• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو یو ځل بیا د کابل په خیرخانه کې کور په کور تلاشي پیل کړې

۱ لړم ۱۴۰۳ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۸ GMT+۱

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د سې شنبې په ورځ د کابل په خیرخانه کې کور په کور تلاشي پیل کړه. د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبانو د ١١مې ناحيې د کچالو پوستې څخه بیا د ۱۷ ناحيې د خيرخانې د کوتل سر پورې سيمه محاصره کړې ده.

ځايي اوسېدونکي وايي، طالبانو د خيرخانې د کچالو ۳۱۵ پوستې په سيمه، د روسانو په سړک او د خيرخانې کوتل پورې خپلې د تلاشۍ پوستې هم زياتې کړې دي.

په تېرو دریو کلونو کې طالبانو څو ځله د کابل ښار په ځانګړې توګه په خیرخانه او شمال ختیځو سیمو کې د ښاریانو کورونه تلاشي کړي.

طالب چارواکو تر اوسه په رسمي توګه په دغو سیمو کې د تلاشي په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم څو ځله طالبانو په څو ولایتونو کې د افغانانو کورونه تلاشي کړي دي.

تر دې مخکې طالبانو ویلي وو، چې د کورنو تلاشي د وسلو د موندلو لپاره کوي.

طالبان په داسې حال کې د کابل په خیرخانه کې کور په کور تلاشي کوي، چې په دې وروستيو کې د ازادۍ جبهې، د دې ډلې پر ضد د پوځي او سیاسي خوځښت او عملیاتو په ترڅ کې د کابل هوايي ډګر په توغندیزو بریدونو سره په نښه کړ.

د افغانستان د ازادۍ جبهې د یکشنبې په ورځ وویل، چې د کابل د هوايي ډګر پر پوځي برخې یې له څو لورو برید کړی دی.

دغه جبهې زياته کړه، چې عمليات يې د څو راکټونو په لګېدو پيل کړه او طالبانو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د امریکا ټاکنې به د افغانانو د حقوقي وضعیت په برخه کې ټاکونکې وي؟

۱ لړم ۱۴۰۳ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۸ GMT+۱

متحده ایالاتو له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د تخلیې په بهیر کې۱۲۴ زره افغانان دغه هېواد ته لېږدولي، خو ډیری دغه افغانان په بشري لنډمهالو ویزو اوسیږي او د خپل راتلونکي په اړه ډاډمن نه دي.

د بایډن حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۹مه اعلان وکړ، چې تخلیه شوي افغانان په دغه هېواد کې په قانوني توګه، خو پهلنډمهالي ډول اوسیدای شي.

د کانورسېشن په نوم د اکاډمیکو څیړنو او شننو یوه خپرندویه پاڼه وايي، سره له دې چې بایډن په ۲۰۲۳ کال کې د ۷۰ زره افغانانو مشروطې بشردوستانه ویزېتمدید کړې، خو ډیری دغه افغانان لاهم په قانوني خلا کې واقع دي او دا دوی د خپل ژوند له جوړونې راګرځوي.

د شننې له مخې، د افغانانو مشروطه بشردوستانه استوګنه (The Afghan parole program) باید هر دوه کاله وروسته د امریکا ولسمشر وغځوي.

دا ډول استوګنه د متحده ایالتونو د پناه غوښتنې له سیاستونو سره متفاوته ده، چې له ډار سره مخ بهرنیانو ته په دغه هېواد کې د اقامت او دایمي استوګنې لاره برابروي.

یوه پوښتنه دا ده چې د امریکا راتلونکې ټاکنې به د افغانانو د حقوقي وضعیت په برخه کې ټاکونکې وي که نه؟

د مشروطې بشردوستانهاستوګنې پروګرام له ۲۰۲۱ کال وروسته افغانانو ته د امریکا د لنډمهالې استوګنې امکان ور کوي، خو داهم شونې ده چې دغه پروګرام ونه غځیږي.

یو پر درې برخه افغانان چې امریکا ته تللي، په کلیفورنیا، ویرجینیا او ټکزاس کې اوسیږي، خو نور یې د دغه هېواد په نورو ایالتونو کې استوګن شوي.

د شنونکي په باور، ددې استوګنې له مخې افغانان کولای شي په دغه هېواد کې کار او زده کړې وکړي، خو ډیری د ثابت کار او کورونو په موندلو کې له ستونزو سره مخ دي ځکه دایمي اوسېدونکي نه دي او د ټولنیز امنیت شمېرې نه لري.

سره له دېچې بایډن په ۲۰۲۱ کې افغانانو ته مشروطه بشردوستانه ازادي اعلان او په ۲۰۲۳ کال کې تمدید کړه، خو یوازې کانګرس دا واک لري چې د هغوی د دایمي استوګنې قانون تصویب کړي.

د شننې له مخې، یوه دوه ګوندي وړاندیز شوې لایحه چې د افغانانو د ځای پرځای کولو په نوم یادیږي، افغانانو ته دا فرصت ور کولای شي چې په امریکا کې ددایمي استوګنې غوښتنه وکړي.

د سناتور چوک ګراسلي په ګډونتر اوسه یوڅو ګوتشمیر امریکايي جمهوري غوښتونکو قانون جوړوونکو د امنیتي دلایلو له مخې له دې سره مخالفت کړی.

هغوی وايي، چې د نویو راغلیو خلکو د ارزونې تګلارې کافي نه دي او امنیتي ګواښونو ته لاره پرانیزي.

خو ځینې نور یوازې پر هغو افغانانو تمرکز کوي، چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی.

د شننې پر بنسټ، جمهوري غوښتونکي سناتور ټام کاټن یوه بله طرح وړاندیز کړې، چې افغانانو یا هر بل کس ته د مشروطې بشردوستانه ازادۍ په برخهکې د ولسمشر واکونه محدودي.

د کانورسېشن شنونکی په دې باور دی، چې د افغانانو برخلیک به د امریکا د ټاکنو له پایلو وروسته جوت شي.

دده په باور، که چیرې کمالا هرېس په ټاکنو کې بریالۍ شي، نوموړې به احتمالا دوه کاله نور هم د افغانانو د استوګنې موده وغځوي. کانګرس به هم له ټاکنو وروسته د افغانانو د ځای پرځای کولو لایحې په اړه تصمیم ونیسي، ځکه معمولا د ټاکنو پرمهال ډیر کم قوانین تصویب کیږي.

خو دا چې ډونالډ ټرمپ به ددغو افغانانو د راتلونکي په اړه څه ګام اخلي، دا تر اوسه یوه پرانستې پوښتنه ده.

د شنونکي په باور، د هغه تېرېدورې تر ډیره د کډوالۍ پر مهارولو تمرکز درلود. په دې کې د کډوالو کم منل او افغان او عراقي ژباړونکو او د امریکايي ځواکونو همکارانو ته د ویزو د ورکولو بهیر سختول شامل وو.

طالبان: ښايي اوسنۍ یا راتلونکې برېکس سرمشریزه کې ګډون وکړو

۱ لړم ۱۴۰۳ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او تجارت وزير وايي، ښايي د دې ډلې د حکومت استازي د روسيې په کازان ښار کې په اوسنۍ يا راتلونکي برېکس سرمشریزه کې برخه واخلي. نور الدین عزیزي زياتوي، برېکس سرمشريزې ته یې په ناسته کې د ګډون لپاره يو لیک هم لېږلی او د هغوی تر مثبت ځواب وروسته به دوی هم پرېکړه کوي.

د طالبانو د صنعت او تجارت وزير د افغان – قزاق سوداګريز فورم په څنډ کې د روسیې تاس خبري اژانس ته ويلي: «افغانستان لېوال دی، چې په برېکس غونډه کې د څارونکي په توګه ګډون وکړي.»

د تاس خبري اژانس د راپور له مخي، طالبانو په کازان په ښار کې د برېکس راتلونکې سرمشريزه کې د خپل پلاوي د ګډون لپاره یو غوښتنلیک استولی.

د اکټوربر په لومړيو کې د روسيې بهرنيو چارو وزارت مرستيال اندري رودینکو خبريالانو ته وویل، چې د برېکس هېوادونو لا تر اوسه په دغه سرمشريزه کې د افغانستان د پلاوي د ګډون په اړه موافقې ته نه دي رسېدلي.

څو ورځې وړاندې په افغان چارو کې د روسیې استازي ضمير کابلوف هم ويلي و، که د برېکس غړو هېوادونو هوکړه وکړه، نو په کازان کې به د دې ټولنې سرمشریزې ته طالبان وبولي.

کابلوف زياته کړه، چې دا ډول بلنه د برېکس د غړو هېوادونو په هوکړه پورې تړلې ده.

برېکس سرمشریزه د روانې اکتوبر میاشتې له ۲۲ تر ۲۵ د روسیې په کازارن ښار کې جوړېږي.

برازیل، روسیه، هند، چین او سوېلي افریقا د برېکس اصلي غړي دي.

دا ټولنې د مصر، سعودي، متحده عربي اماراتو، ایران او ایتوپیا په غړیتوب هم هوکړې ته رسېدلې ده.

د ځانګړي استازي ګومارلو کې ځنډ؛ پاکستان د طالبانو له حکومت سره خپلې اړیکې کموي

۱ لړم ۱۴۰۳ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۷ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان د نوي ځانګړي استازي په ګومارلو کې ځنډ ښيي چې اسلام اباد د طالبانو له حکومت سره خپلې اړیکې کموي. پاکستان شپږ اونۍ وړاندې د افغانسان لپاره خپل مخکینی ځانګړی استازی اصف درانی له دندې ګوښه کړ، خو لاهم د نوموړي ځایناستی نه دی ټاکل شوی.

د پاکستان اکسپریس ټربیون ورځپاڼه وايي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت چارواکي په دې باور دي، چې له شته محدودیتونو سره سره دوی د متقاعد ځانګړي استازي له ګومارنې پرته هم د افغانستان اړوند چارې پرمخ وړلی شي.

ورځپاڼه وايي، د نوي ځانګړي استازي په ګومارنه کې د پاکستاني چارواکو زړه نازړه توب له دې امله دی چې د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو له ملاتړه لاس نه اخلي.

د سرچینې په باور، په داسې وخت کې چې د سیمې هیوادونه او په افغانستان کې ښکیل اړخونه خپلو اندېښنو ته د ځواب موندنې او نړیوالو لوبغاړو سره د همغږۍ لپاره ځانګړي استازي ټاکي، پاکستان د سپټمبر پر لسمه د طالبانو له حکومت سره د خپلوترینګلو اړیکو په ترڅ کې د ځانګړي استازي، اصف دراني د لرې کولو هيښوونکې پریکړه وکړه.

اصف درانی د ۲۰۲۳ کال په می کې د محمد صادق خان پرځای ټاکل شوی و.

نوموړی په دې بریالی نه شو، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ پر اړیکو مثبت اغیز پریباسي.

سرچینه وايي، درانی په کابل کې ډېر محبوب نه و او د خپلې دندې پرمهال یې یوازې څو ځله د طالبانو له حکومت سره اړیکې ټینګې کړې وې.

اکسپریس ټربیون وايي، د ځانګړي استازي رول د بې اغیزتوب له امله داسې ښکاري چې اسلام اباد د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکلو لاس پرسر شوی او سملاسي یې خپل ټول سیاست له طالبانو سره د اړیکو پر ټکني کولو او په کوردننه ګواښونو سره مبارزې ته اړولی.

په کابل کې یوې سرچینې چې د پاکستان او افغانستان اړیکې له نږدې څاري افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «په یو شمېر طالبانو کې داسې فکر و چې اصف درانی د پاکستان د لوی درستیز جنرال اصف منیر کس دی او له همدې امله څوک خبرو ته ورسره ډېر نه کښېناستل».

د سرچینې په باور، « ترڅو چې اصف منیر د پاکستان د پوځ لوی درستیز وي، د کابل او اسلام اباد په اړیکو کې د ښه والي امکانات کم دي».

د پاکستان د پوځ لوی درستیز له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو پلوی نه دی او د طالبانو له حکومت نه یې په پریکنده ډول غوښتي چې د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو مخه ونیسي.

په ټورنټو کې د افغانانو له خوا پر کډوالو د ایراني ځواکونو د برید خلاف لاریون وشو

۱ لړم ۱۴۰۳ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۰:۰۶ GMT+۱

یو شمیر افغانانو د کاناډا په ټورنټو ښار کې، د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا پر افغان کډوالو د ډزو خلاف لاریون وکړ.

دغو لاریون کوونکو چې “شرم پر ایران”، “ایران باید د افغانانو له ځورونې لاس واخلي” او “ایران افغانان وژني” شعارونه یې لیږدول، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې ایران باندې لا ډیر بندیزونه ولګوي.

له دغو لسګونو افغانانو له ډلې څو ګډونوالو لاریون ته وینا وکړه او ویې ویل، چې ډیری افغانان د طالبانو له خوا د لګیدلو محدودیتونو له امله خپل وطن پریږدي او ایران ته پناه وړي، چې باید انساني چلند ورسره وشي.

تر دې وداندې، پر افغان کډوالو د ایران د سرحدي ځواکونو د ډزو په غبرګون کې یو شمېر معترضانو د امریکا په کلیفورنيا کې د والي د دفتر مخ ته لاریون کړی. په بروکسل کې د اروپايي پارلمان مخې ته هم افغانان راټول شوي او له نړيوالو يې د پېښې د کره پلټنې او د افغانانو د حق ورکولو غوښتنه کړې.

لاريون والو د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا د افغان کډوالو وژل غندلي او له ټولو افغانانو یې غوشتنه کړې، چې په دې اړه د حق غوښتلو غږ پورته کړي.

د یادونې وړ ده، چې د شنبې پر ورځ هم یو شمېر معترضان په لندن کې د ایران د سفارت مخې ته راټول شوي وو. دوی هم د افغان کډوالو د وژلو په اړه د ایران د دولت د ځواب ویلو غوښتنه کوله او له نړۍوالو ادارو یې وغوښتل، چې په دې اړه څېړنې وکړي.

جرمني کې یو افغان د چړې په وار وژل شوی

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۵۵ GMT+۱

د جرمني په راینلنډ فالڅ ایالت کې یو افغان په پارک کې د چړې په وار سره وژل شوی دی.

دغه پېښه په بدکرویڅ ناخ سیمه کې په یو پارکېنګ کې د شخړې پرمهال رامنځته شوې.

د سیمې پولیس وایي، چې ۳۵ کلن افغان په یوه درې کسیزه شخړه کې د یو سوریايي وګړي د چړې په وار لومړی پر اوږه ټپي شوی و، خو وروسته د ټپونو له امله مړ شوی.

د جرمني رسنیو د رپوټونو له مخې، وژونکی د پېښې له ځایه تښتېدلی و، خو وروسته پولیسو نیولی او د څارنوالۍ په حکم زنداني شوی.

پولیس شک ښيي چې یاده پېښه له نشه یي توکو سره اړوند ده.
په جرمني کې په دې وروستیو کې د چړې بریدونه ډېر شوي او د بادن ورتمبرګ ایالت د منهایم ښار له پېښې وروسته چې یو افغان پکې ښکیل و، افغانان ځانونه ډېر اغیزمن ګڼي.