• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره لوبډله نن د فلیپین په وړاندې لوبیږي

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۴۹ GMT+۱

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډله، اسیا جام ته د لارموندنې په موخه د فلیپین د فوټبال ۱۷ کلنو لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي. د اسیا جام فوټبال سیالیو لپاره د لارموندنې سیالۍ په کمبودیا کې ترسره کیږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د اسیا جام فوټبال سیالیو ته د لارموندنې په موخه د افغانستان د فوټبال له۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله نن دوشنبه د (تلې ۳۰مه) د ماسپښین یوه نیمه بجه د فلپیین په وړاندي د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

همدارنګه د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، چې نن له غرمې مخکې د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې روزونکو او لوبغاړو تر منځ د فلیپین په وړاندې د لوبې د چمتوالي او د لوبډلې د قوي او کمزورو ټکو په اړه هم ناسته شوې ده.

د افغانستان د ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال لوبغاړو له لوبې څخه وړاندې د کمبودیا په پنوم ښار کې دوه پرله پسې ورځې سخت تمرینونه هم کړي دي.

افغان لوبغاړي وايي، پوره هڅه کوي، چې د اسیا جام ته لاره ومومي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ځوانانو اسیا جام سیالۍ؛ افغان ابدالیان لوبډله د بنګله دېش الف لوبډلې په وړاندې سیالي کوي

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۹:۴۱ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان ابدالیان لوبډله نن یکشنبه د ځوانانو اسیا جام سیالیو په لړ کې د بنګله دېش الف لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

افغان ابدالیانو لوبډلې د ځوانانو اسیا جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د سریلانکا له الف لوبډلې څخه د ۱۱ منډو په توپیر وګټله.

د افغانستان الف کرېکټ لوبډله نن یکشنبه د (تلې ۲۹مه) خپله دویمه لوبه د مازدیګر شپږ بجې د بنګله دېش الف لوبډلې په وړاندې ترسره کوي.

په دغو سیالیو کې د اتو هېوادونو الف لوبډلې په دوو ګروپونو کې د ځوانانو اسیا جام ګټولو په موخه یو د بل په وړاندې لوبیږي.

د اتو واړو هېوادونو الف لوبډلو په خپلو ګروپونو کې یوه یوه لوبه ترسره کړې ده.

افغانستان، بنګله دېش، متحده عربي امارات او د هندوستان الف لوبډلو خپلې لومړۍ لوبې ګټلې دي.

خو کوربه عمان، پاکستان، سریلانکا، او هانککانګ لوبډلو بیا خپلې لومړۍ لوبې سیالو لوبډلو ته بایللې دي.

د ښځو شل اوره کرېکټ نړيوال جام: سبا نيوزيلنډ او سویلي افريقا په پایلوبه کې خپل بخت ازمايي

۲۸ تله ۱۴۰۳ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۷ GMT+۱

د ۲۰۲۴ کال د ښځو شل اوره کرېکټ نړيوال جام پايلوبه سبا يکشنبه د نيوزيلنډ او سويلي افريقا لوبډلو ترمنځ تر سره کيږي. د ښځو نړيوال شل اوره کرېکټ جام د اکټوبر په درېمه په متحده عربي امارتو کې پيل شوې.

د کرېکټ نړيوالې شورا د تقسيم اوقات له مخي، سبا یکشنبه به په متحده عربي اماراتو کې د نيوزيلنډ ښځينه کرېکټ لوبډله د سویلي افريقا سره د پايلوبې لپاره میدان ته کښته کيږي او د جام د ګټلو هڅې به کوي.

نيوزيلنډ ښځينه کرېکټ لوبډلې نن شنبه په نيمه پايلوبه کې د ۸ منډو په توپير ويسټ انډيز ښځينه کرېکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لاره پيدا کړه.

د نيوزيلنډ او سويلي افريقا کرېکټ لوبډلو ترمنځ پايلوبه به سبا د افغانستان پر وخت د ماښام ۶ نيمي بجې پيل شي.

د ښځينه لوبډلو تر منځ د شل اوره جام تېرې سیالۍ د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ میاشت کې شوې وې او هغه مهال ېې کوربتوب سویلي افریقا کړی و.

تېر کال د دغه نړيوال جام د ګټلو وياړ د اسټراليا ښځينه کرېکټ لوبډلې درلود.

د ازادو سيالیو افغان لوبغاړی سخي قنبري په سويډن کې د خپلي اتولۍ له کمربند دفاع کوي

۲۳ تله ۱۴۰۳ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۵۴ GMT+۱

د ازادو رزمي لوبو او په سویډن کې د اې ايف اين «AFN» سازمان اتل افغان لوبغاړی سخي قنبري څلور ورځي وروسته د شنبې په ورځ (د تلې ۲۸ مه) باید د دې سازمان په سياليو کې د خپل اتلولۍ له کمربند څخه دفاع وکړي. د هغه سيال اریک روانو دی، چې د دې سياليو ډېره تجربه لري.

له دې وړاندې قنبري د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ په نهمه خپل پولنډي سیال ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ له کمربند یې دفاع وکړه.

قنبري په سویډن کې د «ال سټارز فایټ نایټ» د ۶۵ کیلو ګرامه وزن په ۸م پړاو کې سیالي کوي.

نوموړی دا ځل له ګواتيمالا څخه د ۳۶ کلن تجريبه لرونکي لوبغاړي سره د سيالۍ ډګر ته کښته کيږي.

ايريک روانو د ازادو رزمي لوبو ۲۱ مسلکي ريکارډونه لري، چې ۱۶ سيالۍ يې ګټلي او په پنځو کې ماتې خوړلې.

له بلې خوا سخي قنبري په ازادو سیالیو کې یوازې شپږ ریکارډونه لري، چې پنځه سيالۍ يې ګټلې او په يوې کې يې ماتې خوړلې.

100%

افغان الف کرېکټ لوبډله په درې اړخيزه لوبلړۍ کې عمان ته په ماتې ورکولو سره پايلوبې ته لاړه

۲۳ تله ۱۴۰۳ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۰ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې د افغان ابداليانو کرېکټ لوبډلې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې عمان ته د ۴۴ منډو په توپير ماتې ورکړه او د سياليو پايلوبې ته يې لار ومونده. افغان لوبډلمشر دروېش رسولي په ۵۷ توپونو ۱۰۹ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د افغان ابداليانو او عمان الف کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درې اړخيزه لوبلړۍ د درېيمې سيالۍ پچه عمان لوبډلې وګټل او لومړۍ يې د توپ اچونې او ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.

افغان ابدالیانو لوبډلې په شل اورو کې د خپلو درې لوبغاړو په سوځېدو عمان لوبډلې ته ۲۱۲ منډې هدف وټاکه.

د افغان الف کرېکټ لوبډلې په توپوهنه کې لوبډلمشر دروېش رسولي د ۵ څلوريزو او ۹ شپږو په مټ په ۵۷ توپونو ۱۰۹ او کريم جنت بیا په ۲۹ توپونو ۶۰ مندې جوړې کړې.

عمان الف کرېکټ لوبډلې په شل اورو کې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۷ منډې جوړې کړې او د ۴۴ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د افغان لوبډلې په توپ اچونه کې کريم جنت او فريدون دوه دوه، بلال سمېع او قيس احمد یو یو لوبغاړي وسوځول.

افغان ابداليانو کرېکټ لوبډلې تېره ورځ په دويمه سيالۍ کې هنکانګ ته د ۷ ويکټو په توپير ماتې ورکړې وه.

افغان کرېکټ لوبډله به سبا د هنکانګ سره د درې اړخيزه لوبلړۍ پايلوبه تر سره کړي.

د افغانستان، عمان او هنکانګ الف کریکټ لوبډلو ترمنځ دغه درې اړخيزه لوبلړۍ د عمان په کوربتوب پیل شوې وه.

افغان ابداليانو د درې اړخيزه لوبلړۍ په دويمه سیالۍ کې هنکانګ ته په ۷ ويکټو ماتې ورکړه

۲۲ تله ۱۴۰۳ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۱ GMT+۱

د افغان ابداليانو او هنکانګ کرېکت الف لوبډلو ترمنځ د درې اړخيزه شل اوره لوبو لړۍ په دويمه سيالۍ کې افغان لوبډلې د ۷ ويکټو په توپير هانکانګ لوبډلې ته ماتې ورکړه. افغان ابدالیان الف لوبډله سبا د کوربه هیواد عمان د کرېکټ لوبډلې سره سيالي کوي.

د افغان ابداليانو او هنکانګ کريکټ لوبډلې ترمنځ د سيالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړي يې د توپ اچونې او ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.

هانکانګ کرېکټ لوبډلې په شل اوره کې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته ۱۱۲ منډې هدف وټاکه.

د افغان لوبغاړي په توپ اچونه کې کريم جنت ۳ او فريدون داودزي ۲ او نورو یو یو لوبغاړي وسوځول.

افغان الف کرېکټ لوبډلې په ۱۳.۵ ام اور کې د خپلو ۳ لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ.

د افغان ابداليانو الف لوبډلې په توپوهنه کې کريم جنت ۴۷ ناسوځيدلي او اکبري ۳۷ منډې جوړي کړې.

کريم جنت د لوبې غوره لوبغاړي ونومول شو.

د افغانستان، عمان او هنکانګ الف کریکټ لوبډلو ترمنځ دغه درې اړخيزه لوبلړۍ د عمان په کوربتوب پیل شوي.

په لومړۍ سيالۍ کې لومړۍ لوبه د هنکانګ کرېکټ الف لوبډلې د دوو ویکېټو په توپير له عمان الف لوبډلې څخه وګټله.