• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې ۸ پر صفر فلیپین ته ماته ورکړه

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۷ GMT+۱

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د اسیا د ۱۷ کلنو ملتونو جام سیالیو ته د غوراوي لپاره نن دوشنبه خپله لومړۍ لوبه د فلیپین له لوبډلې سره تر سره کړه. افغان لوبډلې د لوبې په لومړۍ نيمایي کې ۲ ګولونه تر سره کړل او دويمه نيمايي یې ښه پيل کړه، چې ۶ ګولونه یې وکړل.

په دې لوبه کې د افغانستان لپاره نوید محبوبي، یاسر صافي، جواد ابراهیمي او ساحل سروري ګولونه وکړل.

د افغانستان لوبډله د دغو سیاليو په دوهم ګروپ کې د بنګله دېش، کمبودیا، فلیپین او مکايو له لوبډلو سره لوبيږي.

په دې بریا سره ډېر امکان شته، چې افغان لوبډله د ګروپ د سر ځای ونیسي.

د الیاس احمد منوچهر تر روزنې لاندي به افغان لوبغاړي دوې ورځې وروسته له مکايو لوبډلې سره د سيالۍ ډګر ته کښته کېږي او خپل بخت به ازمويي.

100%

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

کلیفورنیا او بروکسل کې افغانانو د ایراني ځواکونو د ډزو خلاف لاریونونه وکړل

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۵۸ GMT+۱

پر افغان کډوالو د ایران د سرحدي ځواکونو د ډزو په غبرګون کې یو شمېر معترضانو د امریکا په کلیفورنيا کې د والي د دفتر مخ ته لاریون کړی. په بروکسل کې د اروپايي پارلمان مخې ته هم افغانان راټول شوي او له نړيوالو يې د پېښې د کره پلټنې او د افغانانو د حق ورکولو غوښتنه کړې.

د امریکا د کلیفورنيا ایالت په ساکرامنټو کې د دوشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او يو شمېر افغانانو د والي دفتر مخې ته لاريون وکړ او د افغانانو د حق غوښتلو شعارونه یې ورکول.

لاريون والو د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا د افغان کډوالو وژل غندلي او له ټولو افغانانو یې غوشتنه کړې، چې په دې اړه د حق غوښتلو غږ پورته کړي.

په ساکرامنټو کې د والي دفتر مخ ته يو افغان معترض وويل: « له نړيوالو غواړو، چې زموږ د شهیدانو حق باید واخستل شي.»

100%

په همدې لاريون کې يوې مېرمنې پر طالبانو او افغانانو نيوکه وکړه، چې د افغان انسان مرګ ته چوپه خوله ناست دي او هيڅ غبرګون نه ښیي.

هغې زياته کړه: « ټول ولې خاموش دي، ایا افغان انسان د ژوند حق نه لري؟ ایا موږ انسانان نه يو؟ ایا افغانان کورنۍ نه لري؟ ولي موږ همېشه خاموشه یو؟ باید ټول د حق غوښتلو لپاره غږ يو کړو.»

بل لور، پرون یکشنبه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د اروپايي پارلمان مخې ته هم یو شمېر افغانانو د ایران، پاکستان او طالبانو پر ضد شعارونه ورکول.
لاريونوالو د افغانستان اوسني واکمنان پړه وبلل، چې پر پېښه غلي دي او غبرګون نه ښیي.

د دې کسانو د شعار یوه برخه دا وه چې« مرګ پر طالبانو، مرګ پر ایران او پاکستان، چې همېشه له افغانانو سره ظلمونه کوي، طالبان د خپلې بې پروايۍ له کبله د همدې افغانانو د وژنو لامل دي.»

معترضانو له اروپايي پارلمان څخه وغوښتل، چې د ایراني سرحدي ځواکونو له لوري د افغانانو د ډله ييزي وژنې پېښه په بې طرفه ډول وڅېړې او پايلې یې اعلان کړي.

د یادونې وړ ده، چې د شنبې پر ورځ هم یو شمېر معترضان په لندن کې د ایران د سفارت مخې ته راټول شوي وو. دوی هم د افغان کډوالو د وژلو په اړه د ایران د دولت د ځواب ویلو غوښتنه کوله او له نړۍوالو ادارو یې وغوښتل، چې په دې اړه څېړنې وکړي.

د دې ترڅنګ د کاناډا په تورنټو او يو شمېر نورو هېوادونو کې هم ورته لاريونونه شوي دي.

د طالبانو په اصلي مرکز کندهار کې له ۱۴۰ زرو زيات ماشومان او ښځې له خوار ځواکۍ سره مخ دي

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۵۱ GMT+۱

د سره صليب او سرې مياشتې د ټولنې نړيوال فدراسيون د نوي راپور له مخې، په کندهار کې څه باندې ١٤٤ زره ميندوارې او شيدې ورکوونکي ښځې او ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته دي. کندهار د طالبانو اصلي مرکز بلل کیږي، چيري چې د ملاهبت الله د ساتنې لپاره یې یو مجهز پوځي ځواک جوړ کړی دی.

د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون وايي؛ په افغانستان کې ۳.۲ ميليونه ماشومان، چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي او ۸۴۰ زره ميندوارې او شيدې ورکوونکي ښځې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د راپور له مخې د سختې خوارځواکۍ د تاثیراتو له کبله د ۱.۷ میلیونه ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

هغه راپور، چې د یکشنبې په ورځ «د تلې ۲۹مه» خپور شو، د خوارځواکۍ تر ټولو ډېرې پېښې په کندهار او پکتیکا ولایتونو کې ثبت شوې دي.

په دغه راپور کې ټینګار شوی، چې د روان کال له مې څخه تر سپټمبر میاشتې پورې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی او وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

په رپوټ کې راغلي دي: «ممکن د ژمي له پیل سره به د مړو شمیر نور هم زیات شي. نو ځکه، د ډسمبر او فبروري په میاشت کې د شدیدې لوږې کمول د مړينې د مخنیوي لپاره اړین دي.»

د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون د دغې ناروغۍ د زياتوالي لامل اوږده وچکالي، طبيعي پېښې، د خلکو بې ځايه کېدل، د ژوند د لګښتونو ناڅاپه زياتوالى، د خوراکي توکو کمښت او پراخه بېکاري ياده کړې.

سازمان ټینګار کوي، چې په دې بحران کې د سمدستي مداخلې نشتوالی به د خوارځواکۍ له امله د مړینې په کچه کې د اندیښنې وړ زیاتوالي لامل شي، په ځانګړې توګه د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو کې.

د راپور له مخي: «په پکتيکا او قندهار ولايتونوکې د واورو اورښت به ډير ژر زياتې سيمو ته لاس رسۍ کم کړي او دغه حالت به د اړتيا وړ توکو د رسولو بهير له جدي ستونزو سره مخامخ کړي او د زيانمنو شويو خلکو د تغذيې د حالت د خرابيدو وضعت به چټک کړي.»

په راپور کې پر چټکو اقداماتو د ټينګار ترڅنګ ویل شوي، چې اميندواره مېرمنې او کم وزن پيدا کېدونکی ماشومام له خطر سره مخ دي.

په همدې حال کې طالبانو په کندهار کې د هبت الله اخوندزاده د ساتنې لپاره یو لوی پوځي مرکز جوړ کړی دی.

تر اوسه د طالبانو د ځانګړو ځواکونو شمېر معلوم نه دی؛ خو ځینې راپورونه ښیي، چې دغه ځانګړی ځواک له ۲۰ زرو څخه تر ۴۰ زرو پورې جنګیالي لري، چې د طالبانو د مشر د پوځي ځواک په توګه رامنځته شوی دی.

سرچینې: کابل میشتي طالبان د ملاهبت الله له فرمانونو ناخوښه دي

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف نوي قانون له مخې په رسنیو کې د ساکښو موجوداتو پر انځورونو بندیز، د طالبانو په منځ کې نارضایتۍ راټوکولې دي.

ددغه قانون له مخې چې په غیر مستقیم ډول د دې ډلې د مشر ملاهبت الله فرمانونو او غوښتنو ته اجرايي بڼه ور کوي، د یادې ډلې اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې په رسنیو کې د ساکښو موجوداتو د انځورونو خپراوی بند کړي.

خو په کابل کې میشت ډېر طالبان د دغه قانون د بشپړ پلیتابه مخالف دي.

طالبانو ته یوې نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د حقاني د ډلې اړوند کسان چې ډیری تبلیغاتي مرکزونه ددوی له خوا اداره کیږي، پر رسنیو د نویو بندیزونو مخالف دي او دا ګام د دې ډلې د منزوي کولو هڅه ګڼي.

په کابل کې د طالبانو یو شمېر چارواکي، چې ددې ډلې ددفاع او کورنیو چارو وزیران او د ریاست الوزرا مرستیالان پکې شاملیږي، په اوسمهالو شرایطو کې ددې قانون، په ځانګړې توګه د رسنیو اړوند برخې بشپړ پلي کول ددې ډلې د تبلیغاتي دستګاه د فلج کولو په معنا بولي.

دغه چارواکي د ملاهبت الله ځینې فرمانونه د طالبانو د ډپلوماسۍ دستګاه لپاره سرخوږ ګڼي.

حقاني شبکې په دې وروستیو کې د جلال بنسټ له لارې د مستندونو جوړولو بهیر پیل کړی چې په تېره شل کلنه جګړه کې ددې ډلې پر رول تمرکز لري.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې «ملاهبت الله د خپلو مجبوریتونو له امله پر رسنیو نه شي راښکاره کېدای، خو اوس د نورو مشرانو د لاس ته راوړنو او تبارز مخه هم نیسي».

د سرچینې په باور، کابل میشتي طالبان په ځانګړې توګه حقاني ډله د طالبانو په مذهبي حلقه کې کافي نفوذ او د هغوی پر پرېکړو اغیز نه لري، خو دا تشه یې له تبلیغاتي اړخه ډکه کړې ده: « دغه ډله د یو شمېر رسنیو او بنسټونو مالي ملاتړ کوي او د مستندونو او څیړنیزو رپوټونو لپاره امکانات ور کوي، خو د تبلیغاتو په برخه کې ددې ډلې نفوذ په کندهار کې د حاکمې مذهبي ډلې په مزاج برابر نه دی».

د حقاني ډلې اړوند کسانو د ساکښو پر انځورونو د بندیز په غبرګون کې ددې ډلې د بنسټګر مولوي جلال الدین حقاني یوه پخوانۍ ویډیو خپره کړې چې په اوسمهالو شرایطو کې د ویډیو او انځور اړتیا پکې توجیه کوي.

په دې ویډیو کې جلال الدین حقاني د ویډیو او انځور اخستل په یو ډول جایز ګڼي او وايي، چې علماوو د نیمه انځورونو اجازت ورکړی او ده هم د اړتیا پر بنسټ خپلو کسانو ته د کمرو او فلمونو اخستلو اجازه ور کړې ده.

سرچینه وايي، «ټاکل شوې وه چې د امر بالمعروف قانون په تدریج سره پلی شي او رسنیو ته یوازې د انځورونو د خپرولو شرعي حکم تفهیم شي، خو کله چې په کابل کې د امارت په ادارو کې ددې قانون پر وړاندې بې تفاوتي ولیدل شوه، ملاهبت الله امر وکړ، چې دغه قانون دې لومړی پر ملي ټلویزیون، ولایتي ټلویزیونونو او دولتي رسنیو عملي شي».

خو له دې امر سره سره، له لوړو زده کړو، امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارتونو او یو شمېر نورو هغو ادارو پرته چې له کندهاره رهبري کیږي، ددې ډلې ډېری ځوانو چارواکو دې قانون ته تر اوسه بشپړه غاړه نه ده اېښې.

د تلې پر ۲۸مه د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د خوست ولایت په شېخ زاید پوهنتون کې د یوې غونډې پرمهال خبریالانو ته یوازې د غږ ثبتولو اجازه ورکړه، خو د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال محمد نبي عمري، چې سراج الدین حقاني ته نژدې کس دی، ظاهرا ددې پرېکړې په غبرګون کې غونډې ته خبرې ونه کړې.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلوېزیون ځینو کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ملي ټلوېزیون لپاره د طالبانو رییس قاري یوسف احمدي ددغه ټلویزیون د مدیرانو په ناسته کې یادونه کړې، چې ملاهبت الله ملي ټلوېزیون بندوي.

د دغو کارکوونکو په وینا، «قاري یوسف احمدي ویلي، چې ملي ټلویزیون به شریعت غږ راډیو ته بدلیږي».

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر اوسه د ملاهبت الله د امر په اړه څه نه دي ویلي، خو یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددغه وزارت مشرتابه ته هم له کندهاره حکم شوی، چې د ټلویزیوني خپرونو تدریجي بندښت له ملي ټلویزیون نه پیل کړي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د نوي قانون د ۱۷مې مادې له مخې، د ساکښو موجوداتو انځور اخستل منع دي.

دغه وزارت په رسمي ډول په کابل او ولایتونو کې د ساکښو موجوداتو د فلمونو او انځورونو د اخستلو او نقاشۍ پرضد کمپاین پیل کړی او په یو شمېر رسټورانټونو، هټیو او مارکېټونو کې یې د ساکښو موجوداتو سرونه غوڅ کړي او یا ړنګ کړي دي.

د کابل په رسټورانټونو کې دې ډلې پر تابلوګانو د کبانو، چرګ، څارویو پر سرونو کرښې ایستلې او د رسټورانټونو څښتنانو ته سپارښتنه شوې، چې د ساکښو موجوداتو انځورونه له خپلو تبلیغاتي لوحو او مینوګانو لرې کړي.

د طالبانو د امر بالمعروف قانون د رسنیو اړوند برخې پر پلیتابه د دې ډلې ترمنځ نارضایتۍ داسې مهال دي، چې په نړۍواله کچه دغه قانون ګڼ غبرګونونه را پارولي او د بشري حقونو او رسنیو مدافع سازمانونو دا چاره د بشري حقونو او بیان د ازادۍ د محدودولو هڅه ګڼلې ده.

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره لوبډله نن د فلیپین په وړاندې لوبیږي

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۵ GMT+۱

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډله، اسیا جام ته د لارموندنې په موخه د فلیپین د فوټبال ۱۷ کلنو لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي. د اسیا جام فوټبال سیالیو لپاره د لارموندنې سیالۍ په کمبودیا کې ترسره کیږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د اسیا جام فوټبال سیالیو ته د لارموندنې په موخه د افغانستان د فوټبال له۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله نن دوشنبه د (تلې ۳۰مه) د ماسپښین یوه نیمه بجه د فلپیین په وړاندي د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

همدارنګه د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، چې نن له غرمې مخکې د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې روزونکو او لوبغاړو تر منځ د فلیپین په وړاندې د لوبې د چمتوالي او د لوبډلې د قوي او کمزورو ټکو په اړه هم ناسته شوې ده.

د افغانستان د ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال لوبغاړو له لوبې څخه وړاندې د کمبودیا په پنوم ښار کې دوه پرله پسې ورځې سخت تمرینونه هم کړي دي.

افغان لوبغاړي وايي، پوره هڅه کوي، چې د اسیا جام ته لاره ومومي.

طالبانو په لوګر ولایت کې یوه ښځه او یو نارینه د «نامشروع» اړیکو په تور په دورو وهلي

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د لوګر په خروار ولسوالۍ کې یې یوه ښځه او یو نارینه د «نامشروع» اړیکو په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې له لوري د دوشنبې په ورځ د (تلې ۳۰مه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې څلور ورځې وړاندې یې د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې له لوريیوه ښځه او یو نارینه د «نامشروع» اړیکو په تور په دورو وهلي او د بند سزا یې ورکړې ده.

په خپرپاڼه کې لیکل شوي، چې تورنه ښځه یې ۳۵ دورې وهلې او څلور میاشتې بند سزا یې ورکړې او همدارنګه تورن نارینه یې د ۳۹ دورو وهلو تر څنګ د څلورو میاشتو په بند سزا محکوم کړی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د تعزیري سزا دغه حکم یې د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته پر تورنو کسانو پلی کړی.

که څه هم نړۍواله ټولنه او د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري په عام محضر کې د طالبانو سزا ورکولو ته سخت غبرګونونه ښودل شوي، خو دغې ډلې له خپلو کړنو لاس نه دی اخیستی او نږدې هره ورځ تورنو کسانو ته په عام محضر کې بدني سزاګانې ورکوي.