چین او د برېکس غړو هېوادونو د افغان نجونو پر زده کړو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه

د چين، روسیې او د برېکس نورو غړو هېوادونو مشرانو د چهارشنبې په ورځ د کازان غونډې په اعلامیه کې له طالبانو وغوښتل، چې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیزونه لرې کړي. دوی د خلکو د اساسي حقونو په رعایت کولو ټينګار وکړ او په سوله ییزه توګه یې د افغانستان د مسایلو د حل غوښتنه وکړه.