• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ځانګړي استازي ګومارلو کې ځنډ؛ پاکستان د طالبانو له حکومت سره خپلې اړیکې کموي

۱ لړم ۱۴۰۳ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۱ لړم ۱۴۰۳ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۰۱ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان د نوي ځانګړي استازي په ګومارلو کې ځنډ ښيي چې اسلام اباد د طالبانو له حکومت سره خپلې اړیکې کموي. پاکستان شپږ اونۍ وړاندې د افغانسان لپاره خپل مخکینی ځانګړی استازی اصف درانی له دندې ګوښه کړ، خو لاهم د نوموړي ځایناستی نه دی ټاکل شوی.

د پاکستان اکسپریس ټربیون ورځپاڼه وايي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت چارواکي په دې باور دي، چې له شته محدودیتونو سره سره دوی د متقاعد ځانګړي استازي له ګومارنې پرته هم د افغانستان اړوند چارې پرمخ وړلی شي.

ورځپاڼه وايي، د نوي ځانګړي استازي په ګومارنه کې د پاکستاني چارواکو زړه نازړه توب له دې امله دی چې د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو له ملاتړه لاس نه اخلي.

د سرچینې په باور، په داسې وخت کې چې د سیمې هیوادونه او په افغانستان کې ښکیل اړخونه خپلو اندېښنو ته د ځواب موندنې او نړیوالو لوبغاړو سره د همغږۍ لپاره ځانګړي استازي ټاکي، پاکستان د سپټمبر پر لسمه د طالبانو له حکومت سره د خپلوترینګلو اړیکو په ترڅ کې د ځانګړي استازي، اصف دراني د لرې کولو هيښوونکې پریکړه وکړه.

اصف درانی د ۲۰۲۳ کال په می کې د محمد صادق خان پرځای ټاکل شوی و.

نوموړی په دې بریالی نه شو، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ پر اړیکو مثبت اغیز پریباسي.

سرچینه وايي، درانی په کابل کې ډېر محبوب نه و او د خپلې دندې پرمهال یې یوازې څو ځله د طالبانو له حکومت سره اړیکې ټینګې کړې وې.

اکسپریس ټربیون وايي، د ځانګړي استازي رول د بې اغیزتوب له امله داسې ښکاري چې اسلام اباد د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکلو لاس پرسر شوی او سملاسي یې خپل ټول سیاست له طالبانو سره د اړیکو پر ټکني کولو او په کوردننه ګواښونو سره مبارزې ته اړولی.

په کابل کې یوې سرچینې چې د پاکستان او افغانستان اړیکې له نږدې څاري افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «په یو شمېر طالبانو کې داسې فکر و چې اصف درانی د پاکستان د لوی درستیز جنرال اصف منیر کس دی او له همدې امله څوک خبرو ته ورسره ډېر نه کښېناستل».

د سرچینې په باور، « ترڅو چې اصف منیر د پاکستان د پوځ لوی درستیز وي، د کابل او اسلام اباد په اړیکو کې د ښه والي امکانات کم دي».

د پاکستان د پوځ لوی درستیز له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو پلوی نه دی او د طالبانو له حکومت نه یې په پریکنده ډول غوښتي چې د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو مخه ونیسي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني رسنۍ: مردان کې د پولیسو مرکز ته نږدې دوه نرښځيان په چړو وژل شوي دي

۱ لړم ۱۴۰۳ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۵۶ GMT+۱

پاکستاني رسنۍ د پولیسو له قوله وايي، د خیبرپښتونخوا په مردان ولسوالۍ کې د پولیسو مرکز ته څېرمه د دوو نرښځیانو مړي موندل شوي چې لومړی تېری پرې شوی او بیا وژل شوي دي. وايي، دغه پېښه نن سې شنبه د شپې په وروستیو کې شوې ده.

ځايي پولیسو رسنیو ته په لومړنیو معلوماتو کې ویلي، چې پر دغو دوو نرښځیان نن سې شنبه د (لړم لومړۍ) نېټه د شپې په وروستیو کې د ناڅرګندو کسانو له خوا جنسي تیري شوي او بیا په چړو وژل شوي.

د مردان د پولیسو ژغورونکې ډلې ویلي، چې د وژل شویو نرښځيانو مړي یې د عدلي طب معاینې لپاره روغتون ته لیږدولي او په دې برخه کې څېړنې کوي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې یوه ډله نرښځيان په دغې سیمه کې واده ته ورغلي وو، چې د شپې په وروستیو کې بیرته خپلې سیمې ته روان وو، چې له دغې پېښې سره مخامخ شوي.

په پاکستان کې د ودونو په مراسمو کې خلک د نرښځيانو ډلې د خپلو خوښیو د رنګینولو لپاره په پیسو ګډا ته بیايي او ډیری مهال بیا له زور زیاتي سره هم مخ کیږي.

ځايي خلک وايي، د پېښې ځای ته ګڼ شمير پوليس رسيدلي او پلټنې يې پيل کړې دي.

تر اوسه پورې په پاکستان کې د بشري حقونو ادارو دغې پېښې ته غبرګون نه دی ښودلی او نه هم په پاکستان کې د نرښځيانو مدافع ټولنې د دغې پېښې په اړه څه ویلي.

تر دې وړاندې هم په پاکستان او په ځانګړي ډول پښتونخوا کې پر نرښځیانو خونړي بریدونه شوي چې یو زیات شمېر نرښځيان په کې وژل شوي او ډیرو یې له دې امله خپل هیواد پریښی دی.

په ټورنټو کې د افغانانو له خوا پر کډوالو د ایراني ځواکونو د برید خلاف لاریون وشو

۱ لړم ۱۴۰۳ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۰:۰۶ GMT+۱

یو شمیر افغانانو د کاناډا په ټورنټو ښار کې، د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا پر افغان کډوالو د ډزو خلاف لاریون وکړ.

دغو لاریون کوونکو چې “شرم پر ایران”، “ایران باید د افغانانو له ځورونې لاس واخلي” او “ایران افغانان وژني” شعارونه یې لیږدول، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې ایران باندې لا ډیر بندیزونه ولګوي.

له دغو لسګونو افغانانو له ډلې څو ګډونوالو لاریون ته وینا وکړه او ویې ویل، چې ډیری افغانان د طالبانو له خوا د لګیدلو محدودیتونو له امله خپل وطن پریږدي او ایران ته پناه وړي، چې باید انساني چلند ورسره وشي.

تر دې وداندې، پر افغان کډوالو د ایران د سرحدي ځواکونو د ډزو په غبرګون کې یو شمېر معترضانو د امریکا په کلیفورنيا کې د والي د دفتر مخ ته لاریون کړی. په بروکسل کې د اروپايي پارلمان مخې ته هم افغانان راټول شوي او له نړيوالو يې د پېښې د کره پلټنې او د افغانانو د حق ورکولو غوښتنه کړې.

لاريون والو د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا د افغان کډوالو وژل غندلي او له ټولو افغانانو یې غوشتنه کړې، چې په دې اړه د حق غوښتلو غږ پورته کړي.

د یادونې وړ ده، چې د شنبې پر ورځ هم یو شمېر معترضان په لندن کې د ایران د سفارت مخې ته راټول شوي وو. دوی هم د افغان کډوالو د وژلو په اړه د ایران د دولت د ځواب ویلو غوښتنه کوله او له نړۍوالو ادارو یې وغوښتل، چې په دې اړه څېړنې وکړي.

جرمني کې یو افغان د چړې په وار وژل شوی

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۵۵ GMT+۱

د جرمني په راینلنډ فالڅ ایالت کې یو افغان په پارک کې د چړې په وار سره وژل شوی دی.

دغه پېښه په بدکرویڅ ناخ سیمه کې په یو پارکېنګ کې د شخړې پرمهال رامنځته شوې.

د سیمې پولیس وایي، چې ۳۵ کلن افغان په یوه درې کسیزه شخړه کې د یو سوریايي وګړي د چړې په وار لومړی پر اوږه ټپي شوی و، خو وروسته د ټپونو له امله مړ شوی.

د جرمني رسنیو د رپوټونو له مخې، وژونکی د پېښې له ځایه تښتېدلی و، خو وروسته پولیسو نیولی او د څارنوالۍ په حکم زنداني شوی.

پولیس شک ښيي چې یاده پېښه له نشه یي توکو سره اړوند ده.
په جرمني کې په دې وروستیو کې د چړې بریدونه ډېر شوي او د بادن ورتمبرګ ایالت د منهایم ښار له پېښې وروسته چې یو افغان پکې ښکیل و، افغانان ځانونه ډېر اغیزمن ګڼي.

د شمال ختيځ زون ځوانانو په ارګ کې له طالبانو غوښتي، چې د بې روزګارۍ ستونزې دې ورته حل کړي

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۷ GMT+۱

د شمال ختيځ زون ځوانانو په ارګ کې د طالبانو د رییس الوزرا د دفتر له مشر سره په ليدنې کې له هغوۍ غوښتي، چې د بې روزګارۍ د ستونزې حل دې په خپلو لومړيتوبونو کې شامل کړي.

ځوانانو د تعليم له پاره د شرايطو د برابرولو، د کډوالۍ د مخنيوي او د خپلو ولایتونو ستونزې هم له طالبانو سره شريکې کړي دي.

د طالبانو ارګ د دوشنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې د رییس الوزرا د دفتر له مشر عبدالواسع او نورو طالب چارواکو سره د کندز، تخار او بدخشان د ځوانانو د ليدنې خبر ورکړی.

په ليدنه کې ځوانانو د بې روزګارۍ ستونزه جدي بللې او ويلي يې دي، چې له همدې کبله د هېواد ځوانه طبقه له سخت وضعیت سره مخ ده.

په دې لیدنه کې د ځوانانو په استازيتوب ډاکټر روح الله اماني او مولوي منهاج الله فايق په خپلو خبرو کې له طالبانو غوښتي: « د تعلیم او تحصیل لپاره دي مناسب شرایط برابر، د بېکارۍ ستونزې دې حل او د ځوانانو د کډوالۍ مخه دي ونیول شي. او همدارنګه دې په شمال ختیځ زون کې د خلکو د بې وزلۍ، سړکونو، برېښنا، کرنې، مالدارۍ او باغدارۍ ستونزو ته پاملرنه زياته شي.»

د رییس الوزرا د دفتر مشر عبدالواسع بیا وويل: « د اشغال په شلو کالو کې ځوانانو ته هیڅ ډول پاملرنه نه ده شوې او د افغانستان ځوانانو ته د دوامدارې کارموندنې لپاره فابریکې او نورې اساسي پروژې نه دي جوړې شوي.»

نوموړي ټينګار کړی، چې د کورنيو او بهرنيو پانګوالو څخه یې د فابريکو جوړولو او ځوانانو ته د فرصتونو د برابرولو غوښتنې کړي دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډلې په تېرو درېيو کلنو کې تر ډېره هڅه کړې، چې خپلو جنګيالیو ته د کار زمينه برابره کړي.

پر دغه ډله نيوکه کيږي، چې له دولتي ادارو څخه یې د تير جمهوري دولت ډېری کارکوونکي له دندو لرې کړي او مسلکي بستونه يې غيري مسلکي کسانو ته ورکړي دي.

په تېرو درېيو کلونو د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله یو شمیر کسانو ځان وژنې هم کړي دي.

تېره ورځ په دغه ډول يوه پېښه کې د کندهار په شهیدانو څلور لارې يو کس د اقتصادی ستونزو له کبله ځان ته اور اچولی و خو د خلکو له خوا وژغورل شو.

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې ۸ پر صفر فلیپین ته ماته ورکړه

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۷ GMT+۱

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د اسیا د ۱۷ کلنو ملتونو جام سیالیو ته د غوراوي لپاره نن دوشنبه خپله لومړۍ لوبه د فلیپین له لوبډلې سره تر سره کړه. افغان لوبډلې د لوبې په لومړۍ نيمایي کې ۲ ګولونه تر سره کړل او دويمه نيمايي یې ښه پيل کړه، چې ۶ ګولونه یې وکړل.

په دې لوبه کې د افغانستان لپاره نوید محبوبي، یاسر صافي، جواد ابراهیمي او ساحل سروري ګولونه وکړل.

د افغانستان لوبډله د دغو سیاليو په دوهم ګروپ کې د بنګله دېش، کمبودیا، فلیپین او مکايو له لوبډلو سره لوبيږي.

په دې بریا سره ډېر امکان شته، چې افغان لوبډله د ګروپ د سر ځای ونیسي.

د الیاس احمد منوچهر تر روزنې لاندي به افغان لوبغاړي دوې ورځې وروسته له مکايو لوبډلې سره د سيالۍ ډګر ته کښته کېږي او خپل بخت به ازمويي.

100%