په هرات کې د روغتيايي مرکزونو يو شمېر کارکوونکو د لړم پر لومړۍ نېټه افغانستان انټرنشنل ته وويل چې له څلورو مياشتو راهيسې يې معاشونه نه دي ترلاسه کړي. د هرات د روغتونونو معترضو کارکوونکو د مکتوبونو په لاسلیکولو سره رسماً خپل اعتصاب اعلان کړ.
دغو روغتيايي کارکوونکو خبردارى ورکړ، چې د معاشونو تر ورکولو پورې به په روغتونونو کې روغتیايي خدمتونه وړاندې نه کړي. دوی يادونه وکړه، چې که معاشونه يې ورنه کړل شي، د روغتون بېړنۍ څانګه به هم فلج شي. افغانستان انټرنشنل ته رالېږل شوي اسناد ښيي، چې د ګذرې ولسوالۍ روغتون، د شینډنډ روغتون، سرچا، تورغونډۍ او کشک روغتیايي مرکزونو کارکوونکو د معاشونو د نه ورکولو له امله کار بند کړی دی.
طالبانو تر اوسه د هرات د ګذرې ولسوالۍ روغتون د کارکوونکو د کاربندیز او د دوی د معاشونو د نه ورکولو په اړه څه نه دي ویلي.
په هرات کې يو باخبره روغتيايي کارکوونکى وايي چې د دغو روغتيايي مرکزونو اصلي تمويل کوونکى د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونېسف) دى.
د دغې سرچينې په وينا، په دې وروستيو مياشتو کې د يونېسف د پروژو د پليتابه موسسې بدلې شوې او هېڅ يوه مسوول بنسټ د دغو روغتيايي مرکزونو معاشونه او لګښتونه پر غاړه نه دي اخيستي.
سرچينه زياتوي، چې له کاربندیز وړاندې په هرات کې د روغتيايي مرکزونو کارکوونکو د خپلو معاشونو د ستونزې پر هواري څو ځله له چارواکو سره ناستې کړې، خو کومې پايلې ته نه دي رسېدلي.
دا لومړی ځل نه دی، چې په افغانستان کې دولتي کارکوونکي د معاشونو د کمښت او نه ورکړې له امله اعتصاب کوي.
له دې وړاندې په کابل کې د ښوونځیو یو شمېر ښځینه ښوونکو او د ځینو روغتیايي مرکزونو ښځینه کارکوونکو د معاشونو د کموالي له امله اعتصاب کړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی خورا کم دی او ډېری ناروغان د کمو مالي سرچینو له امله دولتي روغتونونو ته له تګ پرته بله چاره نه لري.
کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د روغتیا او پوهنې په څانګو کې یې د ښځو کار محدود کړ او د ډېرو دولتي کارکوونکو معاشونه یې کم کړل.
په تېرو دریو کلونو کې یوشمېر ملکي مامورینو د معاشونو د کموالي ترڅنګ د دوی د معاشونو د ځنډېدو شکایتونه هم کړي دي.