• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د متحده ایالاتو ټاکنې؛ د جنجالي ټاکنو په درشل کې د سیاسي تاوتریخوالي پیښې ډیرې شوي

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۹:۳۶ GMT+۱

د پنسلوانیا په یارک ښار کې، یو سړي د خلکو هغه ډله تورنه کړه چې د مرستیالې ولسمشرې کاماله هارېس له پاره یې کمپاین کاوه، چې یو ۷۴ کلن سړی یې په سر کې په سوک وهلی او یو بل ته یې سپکاوی کړی.

په شمالي میشیګان ایالت کې بیا ، یو بریدګر چې د ډونالډ ټرمپ سره د مخالفت له امله په غوسه شوی و، د یو موټر په کارولو سره یې هغه ۸۱ کلن سړی ټپي کړي چې په خپل انګړ کې یې د ترمپ د ملاتړ له پاره یوه نښه لګوله.

وروستي بریدونه د رویټرز خبري اژانس له خوا ثبت شوي د سیاسي تاوتریخوالی لږترلږه ۳۰۰ قضیو ښيي، چې د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې ټرمپ د ملاتړو له خوا د امریکا پر کانګریس له برید سره پیل شوي دي.‌ یوازې سږکال د رویټرز له خوا د سیاسي تاوتریخوالي ۵۱ قضیې ثبت شوي دي. په داسې حال کې، د نومبر د پنځمې ولسمشرۍ ټاکنو ته یوازې دوه اونۍ پاتې دي خو له ۱۹۷۰ کال راهیسې د سیاسي تاوتریخوالي دغه قضیې، د نورو ټاکنو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

دغه سیاسي تاوتریخوالی دومره پراخه دی چې دوه ځلې په کې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو هڅې شوي او یو ځل هغه په غوږ ټپي شوی هم دی. په جولای میاشت کې پر ټرمپ بریدکوونکی د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی و. په ۲۰۲۱ کال کې د سیاسي تاوتریخوالي ۹۳ قضیې ثبت شوې وې،‌ په ۲۰۲۲ کال کې دغه شمیر ۷۹ ته رسیدلی او په ۲۰۲۳ کال کې ۷۶ قضیې ثبت شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د متحده ایالاتو ټاکنې؛ د احتمالي کړکېچنو پایلو په اړه ډاروونکې اندېښنې

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۵ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

د امریکا د متحده ایالاتو ټاکنیزه مساله د نړۍ یوه مهمه مساله ده، چې له مخې یې په نړۍوالو سیاستونو، کشالو او اړیکو کې د بدلون یو شالید پخوا هم تجربه شوی او په راتلونکي کې یې هم غښتلی اټکل کیږي.

دا مهال د جمهوري غوښتونکو د نوماند ډونالډ ټرمپ او د ډېموکراټانو د نوماندې کمالا هرېس تر منځ د ټاکنیزو سیالیو حساسې شېبې دي.

د ټاکنو په نېږدې کېدو سره د امریکا په وروستي ټاکنیز تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له ټاکنیزو سیالیو وېره پېدا شوې، چې له امله یې ټاکنیزي سیالۍ د کړکېچن او ګواښمن مخالفت تر سرحده رسېدلي دي.

بل خوا د امریکا نېږدې متحدینو هم ځانګړې وېره حس کړې او د امریکا لرغوني دوستان اروپایان، چې د متحده ایالاتو اوږدمهاله ملګري دي، د ټاکنو د پایلو په اړه خورا اندېښمن دي.

له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د اروپایانو د تعامل ناخوښه تجربه په معاصر تاریخ کې ساری نه لري.

هغه وخت چې اروپایانو د متحده ایالاتو همکارۍ ته اړتیا لرله، ټرمپ د اروپایي مشرانو سره د اړیکو پر بیا کتنه او حساب کتاب پیل کړ.

100%

د ټرمپ د ماتې په اړه وېروونکی باور:

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د خپلو دریځونو او څرګندونو له مخې، که د نومبر د پنځمې نیټې ټاکنې ونه ګټي؛ نو ښایي اعلان وکړي، چې په دې بهیر کې درغلۍ شوې او دی به یې پایلې ونه مني.

ټرمپ چې څلور کاله وړاندې جوبایډن ته د خپلې ماتې له اعلانولو وروسته یې د ټاکنو پایلې ونه منلې، د سپټمبر په میاشت کې د راتلونکو ټاکنو په اړه وویل:“که زه یې وبایلم، زه دا وایم ځکه چې دوی ممکن دا کار وکړي. ځکه چې دوی درغلي کوي. دا یوازینۍ لار ده چې موږ به یې بایلو، ځکه چې دوی درغلي کوي”.

دا مهال د امریکا په متحده ایالاتو کې د ټرمپ د ګټې او بایلات په تړاو عامه باور په ژوره توګه وېشل شوی دی، چې د ډېموکراټ ګوند نوماندې کمالا هرېس د بریا له نه منلو د ټرمپ انکار کولای شي متحده ایالات په سیاسي - داخلي بې ثباتۍ کې ښکېل کړي.

تازه د امریکا د عامه مذهب څېړنې انسټیټیوټ (پي ار ار ای) د تازه سروې له مخې، په امریکا کې له هرو پنځو جمهوري غوښتونکو څخه یې یو په دې باور دی، چې ټرمپ باید بېرته واک تر لاسه کړي.

د پي ار ار ای تازه سروې ښيي، چې د متحده ایالاتو ۱۹ سلنه جمهوري غوښتونکو ویلي، چې که ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ په ټاکنو کې ماتې وخوري، نو هغه باید پایلې باطلې اعلان کړي او هر هغه څه باید وکړي چې اړتیا یې وي.

سروې زیاتوي، چې په هرو لسو جمهوري غوښتونکو کې درې تنه په دې باور دي، چې امریکا خوښي ښايي د امریکا د نجات لپاره تاوتریخوالي ته زمینه برابره کړي.

د ۲۰۲۰ کال د امریکا د ولسمشرۍ په وروستیو ټاکنو کې د ټرمپ له ماتې وروسته هغه او متحدینو یې هڅه وکړه، چې د لسګونو قضیو له لارې پایلې باطلې کړي؛ خو بالاخره د رایو په شمېر کې د بدلون او یا د پایلو د اعلان په ځنډ کې پاتې راغلل.

په هغه وخت کې ټرمپ د ټاکنو له چارواکو او د جورجیا ایالت له مسوولینو سره مستقیم تماس نیولی و، چې د ټاکنو د بیا شمېرلو لپاره فشار راوړي.

د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶مه د ټرمپ پلویانو د امریکا د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ، چې د امریکا د هغه وخت مرستیال ولسمشر او د سنا د مشر مایک پنس مخه ونیسي، چې د بایډن بریا اعلانولو مخنیوی وکړي.

د هیل مجلې د نظرپوښتنې له مخې، د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوس د دې هېواد د اوسنۍ مرستیالې کمالا هرېس په پرتله لوړ چانس لري، چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۵ د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي.

د دغې نظر پوښتنې له مخې، ټرمپ اوس د ولسمشرۍ د ګټلو چانس ۵۲ سلنه لري، د هرېس لپاره بیا د اټکل له مخې د بریا چانس ۴۲ سلنه ټاکل شوی دی.

دوو ورځپاڼو ګارډین او وال سټریټ ژورنال د اکټوبر په ۱۳مه په اوو ایالتونو کې د ټولپوښتنې په کولو سره په دغو کلیدي ایالتونو کې د ټرمپ لپاره د رایه ورکوونکو د ملاتړ د زیاتېدو خبر ورکړ. فایننشل ټایمز ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (اکټوبر ۱۷) لیکلي چې ټرمپ هڅه کوي د خپل انتخاباتي کمپاین په وروستیو ورځو کې پر خپلو میلیونونو پلویانو د کریپټو کرنسۍ له ټوکنونو څخه نیولې تر ساعتونو، عطرونو، کتابونو او زیورونو پورې د بېلابېلو توکو په پلورلو سره د خپلې کورنۍ شتمنۍ زیاتې کړي.

د اګست تر وروستیو پورې، د هرېس د ګټلو چانس شاوخوا ۵۴ - ۵۶٪او د ټرمپ چانس شاوخوا ۴۴ - ۴۶ ٪ اټکل شوی و؛ مګر د اکټوبر له پیل راهیسې، دا مساوات بدل شوی او وړاندوینو ښودلې چې د دواړو کاندیدانو چانس نږدې مساوي دی.

که څه هم وروستیو نظرپوښتنو ښودلې ده، چې ټرمپ په لومړي ځل له کمالا هرېس څخه مخکښ شوی؛ خو د حاکم باور وېره له پامه نه غورځېدونکې ده.

100%

د ټرمپ د مخالفینو باور:

په امریکا کې یو غالب باور دا دی، چې ټرمپ تل ځان د یو بریالی متشبث او سوداګر په توګه وړاندې کړی، خو د هغه اقتصادي افکار د امریکا د اقتصادي ودې لپاره خطرناک دي او بریالیتوب به یې دا ګواښونه لا زیات کړي.

په امریکا کې ګڼ خلک بیا ټرمپ د یوه داسې کس په توګه پېژني چې د هېواد د اقتصادي ودې په رامنځته کولو کې ځانګړی مهارت لري.

د ګډوالو په تړاو د ټرمپ پالیسي او یا په وارداتي توکو د تعرفو لوړول ټرمپ د مخکښې امریکا د رامځته کېدا د محورونو په توګه یادوي، خو یو شمېر مخالف اقتصاد پوهان بیا دا چاره د امریکا د اقتصادي ودې پر زیان بولي.

د پیټرسن انسټیټیوټ بیا وړاندوینه کړې ده؛ که چېرې ټرمپ بریالی شي او د هغه ټولې پالیسیانې په بشپړ ډول عملي شي؛ نو تر ۲۰۲۸ کال پورې به د امریکا اقتصاد راولوېږي او د انفلاسیون کچه به لوړه شي.

د ټرمپ له پالیسو یوه دا هم ده، چې غواړي په راتلونکي کې د سود کچه راټیټه کړي او په دې سره به په امریکايي بازارونو کې د پلور کچه لوړه شي؛ خو پیټرسن انسټیټیوټ بیا په عاجله توګه د سود کچه ټیټول د امریکا د اقتصادي ودې یو ستر خنډ بللی دی.

پایله:

د ټاکنیزو منډو ترړو له پیله تر اوسه بریالی باور دا و، چې ټرمپ د امریکا د اقتصادي ودې او په نړۍ کې د انډول ساتنې په سیاست کې ښايي خشن برخورد وکړي، چې له همدې امله د اکټوبر تر ۱۷مې نېټې په ټولپوښتنو کې کمالا هرېس مخکښه ګڼل شوې؛ خو د اکټوبر د ۲۰مې نېټې ټولپوښتنو بیا پخواني باورونه یو څه تت کړي او دا ځل ټرمپ مخکښ دی.

له ټولو موافقو او مخالفو باورونو سره – سره د امریکا په وروستي ټاکنیز تاریخ کې د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو په تړاو ویروونکي باورونه رامنځته شوي دي، چې دې چارې پر سوداګرۍ هم ځانګړی تاثیر ښیندلی دی.

د ټاکنو په اړه د منلو او نه منلو، بریا او ناکامۍ ګواښوونکي شعارونه ورکول شوي، چې له مخې د دواړو ټاکنیزو ډلو ملاتړي د یو بل پر وړاندې ګواښوونکي بیانونه ورکوي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د امریکا ټاکنې؛ هرېس خپله ۶۰ مه کلیزه په کلیسا کې نمانځي، ټرمپ له مکډونالډ څخه لیدنه کوي

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۵ GMT+۱

د امریکا په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نومانده کاملا هرېس د یکشنبې په ورځ خپله ۶۰مه کلیزه په جورجیا کې له دوو کلیساو څخه په لیدنې سره نمانځي. د هغې جمهوري غوښتونکي سیال ډونالډ ټرمپ بیا په پېنسلوانیا کې د مکډونالډ رسټورانټ کې کار وکړي او پیرودونکو ته چپس پخوي.

هرېس او ټرمپ، چې په خورا رقابتي ایالتونو کې د ولسمشرۍ په سیالۍ کې سره بوخت دي، په وروستیو ورځو کې یې خپل کمپاینونه ګړندي کړي. دا په داسې حال کې ده چې د نومبر ۵مې ټاکنو ته یوازې ۱۶ ورځې پاتې دي.

هرېس د شنبې په ورځ د مشیګن په ډیټرایټ ښار کې د یو سندرغاړي او په اتلانټا کې د پاپ سندرغاړي په سندرو سره خپل کمپاین ته دوام ورکړ.

هغې د یکشنبې په ورځ د امریکا د موسیقۍ د یو بل ستوري سټیو وانډر په ملتیا په دوو کلیساو کې خپله ۶۰مه کلیزه نمانځي.

د ولسمشر مرستیاله هاریس او پخوانی ۷۸ کلن ولسمشر ټرمپ، په پنسلوانیا، میشیګان او یو شمیر نورو ایالتونو خپل تمرکز ډیر کړی، چیرې چې رای ورکوونکي د ټاکنو د سرنوشت په اړه پریکړه کوي. په دغو ایالتونو کې دواړه ګوندونه قوي ملاتړ لري او په تیر ټاکنو کې یې پایلې سره ډیرې نږدې وې.

هیریس او د هغې مرستیال، د مینیسوټا والي ټیم والز د یکشنبې په ورځ د "نظر پوښتنو ته د قدرت ورکولو" په شعار سره، هڅه وکړه چې رای ورکوونکو د خپل ټیم په لور راجلب کړي.

هاریس ، چې د تورپوستو کلیسا په تعلیماتو لویه شوې او کلیسا کې یې سندرې ویلي، نن یکشنبه به د جورجیا په سټونکریسټ ښار کې د کلیسا په مراسمو کې برخه واخلي او وینا به وکړي.

ټرمپ، د شنبې په ورځ په هاریس باندې د شخصي بریدونو له ډیرولو وروسته، بریټبارټ نیوز ته وویل، چې هغه به د یکشنبې په ورځ په پنسلوانیا کې د مکډونالډ رستورانت کې کار وکړي "یوازې د ساتیرۍ په موخه". د ټرمپ مشاور جیسن میلر وویل، چې ټرمپ به د رستورانت د چپسو پخولو په برخه کې کار وکړي.
هیریس وايي، چې هغې په مکډونالډ کې هغه مهال کار کړی کله یې چې عمر کم و، مګر ټرمپ وايي، چې هغه په دې خبره باور نه کوي.

په امریکا کې په نوي ځوانانو کې دا عامه خبره ده چې د ښوونځي د لګښتونو د پوره کولو لپاره په کم عمر کې په مکډونالډ رسټورانټونو کې کار وکړي. دغه رسټورانټونه د امریکا په بیلابیلو سیمو کې په ډیر شمیر کې شتون لري.
ټرمپ له ماسپښین وروسته د پنسلوانیا په لنکاسټر سیمه کې یو کمپایني غونډه هم لري.
پخوانی ولسمشر ټرمپ په دې لټه کې دی چې د هغه څه څخه ګټه پورته کړي چې د نظر پوښتنو له مخې د نوموړي دريځ په پیاوړي کولو کې مرسته کوي.

رویټرز: ښایي ټرمپ د امریکا په ټاکنو کې هر ډول ماتې وننګوي

۲۶ تله ۱۴۰۳ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۰ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د خپلو دریځونو او څرګندونو له مخې که د نومبر د پنځمې نیټې ټاکنې ونه ګټي؛ نو ښایي اعلان وکړي، چې په دې بهیر کې درغلۍ شوې او دی به یې پایلې ونه مني.

ټرمپ چې څلور کاله وړاندې جوبایډن ته د خپلې ماتې له اعلانولو وروسته یې د ټاکنو پایلې ونه منلې، د سپټمبر په میاشت کې د راتلونکو ټاکنو په اړه وویل:« که زه یې وبایلم، زه دا وایم ځکه چې دوی ممکن دا کار وکړي. ځکه چې دوی درغلي کوي. دا یواځینۍ لار ده چې موږ به یې بایلو، ځکه چې دوی درغلي کوي.»

رویټرز دې ته په اشارې سره چې امریکا اوس په ژوره توګه وېشل شوې ده لیکلي، چې د ډیموکراټ ګوند نوماندې کمالا هرېس د بریا له نه منلو د ټرمپ انکار کولای شي متحده ایالات په سیاسي بې ثباتۍ کې واچوي.

د ۲۰۲۰ کال د امریکا د ولسمشرۍ په وروستیو ټاکنو کې د ټرمپ له ماتې وروسته هغه او متحدینو یې هڅه وکړه، چې د لسګونو قضیو له لارې پایلې باطلې کړي؛ خو بالاخره د رایو په شمېر کې د بدلون او یا د پایلو د اعلان په ځنډ کې پاتې راغلل.

په هغه وخت کې ټرمپ د ټاکنو له چارواکو او د جورجیا ایالت له مسوولینو سره مستقیم تماس نیولی و، چې د ټاکنو د بیا شمېرلو لپاره فشار راوړي.

د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶مه د ټرمپ پلویانو د امریکا د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ، چې د امریکا د هغه وخت مرستیال ولسمشر او د سنا د مشر مایک پنس مخه ونیسي، چې د بایډن بریا اعلانولو مخنیوی وکړي.

د امریکا ټاکنې؛ ولې اروپایان ټرمپ نه خوښوي او د ټرمپ له راتګه وېره لري؟

۲۵ تله ۱۴۰۳ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۱۰ GMT+۱

د امریکا د ټاکنو په نږدې کیدو سره اروپایان، چې د متحده ایالاتو اوږدمهاله ملګري دي، د ټاکنو د پایلو په اړه خورا اندېښمن دي. له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د اروپایانو د تعامل ناخوښه تجربه په معاصر تاریخ کې ساری نه لري.

هغه وخت چې اروپایانو د متحده ایالاتو همکارۍ ته اړتیا لرله، ټرمپ د اروپایي مشرانو سره د اړیکو پر بیا کتنه او حساب کتاب پیل کړ.

د ټرمپ چلند د اروپایي مشرانو لپاره ځورونکی دی.

د ټرمپ چلند له هغو سیاسي، اقتصادي او امنیتي نورمونو سره سمون نه خوري چې د څو لسیزو په اوږدو کې له دویمې نړۍوالې او سړې جګړۍ وروسته رامنځته شوی و. د ټرمپ نا مترقبه چلند تل هغه اروپایان له جدي ننګونو سره مخ کړي چې له دې نظم سره عادت شوي وو.

د اروپایی اتحادیې د بقا لپاره ننګونه

اروپا په ۲۰۱۷ کال کې لا هم د دویمې نړۍوالې جګړې راهیسې د کډوالۍ تر ټولو لویې څپې سره مخ وه. د اروپایي اتحادیې هېوادونو ترمنځ د کډوالو د تنظیم او وېشلو لپاره د اروپا کمېسیون هڅې له جدي ستونزو سره مخ شوې او ځینې هېوادونه لکه؛ هنګري او پولنډ په مستقیم ډول د بروکسل د کډوالۍ له پالیسۍ سره مخالفت وکړ.

دا سرغړونه او په پایله کې د اروپایي هېوادونو تر منځ د سرحدونو وېشل، کولی شول د "اروپایي اتحادیې" شتون په جدي توګه وګواښي.

په اروپا کې د ښي اړخو سیاستونو وده په مستقیم ډول د ناقانونه کډوالۍ په اړه د ټرمپ ادارې له پالیسۍ څخه اغیزمنه وه. ټرمپ د هنګري د ویکتور اوربان په څېر د ښي اړخو مشرانو الګو و.

اوربان لا هم له ټرمپه متاثره دی. هغه د روان کال د اکټوبر په لسمه وویل، ټرمپ به بریالی شي او بریا به یې په یوه بوتل شامپاین ونمانځي.

په اروپا کې د پرله پسې پېښو پسې، له اروپایي اتحادیې څخه د برېتانیا وتل بله جدي پېښه وه، چې د اروپا مشران یې وننګول.

ټرمپ په مکرر ډول د برېتانیا د وتلو (برګزیت) ملاتړ وکړ، ټرمپ په یوې مرکه کې وویل، چې اروپایي اتحادیه "د جرمنانو په لاس کې ماشین و او برېتانیا هوښیاري وکړه چې ترې بیله شوه.

په یوه بله مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د برېتانیا خلکو برګزیت ته رایه ورکړه، ټرمپ وویل: «خلک نه غواړي چې نور خلک د دوی هېواد ته راشي او ویجاړ یې کړي.»

100%

ناټو ته د ټرمپ تګلاره

د کډوالې د مسالې تر څنګ اروپایان د شمالي اتلانتیک د تړون سازمان یا ناټو ته د ټرمپ د چلند له امله تر ټولو زیات ناراضه دي. ټرمپ په خپله لومړۍ اداره کې د ناټو تړون غیر موثر وباله او له ټولو غړو هېوادونو یې وغوښتل چې په بودیجه کې خپله ونډه زیاته کړي.

د جرمني شپیګل مجلې لیکلي، چې ټرمپ حتا په سپینه ماڼۍ کې د خپلې لومړۍ رسمي غونډې پر مهال مېرکل ته ویلي وو: «انګیلا، ته زما یو ټریلیون ډالره پوروړې یې».

سټیو بانون، د ټرمپ ستراتیژیست دا اندازه محاسبه کړې وه. د هغه د محاسبې اساس دا و چې جرمني د خپل ناخالص ملي محصول ۲ سلنه د پوځي سکتور د پیاوړتیا لپاره نه وو ځانګړي کړې. هغه مساله وه چې په ۲۰۱۴ کې د ناټو غړو هېوادونو موافقه کړې وه. د یادولو وړ ده، چې تر ۲۰۱۷ پورې له ۳۲ غړو څخه یوازې ۴ یې پلي کړي وو.

د ناټو او اروپایانو د مسالې په اړه د ټرمپ سخت دریځي تر دې حده وه، چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د اروپا د کمېسیون د هغه وخت مشرې اورسولا فون دیر لاین ته وویل: «که پر اروپا برید وشي، موږ (متحده ایالات) به هېڅکله هم له تاسو سره مرسته او ملاتړ ونه کړو.»

همدا راز، د دې کال په پیل کې هغه په ​​​​خپل ټاکنیز کمپاین کې په تنده لهجه وویل: "که پیسې ورنکړئ، موږ له ستاسو دفاع نه کوو.»

دا په داسې حال ده چې د جرمنې د بهرنیو چارو د پخواني وزیر یوشکا فیشر په وینا، د اروپا په خاوره کې د متحده ایالاتو د پوځي تجهیزاتو او اټومي محافظتي چتر پرته د اروپايي اتحادیې د ۲۷ هېوادونه د روسیې له احتمالي ګواښونو سره د مقابلې توان نه لري.

دغه کیڼ اړخه جرمن سیاستوال په دې باور دی چې که ټرمپ یې وګټي، اروپايي ټولنه «بله لاره نه لري چې پر ځان بسیا پوځي او سیاسي قدرت شي.»

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم په وار - وار ویلي، چې اروپایي پوځ باید جوړ شي. د روان کال د می میاشت کې په بل ډول د ټرمپ د راستنیدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

هغه وویل: «ایا د امریکا حکومت به تل همداسې وي؟ هېڅوک دا نه شي ویلی او موږ نه شو کولی خپل ټولیز امنیت او ثبات د امریکایي رایه ورکونکو په اراده تکیه کړو.»

د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د هغه چلند د دې لامل شو چې د اروپایانو تر څنګ امریکایان هم د حل لارې په فکر شي.

په متحده ایالاتو کې د ناټو ملاتړو د تېر کال په وروستیو کې د ملي دفاع په منشور کې یو قانون شامل کړ، چې له مخې یې هېڅ ولسمشر نه شي کولی د کانګرس له رایې پرته د ناټو له امنیتي تړون څخه ووځي.»

ولیدل شي، که چیرې ټرامپ ټاکنې ګټې نو د ناټو په اړه به یې تګلاره څه وي، په ځانګړې توګه دا چې لږ تر لږه دوه پېښې کولی شي د هغه ذهن بدل کړي؛ لومړی، د اوکراین جګړه او د زېلېنسکي په ساتنه یا ملاتړ کې د ناټو رول او دویم، د ناټو د عمومي منشي بدلون.

د ناروې سوسیال ډېموکراتیک سیاستوال ینس ستولتنبرګ د لسو کلونو لپاره د ۲۰۱۴ څخه تر تېرې میاشتې پورې د لویدیځ تر ټولو مهم دفاعي بنسټ عمومي منشي و.

اوس د اکټوبر له لومړۍ نېټې راهیسې د هالنډ پخوانی لومړی وزیر مارک روټه د هغه ځای ناستی دی. د اوکراين د کړکېچ په اړه د روټه څرګندونې ښيي چې د هغه او ټرمپ تر منځ د نظر اختلاف ډېر دی.

روټه مخکې ویلي وو، چې د ناټو غړي هېوادونه باید له اوکراین سره د روسیې په مقابل کې مرسته وکړي. هغه دا هم ویلي وو، چې په ناټو کې د شاملېدو لپاره د اوکراین لاره "نه بدلیدونکې" ده او روسیه په دې مساله کې هېڅ ویټو نه لري.

د اتلانتیک په دواړو غاړو کې د سوداګرۍ پلان (ټرانس اتلانټیک)

د ټرانس اتلانتیک پانګونې او تجارت شراکت (TTIP) یو هوښیار پلان و، چې کولی یې شول په ښه توګه د اتلانتیک دواړو غاړو اقتصاد ته وده ورکړي.

د ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۴ کلونو تر منځ د اروپایي اتحادیې د سوداګرۍ کمېشنر کارل د ګوخت وایي، چې دا طرحه د دوه اړخیز تجارت تر ټولو لوی نوښت و ځکه چې د نړۍ دوه لوی اقتصادي قطبونه یې سره نښلول.

کله چې ټرمپ واک ته ورسېد، امریکا دغه طرحه ودروله، خو ډېر ژر یې ورته پلان وړاندې کړ، چې اروپایانو ورسره موافقه ونه کړه. بالاخره د ۲۰۱۹کال په اپریل میاشت کې دواړو خواو د دغې سترې اقتصادي پروژې د بندولو اعلان وکړ.

د اروپايي کمېسیون په وینا، که هغه پلان پلي شوی وی، هر کال به د اروپا اقتصاد ته به ۱۲۰ میلیارده یورو، د امریکا اقتصاد ته ۹۰ میلیارده ډالر او د نړۍ اقتصاد ته ۱۰۰ میلیارد یورو اضافه شوي وی.

د کلمبیا د حقوقو په پوهنځي کې د حقوقو استاد انو بردفورد په وینا، «د ټي ټي ای پي» پلان د نړۍ د سوداګرۍ یو پر درېیمه برخه لیبرال کوله او میلیونونه نوې دندې یې رامنځته کولې.

د ټرمپ ملتپاله چلند چې د هغه د بریا لامل شو په نړۍواله سوداګرۍ کې په ځانګړي توګه د اروپا او متحده ایالاتو د سوداګرۍ جوړښت کې قوي ټکانونه رامینځته کړل.

کورنیو تولیداتو ته په لومړیتوب ورکولو او د "لومړی امریکا" شعار په ورکولو سره، ټرمپ په حقیقت کې د اتلانتیک د دواړو غاړو له سوداګریز پلان څخه په شا شو او د اروپایانو، د دوی د اوږدمهاله او دایمي شریکانو لاسونه یې په منګولو کې پرې کړل.

د ټرمپ د واکمنۍ دورې اروپایانو ته وښودله چې د ټرمپ په امریکا کې دوی په هېڅ ډول اوږدمهاله اقتصادي پلان باندې حساب نه شي کولی تر څو چې د امریکا د ولسمشرۍ لاس د هغه په ​​لغوه کولو یا بدلولو کې تړلی نه وي.

100%

د پاریس اقلیمي تړون

د ټرمپ د تمې خلاف اقداماتو څخه یو د پاریس د اقلیمي تړون څخه د متحده ایالاتو وتل وو. دا تړون چې د اقلیم د بدلون په اړه یو نړۍوال تړون دی، په ۲۰۱۶ کال کې د ملګرو ملتونو د ۱۹۵ غړو له خوا لاسلیک شو.

د اقلیم د دې مهم تړون موخه د ځمکې د سطحې د تودوخې د زیاتوالي د کنټرول او د سانتي ګراد له ۱.۵درجو څخه ښکته ساتل او د ګلخانه یې ګازونو کمیدل دي چې د دې پیړۍ منځ کې باید صفر ته ورسیږي.

د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ متحده ایالاتو په ۲۰۱۹ کې د پاریس د اقلیمي تړون څخه د وتلو رسمي غوښتنه وړاندې کړه او په ۲۰۲۰ کې په رسمي ډول له دې ټرونه ووتله.

له دغه تړون څخه د امريکا وتل د دغه مهم چاپېريال تړون پر بقا ناوړه اغېز وکړ، له همدې امله نورو هېوادونو هم په دې برخه کې خپلې مرستې کمې کړې.

په ۲۰۲۱ کې جو بایډن د ولسمشرۍ قسم خوړلو مراسمو څخه څو ساعته وروسته امر وکړ، چې د پاریس اقلیمي تړون کې دې د امریکا متحده ایالات یو ځل بیا یوځای شي.

نظرپوښتنه: د کمالا هرېس د ګټلو چانس د ټرمپ پرتله زیات شوی دی

۱۸ زمری ۱۴۰۳ - ۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۰۵ GMT+۱

په پراخه کچه داسې انګېرل کېده، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ به په اسانۍ سره ډیموکراټ ګوند سیالې کمالا هرېس ته ماتې ورکړي. خو اوس یوې پراخې نظرپوښتنې ادعا کړې، چې په ټاکنو کې د کمالا هرېس د ګټلو چانس ډېر دی.

د پی بي اېس، اېن پي ار او مارېسټ له‌خوا د یوې ګډې نظرپوښتنې له مخې، ولسمشریزو ټاکنو ته د ډیموکرات ګوند نومانده اوس‌مهال د دغو ټاکنو د ګټلو ۵۱ سلنه او ډونالډ ټرمپ بیا ۴۸ سلنه د ګټلو چانس لري.
د نظرپوښتنې له مخې، د محبوبیت له پلوه کمالا هرېس ۴۸ سلنه او ټرمپ بیا ۴۵ سلنه په خلکو کې منل شوی دی، چې کمالا هرېس په دې برخه کې هم مخکښه ده.
د اقتصاد په برخه کې د ټرمپ محبوبیت ۳ نمرې لوړ دی؛ خو د کمالا هرېس دریځ د بایډن پرتله ډېر ښه دی.
د نظرپوښتنې له مخې ټرمپ د کډوالۍ په برخه کې ۶ نمرې مخکې دی؛ خو دلته هم د کمالا هرېس دریځ د بایډن پرتله ۱۵ درجې ښه دی.

د ښځینه رای ورکوونکو په منځ کې، د کمالا دریځ د ټرمپ پرتله ۱۳ درجې لوړ دی؛ خو د نارینه رای ورکوونکو په منځ کې د هغې دریځ ۹ نمرې ټیټ دی.
نظرپوښتنې څرګنده کړه، چې د تور پوستو رای ورکوونکو په منځ کې د کمالا محبوبیت د ډونالډ ټرمپ پرتله له ۲۳ څخه ۵۴ پواینټونو ته لوړ شوی دی.

د خپلواکو رای ورکوونکو په منځ کې د کمالا هرېس دریځ د ډونالډ ټرمپ پرتله ۹ پواینټونه ډېر شوی دی.
خو تر ټولو اړینه دا ده، چې د کمالا هرېس محبوبیت له ۴۰ سلنې څخه ۴۶ سلنې ته لوړ شوی چې نه یوازې بایډن؛ بلکې له بارک اوباما هم لوړ دی.
دا په ۱۹۷۶ کال کې له جېمي کارټر وروسته لومړی ځل دی، چې ډیموکراتانو دغه مقام خپل کړی دی.
دغه نظرپوښتنه د پنجشنبې په ورځ پیل شوه او تر یکشنبې پورې یې دوام وکړ.