میدان وردګ او بلخ کې د ټرافیکي پېښو له امله څلور تنه مړه او اوه نور ټپیان شوي

د طالبانو د بلخ امنیه قومانداني چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار په یوه ټرافیکي پېښه کې درې تنه مړه شوي دي. د میدان وردګ امنیتي چارواکو بیا ویلي، چې په دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښو له امله یوه ښځه مړه او اوه تنه ټپيان شوي.






