په ترکیه کې د یو بس د چپه کیدو له امله ۶ تنه مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي

د ترکیې سیمه ییز چارواکي، چې د دغه هیواد په مرکزي ولایت اکسرای کې د یو بس د چپه کېدو له امله شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۵ نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه د جمعې په ورځ شوې ده.

د ترکیې سیمه ییز چارواکي، چې د دغه هیواد په مرکزي ولایت اکسرای کې د یو بس د چپه کېدو له امله شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۵ نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه د جمعې په ورځ شوې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، ځایي والي محمد علي کمبوز اوغلو خبریالانو ته وویل، چې دا لا معلومه نه ده چې د اکسرای-انقرې په لویه لار څه د دې پېښې لامل شوی دی.
دغه بس له لوېدیځ بالک اسیر ولایت څخه د کاپادوکیا ته چې د ترکیې په مرکزي سیمه کې مشهور ګرځندويي ځای دی، مسافر لېږدول.
هغه وويل: «ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي. د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.»

د بشري حقونو د سرچینو له قوله رپوټونه ښيي چې د ایران په زندانونو کې د اکتوبر له ۱۰مې نیټې راهیسې لږ تر لږه ۹۸ بندیان اعدام شوي دي. د دغو شمېرو له مخې په تېرو ۱۷ ورځو کې ایران هره ورځ شاوخوا شپږ کسان اعدام کړي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان د اکټوبر په ۲۶مه په یو راپور کې لیکلي چې د اصفهان په دستګیر زندان کې د عباس کریمي او محمد علي نجفي په نومونو دوه بندیان د قتل په تور په دار ځړول شوي دي.
د بشري حقونو دغه سازمان په خپل راپور کې لیکلي، چې د روان کال د اکټوبر له پیل راهیسې، یوازې په ۱۷ ورځو کې د دغه هېواد په بېلابېلو زندانونو کې د ۹۸ بندیانو د اعدام حکم شوی دی.
د هرانا د بشري حقونو ویب سایټ د اکتوبر په ۲۶ د قزوین په زندان کې د دوو بندیانو د اعدام خبر ورکړ.
هرانا دوه بندیان د نورمراد ګراونډ او سنجري په توګه پیژندلي او لیکلي یې دي چې دوی د مخدره موادو سره تړلي د جرمونو په تور په اعدام محکوم شوي.
د ایران د بشري حقونو سازمان هم په قزوین زندان کې د نشه یي توکو په تور د علي معروفخاني په نوم د یو زنداني د اعدامولو خبر ورکړی.
د هرانا په یو بل راپور کې ویل شوي، چې یو سړی او یوه ښځه د اکټوبر په ۲۵ مه د همدان په زندان کې اعدام شوي.
په دغه راپور کې د وژل شوي سړي هویت رسول فولي اعلان شوی او د اعدام شوې ښځې هویت نه دی په ډاګه شوی.
د ايران د بشري حقونو سازمان هم په همدې ورځ خبر ورکړ، چې د شيراز په عادل اباد زندان کې د محسن مختاري په نوم يو بندي د قتل په تور اعدام شوی دی.
اوس د بشري حقونو د سرچینو راپورونه ښيي چې اسلامي جمهوریت په ۱۷ ورځو کې د ایران په زندانونو کې لږ تر لږه ۹۸ بندیان اعدام کړي دي.

د جرمني ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر، د امریکا ولسمشر جو بایډن ته د خپل هېواد د غوره نښان په ورکولو سره هیله څرګنده کړه، چې د دغه مډال په ورکولو به امریکا خپل متحدین د اتلانتیک دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې د هغوی خدمتونو له امله په یاد ولري.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، هغه ته دا نښان د جرمني او امریکا د اړیکو او د اتلانتیک ها خوا اړیکو په برخه کې د بایډن د پنځو لسیزو د خدمتونو له امله ورکړل شو.
له بلې خوا، د جرمني صدراعظم اولاف شولتز په برلین کې د امریکا د متحدو ایالتونو له ولسمشر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د حماس د مشر یحیی سنوار له مړینې وروسته، په غزه کې د اوربند د موافقې په اړه هیله مندي څرګنده کړه.
بایډن، چې د راتلونکي نومبر په میاشت کې د متحده ایالاتو د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې جرمني ته تللی، هڅه کوي د اروپایي شریکانو سره د اوکراین د جګړې او په منځني ختیځ کې د کړکېچ په څېر مسلو کې همکاري پیاوړې کړي.
له دې غونډې مخکې، بایډن پر اېکس پانې لیکلي و: «د پخوانیو دوستانو او موږ ته نږدې دوستانو د اتحاد پیاوړتیا ته چمتو یم؛ هماغه ډول چې د ازادۍ لپاره د ظلم پر وړاندې سره ولاړ یوو.»
تمه کیده، چې بایډن تېره اونۍ په مونیخ کې یوې غونډه کې ګډون وکړي، خو د میلتون د طوفان له امله دغه غونډه وځنډول شوه.

د فرانسې ساحلي ګارډ ویلي، چې په مانش کانال کې د پناه غوښتونکو د کښتۍ د ډوبېدو له امله یو ماشوم مړ شوی دی. د فرانسوي چارواکو په وینا، دغه کښتۍ چې له اندازې ډیر بار یې انتقالوه، د ویسان په سواحلو کې ډوبه شوې او په کې سپاره ۶۵ کسان ژغورل شوي دي.
په دغه کښتۍ کې یو بې هوښه ماشوم هم وموندل شوی او د ژغورلو هڅې یې ناکامې شوې دي.
د ویسان سواحل د فرانسې کالیس ته نږدې موقعیت لري.
د ګارډین د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د هغو پناه غوښتونکو شمېر ۵۳ ته ورسېد چې د مانش کانال له لارې بریتانیا ته د رسېدو په هیله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دې توګه، سږ کال په مانش کانال کې د کډوالو لپاره "تر ټولو وژونکی کال" بلل شوی دی.
مانش کانال د هغو کډوالو لپاره یو له خطرناکو لارو څخه بلل کیږي، چې انګلستان ته رسیدل غواړي. پناه غوښتونکي د جګړې، بې وزلۍ او ځورونو له امله بریتانیا ته د رسېدو او د خوندي ژوند موندلو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي.

پاکستان اعلان کړی، چې افغانانو ته یې د ملي هویت کارډونو او پاکستاني پاسپورټونو د ورکولو د مخنیوي لپاره سخت تدابیر نیولي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي، چې په دغه هېواد کې د پاسپورټ غوښتونکو غوښتنلیکونه په دریو پړاوونو کې څېړل کېږي.
ښاغلي تارړ د پنجشنبې په ورځ د پاکستان پارلمان ته وویل چې د خلکو د هویت د تصدیق کولو د پروسې د ښه کولو او افغانانو ته د جعلي پاکستاني پاسپورټونو او شناختي کارډونو د ورکولو د مخنیوي لپاره به له سکینرونو او پرمختللو وسایلو کار واخیستل شي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر زیاته کړه، چې د دغه هېواد هغه وګړي، چې د پاکستاني پاسپورټ او شناختي کارډ د ترلاسه کولو اراده لري باید له دریو مرحلو تیر شي.
د عطاالله تارړ په وینا چې د دولتي چارواکي لخوا تایید، د کورنۍ د ثبت سند او د اسنادو بیا تایید درې مرحلې دي، چې د د توضیحاتو سره سم باید ترسره شي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د افغان کډوالو له خوا د اسنادو په ځانګړي ډول د ملي هویت کارتونو او پاکستاني پاسپورتونو جعل کول په پاکستان کې یوه جدي مسله ده، چې په تېر کال کې د افغانانو له جبري شړلو وروسته ورته پام شوی دی.
د روان کال د وږي ۱۷مه نېټه د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې په پښتونخوا ایالت کې یې د څه باندې شپږ زره افغان کډوالو غیر قانوني شناختي کارډونه لغوه کړي دي.
د تېر کال په لیندۍ میاشت کې جیونیوز د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړ، چې د خیبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې چې تر ۵۸۰۰۰ ډېر مشکوک شناختي کارډونه راټول کړي او د افغانانو جعلي کارتونه باطل کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان له اروپايي ټولنې د دې ډاډمنېدل غواړي، چې ترکيه د کډوالو له حقونو سرغړونه نه کوي. دغه سازمان وايي، ترکیه په داسې حال کې د پناه غوښتونکو اخراج ته دوام ورکوي، چې اروپا د دغه هېواد د کډوالۍ بودجه تامین کړې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان د جمعې په ورځ د تلي په ۲۷ مه اعلان وکړ، چې د نړیوال قانون له مخې د هغو کډوالو اخراج منع دی، چې په اصلي هېواد کې د زور زیاتي له جدي خطر سره مخامخ وي.
په همدې حال کې ترکیه د افغان کډوالو اخراج ته دوام ورکوي او بېرته یې خپل هېواد ته ستنوي، او اروپایي اتحادیه د ترکیې د کډوالو تمویل ته دوام ورکوي.
دغه سازمان ټینګار کړی دی، چې په ترکیه کې ډیری پناه غوښتونکي قانوني مشورې ته لاس رسی نه لري او له اداري او قانوني کړنلارې پرته له دغه هېواده ایستل کیږي.
د بشري حقونو د څار سازمان هم اندېښنه څرګنده کړې، چې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ ملاتړ په ترکیه کې د کډوالو د حقونو د سرغړونې لپاره کارول کیږي.
تر دې مخکې پولیټیکو رسنۍ په یوه څېړنیز راپور کې لیکلي وو، چې اروپايي ټولنه له ترکیې سره د افغانستان او سوریې د کډوالو په بېرته ستنولو کې مرسته کوي.
د دغې رسنۍ راپور ښيي چې ترکیې د اروپايي ټولنې ۱۱ میلیارده ډالره مرستې افغانستان او سوریې ته په زوره د کډوالو د ستنولو لپاره کارولې دي.
دا مرستې د کډوالۍ د کړکیچ د مدیریت لپاره د اروپا د هڅو یوه برخه ده.
په همدې حال کې، د اروپایي اتحادیې مشرانو د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې موافقه وکړه، چې د پراختیایي مرستو، سوداګرۍ، ډیپلوماسۍ او ویزې پالیسۍ په ګډون له ټولو موجودو وسایلو کار واخلي ترڅو خپلو اصلي هیوادونو ته د "غیرقانوني" کډوالو د بیرته راستنیدو بهیر ګړندی کړي.
دا اقدامات په داسې حال کې دي، چې اروپايي ټولنې تر دې مخکې اعلان کړی و، چې سوریه او افغانستان لا هم د کډوالو لپاره ناامنه دي.
