حامد کرزي د کابل سینمای پامیر پرونۍ چاودنه غندلې ده

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي د کابل په سینمای پامیر کې پرونۍ چاودنه غندلې او هغه یې یوه «ترهګریزه» کړنه یاده کړې ده.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي د کابل په سینمای پامیر کې پرونۍ چاودنه غندلې او هغه یې یوه «ترهګریزه» کړنه یاده کړې ده.
که څه هم لا تراوسه د دغې چاودنې له امله د وژل شویو کسانو په اړه ډېر کره مالومات نه دي ترلاسه شوي او طالبان هم رسنیو ته اجازه نه ورکوي، چې د دغه شان پېښو په تړاو کره شمېرې او مالومات خپاره کړي؛ خو ښاغلي کرزي په اېکس پاڼه کاږلي، د کابل په سینمای پامیر سیمه کې چاودنې چې ګڼ هېوادوال یې وژلي او ټپیان کړي یوه «ترهګریزه» کړنه ده او هغه یې غندنه کوي.
دغه چاودنه تېره ورځ د ماسپښین شاوخوا دوه بجې د سینمای پامیر د دویم لاس توکو په یوه پلورنځي کې شوې ده.
په کابل کې د اېمرجنسي روغتون وايي، چې د کابل ښار سېنمای پامیر سیمه کې د چهارشنبې ورځې د چاودنې له امله ۱۱ تنه ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دغه روغتون لهخوا په یوې اعلامیه کې راغلي، چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
لاتر اوسه د دغې چاودنې مسوولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.
د اېمرجنسي روغتون مرستیال سټیفانو جنارو سمیرنوف وايي، چې د ۱۱ ټپیانو په ډلې کې یوه درې کلنه نجلۍ، یو څلور کلن او یو ۱۶ کلن هلک، دوه ښځې او شپږ نارینه شامل دي، چې د یوه ټپي روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په خوست کې یې ۱۷ کسانو ته د « لواطت، نامشروع اړیکو او غلا» له امله تعزیري سزا ورکړې ده. نړۍوال د طالبانو داسې کړنې غندي، خو طالبان وایي، په دغه کار سره «شریعت» پلی کوي.
د طالبانو سترې محکمې نن پنجشنبه د (لړم درېیمه نېټه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د خوست لومړۍ محکمې تېره ورځ چهارشنبه ۱۷ کسانو ته د «لواطت، نامشروع اړیکو او غلا» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د خوست لومړۍ محکمې له لوري په عام محضر کې پر ۱۷ تنو عملي شوه.
په خبرپاڼه کې د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې اوو تنو ته چې طالبانو مجرمان بللي، درې تنو ته یې د یو، یو کال او اته میاشتې تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دورې تعزیري سزا ورکړل شوې او درې تنو نورو ته شپږ ـ شپږ میاشتې تنفيذي بند او له ۲۵ تر ۳۹ دورې تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
طالبان وايي، پاتې یوه تن مجرم ته یې د لس میاشتې تنفیذي بند او ۳۹ دورو سزا ورکړې ده.
د طالبانو ستره محکمه وړاندې وايي، چې د دغو کسانو له ډلې لس تنه یې تورن پېژندل شوي چې له ډلې یې نهو تنو هر یوه ته یو ـ یو کال تنفیذي بند سزا او له ۳۰ تر ۳۹ دورو سزا ورکړل شوې او پاتې یوه تن ته یې د یوه کال او پنځو میاشتو تنفیذي بند او ۳۹ دورو سزا ورکړې ده.
که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزا عملي کوي.
د طالبانو دغه کړنې په نړۍواله کچه غندل کېږي؛ خو طالبان وایي دوی «د اسلامي شریعت» په اډانه کې دغه کړنې ترسره کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په کاناډا کې له جلا وطنه افغان خبريالانو سره په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د بیان ازادۍ کور وایي، چې په دغه ناسته کې د افغانستان لپاره د کاناډا د ځانګړي استازي په ګډون تر ۴۰ ډېرو خبریالانو او د رسنیو مسوولینو په کې ګډون کړی و.
دغه سازمان په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې په دغې لیدنه کې افغان خبريالانو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې، بندیزونه، ننګونې او اندېښنې شریکې کړې.
په دغې ناسته کې جلاوطنه افغان خبریالانو د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د بیان ازادۍ وضعیت خورا «اندېښمنوونکی» بللی دی.
په دغې لیدنه کې د ښاغلي بېنېټ د فعالیتونو د ستاینې لپاره د افغانستان د بیان ازادۍ کور لهخوا نوموړي ته ستاینلیک هم ورکړل شو.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په دغې ناسته کې پر هغو اقداماتو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب لامل ګرځي.
ښاغلي بېنېټ ویلي:« موږ غواړو پر هغو چارو تم شو، چې د افغانستان د خلکو له بشري حقونو ملاتړ کوي په تېره بیا د ښځو او نجونو پر بشري حقونو باید کار وکړو، چې له ټولنې څنډې ته شوې دي.»
هغه وایي، د بشري حقونو مسله یوه لوېدیځواله تپل شوې پدیده نه؛ بلکې یو نړۍوال ارزښت دی او ټول باید د دغو حقونو رعایتولو ته ژمن پاتې شي.

د چين، روسیې او د برېکس نورو غړو هېوادونو مشرانو د چهارشنبې په ورځ د کازان غونډې په اعلامیه کې له طالبانو وغوښتل، چې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیزونه لرې کړي. دوی د خلکو د اساسي حقونو په رعایت کولو ټينګار وکړ او په سوله ییزه توګه یې د افغانستان د مسایلو د حل غوښتنه وکړه.
د برېکس مشرانــو د خپلې شپاړسمې ناستې په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې د افغانستان د وګړو د بنسټیزو حقونو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او د بېلابېلو قومي ډلو د حقونو پر ټینګښت ټینګار کړی دی.
په دې اعلامیه کې د افغانستان خلکو ته د بېړنیو او پرته له ځنډه د بشري مرستو د رسولو پر اړتیا هم ټینګار شوی او له طالبانو غوښتل شوي، چې د نجونو د منځنۍ او لوړو زده کړو بندیزونه لغوه کړي.
د برېکس مشرانو همداراز وویل: «په افغانستان کې باید د پام وړ اقدامات وشي څو اطمینان ترلاسه کړو، چې د افغانستان خاوره د ترهګرو له خوا نه کارول کېږي.»
د اعلامیې په بله برخه کې راغلي: «مونږ له یوه داسې خپلواک او سوله ییز افغانستان څخه چې له ترهګرو او نشه یي توکو څخه پاک هېواد وي، ملاتړ کوو.»
د برېکس شپاړسمه سرمشریزه د ۳۶ هېوادونو او ۶ نړۍوالو سازمانونو په ګډون د سې شنبه په ورځ د لړم لومړۍ نیټه د روسیې فډراسیون د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې پیل شوه او د لړم تر درېیمې نېټې به دوام وکړي.
په دې غونډه کې د روسیې، برازیل، هند، چین، سویلي افریقا، مصر، متحده عربي اماراتو، ایتوپیا او د ایران مشران حضور لري.

د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند په انقره کې د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنعت په مرکزي دفتر برید چې په پایله کې یې یو شمېر ترکان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول، غندلی دی.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایاپه انقره کې د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنعت په مرکزي دفتر برید ترهګریز وباله او له برید څو ساعته وروسته یې اعلان وکړ، چې په دغه ترهګریز برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵ او د ټپیانو شمېر بیا له ۲۲ تنو څخه لوړ شوی دی.
د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند د چهارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼې ترهګري یوه بدمرغه پدیده بللې او لیکلي یې دي: «ترهګري يوه بدمرغه پديده ده او د انساني، دیني ارزښتونو او تمدن پر خلاف ده، چې د سالمو ټولنو د ويجاړولو لپاره له هېڅ راز هلو ځلو څخه ډډه نه کوي. دا ناوړه پدیده په چټکۍ سره د نړۍ بېلابېلو ټولنو ته لېږدول کېدای شي او د انسانانو ټولییز امنیت ګواښي.»
دغه ګوند زیاته کړې: «د ترهګرۍ د ودې د مخنیوي یوازینۍ لار د دې پر وړاندې د ګډ تفاهم او ګډه سیمه ییزه او نړۍواله تګلاره ده.»
اسلامي جمعيت ګوند د دغه بريد د «شهيدانو» روح ته د دعا په ترڅ کې د ټپيانو له کورنيو او د ترکيې له دولت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین او د باختر خبري اژانس مشر ضیاءالحق حقمل وایي، چې یادې ډلې په کابل کې ۴۰۰ عنوانه کتابونه منع اعلان کړي او دغه لړۍ به ولايتونو ته هم وغځول شي. د نوموړي په وینا، یاد شمېر کتابونه له افغاني او اسلامي ارزښتونو سره په تضاد کې و.
ښاغلي حقمل دغه خبرې د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲مه) د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوې غونډه کې کړي او زیاته کړې یې ده، چې د منع شویو کتابونو پر ځای د قرانکریم بیهقي، تفسیرونه او داسې نور کتابونه ورکړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د استخباراتو ریاست تېر کال په کابل او ولایتونو کې د شاوخوا سلو کتابونو پر پېر، پلور او بیا چاپ بندیز لګولی و او ځینې یې له بازارونو څخه راټول کړي هم دي.
دا چې اوسمهال د کومو کتابونو په پلور، پېر او په بیا چاپ بندیز لګول شوی د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څه نه دي ویلي، خو تېر کال بیا وزیرستان: د مقاومت وروستی تمځای، پاکستان د کړنګ پر غاړه، دوه پېړۍ په افغانستان کې د بهرنیانو مداخله، له طالبانو وروسته دولت جوړونه، جنګ اشباح، «شیعه یان افغانستان گروهاها و گرفتاریها»، «نقش پاکستان در ترایژیدی خونین افغانستان» او د مولانا وحیدالدین خان ټول کتابونه منع شوي و.
د یادولو ده، چې د روان کال په وږي میاشت کې د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا هم د کابل او نورو ولایتونو د پوهنې رییسانو ته امر وکړ، چې د ټولو تعلیمي مرکزونو کتابتونونه وڅاري.
دغه طالب چارواکي ټینګار کړی و؛ هغه کتابونه چې له حنفي فقهې خلاف دي باید راټول شي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څه موده مخکې د دې ډلې د رییس الوزرا د حکم پر بنسټ د کتابونو د ارزولو په موخه یوه کمېټه هم جوړه کړې.
طالب چارواکي ټینګار کوي، چې د دوی په اړه او همداسې نور لیکل شوي کتابونه باید ددې کمېټې له ارزولو وروسته چاپ او خپور شي.
یو شمېر لیکوالانو او هېوادوالو په وار - وار سره د طالبانو په ورته کړنو نیوکې کړي او ویلي یې دي؛ که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د کتاب لوستلو دود کمرنګه شوی دی، خو د طالبانو په دغو بندیزونو سره به په هېواد کې د کتاب لوستلو فرهنګ په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.
