• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فرانسې له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوکراین د طرحې ملاتړ وکړ

۲۸ تله ۱۴۰۳ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۴ GMT+۱

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نول بارو کییف ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې هېواد یې له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوکراین د پلان ملاتړ کوي. ښاغلي بارو له خپل اوکرایني سیال سره په یوې خبري غونډه کې وویل: «د روسیې بریا به نړۍوال نظم ګډوډ کړي.»

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نول بارو د شنبې په ورځ (د تلې ۲۸ مه) په کییف کې په یوې خبري غونډه کې وویل، چې هېواد یې د اوکراین د ولسمشر د هغه پلان ملاتړ کوي چې د «بري د پلان» په نوم یادېږي.

د «بري پلان» د دې اونۍ په پیل کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له خوا وړاندې شو.

زېلېنسکي د پلان په معرفي کولو سره وویل؛ هیله لري، چې روسیه دې ته اړ کړي څو د خبرو اترو له لارې پر اوکراین خپل یرغل پای ته ورسوي.

د اوکراین د «بري پلان» یو له مهمو ټکو څخه په ناټو کې د دې هیواد رسمي غړیتوب دی، چې لویدیځو هیوادونو نه یې غوښتي چې د جګړې تر پای ته رسیدو پورې په دې اړه څیړنه وکړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې هېواد به یې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې اوکراین ته د میراژ ۲۰۰۰ جنګي الوتکو لومړۍ جوپه ورکړي.

هغه زیاته کړه، چې اوکرایني پیلوټان ​​او تخنيکي ډلې هم لا دمخه د دغو الوتکو د الوتنې او ساتلو لپاره روزل شوي دي.

د لویدیځ له خوا د ورکړل شوو وسلو پر مټ پر مسکو د اوږد واټن بریدونه د زیلینسکي د پنځه ماده ییز پلان یوه مهمه برخه ده؛ خو تر دې دمه دې موضوع سره د کییف متحدینو لېوالتیا نه ده ښودلې.

پر همدې مهال، فرانسه یو له هغو هیوادونو څخه ده، چې د روسیې پر خاوره د لویدیځو هیوادونو د وسلو پر مټ د اوکراین د بریدونو ملاتړ کوي.

په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې او اوکراین د جګړې له پیل راهیسې فرانسه په اروپا کې د اوکراین یو له سترو پوځي، ډیپلوماټیکو او اقتصادي ملاتړو څخه ده او دا مهال د اوکراین د پوځیانو روزنه او تجهیز کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې ولسمشر: په اروپا کې له اسلام ویره او کډوال ځپنه زیاته شوې ده

۲۸ تله ۱۴۰۳ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۰ GMT+۱

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د جرمني له لومړي وزیر سره په کتنه کې په اروپا کې «له اسلام ویرې او د کډوال ځپنې » پر زیاتیدو نیوکه وکړه. ښاغلي اردوغان وویل، چې دا بهیر د ښي اړخو جریانونو له خوا پیاوړی شوی او د کډوالو اندیښنې یې راپارولي دي.

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولتز د شنبې په ورځ په استانبول کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل. اردوغان له دې کتنې وروسته په یوې خبري غونډه كې وویل، چې دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي، د دفاعي صنايعو په برخه كې د همکارۍ او پر غزې او لبنان باندې د اسراییل د بريد په اړه خبرې وكړې.

اردوغان د جرمني له لومړي وزیر څخه وغوښتل، چې په دغه هېواد کې د اسلام ویرې او کډوالو د ځپلو پر وړاندې د «یووالي» دریځ تعقیب کړي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې خبرداری ورکړی و، چې د مسلمانانو په ګډون د مذهب پر بنسټ ځورونې، وېرول او تاوتریخوالی "خطرناک حد" ته رسېدلی دی.

دوی له حکومتونو وغوښتل، چې د نړۍوال قانون په چوکاټ کې د اسلام څخه د وېرې په ګډون د مذهبي کرکې له ټولو ډولونو سره مبارزه وکړي.

برسېره پر دې، د روان کال د ثور میاشتې په پای کې، د بشري حقونو د څار یو څیړونکي وویل، چې په جرمني کې له ۱۰ څخه ۹ مسلمانان چې د اسلام ضد بریدونو سره مخ شوي دي د مسلمانانو ضد پیښو په اړه د پولیسو له بې غورۍ څخه شکایت کوي.

اردوغان له شولتز سره په دغه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ د نړۍوالې ټولنې په توګه باید په غزه کې د دایمي اوربند د تامین، بشري مرستو د لېږلو او پر اسراییل د لازمو فشارونو د راوستلو لپاره خپله هڅه وکړو.»

هغه وویل: "تر څو چې په فلسطین او لبنان کې قتل عام دوام لري، زموږ د سیمې او له سیمې ورهاخوا سوله ناشونې ده.»

د ترکیې ولسمشر د اسراییل له خوا د غزې د شاوخوا پنځوس زره وګړو د قتل عام یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې دغه هېواد په هاګ کې د عدالت په نړۍواله محکمه کې د غزې د خلکو د "نسل وژنې" دوسیه کې ګډون کړی او دا غوښتنه یې تازه کړې ده.

روسیې او اوکراین ۹۵ بندیان د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب سره تبادله کړل

۲۸ تله ۱۴۰۳ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۳ GMT+۱

روسیې او اوکراین د جمعې په ورځ د جګړې د بندیانو د تبادلې نوې لړۍ پیل کړه، دواړو هېوادونو د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب، ۹۵ بندیان خپلو هیوادونو ته ستانه کړل.

د روسیې د دفاع وزیر په ټیلیګرام ټولنیزې شبکې لیکلي، د بېرته راستانه شویو روسیي سرتېرو طبي معاینات په بیلاروس کې ترسره شوي دي.

د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په ټیلیګرام خپرې شوې ویډیو کې ښکاري، چې ځیني کسان په ابي او ژیر رنګه بیرغ باندې پوښلي له بسونو څخه ښکته کیږي او د خپلو عزیزانو له خوا غیږ کې نیول کیږي.

100%

د روسیې د پوځ له خوا خپره شوې ویډیو کې سرتېري ښکاري چې په خندا بسونو کې سپاره کیږي.

زېلېنسکي لیکلي: «هرکله چې اوکراین خپل خلک د روسیې له منګولو ژغوري، موږ هغه ورځې ته نږدې کیږو چې د روسیې له بنده خپل ټول بندیان بیرته ازاد کړو.»

د اوکراین خبري رسنیو ویلي، چې په راستنیدونکو کې اوکرایني ژورنالیست او د بشري حقونو مدافع مکسیم بتکیویچ هم شامل دی چې د روسیې د یوې محکمې له خوا په روسي ځواکونو د ډزو په تور محکوم شوی و.

د جګړې د بندیانو د چارو د انسجام اداره وايي، ۴۸ راستانه شویو ته د روسیې د قضايي سیستم له خوا سزا اورول شوې وه.

د اوکراین د پارلمان د بشري حقونو کمېشنر دیمیټرو لوبېنېتس وویل، چې د جګړې له پیل راهیسې دا ۵۸ ام ځل دی چې د بندیانو تبادله کیږي او په دې سره د بېرته ستنېدونکو بندیانو شمېر ۳ زره او ۷۶۷ کسانو ته ورسید.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا په جګړه کې د خلیج د هېوادونو د منځګړیتوب نهمه بېلګه ده. دا تبادله د "متحده عربي اماراتو او دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او دوستانه اړیکو شتون" په ډاګه کوي.

تر دې وړاندې ۱۰۳ بندیان په د سپټمبر په میاشت کې د دواړو هیوادونو ترمنځ تبادله شوي وو.

په ایټالیا کې یوې محکمې البانیا ته د پناه غوښتونکو له لېږد سره مخالفت وکړ

۲۸ تله ۱۴۰۳ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۶ GMT+۱

په ایټالیا کې یوې محکمې البانیا ته د پناه غوښتونکو د لېږدولو لپاره د حکومت له پلان سره مخالفت وکړ. ګارډین د جمعې په ورځ راپور ورکړ، چې محکمې د ایټالیا له حکومته غوښتي چې په البانیا کې نیول شوي ۱۲ پناه غوښتونکي ژر تر ژره ایټالیا ته ولېږي.

دغه حکم د ايټاليا او البانيا د حکومتونو تر منځ د کډوالو د تګ کمولو په هدف جوړ شوي تړون ته ننګونه بلل شوې ده.

د دغې محکمې قاضیانو وویل: «د دغو پناه غوښتونکو له ډلې یو شمېر خپلو هېوادونو ته د ستنېدو په صورت کې به له جدي خطر سره مخامخ شي.»

د ايټاليا او البانيا تر منځ د تړون لګښت څه باندې يو ميليارد ډالرو ته رسېږي.
پر دغه پلان د مخالفو ګوندونو او د بشري حقونو ډلو له خوا نیوکې شوې دي.

په بروکسل کې په یوه وروستۍ غونډه کې، د اروپايي اتحادیې مشرانو د کډوالۍ په اړه د یوې سختې نوې تګلارې په نښه کولو سره د "د راستنیدو مرکزونو" جوړولو په اړه بحث وکړ.

له دې وضعیت سره هغه افغان کډوال چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته نورو هېوادونو ته پناه وړې، افغانستان ته د ایستلو په اړه اندېښمن دي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې امنیتي او د بشري حقونو ننګونو د افغان کډوالو د برخلیک په اړه اندېښنې راپورته کړې دي

د غزې په جبالیه پنډغالي د اسراییل په بریدونو کې ۳۳ فلسطینیان وژل شوي دي

۲۸ تله ۱۴۰۳ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۸:۲۷ GMT+۱

د غزې په شمال کې د جبالیه په پنډغالي د اسراییلي پوځ په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۳ فلسطینیان وژل شوي او تر ۸۰ زیات ټپیان دي.

اسراییلي ځواکونو د غزې په شمال کې د العوده او کمال عدوان روغتونونه هم په نښه کړي دي.
د غزې په شمال کې له تېرې شپې راهیسې اسراییلي پوځ په سیمه کې خونړي بریدونه ترسره کړي دي.

د راپورونو له مخې، د دغو وژل شویو کسانو له ډلې شاوخوا ۲۰ تنه یې ښځې او ماشومان دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، ښایي د وژل شویو کسانو شمېر تر دې هم لوړ شي ځکه چې ډېری مړي لاهم تر خاورو لاندې دي.
د اکتوبر له ۵ مې نېټې راهیسې په غزه کې د اسراییل پوځ عملیاتو زور اخیستی او د ملکي خلکو لپاره یې د وتلو امر هم کړی دی.
له سیمې څخه د ترلاسه شویو راپورونو پر بنسټ، شاوخوا ۴۰۰زره کسان د خوړو، اوبو او درملو ته د لاسرسي پرته ایسار پاتې دي.
له بل پلوه په جبالیه سیمه کې د مخابراتي شبکو د بندېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
په تېرو دوو اونیو کې د غزې په شمال کې د اسراییل په بریدونو کې تر ۴۵۰ زیات کسان وژل شوي دي.

په ترکیه کې د یو بس د چپه کیدو له امله ۶ تنه مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي

۲۷ تله ۱۴۰۳ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۰ GMT+۱

د ترکیې سیمه ییز چارواکي، چې د دغه هیواد په مرکزي ولایت اکسرای کې د یو بس د چپه کېدو له امله شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۵ نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه د جمعې په ورځ شوې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، ځایي والي محمد علي کمبوز اوغلو خبریالانو ته وویل، چې دا لا معلومه نه ده چې د اکسرای-انقرې په لویه لار څه د دې پېښې لامل شوی دی.

دغه بس له لوېدیځ بالک اسیر ولایت څخه د کاپادوکیا ته چې د ترکیې په مرکزي سیمه کې مشهور ګرځندويي ځای دی، مسافر لېږدول.

هغه وويل: «ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي. د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.»