افغان ابدالیانو لوبډلې د ۴ وېکټو په توپير سره د بنګله دېش الف لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ځوانانو اسيا جام کرېکټ سیاليو په لړ کې افغان ابداليانو د ۴ وېکټو په توپير د بنګله دېش الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې سياليو کې يې دویمه بريا خپله کړه. افغان توپوهونکي صديق اتل ۹۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او لوبډله یې بريا ته ورسوله.