هغه زیاته کړه، چې اوکرایني پیلوټان او تخنيکي ډلې هم لا دمخه د دغو الوتکو د الوتنې او ساتلو لپاره روزل شوي دي.
د لویدیځ له خوا د ورکړل شوو وسلو پر مټ پر مسکو د اوږد واټن بریدونه د زیلینسکي د پنځه ماده ییز پلان یوه مهمه برخه ده؛ خو تر دې دمه دې موضوع سره د کییف متحدینو لېوالتیا نه ده ښودلې.
پر همدې مهال، فرانسه یو له هغو هیوادونو څخه ده، چې د روسیې پر خاوره د لویدیځو هیوادونو د وسلو پر مټ د اوکراین د بریدونو ملاتړ کوي.
په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې او اوکراین د جګړې له پیل راهیسې فرانسه په اروپا کې د اوکراین یو له سترو پوځي، ډیپلوماټیکو او اقتصادي ملاتړو څخه ده او دا مهال د اوکراین د پوځیانو روزنه او تجهیز کوي.