرمان بللي، هر يوه ته یو، یو کال تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دورې تعزیري سزا ورکړل شوې او دوو تنو ته چې د طالبانو محکمې تورن بللي، هر يوه ته يو، یو کال او درې ـ درې میاشتې تنفيذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ دورې تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزا عملي کوي.

د طالبانو دغه کړنې په نړۍواله کچه غندل کېږي؛ خو طالبان وایي دوی «د اسلامي شریعت» په اډانه کې دغه کړنې ترسره کوي.

طالبان وايي، په افغانستان کې یې نوی بس موټر تولید کړی

۲۶ تله ۱۴۰۳ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۵۶ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دغې ډلې په افغانستان کې د ښاري خدمتونو لپاره نوی بس موټر جوړ کړی چې په نږدې راتلوونکي کې به یې پرانیسته وشي. هغه وايي، دغه ګام یې د ځان بسیاینې په لور اخیستی.

خو پر طالبانو د افغان فعالانو له خوا نیوکې شوې چې دوی د دغه بس خبر ځکه نن خپور کړی چې د ایران له لوري د افغانانو د وژلو خبره پرې کمرنګه کړي.

د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه د (تلې ۲۶مه) په خپله ایکس پاڼه د یوه نوي بس موټر انځور خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي چې، دغې ډلې په افغانستان کې د ښاري خدمتونو لپاره نوی بس موټر جوړ کړی چې په نږدې راتلوونکي کې به یې پرانیسته وشي.

تر اوسه پورې نورو خپلواکو سرچینو څه نه دي ویلي، چې ایا دغه بس ریښتیا هم په افغانستان کې جوړ شوی که یوازې یې طالبانو انځور خپور کړی.
مجاهد دا نه دي ویلي، چې دغه بس موټر یې د کومې کمپنۍ او د افغانستان په اوسنیو ترینګلو سیاسیي او اقتصادي شرایطو کې د چا په مرسته جوړ کړی.
خو مجاهد ویلي، چې دوی دغه ګام په افغانستان کې د ځان بسیاینې په لور اوچت کړی.
طالبانو دا نه دي ویلي، چې دغه ښاري بس به یوازې په کابل کې چلیږي او که په نورو ولایتونو کې به هم ښاري خدمتونه وړاندې کوي.
د طالبانو ویاند د دغو بسونو شمېر نه دی په ډاګه کړی چې دغه بسونه یې په څومره شمېر جوړ کړي.
د ۱۴۰۱ کال په وروستیو کې هم د محمد رضا احمدي په نوم یو افغان چې په ایران کې یې زده‌کړې وې یو سپورټي موټر جوړ کړی و چې طالبانو هغه خپله لاسته راوړنه بلله، خو هغه مهال ایله یونیم کال تېر و چې دغه ډله په افغانستان کې واک ته رسیدلې وه.

ملګري ملتونه: په هرو درېیو افغانانو کې یو یې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دی

۲۵ تله ۱۴۰۳ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د خوړو د نړۍوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ، چې په افغانستان کې له هرو درېیو کسانو څخه یو یې د اقلیم د شاکونو او اقتصادي بې ثباتۍ له امله د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دی.

دغه سازمان ټینګار کړی چې خوراکي توکو ته د لاسرسي حق یو اساسي حق دی.

د اکټوبر ۱۶مه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان «FAO» د تاسیس د کلیزې په مناسبت د خوړو نړۍواله ورځ نومول شوې ده.

د دې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه یادښت کې لیکلي: "په ګډه موږ کولی شو افغان بزګران ځواکمن کړو چې خپل معیشت وساتي او د خپلو کورنیو خواړه برابر کړي."

دغه سازمان همداراز ویلي، چې سږ کال به ۸۵۰ افغان کورنیو ته د غنمو د کښت لپاره تخمونه، سرې او ښوونیز خدمتونه برابر کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ټینګار کړی، چې له دې مرستې سره به ۱،۵ میلیونه ټنه غنم ترلاسه شي او د یوه کال لپاره به ۵،۹ میلیونه خلکو ته خواړه ورکړل شي.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د اقلیم د کړکېچ د خرابېدو له امله کوچنۍ نجونې ودونو ته اړې شوی دی.

افغانستان د اقلیم د بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره په نړۍ کې شپږم ډېر زیان منونکی او تر ټولو کم چمتو هېواد دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکې ادارې په وینا، سږ کال په افغانستان کې د ۹،۲ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳،۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.