• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

څېړنیز راپور؛ په افغانستان کې له ۲۰۱۸ کاله را په دې خوا ۱۴۰ د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوي

د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنډله
د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنډله

څېړنیز راپور

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۳:۳۲ GMT+۱

د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنیز راپور ښيي، چې په افغانستان کې په ۲۰۱۸ کال کې ۲۱، په ۲۰۱۹ کې ۲۹، په ۲۰۲۰ کال کې ۵۶، په ۲۰۲۱ کال کې ۴، په ۲۰۲۲ کال کې ۲، په ۲۰۲۳ کال کې ۶ او په روان ۲۰۲۴ کال کې ۲۲ د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د ۱۴۰۳ د تلې نهمه په یوه راپور کې ویلي، چې د زمري له ۳۱مې د وږي تر نهمې نېټې پورې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د پولیو درې نوې پېښې ثبتې شوې.

دغه سازمان وايي، د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ۲۲ پېښې ثبتې شوې دي.

د طالبانو حکومت روغتیا وزارت د روان کال د تلې په دویمه نېټه وویل، چې کور په کور د پولیو واکسین بند شوی او له دې وروسته به «جومات په جومات» ماشومانو ته واکسین ورکړل کېږي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د دوشنبې په ورځ د تلې نهمه په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د پولیو درې نوې پېښې د کندهار له میوند او غورک او د هلمند ولایت له نهر سراج ولسوالۍ څخه ثبتې شوې دي.

د دغه راپور له مخې، د روان کال له پیل راهیسې د پاکستان په بلوچستان، سند، خیبر پښتونخوا، پنجاب او اسلام اباد کې د تلې تر ۱۱مې نیټې پورې د پولیو ۲۶ پېښې ثبتې شوې دي.

تېر کال یوازې په افغانستان کې د پولیو شپږ او په پاکستان کې هم شپږ پېښې ثبتې شوې وې.

افغانستان او پاکستان تر اوسه پورې د پولیو په له منځه وړلو کې پاتې راغلي دي. له پرله‌پسې ننګونو سره سره، طالبانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین وځنډاوه.

پولیو له یوه څخه بل ته یو لېږدېدونکی ویروس دی چې په ټولییز ډول د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان اغېزمنوي، خوسپارښتنې کیږي، هغه څوک چې واکسین شوي نه وي په ګوزڼ د اخته کېدو احتمال یې ډیر وي.

100%

ولې د طالبانو حکومت کور په کور د پولیو واکسین کمپاين بند کړ؟

اسوشیېټېډ پرېس د ۱۴۰۳د وږي ۲۶مه دملګرو ملتونو له قوله خبر ورکړی و، چې طالبانو په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین وځنډاوه. په خبر کې د کمپاین د ځنډولو لامل نه و په ډاګه شوی او نه هم طالب چارواکو په دې اړه کومه تبصره کړې وه.

د دغه خبر تر خپرېدو دوه ساعته وروسته د طالبانو عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د پوليو واکسين د بندېدو خبرونه رد کړل او ویې ویل، چې داسې کوم ګام نه دی اخیستل شوی.

د اسوشیېټېډ پرېس له خبر ټیک دوه ورځې وروسته د وږي میاشتې ۲۸مه نېټه برېتانوۍ ګارډین ورځپاڼې راپور خپور کړ، چې په کندهار کې د پولیو کمپاین د «طالب مشرانو د ځای د افشا کېدو» له وېرې ځنډول شوی.

په دغه راپور کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین چلوونکو ګارډین ته ویلي وو، چې طالبانو په ټول افغانستان کې د واکسین کمپاین د مېرمنو د ګډون او امنیتي اندېښنو له امله ځنډولی.

هغوی ګارډین ته ویلي وو، چې په کندهار کې طالب مشران له دې وېرې چې د هغوی د استوګنې سیمې افشا نه شي او امنیتي ګواښ ورته پېښ نه شي دغه کمپاین یې ځنډولی دی.

طالبانو تر دې مخکې په کابل کې د ۲۵۰ هغو مېرمنو مخه نېولې وه چې په دغه کمپاین کې یې برخه اخیستله.

د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین یوه چارواکي ګارډین ته منلې وه، چې طالبانو د یو لړ امنیتي اندېښنو او په کمپاین کې د ښځو د ګډون له امله دغه کمپاین «د لنډ مهال لپاره» ځنډولی دی.

دغه چارواکي وړاندې ویلي: «د کندهار ولایت چې د طالب مشرانو اصلي ټاټوبی دی، هغوی دا اندېښنې لري چې ګواکې د کمپاین پر مهال به د هغوی استوګنځایونه د بهرنیو ګواښونو سره مخامخ شي.»

د راپورونو له مخې، ځینو استخباراتي کړیو د ترهګرو د پټنځایونو په موندلو کې چې له هغې ډلې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن استوګنځای هم و د همدغو کمپاینونو له لارې پېژندل شوی و.

خپله طالبان په دې اړه څه وايي؟

خو بل پلو د طالبانو په عامې روغتیا وزارت کې د پولیو ضد کمپاین د برخې مشر ډاکټر عبدالقدوس بریالي رسنیو ته ویلي، چې د پولیو کور په کور کمپاین بندولو پرېکړه د طالبانو مشر د کندهار د دیني عالمانو شورا او د سوېلي ولایتونو کندهار، هلمند او روزګان د استازو په غوښتنه کړې ده.

هغه وايي، يوازې د پولیو واکسین ضد کمپاینبڼه بدله شوې او دغهکار هم د سیمې د خلکو غوښتنه شوی دی.

خو افغانستان انټرنشنل پښتو په بېلابېلو ولایتونو کې له خپلو ښځینه او نارینه سرچینو سره اړېکه ټينګه کړې او دا یې ترې پوښتلي چې ایا دوی غواړي چې د پولیو ضد واکسین کمپاین بند شي؟ په ځواب کې یې ټولو پوښتل شويو سرچینو د (نه) ځواب ورکړی او ویلي یې دي چې دوی د پولیو ضد واکسین کمپاین ملاتړ کوي.

موندنې ښيي، چې له دغو درېیو ولایتونو پرته د افغانستان په نورو سیمو کې تر اوسه پورېکوم چا د کور په کور واکسین کمپاین مخالفت نه دی کړی.

100%

د روغتیا نړۍوال سازمان هم طالبان نه دي قانع کړي چې دغه واکسین څومره اړین دی؟

د روغتیا نړۍوال سازمان یوه استازي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د پولیو واکسین کمپاین پر ځنډولو د طالبانو له تازه پرېکړې خبر دي او هڅه یې دا ده چې د طالبانو عامې روغتیا وزارت د پولیو کمپاین برخې سره خپلې همکاري او همغږۍ ته دوام ورکړي چې په هره بڼه وي خو چې د پولیو واکسین کمپاین روان وساتي.

که څه هم د روغتیا نړۍوال سازمان د پولیو د مخنیوي او له منځه وړلو لپاره کور په کور د واکسین کمپاین تر نورو ښه لاره بولي خو بیا یې هم طالب چارواکي په دې نه دي قانع کړي چې کور په کور کمپاین ته دوام ورکړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د اړیکو مسوول اولیور روزنبایر وړاندې وايي، «د کور په کور پولیو کمپاین یوه ښه تجربه وه خو دا چې اوس بند شوی نو جومات په جومات کمپاین باید ترسره شي چې ماشومان له واکسین پاتې نه شي.»

نوموړی زیاتوي چې:«مونږ د کور په کور پولیو کمپاین له لارې تر ۲۰۲۱ کال پورېښې لاسته راوړنې لرلې چې ډېر ماشومان مو له ګوزڼ ژغورلي دي.»

هغه وايي، د پوليو د مخنيوي نړۍوال نوښت(جي پي اي ای) هڅه کوي چې د طالبانو عامې روغتیا وزارت د ملي عملیاتي مرکز سره خپلې همغږۍ او همکارۍ ته دوام ورکړي چې د افغانستان په سوېلي او ختیځو ولایتونو کې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره چټګ ګامونه واخلي او ټولو ماشومان د دغه وایرس په وړاندې په خپل وخت واکسین شي.

په افغانستان کې د پولیو وایرس نن او پرون!

د روان ۲۰۲۴ کال په سپټمبر میاشت روغتیا نړۍوال سازمان یو راپور خپور کړ چې په کې له ۲۰۱۸ کال را نیولې د ۲۰۲۴ کال تر سپټمبر میاشتې پورې د پولیو تایید شوې مثبتې پېښې ښيي، دغه راپور زیاتوي چې په افغانستان کې تر ټولو کمې د پولیو ناروغۍ مثبتې پېښې په ۲۰۲۲ کې (دوه) او تر ټولو ډېرې پېښې په ۲۰۲۰ کې (۵۶) یادې شوې دي.

د ډبلیو ایچ او سازمان په راپور کې راغلي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په ۲۰۱۸ کې ۲۱ پېښې، په ۲۰۱۹ کې ۲۹ پېښې، په ۲۰۲۰ کې ۵۶ پېښې، ۲۰۲۱ کې څلور پېښې، په ۲۰۲۲ کې دوه پېښې، ۲۰۲۳ کې شپږ پېښې او ۲۰۲۴ کې تر اوسه پورې ۲۲ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.

دغه سازمان وايي، د طالبانو له مشرانو سره یې خبرې روانې دي او هڅې کوي چې د پولیو واکسین کمپاین د ښه ترسره کولو لپاره د افغانستان په ټولو سیمو کې ماشومان د دغه وایرس په وړاندې واکسین کړي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال له دې سره سره چې په ډیرو سیمو کې د جګړې او وسله والو د مخالفتونو له امله دغه کمپاین له خنډونو سره مخ و خو وايي بیا هم په منظم ډول روان و او تر ډیرو سیمو ماشومانو ته دغه واکسین رسیده.

په دغه سازمان کې سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې که دا مهال په ټول افغانستان کې جګړه نشته خو د ښځینه مبلغانو او کارکوونکو د نشت له امله او په ځینو ولایتونو کې د کلتوري ستونزو له امله دغه کمپاین په ښه ډول نه ترسره کیږي.

100%

په پاکستان کې د پولیو پېښې ډیرېدل ولې پر افغانستان اغېز لري؟

روان ۲۰۲۴ کال په پاکستان کې د پولیو ۳۹پېښې خپرې شوې دي، چې له ډلې یې ۱۸ په بلوچستان، اوه یې په سند، درې په خیبر پښتونخوا او یوه، یوه پېښه په پنجاب او اسلام اباد کې ثبتې شوې دي.

تر دې وړاندې د پاکستان د پوليو د مخنیوي پروګرام په روانه مياشت کې د دغه هېواد په ۱۱۵ ولسوالیو کې د پوليو ضد کمپاين پیل کړی و، چې په ترڅ کې يې ۳۳ مېليونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پوليو واکسين څاڅکي ورکړل شول.خو دغه پروګرام په ځینو نا امنو سیمو کې د پام وړ ننګونو سره هم مخامخ دی.

روغتیاپالان او د پولیو برخې پوهان وايي، چې د پولیو وایرس له یو څخه بل ته لېږدېدونکی دی، دوی وايي چې په دې وروستیو کې له پاکستانه د افغان کډوالو په زور او بې مهاره ایستلو سره دغه ناروغي د افغان کډوالو له لارې له پاکستان څخه د افغانستان ختیځو او سوېلي ولایتونو ته لېږدیدلې ده چې نښې یې له ورایه څرګندې دي.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په غایته موادو کې یې له بدن څخه وځي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکې لاندې د اوبو زېرمو کې له یو څخه بل ته ځي.

د پاکستان د روغتیا ملي اداره وايي چې ددغه هېواد د بېلابېلو سيمو په ناپاکو اوبو کې يې تېره مياشت د پولیو وايرس ۳۰چاپیریالي نمونې موندلې دي.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان له دغې ناروغۍ څخه وژغوري. روغتیاپالان ټینګار کوي چې اړینه ده چې تر پنځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان باید هر ځل د پولیو د کمپاين پر مهال واکسین شي.

100%

ولې له دومره نړۍوالو هڅو سره بیا هم د پولیو ناروغي مخه نه نیول کیږي؟

په افغانستان او پاکستان کې په پرله‌پسې ډول د پولیو ناروغۍ ضد واکسین ورکول کېږي خو بیا هم دا ناروغي له منځه نه ده تللې او لا هم په کور دننه او نړۍوالې روغتیايي ادارې د پولیو د تازه پېښو راپورونه ورکوي.

د روغتيا ادارې وايي، د دې یو ستر لامل کلتوري ستونزې دي چې لا همځینې میندې او پلرونه خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي نه ورکوي، يا ځينې ماشومان له روغتياپالانو څخه د پوليو ضد کمپاين پر مهال پاتې کیږي.

اوس مهال په نړۍ کې افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې له منځه نه دی تللی او ماشومان ترې اغېزمن دي.

یو شمېر روغتیاپال په سوېلي ولایتونو په ځانګړې ډول کندهار کې د ګوزڼ پېښو ډېرېدو یو لامل د کور په کور واکسین نه کېدل یادوي.

دوی وايي، روغتیایي خدمتونه کمزوري دي ځکه چېنا مسلکي کارکوونکي ګمارل شوي، د واکسن تطبیق ټکنی شوی او په ځینو برخو کې د ښځینه کارکونکو دمخنیوي له امله واکسین په سمه توګه نه تطبیقیږي.

په کلیوالي‌ سیمو کې د ښځینه واکیسناتورانو کموالی او نشتوالی یو بل خنډ دی چې په ځینو سیمو کې کورنۍ نه غواړي «پردی کس» د دوی دروازېته ودریږي.

په پاکستان کې بیا په لرې پرتو سیمو کې وسله والې ډلې د پولیو واکسین کمپاین مخه نیسي او پر کارکوونکو او د هغوی پر امنیتي کسانو بریدونه کوي چې دغه کمپاین په سیمو کې پلی نه کړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، افغانستان کې یې د پولیو کمپاین له پلې کېدو پاتې شو

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په پام کې وه چې د سپټمبرمیاشتې لپارهد پولیو د مخنیوي کمپاین د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې پیل شي، خو وايي د بڼې بدلېدو په اړه له تازه پرېکړې وروسته په ټول افغانستان کې دغه کمپاین تر نا څرګندې نېټې ځنډول شوی.

دغه سازمان وايي، د پلان له مخې په دغه کمپاین کې د ننګرهار، لغمان، نورستان، کونړ، کندهار، هلمند، زابل، روزګان، غزني، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، پکتیکا، خوست، کابل او فراه ولایتونو کې پیلېده چې لږ تر لږه اتو میلیونو ماشومانو ته چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي واکسین وشي.

روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت له مشرانو سره په خبرو بوخت دي چې ځنډول شوی کمپاین بېرته پیل شي، خو تر اوسه پورې یې د بېرته پيل لپاره نېټه نه ده په ډاګه شوې.

100%

د روغتیا برخې شنوونکي په دې اړه څه نظر لري؟

د روغتیا د برخې پوهان وايي، چې د پولیو ناروغۍ تر نورو موسمونو په ګرمۍ کې زیاتیږي او نورو ته سرایت یې ډیر وي.

په افغانستان کې د یونېسف د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو پخوانی مسوول سید کمال شاه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې، دغه ناروغي هر کال له مئ میاشتې تر اکتوبر میاشتې پورې ډیره خپریږي.

هغه وايي، اوس د کور په کور پولیو کمپاین پر ځای په جوماتونو کې تطبیق کیږي چې دغهکمپاین سل په سلو کې پایله نه شي لرلای بلکې پایله به یې کمه وي او ځینو سیمو کې کیدای شي بیخی بند شي.

ښاغلی شاه وايي، چې د خلکو پوهاوی تر هرڅه زیات مهم دی خو د خلکو پوهاوی او د مسولیت احساس ددې او ورته ناروغیو په منخنیوي او له منځه وړلو کې خورا مهم دی. هغه وايي کله چې خلک پوهاوی ونه لري د واکسین تقاضا کمیږي.

راتلونکې ته اندېښنې:

په ټوله کې دې ته ګوته نیول کیږي چې د طالبانو حکومت مشران د پولیو واکسین کمپاین ته پاملرنه نه کوي او ان تازه یې د دغه کمپاین مخه نیولې چې د افغانستان په ځینو هغو سیمو کې چې د پولیو پېښې په کې تازه په نښه شوې دي د پولیو پر ضد کمپاین یو مخ بند کړی دی.

دا مهال له پاکستانه د افغان کډوالو په جبري ډول او بې مهاره ایستل د دې لامل شوي چې دغه ناروغي د افغان کډوالو له لارې له پاکستانه افغانستان ته ولیږدول شي، د دې یو بل لامل دا کیدای شي چې د پولیو د مخنیوي کمپاین کور په کور بند شوی چې په دې سره له دغې ناروغۍ مخنیوی کمیږي او دغه ناروغي به زیاتیږي.

یو بل ستر لامل چې نن یې ډیره یادونه کیږي هغه داده چې خلک په دې برخه کې کم پوهاوی لري او د پوهاوي په برخه کې یې ځینې کلتوري ستونزې او د طالبانو حکومت د سیمه ییزو چارواکو له لوري د کمپاین مخنیوی کیږي چې په دې سره د واکسین غوښتنه کمیږي او د پولیو د مخنیوي کمپاین کمزوری کیږي چې د پولیو وایرس به په ماشومانو کې ډیر شي او په دې سره به یو ډیر شمېر ماشومان اغېزمن کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

افغانستان کې پر کوکنارو بندیز د مصنوعي اپینو د تولید ګواښ ډېر کړی

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۷ GMT+۱

افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز دا ګواښ رامنځته کړی چې په اروپا کې دغه تشه د فنتانیل او نیتازن په څېر مصنوعي اپینو د تولید له لارې ډکه شي.

سالون رسنۍ د یوې بریټانيايي خیریه موسسې د مشر اندره ګومز په حواله لیکلي، چې د کوکنارو پر کر د طالبانو د بندیزونو له امله په لومړیو کې د زیرمه شویو هیرویینو شته والي دا ګواښ یوڅه راکم کړی و، خو اوس ددې زیرمو په کمېدو سره دا ګواښ ډیریږي.

د نوموړي په باور، په ډېر احتمال د نشه يي توکو د بیو لوړېدو سره به قاچاق کوونکي دې ته وهڅیږي، چې ځایناستي مصنوعي توکي ومومي.

د یادې رسنۍ د رپوټ له مخې، ددې بندیز اغیزې په پولنډ کې ترسترګو کیږي، ځکه هلته د فنتانیل له امله د مړینې شمېر ډېر شوی.

د اروپا د نشه يي توکو او په نشه يي توکو د روږدو د څارنې مرکزوايي، چې مصنوعي اپیوني توکي، سره له دې چې تر اوسه پراخ شوي نه دي، خو په ځانګړو سیمو لکه بالتیک هېوادونو کې ورو ورو دود کیږي.

رسنۍ وايي، اروپا په ځانګړې توګه جرمني، سویس او هالنډ د نشه يي توکو کارول تر څار لاندې نیولی.

رسنۍ وايي، چې له نشه يي توکو او کوکنارو سره د طالبانو د مبارزې هڅې په دې توکو د هغوی له تاریخي اتکاء سره چې خپل فعالیتونه یې پرې تمویل کول، په ټکر کې دي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د کوکنارو پرکر او هیرویینو پر تولید بندیز ولګاوه او روږدي کسان یې له لارو او کوڅو ور ټول کړل، خو له دې سره سره، د نشه يي توکو او په دې توکو د روږدو کسانو ستونزه حل نه ده.

ملګري ملتونه: له پاکستان نه په یوه کال کې څه باندې ۷۳۳ زره افغان کډوال ستانه شوي

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۵۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي، چې د ۱۴۰۲ کال د وږي له میاشتې د ۱۴۰۳کال تر تلې پورې څه باندې ۷۳۳ زره افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي. د دغه راپور له مخې، تر سلو زرو ډېرو ستنو شویو کډوالو ته چې د یو پرڅلورمه برخه کورنیو سرپرستانې یې ښځې وې، مرستې هم وېشل شوې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د یکشنبې پر ورځ (د تلې ۲۹مه) له پاکستان نه د ستنو شویو افغانانو په اړه راپور خپور کړ.

د دغه راپور له مخې، له تېر یوه کال راهیسې له څه باندې۱۱۱ زره ستنېدونکو افغانانو سره مرستې شوې، چې شاوخوا ۴۸ سلنه برخه یې ښځې جوړوي.

په راپور کې راغلي، چې د مرستو ترلاسه کوونکو له ډلې ۲،۵ سلنه یې معلولیت لرونکي کسان دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، چې کابو ۳۳ سلنه راستنېدونکي غواړيد کابل، ننګرهار، هلمند او بلخ ولایتونو مرکزونو ته بیرته ستانه شي.

دغه سازمان ټينګار کوي، چې د روان ميلادي کال په مې او جولای مياشتو کې افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو شمېر په بې سارې توګه ډېر شوی او هره مياشت ۳۸ زره افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته ستنیږي.

د راپور له مخې، د روان کال له پیل راهیسې په پاکستان کې شاوخوا شپږ زره او ۹۴ افغانان نیول شوي او یا هم بندیان شوي دي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو کمپاین د ۱۴۰۲ لمریز کال د تلې په میاشت کې پیل شو.

که څه هم د پاکستان دغه ګام له پراخو نړۍوالو نیوکو سره مخ شوی، خو دغه هېواد لا هم د افغان پناه غوښتونکو اېستلو ته دوام ورکوي.

کندهار کې يو کس د اقتصادي ستونزو له امله ځان ته اور اچولی

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۸ GMT+۱

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې يو کس نن سهار د شهیدانو په څلور لاره کې ځان ته اور واچاوه او د ځان وژنې هڅه يې کوله. دغه کس ځان ته د اور اچونې پر مهال په لوړ غږ له بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو شکایت کاوه.

له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د یکشنبې پر ورځ د دغه کس ويډيو هم لېږلې، چې د بازار په منځ کې پر ځان پټرول شیندي او وروسته ځان ته اور اچوي.

سرچینې وايي، خلکو له نوموړي اور مړ کړ او د هغه د ځان وژنې مخه یې ونیوله.

د دغه کس د نوم او کورنۍ په اړه لا معلومات نشته.

سرچينو زياته کړه، چې له پېښې وروسته د کندهار د طالبانو د دويمي حوزې امنيتي کسانو او استخباراتو دغه کس له ځان سره حوزې ته بیولی او تر اوسه يې په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

طالب استخباراتو په سيمه کې خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د یاد کس ويډیو او عکس پرټولنيزو رسنیو خپور نه کړي.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته ګڼ خلک او د کورنيو نفقه برابروونکي له اقتصادي ستونزو کړيږي.

په روان کال کې دا په کندهار کې دويمه پېښه ده، چې خلک د بې کارۍ له املهځان ته اور اچوي.

له دې وړاندې په همدغه ولایت کې چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د استوګنې ځای دی، د اقتصادي ستونزو له کبله اووه کسانو په بېلابيلو وختونو کې ځانونه زندۍ کړي او وژليدي.

طالبانو د سرو زرو د ۹ خښتو دوه قاچاق کوونکي بری الذمه اعلان کړل

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د سترې محکمې د دارالافتاء محکمې ریاست د څه باندې ۴۱ کیلوګرامه سرو زرو دوه تنه قاچاق وړونکي چې د جمهوري حکومت پرمهال نیول شوي وو، بری الذمه اعلان کړل.

یادې محکمې په خپله ۵۰۳ مه ګڼه فتوا کې د مصادره شویو ۴۱.۳۷۵ کیلوګرامه سرو زرو د استرداد حکم کړی او دواړه کسان یې د ممنوع الخروجۍ له نوملړه ایستي دي.

د بشیراحمد صدیقي او محمدرفیع بها په نوم دا دوه کسان د ۱۳۹۶ کال په زمري میاشت کې متحده عربي اماراتو ته د ۴۱.۳۷۵ کیلوګرامه سرو زروچې ۹ خښتې کېدې، د قاچاق په تور نیول شوي وو اود لویې څارنوالۍ له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز په څلور کاله تنفیذي بند او د سل، سل زره افغانۍ په ورکړې او د سرو زرو په مصادره محکوم کړي وو.

د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست وایي، چې ددغو دوو کسانو دوسیه د ریاست الوزرا‌ء، لویې څارنوالۍ او د کابل مرافعه محکمې له څیړنو وروسته د سترې محکمې دارالافتاء محکمې وڅیړله او د دواړو د خوشي کېدو پرېکړه یې وکړه.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته: یوې افغانې په لومړي ځل د برېتانیا طبي شورا غړیتوب ترلاسه کړ

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۷ GMT+۱

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته لومړنۍ افغانې نجلۍ نورویژه احمدي د دریو نړۍوالو ازموینو (OET, PLAB1 او PLAB2 ) په بشپړولو سره د برېتانیا طبي شورا غړیتوب ترلاسه کړ.

مېرمن احمدي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د جمهوریت له سقوط وروسته برېتانیا ته کډواله شوې وه او په خپل مسلک کې یې زده کړو او کار ته دوام ورکړ.

مېرمن احمدي وایي، چې اوسمهال د اکو او الټراسونډ په برخو کې تدریس کوي.

۳۰ کلنې نورویژه احمدي خپلې لومړنۍ زده کړې په کابل کې کړې او لوړې زده کړې یې په هند او افغان سویس پوهنتون کې بشپړې کړې دي.

مېرمن احمدي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې له طالبانو وغوښتل، چې د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او د ښځو پر کار کولو هم بندیزونه لرې کړي.

نوموړې وايي، «که طالبان دا دوه ګامونه پورته کړي دا به د افغانستان د پرمختګ او د ټولنې د نیمایي ځواک د ازادېدو لامل شي.»

احمدي له افغان نجونو هم وغوښتل، چې تسلیم نه شي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزې ته دوام ورکړي.

نوموړې په داسې حال کې په برېتانیا کې د طبي شورا غړیتوب ترلاسه کوي، چې له تېرو دریو کلونو راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې کړې دي او د افغان ښځو د محدودولو په موخه یې لسګونه فرمانونه صادر کړي دي.

که څه هم د ښځو پروړاندې د طالبانو هر ګام له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی، خو طالبان وایي، چې د شریعت پر اساس یې افغان مېرمنو ته ټول حقونه ورکړي دي.

اخوا، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا هم څو ورځې مخکې وویل، چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز یوازې پر نجونو اغېز نه دی کړی؛ بلکې د افغانستان په کچه یې درې کلن فرصت هم ضایع کړی.