د غزې په جبالیه پنډغالي د اسراییل په بریدونو کې ۳۳ فلسطینیان وژل شوي دي

د غزې په شمال کې د جبالیه په پنډغالي د اسراییلي پوځ په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۳ فلسطینیان وژل شوي او تر ۸۰ زیات ټپیان دي.

د غزې په شمال کې د جبالیه په پنډغالي د اسراییلي پوځ په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۳ فلسطینیان وژل شوي او تر ۸۰ زیات ټپیان دي.
اسراییلي ځواکونو د غزې په شمال کې د العوده او کمال عدوان روغتونونه هم په نښه کړي دي.
د غزې په شمال کې له تېرې شپې راهیسې اسراییلي پوځ په سیمه کې خونړي بریدونه ترسره کړي دي.
د راپورونو له مخې، د دغو وژل شویو کسانو له ډلې شاوخوا ۲۰ تنه یې ښځې او ماشومان دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، ښایي د وژل شویو کسانو شمېر تر دې هم لوړ شي ځکه چې ډېری مړي لاهم تر خاورو لاندې دي.
د اکتوبر له ۵ مې نېټې راهیسې په غزه کې د اسراییل پوځ عملیاتو زور اخیستی او د ملکي خلکو لپاره یې د وتلو امر هم کړی دی.
له سیمې څخه د ترلاسه شویو راپورونو پر بنسټ، شاوخوا ۴۰۰زره کسان د خوړو، اوبو او درملو ته د لاسرسي پرته ایسار پاتې دي.
له بل پلوه په جبالیه سیمه کې د مخابراتي شبکو د بندېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
په تېرو دوو اونیو کې د غزې په شمال کې د اسراییل په بریدونو کې تر ۴۵۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د ترکیې سیمه ییز چارواکي، چې د دغه هیواد په مرکزي ولایت اکسرای کې د یو بس د چپه کېدو له امله شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۵ نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه د جمعې په ورځ شوې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، ځایي والي محمد علي کمبوز اوغلو خبریالانو ته وویل، چې دا لا معلومه نه ده چې د اکسرای-انقرې په لویه لار څه د دې پېښې لامل شوی دی.
دغه بس له لوېدیځ بالک اسیر ولایت څخه د کاپادوکیا ته چې د ترکیې په مرکزي سیمه کې مشهور ګرځندويي ځای دی، مسافر لېږدول.
هغه وويل: «ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي. د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.»

د بشري حقونو د سرچینو له قوله رپوټونه ښيي چې د ایران په زندانونو کې د اکتوبر له ۱۰مې نیټې راهیسې لږ تر لږه ۹۸ بندیان اعدام شوي دي. د دغو شمېرو له مخې په تېرو ۱۷ ورځو کې ایران هره ورځ شاوخوا شپږ کسان اعدام کړي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان د اکټوبر په ۲۶مه په یو راپور کې لیکلي چې د اصفهان په دستګیر زندان کې د عباس کریمي او محمد علي نجفي په نومونو دوه بندیان د قتل په تور په دار ځړول شوي دي.
د بشري حقونو دغه سازمان په خپل راپور کې لیکلي، چې د روان کال د اکټوبر له پیل راهیسې، یوازې په ۱۷ ورځو کې د دغه هېواد په بېلابېلو زندانونو کې د ۹۸ بندیانو د اعدام حکم شوی دی.
د هرانا د بشري حقونو ویب سایټ د اکتوبر په ۲۶ د قزوین په زندان کې د دوو بندیانو د اعدام خبر ورکړ.
هرانا دوه بندیان د نورمراد ګراونډ او سنجري په توګه پیژندلي او لیکلي یې دي چې دوی د مخدره موادو سره تړلي د جرمونو په تور په اعدام محکوم شوي.
د ایران د بشري حقونو سازمان هم په قزوین زندان کې د نشه یي توکو په تور د علي معروفخاني په نوم د یو زنداني د اعدامولو خبر ورکړی.
د هرانا په یو بل راپور کې ویل شوي، چې یو سړی او یوه ښځه د اکټوبر په ۲۵ مه د همدان په زندان کې اعدام شوي.
په دغه راپور کې د وژل شوي سړي هویت رسول فولي اعلان شوی او د اعدام شوې ښځې هویت نه دی په ډاګه شوی.
د ايران د بشري حقونو سازمان هم په همدې ورځ خبر ورکړ، چې د شيراز په عادل اباد زندان کې د محسن مختاري په نوم يو بندي د قتل په تور اعدام شوی دی.
اوس د بشري حقونو د سرچینو راپورونه ښيي چې اسلامي جمهوریت په ۱۷ ورځو کې د ایران په زندانونو کې لږ تر لږه ۹۸ بندیان اعدام کړي دي.

د جرمني ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر، د امریکا ولسمشر جو بایډن ته د خپل هېواد د غوره نښان په ورکولو سره هیله څرګنده کړه، چې د دغه مډال په ورکولو به امریکا خپل متحدین د اتلانتیک دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې د هغوی خدمتونو له امله په یاد ولري.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، هغه ته دا نښان د جرمني او امریکا د اړیکو او د اتلانتیک ها خوا اړیکو په برخه کې د بایډن د پنځو لسیزو د خدمتونو له امله ورکړل شو.
له بلې خوا، د جرمني صدراعظم اولاف شولتز په برلین کې د امریکا د متحدو ایالتونو له ولسمشر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د حماس د مشر یحیی سنوار له مړینې وروسته، په غزه کې د اوربند د موافقې په اړه هیله مندي څرګنده کړه.
بایډن، چې د راتلونکي نومبر په میاشت کې د متحده ایالاتو د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې جرمني ته تللی، هڅه کوي د اروپایي شریکانو سره د اوکراین د جګړې او په منځني ختیځ کې د کړکېچ په څېر مسلو کې همکاري پیاوړې کړي.
له دې غونډې مخکې، بایډن پر اېکس پانې لیکلي و: «د پخوانیو دوستانو او موږ ته نږدې دوستانو د اتحاد پیاوړتیا ته چمتو یم؛ هماغه ډول چې د ازادۍ لپاره د ظلم پر وړاندې سره ولاړ یوو.»
تمه کیده، چې بایډن تېره اونۍ په مونیخ کې یوې غونډه کې ګډون وکړي، خو د میلتون د طوفان له امله دغه غونډه وځنډول شوه.

د فرانسې ساحلي ګارډ ویلي، چې په مانش کانال کې د پناه غوښتونکو د کښتۍ د ډوبېدو له امله یو ماشوم مړ شوی دی. د فرانسوي چارواکو په وینا، دغه کښتۍ چې له اندازې ډیر بار یې انتقالوه، د ویسان په سواحلو کې ډوبه شوې او په کې سپاره ۶۵ کسان ژغورل شوي دي.
په دغه کښتۍ کې یو بې هوښه ماشوم هم وموندل شوی او د ژغورلو هڅې یې ناکامې شوې دي.
د ویسان سواحل د فرانسې کالیس ته نږدې موقعیت لري.
د ګارډین د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د هغو پناه غوښتونکو شمېر ۵۳ ته ورسېد چې د مانش کانال له لارې بریتانیا ته د رسېدو په هیله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دې توګه، سږ کال په مانش کانال کې د کډوالو لپاره "تر ټولو وژونکی کال" بلل شوی دی.
مانش کانال د هغو کډوالو لپاره یو له خطرناکو لارو څخه بلل کیږي، چې انګلستان ته رسیدل غواړي. پناه غوښتونکي د جګړې، بې وزلۍ او ځورونو له امله بریتانیا ته د رسېدو او د خوندي ژوند موندلو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي.

پاکستان اعلان کړی، چې افغانانو ته یې د ملي هویت کارډونو او پاکستاني پاسپورټونو د ورکولو د مخنیوي لپاره سخت تدابیر نیولي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي، چې په دغه هېواد کې د پاسپورټ غوښتونکو غوښتنلیکونه په دریو پړاوونو کې څېړل کېږي.
ښاغلي تارړ د پنجشنبې په ورځ د پاکستان پارلمان ته وویل چې د خلکو د هویت د تصدیق کولو د پروسې د ښه کولو او افغانانو ته د جعلي پاکستاني پاسپورټونو او شناختي کارډونو د ورکولو د مخنیوي لپاره به له سکینرونو او پرمختللو وسایلو کار واخیستل شي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر زیاته کړه، چې د دغه هېواد هغه وګړي، چې د پاکستاني پاسپورټ او شناختي کارډ د ترلاسه کولو اراده لري باید له دریو مرحلو تیر شي.
د عطاالله تارړ په وینا چې د دولتي چارواکي لخوا تایید، د کورنۍ د ثبت سند او د اسنادو بیا تایید درې مرحلې دي، چې د د توضیحاتو سره سم باید ترسره شي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د افغان کډوالو له خوا د اسنادو په ځانګړي ډول د ملي هویت کارتونو او پاکستاني پاسپورتونو جعل کول په پاکستان کې یوه جدي مسله ده، چې په تېر کال کې د افغانانو له جبري شړلو وروسته ورته پام شوی دی.
د روان کال د وږي ۱۷مه نېټه د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې په پښتونخوا ایالت کې یې د څه باندې شپږ زره افغان کډوالو غیر قانوني شناختي کارډونه لغوه کړي دي.
د تېر کال په لیندۍ میاشت کې جیونیوز د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړ، چې د خیبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې چې تر ۵۸۰۰۰ ډېر مشکوک شناختي کارډونه راټول کړي او د افغانانو جعلي کارتونه باطل کړي.
