• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیې او اوکراین ۹۵ بندیان د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب سره تبادله کړل

۲۸ تله ۱۴۰۳ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۳ GMT+۱

روسیې او اوکراین د جمعې په ورځ د جګړې د بندیانو د تبادلې نوې لړۍ پیل کړه، دواړو هېوادونو د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب، ۹۵ بندیان خپلو هیوادونو ته ستانه کړل.

د روسیې د دفاع وزیر په ټیلیګرام ټولنیزې شبکې لیکلي، د بېرته راستانه شویو روسیي سرتېرو طبي معاینات په بیلاروس کې ترسره شوي دي.

د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په ټیلیګرام خپرې شوې ویډیو کې ښکاري، چې ځیني کسان په ابي او ژیر رنګه بیرغ باندې پوښلي له بسونو څخه ښکته کیږي او د خپلو عزیزانو له خوا غیږ کې نیول کیږي.

100%

د روسیې د پوځ له خوا خپره شوې ویډیو کې سرتېري ښکاري چې په خندا بسونو کې سپاره کیږي.

زېلېنسکي لیکلي: «هرکله چې اوکراین خپل خلک د روسیې له منګولو ژغوري، موږ هغه ورځې ته نږدې کیږو چې د روسیې له بنده خپل ټول بندیان بیرته ازاد کړو.»

د اوکراین خبري رسنیو ویلي، چې په راستنیدونکو کې اوکرایني ژورنالیست او د بشري حقونو مدافع مکسیم بتکیویچ هم شامل دی چې د روسیې د یوې محکمې له خوا په روسي ځواکونو د ډزو په تور محکوم شوی و.

د جګړې د بندیانو د چارو د انسجام اداره وايي، ۴۸ راستانه شویو ته د روسیې د قضايي سیستم له خوا سزا اورول شوې وه.

د اوکراین د پارلمان د بشري حقونو کمېشنر دیمیټرو لوبېنېتس وویل، چې د جګړې له پیل راهیسې دا ۵۸ ام ځل دی چې د بندیانو تبادله کیږي او په دې سره د بېرته ستنېدونکو بندیانو شمېر ۳ زره او ۷۶۷ کسانو ته ورسید.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا په جګړه کې د خلیج د هېوادونو د منځګړیتوب نهمه بېلګه ده. دا تبادله د "متحده عربي اماراتو او دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او دوستانه اړیکو شتون" په ډاګه کوي.

تر دې وړاندې ۱۰۳ بندیان په د سپټمبر په میاشت کې د دواړو هیوادونو ترمنځ تبادله شوي وو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په ایټالیا کې یوې محکمې البانیا ته د پناه غوښتونکو له لېږد سره مخالفت وکړ

۲۸ تله ۱۴۰۳ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۶ GMT+۱

په ایټالیا کې یوې محکمې البانیا ته د پناه غوښتونکو د لېږدولو لپاره د حکومت له پلان سره مخالفت وکړ. ګارډین د جمعې په ورځ راپور ورکړ، چې محکمې د ایټالیا له حکومته غوښتي چې په البانیا کې نیول شوي ۱۲ پناه غوښتونکي ژر تر ژره ایټالیا ته ولېږي.

دغه حکم د ايټاليا او البانيا د حکومتونو تر منځ د کډوالو د تګ کمولو په هدف جوړ شوي تړون ته ننګونه بلل شوې ده.

د دغې محکمې قاضیانو وویل: «د دغو پناه غوښتونکو له ډلې یو شمېر خپلو هېوادونو ته د ستنېدو په صورت کې به له جدي خطر سره مخامخ شي.»

د ايټاليا او البانيا تر منځ د تړون لګښت څه باندې يو ميليارد ډالرو ته رسېږي.
پر دغه پلان د مخالفو ګوندونو او د بشري حقونو ډلو له خوا نیوکې شوې دي.

په بروکسل کې په یوه وروستۍ غونډه کې، د اروپايي اتحادیې مشرانو د کډوالۍ په اړه د یوې سختې نوې تګلارې په نښه کولو سره د "د راستنیدو مرکزونو" جوړولو په اړه بحث وکړ.

له دې وضعیت سره هغه افغان کډوال چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته نورو هېوادونو ته پناه وړې، افغانستان ته د ایستلو په اړه اندېښمن دي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې امنیتي او د بشري حقونو ننګونو د افغان کډوالو د برخلیک په اړه اندېښنې راپورته کړې دي

د غزې په جبالیه پنډغالي د اسراییل په بریدونو کې ۳۳ فلسطینیان وژل شوي دي

۲۸ تله ۱۴۰۳ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۸:۲۷ GMT+۱

د غزې په شمال کې د جبالیه په پنډغالي د اسراییلي پوځ په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۳ فلسطینیان وژل شوي او تر ۸۰ زیات ټپیان دي.

اسراییلي ځواکونو د غزې په شمال کې د العوده او کمال عدوان روغتونونه هم په نښه کړي دي.
د غزې په شمال کې له تېرې شپې راهیسې اسراییلي پوځ په سیمه کې خونړي بریدونه ترسره کړي دي.

د راپورونو له مخې، د دغو وژل شویو کسانو له ډلې شاوخوا ۲۰ تنه یې ښځې او ماشومان دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، ښایي د وژل شویو کسانو شمېر تر دې هم لوړ شي ځکه چې ډېری مړي لاهم تر خاورو لاندې دي.
د اکتوبر له ۵ مې نېټې راهیسې په غزه کې د اسراییل پوځ عملیاتو زور اخیستی او د ملکي خلکو لپاره یې د وتلو امر هم کړی دی.
له سیمې څخه د ترلاسه شویو راپورونو پر بنسټ، شاوخوا ۴۰۰زره کسان د خوړو، اوبو او درملو ته د لاسرسي پرته ایسار پاتې دي.
له بل پلوه په جبالیه سیمه کې د مخابراتي شبکو د بندېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
په تېرو دوو اونیو کې د غزې په شمال کې د اسراییل په بریدونو کې تر ۴۵۰ زیات کسان وژل شوي دي.

په ترکیه کې د یو بس د چپه کیدو له امله ۶ تنه مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي

۲۷ تله ۱۴۰۳ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۰ GMT+۱

د ترکیې سیمه ییز چارواکي، چې د دغه هیواد په مرکزي ولایت اکسرای کې د یو بس د چپه کېدو له امله شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۵ نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه د جمعې په ورځ شوې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، ځایي والي محمد علي کمبوز اوغلو خبریالانو ته وویل، چې دا لا معلومه نه ده چې د اکسرای-انقرې په لویه لار څه د دې پېښې لامل شوی دی.

دغه بس له لوېدیځ بالک اسیر ولایت څخه د کاپادوکیا ته چې د ترکیې په مرکزي سیمه کې مشهور ګرځندويي ځای دی، مسافر لېږدول.

هغه وويل: «ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي. د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.»

په ایران کې په ۱۷ ورځو کې ۹۸ بندیان اعدام شوي

۲۷ تله ۱۴۰۳ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۹ GMT+۱

د بشري حقونو د سرچینو له قوله رپوټونه ښيي چې د ایران په زندانونو کې د اکتوبر له ۱۰مې نیټې راهیسې لږ تر لږه ۹۸ بندیان اعدام شوي دي. د دغو شمېرو له مخې په تېرو ۱۷ ورځو کې ایران هره ورځ شاوخوا شپږ کسان اعدام کړي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان د اکټوبر په ۲۶مه په یو راپور کې لیکلي چې د اصفهان په دستګیر زندان کې د عباس کریمي او محمد علي نجفي په نومونو دوه بندیان د قتل په تور په دار ځړول شوي دي.

د بشري حقونو دغه سازمان په خپل راپور کې لیکلي، چې د روان کال د اکټوبر له پیل راهیسې، یوازې په ۱۷ ورځو کې د دغه هېواد په بېلابېلو زندانونو کې د ۹۸ بندیانو د اعدام حکم شوی دی.

د هرانا د بشري حقونو ویب سایټ د اکتوبر په ۲۶ د قزوین په زندان کې د دوو بندیانو د اعدام خبر ورکړ.

هرانا دوه بندیان د نورمراد ګراونډ او سنجري په توګه پیژندلي او لیکلي یې دي چې دوی د مخدره موادو سره تړلي د جرمونو په تور په اعدام محکوم شوي.

د ایران د بشري حقونو سازمان هم په قزوین زندان کې د نشه یي توکو په تور د علي معروفخاني په نوم د یو زنداني د اعدامولو خبر ورکړی.

د هرانا په یو بل راپور کې ویل شوي، چې یو سړی او یوه ښځه د اکټوبر په ۲۵ مه د همدان په زندان کې اعدام شوي.

په دغه راپور کې د وژل شوي سړي هویت رسول فولي اعلان شوی او د اعدام شوې ښځې هویت نه دی په ډاګه شوی.

د ايران د بشري حقونو سازمان هم په همدې ورځ خبر ورکړ، چې د شيراز په عادل اباد زندان کې د محسن مختاري په نوم يو بندي د قتل په تور اعدام شوی دی.

اوس د بشري حقونو د سرچینو راپورونه ښيي چې اسلامي جمهوریت په ۱۷ ورځو کې د ایران په زندانونو کې لږ تر لږه ۹۸ بندیان اعدام کړي دي.

د جرمني ولسمشر بایډن ته د دغه هېواد تر ټولو غوره نښان ورکړ

۲۷ تله ۱۴۰۳ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۶ GMT+۱

د جرمني ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر، د امریکا ولسمشر جو بایډن ته د خپل هېواد د غوره نښان په ورکولو سره هیله څرګنده کړه، چې د دغه مډال په ورکولو به امریکا خپل متحدین د اتلانتیک دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې د هغوی خدمتونو له امله په یاد ولري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، هغه ته دا نښان د جرمني او امریکا د اړیکو او د اتلانتیک ها خوا اړیکو په برخه کې د بایډن د پنځو لسیزو د خدمتونو له امله ورکړل شو.

له بلې خوا، د جرمني صدراعظم اولاف شولتز په برلین کې د امریکا د متحدو ایالتونو له ولسمشر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د حماس د مشر یحیی سنوار له مړینې وروسته، په غزه کې د اوربند د موافقې په اړه هیله مندي څرګنده کړه.

بایډن، چې د راتلونکي نومبر په میاشت کې د متحده ایالاتو د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې جرمني ته تللی، هڅه کوي د اروپایي شریکانو سره د اوکراین د جګړې او په منځني ختیځ کې د کړکېچ په څېر مسلو کې همکاري پیاوړې کړي.

له دې غونډې مخکې، بایډن پر اېکس پانې لیکلي و: «د پخوانیو دوستانو او موږ ته نږدې دوستانو د اتحاد پیاوړتیا ته چمتو یم؛ هماغه ډول چې د ازادۍ لپاره د ظلم پر وړاندې سره ولاړ یوو.»

تمه کیده، چې بایډن تېره اونۍ په مونیخ کې یوې غونډه کې ګډون وکړي، خو د میلتون د طوفان له امله دغه غونډه وځنډول شوه.