یحیا اپریدی د پاکستان د لوی قاضي په توګه د ولسمشر زرداري له خوا تایید شو

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د دغه هېواد د راتلونکي لوی قاضي یا قاضي القضات په توګه د یحیا اپریدي ټاکنه منظوره کړه.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د دغه هېواد د راتلونکي لوی قاضي یا قاضي القضات په توګه د یحیا اپریدي ټاکنه منظوره کړه.
نوموړی اساسي قانون کې بدلون سره ټاکل شوی او د حکومت اپوزیسیون وايي د ښاغلي اپریدي د ټاکلو لپاره دا بدلون قضايي خپلواکي زیانمنوي.
د چارواکو په خبره، یحیا اپریدی له مستعفي یا تلونکي لوی قاضي فایز عیسا وروسته دریم مهم قاضي دی، خو اساسي قانون کې بدلون سره چې د مشر قاضي د ټاکلو طریقه یې بدله کړه، د نوموړي ټاکل کېدو ته لار برابره شوه.
د پاکستان د لوی قاضي د ګومارلو لپاره د مخکېنۍ طریقې له مخې تر نوموړي دوو مخکښو قاضیانو لومړیتوب درلود.
د پاکستان اساسي قانون کې د ۲۶ ترمیم له مخې د پارلمان خصوصي کمېټې د لوی قاضي د ټاکلو لپاره د دریو مخکښو قاضیانو نومونه وړاندې کړل.
په دې نومونو کې پر یحیا اپریدي سربېره، منصور علي شاه او منیب اختر هم و.
یحیا اپریدی به د اکتوبر پر ۲۶ دنده پیل کړي او د دریو کلونو لپاره به خپل کار کوي.


د روسیې ولسمشر پوتین نن چارشنبه د دغه هېواد په کازان سیمه کې بریکس سرمشریزې ته په خپلi پرانېستونکې وینا کې وویل، چې د بریکس غړي هېوادونه په نړۍ کې د دې ټولنې د ځواک او د سیمې او نړۍ د ستونزو په اوري کې د دې ډلې د رول او اغیز په لټه کې دي.
تاس خبري اژانس د پوتین له خولې ویلي، چې د بریکس ټول غړي د برابرۍ او ښه ګاونډیتوب پلوي دي او غواړي د نړۍ پر راتلونکې ښه اغیز ولري.
پوتین دې غونډې ته چې د مسکو د منزوي کولو په تړاو د لویدیځ هڅو ته یو ډول د ځواب ویلو هڅه ګڼل کیږي، وویل، چې د بریکس غړي هېوادونه اقتصادي، سیاسي او د نفوس ګڼې وړتیاوې لري.
د رویټرز د رپوټ له مخې، بریکس چې دوه لسیزې وړاندې د یوې طرحې په توګه وړاندې شو، اوس د نړۍ له ۴۵ سلنې ډېر نفوس او تر ۳۵ سلنې پورې اقتصاد تشکیلوي.

خو د دغې ډلې پراختیا او زر رغېدن ته په پام د یادې ډلې ځینې غړي هېوادونه هم اندېښمن دي چې دا ډله به څه ډول د خپلو جیوسیاسي موخو د خوندیتابه ترڅنګ رښتینو اقتصادي پایلو ته ورسیږي.
پوتین چې د ځان پر وړاندې د جګړه ییزو جرمونو تورونه ردوي، د چارشنبې پر ورځ دغه غونډه پرانېسته او ویې وویل، چې دې ډلې ته ۳۰ هېوادونو لېوالتیا ښودلې، خو د پراختیا په تړاو یې د دې ډلې پر انډول او اغیز ټینګار وکړ.
پوتین د بریکس سرمشریزې ته چې د اروپا د اوږده سیند پر غاړو پراته ښار کازان کې جوړه شوې وویل، « له بریکس سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره د نړۍ د سوېل او ختیځ د هېوادونو پر لیوالتیا سترګې پټول تېروتنه ده».
هغه وویل، چې د بریکس د پراخولو ترڅنګ د دې ډلې اغیز هم مهم دی.

د بریکس لنډیز په ۲۰۰۱ کال کې د ګولډمن ساکس اقتصاد پوه جیم اونیل په یوه څیړنپاڼه کې وکارواه چې د برازیل، روسیې، هند او چین د ودې پر ستر پوتانسیل یې ټینګار درلود.
په لومړیو کې روسیې، هند او چین رسمي ناستې پیل کړې او په پای کې برازیل، جنوبي افریقا، مصر، ایتوپیا، ایران او متحده عرب امارات هم ورسره یوځای شول.
سعودي عربستان تر اوسه له دې ډلې سره رسمي نه دی یوځای شوی.
د بریکس په نننۍ غونډه کې له ۲۰ هېوادونو د ډیرو دولتونو مشرانوګډون کړی.

د بېروت په څنډه کې د حزب الله د استخباراتو پر مرکز باندې د اسراییل له برید څخه څه د پاسه دوه اونۍ وروسته اسراییلي پوځ تایید کړه، چې په دې برید کې د حسن نصرالله ځای ناستی هاشم صفی الدین وژل شوی دی. د برید پرمهال د حزب الله ۲۵غړي له صفی الدین سره وو.
په عین حال کې العربیه د بېروت په سویل کې په المریجه سیمه کې له ۲۳نورو کسانو سره د هاشم صفی الدین د جسد د موندلو خبر ورکړ.
حزب الله تر اوسه د صفي الدین وژنه نه ده تایید کړې.
تېره اونۍ د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو وويل، چې د هېواد پوځ یې د حسن نصرالله ځای ناستی وژلی دی.
هغه زیاته کړه: "حزب الله د تېرو کلونو په پرتله ډېر کمزوری دی."
د اسراییل د پوځ ویاند هاګاري د پنجشنبې په ورځ د بېروت په څنډه کې د اسراییل د برید په اړه په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "موږ په بېروت کې د حزب الله د استخباراتو مرکز په نښه کړ. دا د استخباراتو د څانګې د مشر ابو عبدالله مرتضی دفتر دی."
هغه زیاته کړه: «موږ پوهېږو چې هاشم صفی الدین هم ورسره و. د دغه برید پایلې لا تر څېړنې لاندې دي، حزب الله هڅه کوي، چې جزیات پټ کړي. کله مو چې خبر ترلاسه کړ، موږ به خلکو ته خبر ورکړو.»
د صفي الدین له وژل کېدو وروسته د حزب الله مرستیال نعیم قاسم له لبنانه وتښتېد او اوس په تهران کې دی.


د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.
نرېندرا مودي د سې شنبه په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «موږ همدا راز په پر مختللو او نویو برخو کې د اړیکو د ژوروالي په لارو چارو خبرې اترې وکړې.»
د ایران دولتي اژانس اېرنا راپور ورکړی، چې په دې لیدنه کې پزشکیان دې ته په اشارې سره چې ایران له هند سره د اړیکو پراختیا ته لېواله او چمتو دی وویل: «برېکس کې د ایران او هند غړیتوب د دواړو هېوادونو د اړیکو او ملګرتیا د لا پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی. هیله لرو چې په دې برخه کې د دوه اړخیزو ټرونونو په ځانګړې توګه د چابهار بندر د پراختیا تطبیق ګړندۍ شي.»
د افغانستان د مسالې په اړه د هند د لومړي وزیر اندېښنو ته په اشارې سره، ډاکټر پزشکیان وویل: «موږ د سیمې د راتلونکي جوړولو لپاره باید له افغانستان سره هم تعامل او خبرې اترې وکړو. موږ باید مرسته وکړو چې افغان ملت د ستونزو په هوارولو سره سولې، ارامۍ او سوکالۍ ته ورسیږي.»
د ایران اسلامي جمهوریت د هر هغه اقدام ملاتړ کوي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرسته کوي.
ډاکټر مسعود پزشکیان چې د برزکس په شپاړسمه سرمشریزه کې د ګډون لپاره د روسیې د ولسمشر په بلنه کازان ته تللی، دغه څرګندونې یې د سې شنبه په ماښام نرېندرا مودي سره په کتنه کې کړي.
د هند له نظره د چابهار بندر پراختیا د دواړو هېوادونو د همکارۍ تر ټولو ستر بنسټ دی او د دوی په باور چې د دغه بندر پراختیا د دواړو هېوادونو د اړیکو په تنظیمولو او همدارنګه د ایران او هند اړیکې له نورو هېوادونو سره په تنظیمولو کې مهم رول لوبوي.
مودي له ایران سره د اقتصادي اړیکو او سوداګریزو همکاریو په پراخولو کې د خپل هېواد پر لېوالتیا د ټینګار په ترڅ کې وویل: «زه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراخولو لپاره د جلالتماب له نظر سره بشپړ موافق یم او باور لرم چې د هېوادونو ترمنځ په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې د اړیکو ژورتیا او پیاوړتیا د سیمې ټولې ګټې تامین کوي.»
د برېکس ډله په ۱۳۸۹ کې د روسیې په یکاترینبورګ کې د برازیل، روسیې، هند او چین په ګډون جوړه شوه او بل کال کې بیا سویلي افریقا هم په دې ګروپ کې شامله شوه.
د ایران اسلامي جمهوریت، مصر، ایتوپیا او متحده عربي امارات د ۲۰۲۴ کال له پیله چې د ۱۴۰۲ کال د جدي له میاشتې سره سمون خوري له دغې ډلې سره یو ځای شول.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سې شنبه په ورځ په خبرو کې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څخه وغوښتل، چې د حماس د مشر د وژلو له فرصت څخه دې د اکټوبر د اوومې نېټې د برید د یرغمل شویو د خوشې کولو او په غزه کې د جګړو د پای ته رسولو په برخه کې ګټه واخلي.
په غزه کې د جګړو له پیل راهیسې او د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د منځګړیتوب په موخه دا منځني ختیځ ته له پر له پسې ناکامو هڅو وروسته د بلېنکن یوولسم سفر دی.
رویټرز لیکلي، چې بلېنکن په لبنان کې د اسراییل او د ایران په ملاتړ د وسله والې ډلې حزب الله تر منځ د مخ په زیاتیدونکو شخړو د شنډولو لپاره د لارو چارو په لټه کې دی.
نوموړی په داسې حال کې دغه سفر کوي، چې د شپې په اوږدو کې د بیروت دولتي روغتون ته نږدې د اسراییل په هوايي برید کې د څلورو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل شول او ۶۰ نور ټپیان دي.
بلېنکن دواړو لورو سره له سختې مبارزې سره مخ شوی دی.
نوموړی وایي، متحده ایالات هیله لري چې د حماس د مشر یحیی سنوار په مړینې سره به د سولې لپاره یو نوی فرصت برابر شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي: "د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ټولو یرغمل شویو خوشې کول او په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یحیی سنوار وژنه یو فرصت ګڼي او وایي، چې د اسراییلیانو او فلسطینیانو لپاره باید دوامداره امنیت برابر شي.»
د بلېنکن د دفتر لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د نتنیاهو له قوله لیکل شوي، چې د سنوار له منځه وړل به «ښایي د یرغمل شویو بېرته راستنیدو د جګړو د ټولو اهدافو په لاسته راوړلو او له جګړې وروسته ورځو کې مثبته اغېزه ولري.»

د اکتوبر میاشتې پر۱۱مه، ۱۲مه او ۱۳مهله پیښور سره نږدې په خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په بلنه د پښتنو تاریخي قومي جرګې دا خبره یو ځل بیا زباده کړه چې د ډیورنډ کرغیړنې کرښې نه ختیځ خوا ته پراته شپیته میلیونه پښتانه پاکستان کې د غلامۍ په شرایطو کې ژوند کولو ته چمتو نه دي.
دوی د خپل ګډ قومي مرام لپاره د خپلمنځي اختلافاتو هیرولو او د ورورګلوۍ پر ټغر کیناستو ته چمتو دي.
د پښتنو او بلوڅو په مینځ کې د نا کراریوپر نویو راولاړېدونکو څپو د پوهیدلو لپاره لازمه ده چې د پاکستان د اوسنۍ دولتي واکمنۍ پر نظام لنډ نظر واچووو.
په اوسني وخت کې په پاکستان کې څنګ په څنګ دوه دولتي نظامونه وجود لري؛ یو یې تش په نامه د اساسي قانون په چوکاټ کې جوړ شوی سیاسي نظام دی چې په حقیقت کې د دې نظام واکمنان هم د سیاسي انجنیرۍ په وسیله د جنرالانو له خوا ټاکل کیږي.
نن سبا د دغه نظم په راس کې د پیژندل شوي پنجابي سیاستمدار نواز شریف په مشرۍ جوړ ګوند مسلم لیګ دی.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د نواز شریف کشر ورور دی، د پنجاب د ایالت لومړۍ وزیره مریم نواز شریف د هغه لور ده او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، چې د شهباز شریف معاون هم دی، د نواز شریف د لور خسر دی.
دغه ګوند عمدتا د پنجاب نمایندګي کوي او په سېند کې بیس لرونکی د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د پاکستان د خلکو ګوند ورسره په ائتلاف کې دی.
د لومړي وزیر شهباز شریف په کابینه کې اتلس وزیران دي چې په دوی کې تش یو وزیر انجنیر امیر مقام پښتون دی او هغه ته یې هم یو ډیر ضعیف خشره وزارت ورکړی دی.
د پاکستان دویم دولت د آئین (اساسي قانون) له چوکاټنه بهر بالقوه دولت دی.
هغه د جنرالانو دولتي نظام دی چې اصل سیاسي قدرت او واک د دوی په لاس کې دی.
د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د دغه دولت په راس کې دی او ورسره د آی ایس آی رئیس ، نهه د قول اردو قوماندانان دي چې دا ټول پنجابیان دي. تر دې چې د هوايي او سمندري ځواکونو رییسان هم پنجابیان دي.
که څه هم د پاکستان اساسي قانون کې د کاغذ پرمخ فدرالي نظام لیکل شوی خو په واقعیت کې د قانوني او بالقوه دواړو دولتي نظامونو واګې د پنجابیانو په لاس کې دي.
پر پاکستان د هغوی دکتاتوري تامین ده او په عمل کې د پاکستان د دولت معنا د پنجاب دولت دی.
د پورته ذکر شویوواقعیتونو په نظر کې نیولو سره دا حیرانوونکې خبره نه ده چې د پاکستان مرکزي حکومت پوره زور ولګاوه چې د پښتنو د قومي جرګې مخ نیوی وکړي.
دوی پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز ولګاوه؛ د پښتنو قومي جرګې لپاره په خیبر کې لګول شویو خیمو باندې پولیسو په پرله پسې توګه درې شپو کې حملې وکړې، یوه شپه یې په خیمو کې موجودو بې وسلې ځوانانو باندې ډزې وکړې او څلور بې ګناه پښتانه ځوانان یې شهیدان کړل.
د غورځنګ په سلګونو غړي یې بندیان کړل، د پښتونخوا له جنوبي ضلعو نه راتلونکو ولسونو د مخنیوي لپاره یې له کوهاټ سره نږدې د عمومي سړک تونل څلور ورځې وتاړه او په پیښور او خیبر کې یې پنځه ورځې پر انټرنېټ او د ټیلیفون پر سیګنالونو بندیز ولګاوه، خو د حکومت له دې ټولو ناکړدو او ظلمونو سره سره، جرګه بریالۍ شوه.
د پښتنو ځوانانو دغو قربانیو رنګ راوړ او سره له ټولو بندیزونو او ګواښونوپه سلګونو زره پښتانه دې قومي جرګې ته راغلل.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین په بلنه د پښتونخوا ټولوسیاسي ګوندونو ، د ټولنیزو او مسلکي ډلو نمایندګانو او ښځو په دې جرګه کې ګډون وکړ؛ وینا ګانې یې وکړې او وړاندیزونه یې وکړل.
هسې خو د پښتونخوا اوسیدونکو ته ډیرې مسالې ورپیښې دي، خو تر ټولو مهمه او ړومبۍ مساله د جنګ ده.
دا هغه جنګ دی چې له تیرو پنځه څلویښت کلونو راهیسې ابر قدرتونو په بر او لر افغان تپلیدی.
دا پر نړۍ د غلبې لپاره د هغوی په اصطلاح هغه لویه لوبه ده، چې د افغانانو وطن یې تباه کړی او سلګونه زره افغانان یې وژلي دي.
په دې جنګ کې پاکستاني جنرالان د غربي قوتونو د قراردایانو په توګه د پښتنو د وینې په تویولو کې ګډون لري.
د ډیورنډ کرغیړنې کرښې دواړو غاړو ته د ټوپکمارو اشغال د یوې نوې جګړې د پلان برخه ده.
لکه څنګه چې د روس او امریکا تر مینځ د سړې جګړې په جریان کې توده جګړه د افغانانو پر خاوره وشوه.
اوس یو ځل بیا د چین او امریکا په مینځ کې د سړې جګړې توده برخه د افغان/ پښتون خاورې ته راوړل کیږي، څو له دې خاورې نه یوځل بیا د جنګ میدان او د دې خاورې له خلکو نه د جنګ خاشاک جوړ کړای شي.
نو ځکه د پښتنو قومي جرګې د پاکستان له پوځ او طالبانو نه وغوښتل چې هغوی دې له پښتونخوا نه د جنګ میدان نه جوړوي او دلته دې پوځي فعالیتونه بند کړي.
دویمه غټه مساله، چې قومي جرګې یې د ختمولو غوښتنه کړې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان د موقت حکومت هغه تصمیم دی، چې له مخې یې پرډیورنډ کرغیړنې کرښې د عبور او مرور لپاره د ویزې او پاسپورټ لرلو شرط ولګول شو. دا شرط حتا د ډیورنډ په استعماري معاهده کې نه و.
په ۱۹۲۱ کال کې د افغانستان او انګریزانو تر مینځ معاهده کې خو انګریزانوپرکرښې پرتو قومونو ته بغیر له ویزې او پاسپورټ نه د عبور او مرور حق په لیکلي شکل کې ومانه.
له یوې پیړۍ نه زیاته موده اول انګرېزانو او بیا پاکستان د دې حق مخنیوی ونه کړاو د ډیورنډ کرښې ولسونو د تجارت، زراعت، تداوۍ او نورو ضرورتونو او ښو بدو لپاره تګ راتګ کاوه، خو اوس پاکستان په یو طرفه توګه دغه پښتون دښمنه بندیز لګولی چې د ډیورنډ تورې کرښې د پاسه یوه دویمه د ډیورنډ کرښه ده.
د دغه بندیز پر ضد په چمن او نورو ځایونو کې د سلګونو زره پښتنو په ګډون پرلتونه او احتجاجونه ادامه لري، خو تر اوسه د طالبانو امارت پر دې مساله په مطلقه توګه غلی پاته شوی. هغوی د پاکستان واکمنان خپه کول نه غواړي.
جالبه دا ده چې پاکستان کې پر کرښې د تګ راتګ دغه نوی بندیز د پاکستان هغه موقت حکومت لګولی، چې حتا د پاکستان د اساسي قانون له مخې دا صلاحیت نه لري.
په حقیقت کې دغه تصمیم د پاکستان پنجابي جنرالانو نیولی.
که په دې کار کې د هغوی شوم نیت نه وای نو باید پاکستان دا خبره هیره کړې نه وای چې په دې مساله کې درې فریقه افغانستان، پاکستان او د کرښې د پاسه پرتې قبیلې دي.
باید د دې درې واړو فریقو نمایندګانو پر دې مساله خبرې کړېوای او د ټولو لپاره د منلو وړ حل یې را اېستلی وای، ځکه د پښتنو نماینده قومي جرګې د دغه غیرقانوني او پښتون دښمنه بندیز د ختمولو غوښتنه کړې ده.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.