• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي، د امو سیند په نفتي حوزه کې به ۲۵ نورې څاګانې فعالې کړي

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۶:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د ویاند مرستیال وايي، د امو سیند نفتي حوزه کې دا مهال هره ورځ ۱۳۵۰ ټنه نفت تولیدیږي او د نویو څاګانو په فعالېدو سره به په افغانستان کې د نفتو تولید له دوه څخه تر درې زره ټنه پورې لوړ شي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې د طالبانو حکومت د امو سیند په نفتي حوزه کې د تېلو ایستلو ۲۵ نوې څاګانې فعالوي.

هلته دمګړۍ د تېلو ایستلو ۲۴ څاګانې فعاله دي او هره ورځ ۱۳۵۰ ټنه تېل ترې تولیدیږي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ملي ټلویزیون ته ویلي دي، چې د نویو څاګانو په فعالېدو سره به په دغې حوزه کې د نفتو تولید له دوو څخه تر دریو زرو ټنو پورې لوړ شي.

ښاغلی فطرت زیاتوي: «د کانونو او پټرولیم وزارت پلان لري، چې سږکال ۲۵ نورې څاګانې فعالې کړي، له دغې ډلې ۱۸ نوې کېندل کیږي، دوه به اکتشاف شي او پنځه به پخوانۍ څاګانې ورغول شي.»

نوموړي ویلي دي، چې د امو سیند نفتي حوزې استخراج شوي نفت به په هېواد کې دننه پروسس کیږي.

په افغانستان کې د اړتیا پوره کولو تېلو ډیره برخه یې له ایران څخه واردیږي.

خو ډیری کسان شکایت کوي، چې د ایران د تېلو یو شمېر کمپنۍ او افغان سوداګر د ټیټ کیفیت تېل افغانستان ته واردوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي، چین په بامیانو کې د ۲۰ میګاواټه برېښنا پروژې په بشپړولو کې مرسته کوي

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او بریښنا وزارت له لوري په یوه خبرپانه کې لیکل شوي، چې د دغې ډلې د اوبو او بریښنا وزیر او د چین سفیر په بامیان ولایت کې د لمریزي برېښنا له پروژې څخه لیدنه کړې او چین د یادې پروژې د بشپړولو ژمنه کړې ده.

په کابل کې د چین سفارت په دې اړه په رسمي ډول څه دي ویلي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د دغې ډلې د اوبو او برېښنا وزیر عبدالطیف منصور او په کابل کې د چین سفیر په بامیان ولایت کې د لمریزې تولیدي برېښنا له پروژې څخه لیدنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې د عبدالطیف منصور له قوله لیکل شوي، چې د یادې پروژې په اړه لومړنۍ څیړنې پای ته رسیدلې او د چین هېواد په مرسته به یې عملي چارې پیل شي.

همدارنګه د بامیانو والي ویلي، چې د دغه ولایت اوسیدونکي بريښنا ته جدي اړتیا لري او تمه لري، چې یاده پروژه ژر پیل شي.

په خبرپاڼه کې د چین د سفیر له قوله لیکل شوي، چې دغه هېواد په بامیان ولایت کې د لمریزې تولیدي بریښنا د پروژې پلي کېدو ته ژمن دی.

د چین او طالبانو تر منځ اړیکې د نورو هېوادونو پرتله خورا نږدې دي. تر اوسه پورې طالبانو په افغانستان کې د کاني زیرمو د ایستلو ګڼ تړونونه د دغه هېواد له شرکتونو سره کړي دي.

خو لا هم دغه هېواد نه دی چمتو شوی چې د دغېډلې حکومت په رسمیت و پيژني.

قطر په اندونیزیا کې افغان محصلانو ته تحصیلي بورسونه ورکوي

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۴:۴۶ GMT+۱

قطر او اندونیزیا هیوادونو په اندونیزیا کې افغان محصلانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې هوکړه لاسلیک کړه. دغه هوکړه لیک د یکشنبې په ورځ د قطر د بهرنیو چارو د مرستیالې او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ترمنځ لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک د لاسلیکولو موخه په اندونیزیا کې د سکالرشیپونو د برابرولو له لارې د افغانانو د بشري ظرفیتونو د لوړولو لپاره د همکارۍ د یوه جوکاټ جوړول دي.

د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شول، د دواړو هېوادونو چارواکو د افغان ښځو پر بشري پراختیا او ملاتړ ټینګار وکړ.

د قطر چارواکي مېرمن لولوه الخاطر وویل چې له دې بورسونو څخه به تر ۲۰ زیات افغان محصلان ګټه پورته کړي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن مرسودي وویل، افغان محصلانو ته د تحصیلي بورسونو په برابرولو کې د دواړو هېوادونو همکارۍ د افغانستان د روښانه راتلونکي د جوړولو په برخه کې د دویګډه ژمنه څرګندوي.

100%

هغې زیاته کړه چې په افغانستان کې روان بشري ناورین ښوونې او روزنې ته په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو بیړنۍ اړتیا ښيي.

مرسودي همدارنګه یادونه وکړه چې اندونیزیا سږکال د طبیعي پیښو له امله دافغانستان زیانمنو شويوخلکو ته بشري مرستې اود پولیو واکسین لس ملیونه ډوزونه چمتو کړي.

هغې وویل، اندونیزیا د یوې سیمه ییزې نادولتي موسسې سره همکاري کړې چې د ۴۰۰ افغان میرمنو لپاره د رواني روغتیا خدمتونو پروژه پیل کړي.

کندهار کې د طالبانو د کرنې رياست: سږ کال څه باندي ۶۱ کيلو ګرامه زعفران صادر شوي

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۴۱ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست ویاند وایي، چې سږ کال له کندهار څخه ۶۱،۲۵ کيلو ګرامه زعفران بهرنيو هېوادونو ته صادر شوي دي. محمد حنيف حقمل رسنيو ته ويلي، چې د زعفرانو ډېره برخه متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، جرمني او ازبکستان هېوادونو ته صادر شوي.

په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ رياست ویاند محمد حنيف حقمل د یکشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چې سږ کال د زعفرانو په صادراتو کې د تېر کال په پرتله ۲.۵ برابره زياتوالۍ راغلی دی.

نوموړي ویلي، چې د کندهار زعفرانو د کورني بازار تر ترڅنګ نړيوال مارکېټ ته هم لار موندلې ده.

طالبانو په وار وار له کروندګرو غوښتي، چې زعفران د کوکنارو ښه بديل دی او باید کروندې يې زياتي شي.

خو په ورته وخت کې بیا کروندګر او د ځمکو خاوندان د خپلو حاصلاتو له پاره د بازار له نشتوالي څخه سر ټکوي.

کروندګر وایي، چې د زعفرانو او نورو کښتونو بازار سوړ؛ خو د تاریاکو بازار ګرم دی او دا چې خلګ د تاریاکو د اخیستو له پاره د دوی کورونو ته ورځي په لوړه بيه یې پلوري.

طالبان: بېړنیو پېښو ته د رسیدګۍ په موخه په کندز کې یوه ۴۰ کسیزه ګرځنده قطعه رامنځ ته شوې

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې بېړنیو پېښو ته د رسیدګۍ په موخه د کندز امنیه قومندانۍ یوه ۴۰ کسیزه ګرځنده قطعه رامنځته کړې ده.

دغه وزارت پر اېکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغم کې لیکلي، چې د دې ګرځنده قطعې په رامنځته کېدو سره به د کندز ښار ترڅنګ لرو پرتو سیمو کې بېړنیو پېښو ته چټکه رسیدګي وشي.

طالبانو په دې وروستیو کې په ځینو ولایتونو کې بېړنیو پېښو ته د رسیدګۍ په موخه د موټر سایکل سپرو طالبانو ګرځنده قطعې جوړې کړي دي.
د روانې میاشتې په لومړیو کې په ننګرهار کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ هم د موټر سایکل سپرو طالبانو سل کسيزه ګرځنده قطعه په نمايشي ډول خلکو ته وښودله.
د طالبانو امنیتي مسوولان وایي، چې دا کار يې د امنيت د ټنګښت، د وسله والو غلو او جنایي پېښو د مخنيوي په موخه تر سره کړی دی.

100%


د دغو ګرځنده قطعو په جوړېدو سره بیا د خلکو ترمنځ اندېښنې هم رامنځته شوي دي.
دوی مخکې هم له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي و، چې ډېر کله د طالبانو په جامه کې غلا، جنایي پېښې او انسان تښتونې د موټر سایکل سپرو له خوا کېږي.
اخوا د یو شمېر نورو راپورونو له مخې، د طالبانو ډېری وسله وال مخالفين زيات مهال پر موټرسایکلونو وسله وال او غلچکي بريدونه کوي، چې د ډېریو بریدونو موخه د طالبانو امنیتي کسان وي.
سره له دې چې طالبانو پخوا له افغان امنیتي ځواکونو سره هم په نښتو او عملیاتو کې له موټر سایکلونو کار اخیسته او د پخواني حکومت له خوا بیا د موټرسایکلونو په کارونې سخت محدودیتونه هم لګیدلي و، خو دغه ډله اوسمهال بیا په رسمي توګه د امنیت د ټینګښت او پېښو ته پر وخت سره د رسیدګۍ په موخه له موټرسایکلونو کار اخلي.
که څه هم د موټر سایکلونو په واسطه جنایي او امنیتي پېښې په اسانۍ سره کېږي، خو طالبانو د روان کال د چنګاښ په میاشت کې د کابل په ګډون د هېواد په لويو ښارونو کې د امنيتي او جنايي پېښو د مخنيوي په موخه د موټر سايکلونو د ثبتولو د پیل خبر ورکړ.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت اړوند د ترافیک پوليسو ادارې له خلکو غوښتي و، چې خپل موټرسایکلونه ثبت او د چلولو اجازه یې تر لاسه کړي.

په خوست کې د طالبانو والي: په افغانستان کې مو میلیونونه لوستي ځوانان له لاسه ورکړي دي

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۰ GMT+۱

په خوست کې د طالبانو والي عبدالقیوم روحاني وايي، افغانستان په تېرو څلورو لسیزو کې میلیونونه لوستي ځوانان، چې د هېواد سرمايه وه، له لاسه ورکړي. روحاني په خوست کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل، چې افغانستان ډاکټرانو، انجنیرانو، اقتصاد پوهانو او متخصصانو ته اړتیا لري.

د طالبانو تر کنټرول لاندی باختر اژانس د شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې دغه طالب چارواکي د خوست په شيخ زايد پوهنتون کې په يوه غونډه کې وويل، چې افغانستان اوسمهال لوستو ځوانانو ته اړتيا لري، چې په تيرو څلويښتو کلونو کې يې له لاسه ورکړي دي.

هغه له افغان ځوانانو وغوښتل، چې د نورو له اړتیا څخه د ځان د ژغورلو او پر ځان بسیاینې په موخه باید «دیني او عصري» زده کړي وکړي.

په همدې غونډه کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وویل، چې د نړۍ د پرمختګ او سوکالۍ اصلي لامل علم او لوړي ​​زده کړې دي.

ښاغلي ندیم، چې پوهنتون ته د افغان نجونو د تګ د مخنیوي مسوول دی وايي، هر کال میلیونونه افغانۍ د دې لپاره لګېږي، چې ځوانان پوهه زده کړي او د افغانستان په پرمختګ کې ونډه واخلي.

طالب چارواکي په افغانستان کې د زده کړو او لوستو ځوانانو د اړتیا خبره په داسې حال کې کوي، چې دې ډلې تر شپږم ټولګي لوړ ښوونځی او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي دي.

خبريالانو ته د ويناو څخه د ويډيو اخيستلو اجازه نه ده ورکول شوې

په دې غونډه کې خبریالانو ته اجازه ور نه کړل شوه، چې وينا وي ويډيويي ثبت کړي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت چارواکو ویلي، چې دوی به په تدریجي ډول په رسنيو کې د ساه لرونکو انځورونو د مخنيوي قانون پلي کړي.

ندا محمد ندیم څه موده مخکې په کابل کې په یوه غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې له دې وروسته هیڅوک حق نه لري، چې د نجونو د تعلیم په اړه پوښتنه وکړي.

د طالبانو تر واک لاندی باختر اژانس د شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې دغه طالب چارواکي د خوست په شيخ زايد پوهنتون کې يوې غونډې ته وويل، چې افغانستان اوسمهال لوستو ځوانانو ته اړتيا لري، چې په تيرو څلويښتو کلونو کې يې له لاسه ورکړي دي.

هغه له افغان ځوانانو وغوښتل، چې نورو ته له اړ کېدو د ځان د ژغورنې او پر ځان بسیاینې په موخه باید «دیني او عصري» زده کړې وکړي.

په همدې غونډه کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وویل، چې د نړۍ د پرمختګ او سوکالۍ اصلي لامل علم او لوړې ​​زده کړې دي.

ندیم، چې پوهنتونونو ته د افغان نجونو د تګ د مخنیوي مسوول او ملا هبت الله اخوندزاده ته نږدې کس ګڼل کیږي، وايي، هر کال میلیونونه افغانۍ د دې لپاره لګېږي، چې ځوانان زده کړې وکړي او د افغانستان په پرمختګ کې ونډه واخلي.

طالب چارواکي په افغانستان کې د زده کړو او لوستو ځوانانو د اړتیا خبره په داسې حال کې کوي، چې دې ډلې تر شپږم ټولګي لوړ ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي دي.

خبريالانو ته له دې غونډې او ويناوو د ويډيو اخستلو اجازه نه ده ورکړل شوې.