• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې د پولیو دوه تازه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۳۶ GMT+۱

د پاکستان په سند ایالت کې د پولیو د تازه دوو مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په روان کال کې په دغه هېواد کې د پولیو د پېښو شمېر ۳۹ ته لوړ شو. د پاکستان د بیړنیو عملیاتو مرکز د راپور له مخې، تېره ورځ د پاکستان په سند ایالت کې د پولیو دوه تازه پېښې ثبتې شوې دي.

د دغه مرکز د راپور له مخې، د پولیو یادې دوه پېښې د سند ایالت په سانګړ او خاص میرپور ولسوالیو کې ثبتې شوې دي.

د پولیو د دغو دوو تازه پېښو په ثبتېدو سره په روان کال کې په دغه هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۳۹ ته لوړ شوی.

د پاکستان د بیړنیو عملیاتو د مرکز د راپور له مخې، په روان میلادي کال کې د پولیو ډیرې۲۰ مثبتې پېښې د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې، ۱۲ په سند ایالت کې، پنځه په خیبر پښتونخوا او یوه یوه په پنجاب او اسلام کې ثبتې شوې دي.

له دې یوه ورځ وړاندې هم د پولیو درې مثبتې پېښې په بلوچستان او یوه په خیبر پښتونخوا کې ثبتې شوې وې.

د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې د پولیو ضد واکسین به د اکټوبر میاشتې په ۲۸مه نېټه په ټول هېواد کې پیل شي او په دغه دوره کې به له پنځو کلونو کم عمره ۴۵ میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني رسنۍ: د پښتونخوا په نوښار کې د زهرجنو شرابو څښلو له امله شپږ کسان مړه شوي

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۴:۵۹ GMT+۱

پاکستاني رسنیو نن یکشنبه خبر ورکړی چې د خیبرپښتنوخوا د نوښار په نظام‌پور سیمه کې د زهرجنو شرابو څښلو له امله شپږ تنه مړه او د نهو نورو حالت نازک دی. دغه پېښه تېره شپه په نوښار کې د واده په مراسمو کې شوې ده.

د نوښار د پوليسو په خبره چې په یاده سیمه کې د واده په مراسمو کې د بدلو او زهرجنو شرابو څښلو له امله شپږ کسان مړه شوي، چې درې تنه یې د اټک او درې تنه یې د نوښار د نظام‌پور سيمې اوسیدونکي دي.

پولیسو د روغتون د ډاکترانو له قوله رسنیو ته ویلي، چې د پاتې نهو تنو نورو روغتیايي حالت هم د اندېښنې وړ دی.

د نوښار پوليسو رسنیو ته ویلي، چې په دې اړه یې پلټنې پيل کړې او د واده د کور ځینې کسان تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.

تر وړاندې هم د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د زهرجنو او بدلو شرابو څښلو په پېښو کې ډیر شمېر ځوانانو مړه او تر روغتونونو رسېدلي وو.

منظور پښتین پښتنو ته: په پاڅونونو کې د خپل وطن د امن لپاره غږ پورته کړئ

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۷ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خیبرپښتونخوا په ټولو سیمو کې د پاڅونونو اعلان کړی. نوموړی وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان او ټول پښتانه به نن د یکشنبې ورځې په پاڅونونو کې په خپلو سیمو کې د امن غونډې جوړوي.

هغه وويل په پښتني سیمو کې په چاودونو او جګړو کې د وژل شویو، تري تم شویو او د طبیعي زیرمو د ورسپارلو غږ پورته کړئ.

منظور پښتین د شنبې په شپه ناوخته په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې یاد پاڅونونه به په لورلايي، دوکۍ، ږوب، بنو، کویټه، شانګلې، اورګزیو، سوېلي وزیرستان، لکي مروت، ټانګ، چارسدې، صوابۍ، پښین، باجوړ، چمن، نوبیر، دره ادرم خیل، کرک، دیر، سوات، زیارت، ملاکنډ، لوړ دیر او مومندو ضلعه کې له چمنه تر خیبره په ټولو پښتني سیمو کې پاڅونونه کیږي.

دغه پاڅونونه په ځینو سیمو کې سهار او په ځینو سیمو کې له غرمې وروسته ترسره کیږي.

دغه پاڅون ته د امن پاڅون نوم ورکړل شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه پاڅون کې به د «د ډالري جګړو او ریاستي پالیسیو د ختمولو، د پښتون وطن د امنیت، د پښتون وطن د وسایلو د لوټلو پر ضد، خپلو کورونو ته د کډوالو د ستنېدو، د پښتنو په سیمو کې د ځمکو د جبري غصب پر ضد، د شهیدانو د عدالت غوښتنه، د لادرکه خلکو د راپیدا کولو، د بندیانو د خلاصولو او له پاسپورټ پرته پر ډیورنډ کرښې د تګ راتګ لپاره به په ټولو پښتنو سیمو کې په یوه ورځ خپل غږ پورته کوي.»

همدارنګه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمیټې غړو حنیف پښتین او زکیم خان پر خپلو اېکس پاڼو په خپرو شویو پیغامونه کې ویلي،‌ چې د پښتونو په ټولو سیمو کې په یوه ورځ د ولسي پاڅونونو د ترسره کولو پرېکړه د خیبر په قومي جرګه کې شوې وه.

دوی له خلکو غوښتي، چې د خپل وطن د امنیت او ټولو ناخوالو په وړاندې د غږ پورته کولو په اعتراضي غونډو کې دې برخه واخلي.

د امریکا د دفاع وزیر د اوکراین جګړې ته د شمالي کوریا د پوځیانو لیږلو رپوټونه تایید نه کړل

۲۸ تله ۱۴۰۳ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۴۷ GMT+۱

د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټن د شنبې په ورځ وویل، چې هغه راپورونه نه شي تاییدولی چې ګواکې شمالي کوریا د اوکراین پر ضد جګړه کې د روسیې د ملاتړ لپاره پوځيان لېږي. خو هغه وویل، چې که دا خبره ریښتیا وي، د اندېښنې وړ ده.

د سویلي کوریا د اطلاعاتو سازمان د جمعې په ورځ وویل، چې شمالي کوریا د روسیې په ختیځ کې د پوځيانو د روزنې او همغږۍ لپاره یو زرو ۵۰۰ ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کړي او احتمال لري چې د اوکراین په جګړه کې برخه واخلي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د پنجشنبې په ورځ پر شمالي کوریا تور ولګاوه چې د روسیې تر څنګ یې افسران ځای پر ځای کړي او د مسکو د جګړې لپاره د لس زره پوځیانو د استولو تیاری نیسي.

خو د ناټو عمومي منشي مارک روته په دې وروستیو کې وویل، چې د اوکراین په جګړه کې د پیونګ یانګ د لاس لرلو په اړه تر اوسه هېڅ شواهد نشته.

همدا راز، روسیې او شمالي کوریا دواړو د سویلي کوریا د اطلاعاتي سازمان او د اوکراین د ولسمشر دا ادعاوې رد کړې.


نتنیاهو: ایران پلان درلود چې ما او مېرمنه مې ووژني

۲۸ تله ۱۴۰۳ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۰:۲۴ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل: «د ایران رالیږونکو چې نن یې زما او زما د مېرمنې د وژلو پلان درلود یوه لویه تېروتنه وه. دا اقدام به ما او اسراییل د خپلو دښمنانو پر وړاندې د راتلونکي نسلونو د امنیت د تامین کولو لپاره د جګړې د دوام مخه ونه نیسي.»

هغه زیاته کړه: «زه ایران او د هغه د شریکانو ته وایم، هر هغه څوک چې د اسراییل وګړو ته زیان ورسوي، درنه بیه به پرې کړي.»

نتنیاهو ټینګار وکړ، چې اسراییل به په روانه جګړه کې خپل اهداف ترلاسه کړي او د نسلونو لپاره به د سیمې "امنیتي واقعیت" بدل کړي.

د لبنان حزب الله تر دې دمه د نتانیاهو پر کور د برید مسوولیت نه دی منلی.

د اسراییل د کولتور وزیر میکي زهار وویل: "د لبنان د حزب الله له لارې د بنیامین نتنیاهو د وژلو لپاره د ایران هڅې له سرې کرښې تېریدل دي."

د اسراییل کانال ۱۲هم د دغه هېواد د یو چارواکي په حواله ویلي، چې د نتانیاهو پر کور د برید هڅه به بې ځوابه پاتې نه شي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر یسراییل کاتز پر اېکس پانې لیکلي: «د ایران برید چې نن یې د لومړي وزیر نتانیاهو او د هغه د کورنۍ د غړو د وژلو هڅه وکړه، یو ځل بیا د ایران د حکومت اصلي څېره او د شر محور په ډاګه کړل.»

حزب الله د اسراییل شمالي سیمې په نښه کړي او اسراییل د بیروت پر څنډو بمبار کړی

۲۸ تله ۱۴۰۳ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۶ GMT+۱

د اسراییل د پوځ ویاند وویل، چې دوی په داسې حال کې د بیروت سویلي څنډه بمبار کړی چې د لبنان وسله والې ډلې حزب الله د اسراییل په شمالي سیمو راکټونه توغولي دي، او یو توغندی د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د رخصتۍ د کور پر لور ویشتل شوی.

په غزه او لبنان کې د جګړې د دوام لپاره د اسراییل، حماس او حزب الله ژمنتیا دا هیلې له منځه وړي چې د حماس د مشر یحیا سنوار مړینه به په منځني ختیځ کې د یو کال څخه اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

سنوار، د ۲۰۲۳کال د اکټوبر د اوومې نېټې د برید پلان کوونکی و چې د غزې جګړې د پیل سبب شو. هغه د چهارشنبې په ورځ د اسراییلي پوځیانو له خوا د جګړې په کرښه کې ووژل شو.

اسراییل د غزې په شمال کې په جبالیه کې د روغتونونو شاوخوا محاصره هم سخته کړې، چیرې چې اوسیدونکو او طبي چارواکو ویلي، چې اسراییلي ځواکونه په کورونو بمباري کوي او د طبي او خوراکي توکو د راوړلو مخه نیسي.

د شنبې په ماسپښین، اسراییل د لبنان د پلازمینې په سویل کې په څو ځایونو باندې سخت بریدونه ترسره کړل، چې د ماښام په اوږدو کې د ښار اسمان لوګیو نیولی و.

100%

رویټرز ته شاهدانو وویل، چې دغو بریدونو د څلورو ښارګوټو خلک د کورونو پریښودو ته مجبوره کړل خو د شار په نورو برخو کې هم توغندي لګیدلي دي.

په لسگونو زره خلک له سیویلي سیمو څخه تښتیدلي دي. دا سیمه یو وخت ډېره ګڼ میشه وه، چې د حزب الله دفترونه او د ځمکې لاندې تاسیسات هم په کې موجود وو.