• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخواني پولیس: د طالبانو له لوري موږ ته د پاتې معاشونو راکول، زموږ لپاره اېښودل شوې لومه ده

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۲۷ GMT+۱

طالبان غواړي په کندهار او هلمند ولایتونو کې د تېر حکومت پولیس سرتېرو ته د ۱۴۰۰ کال د پنځو میاشتو پاتې معاشونه ورکړي. خو د تېر نظام چارواکي او سرتېري وایي، طالبان غواړي په دې توګه د تېر حکومت پولیس چارواکو ادرسونه پیدا او هغوی تر بشپړ څار لاندې ونیسي.

افغانستان انټر نشنل ـ پښتو ته رسېدلي مکتوب کې لیکل شوي، چې په هلمند ولایت کې د تېر نظام پولیس سرتېرو ته د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې څخه تر زمري میاشتې پورې پاتې معاشونه حواله کېږي.

100%


په مکتوب کې لیکل شوي، چې د تېر نظام هغه پولیس سرتېرو ته چې د ۱۴۰۰ کال له حمل میاشتې څخه تر زمري میاشتې یې معاشونه نه وي اخیستي، د روانې میاشتې تر اتمې نېټې دې په هلمند کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ته ورشي.
طالبانو د سیمه‌یېزو رسنیو، خواله رسنیو او په جوماتونو کې هم ورته خبرتیاوې خپرې کړې او وايي، د تېر نظام پولیس دې په کندهار او هلمند کې امنیه قوماندانیو ته ورشي.
د یادو خبرتیاو د خپرېدو سره د تېر حکومت د پولیسو سرتېري سخت اندېښمن شوي.
د تېر حکومت پولیس وايي، د طالبانو له لوري د معاشونو ورکول د تېر حکومت د پولیسو سرتېرو ته لومې اېښودل دي.
د تېر حکومت پر مهال د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال سمیع سادات د طالبانو له لوري پخوانيو پولیس سرتېرو ته د معاشونو د ورکولو په اړه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل:« دوی په دغه چم د پولیسو لېسټ جوړوي، چې پولیس چیرې دي، څوک دي، څه کوي. دوی غواړي په دغه چم پولیس وپېژني، د اردو سره یې هم دغسې چم کړی و، په ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې دوی غواړي د پښتنو په ولایتونو کې امنیتي ځواکونه په نښه او هغوی وپېژني.»
د ۲۰۲۱ کال پر مهال هلمند یو له هغو ولایتونو څخه و، چې هلته مېشتو نظامیانو د طالبانو پر وړاندې سخت مقاومت وکړ او په اسانۍ سره یې طالبانو ته اجازه ورنه کړه چې دغه ولایتونه سقوط شي.
د ۲۰۱۲ کال په جولای او اګسټ میاشتو کې د طالبانو او د تېر حکومت ترمنځ د جګړي ګرم ډګر و او طالبانو ته د لښکرګاه ښار د سقوط په نیت ډېره مرګ ژوبله اوښتې وه.
د تېر حکومت پخوانيو سرتېرو افغانستان انټر نشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې طالبان غواړي د ډېرو کمو پیسو په بدل کې د تېر حکومت د پولیسو سرتېرو د کور ادرس، د اړیکو شمېرې او ټول معالومات تر لاسه کړي او وروسته به هغوی د طالبان تر بشپړ څار لاندې وي.
د محمد هاشم په نوم یو پولیس سرتېری چې اوس د افغانستان په یوه ګاونډي هېواد کې اوسېږي وايي:« عجبه داده، چې کله زه له هلمند څخه ووتم، طالبانو څو ځله زما کور وپلټه، زما وړونه او پلار یې څو ځله بندیان کړل، چې په دې توګه پر ما فشار وارد کړي چې باید زه بېرته هلمند ته ورشم؛ خو اوس دوی معاشونه ورکوي؟ دې کې طالبان حتمن کوم پلان لري.»
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د موندنو له مخې، د هلمند او کندهار ډېری پخواني نظاميان په ځانګړې توګه پولیس سرتېري د طالبانو د مزاحمتونو له امله یا خو ګاونډیو هېوادنو ته تللي او یا هم له دغو ولایتونو څخه وتلي او د افغانستان په نورو ولایتونو کې پټ په پټه ژوند کوي.
د تېر حکومت سرتېري وايي، د طالبانو له لوري پولیسو ته د معاشونو د ورکړې په مکتوب کې محدود وخت ذکر شوی او دا پر دې دلالت کوي، چې دوی وزګاره سرتېري په خپل دام کې را ښکېل کړي.
د تېر حکومت یو پولیس چارواکی چې دمګړی په کابل کې اوسېږي او نه غواړي هویت یې په ډاګه شي وايي:« د ژمي په رارسېدو سره دوی خپل امنیتي تدابیر نور هم زیاتوي او دوی غواړي دا معلومه کړي، چې څوک له افغانستانه بهر او څوک همدلته دي او غواړي چې د تذکرو له لارې ټول په نښه کړي.»
پخواني نظامیان وايي، هغه پولیس سرتېري چې لا هم په افغانستان کې دي؛ خو د طالبانو تر څار لاندې دي او طالبان یې د اوسېدو ځای نه شي تثبیتولای، په دغه تاکتیک کې به ډېر نظامیان یو ځل بیا د طالبانو په لومه کې راګیر شي.
د طالب سرچینو د معلوماتو له مخې، همدا اوس د کندهار او هلمند په مرکزي زندانونو کې لسګونه پخواني نظامیان په یوه او بله پلمه بندیان دي.
همدارنګه یو شمېر طالب سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د تېرو دوو میاشتو راهیسې طالبانو د خپلې ډلې د کسانو معاشونه هم نه دي ورکړي.
طالبانو په کندهار او هلمند ولایتونو کې په داسې حال پخواني پولیسو ته د معاشونو ورکولو بهیر پیل کړی، چې د یادې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده له لوري د تقاعد ورکولو پروسه درول شوې او د تېرو درېیو کالو راهیسې سلګونو پخواني دولتي کارکوونکو ته د تقاعد معاشونه چې د هغوی حق دی نه دي ورکړل شوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان اسلامي جمعیت د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنعت په مرکزي دفتر برید غندلی

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۰:۱۱ GMT+۱

د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند په انقره کې د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنعت په مرکزي دفتر برید چې په پایله کې یې یو شمېر ترکان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول، غندلی دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایاپه انقره کې د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنعت په مرکزي دفتر برید ترهګریز وباله او له برید څو ساعته وروسته یې اعلان وکړ، چې په دغه ترهګریز برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵ او د ټپیانو شمېر بیا له ۲۲ تنو څخه لوړ شوی دی.

د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند د چهارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼې ترهګري یوه بدمرغه پدیده بللې او لیکلي یې دي: «ترهګري يوه بدمرغه پديده ده او د انساني، دیني ارزښتونو او تمدن پر خلاف ده، چې د سالمو ټولنو د ويجاړولو لپاره له هېڅ راز هلو ځلو څخه ډډه نه کوي. دا ناوړه پدیده په چټکۍ سره د نړۍ بېلابېلو ټولنو ته لېږدول کېدای شي او د انسانانو ټولییز امنیت ګواښي.»

دغه ګوند زیاته کړې: «د ترهګرۍ د ودې د مخنیوي یوازینۍ لار د دې پر وړاندې د ګډ تفاهم او ګډه سیمه ییزه او نړۍواله تګلاره ده.»

اسلامي جمعيت ګوند د دغه بريد د «شهيدانو» روح ته د دعا په ترڅ کې د ټپيانو له کورنيو او د ترکيې له دولت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

طالبانو بدخشان پوهنتون کې د خولۍ پر سر کول او د ږیرې پرېښودل جبري کړل

۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۴۷ GMT+۱

د طالبانو امربالمعروف د یوه رسمي لیک په ترڅ کې د بدخشان په پوهنتون کې د خولۍ پر سر کول او د ږیرې پرېښودل جبري کړل. د یادې ډلې په دغه لیک کې ویل شوي، چې محصلین باید کمیس او پرتوګ واغوندي.

د طالبانو امربالمعروف دستور ورکړی، چې د یاد پوهنتون استادان، محصلین او نور کارکوونکي اجازه نه لري، چې خپله ږیره لنډه کړي.
د امربالمعروف د امریت په رسمي لیک زیاته شوې، چې استادان باید د طالبانو مذهبي امرونه په پام کې ونیسي او له محصلینو هم وغواړي، چې له دې دستور څخه پیروي وکړي.
امربالمعروف په دې لیک کې خبرداری ورکړی، چې د بدخشان پوهنتون ټول استادان، کارکوونکي او محصلین باید د جماعت لمانځه ته هم حاضر شي او د هغو کسانو نومونه به چې جماعت ته نه راځي، د دې ولایت د دعوت او ارشاد کمېټې ته ولېږل شي.

100%

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ټولو ولایتونو په دولتي ادارو کې د دعوت او ارشاد په نوم امریت جوړ کړی دی او دغه اداره د وزارتونو په تشکیلاتو کې زیاته شوې ده.
ویل کېږي چې د وزارتونو په کچه د امر بالمعروف ریاستونه او د ولایتونو په کچه یې امریتونه د طالبانو تر ټولو باصلاحیته برخې دي.
د یادولو ده، چې طالبانو په دولتي ادارو کې د دې برخې د زیاتولو موخه د امر بالمعروف د قانون او «اسلامي شریعت» پلي کول بللي دي.

که څه هم طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان په خلکو په ځانګړې توګه پر مېرمنو پراخ محدودیتونه وضع کړي دي، خو په دې وروستیو کې د یادې ډلې سخت دریځۍ تر بل هر وخته زیاتې شوې دي.

ذبیح الله مجاهد: قطر پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو برخه کې همکاري کړې ده

۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۸ GMT+۱

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې قطر له دغې ډلې سره ډېره همکاري کړې ده. ذبیح الله مجاهد ویلي، چې قطر پر افغانستان د دې ډلې د بیا واکمنېدو په برخه کې همکاري کړې او دغه هېواد د خبرو اترو، اقتصادي او نورو مسایلو په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو د چهارشنبې په ورځ (د لړم دويمه) نېټه خبر ورکړ، چې ذبیح الله مجاهد له ایټالیا سره د قطري چارواکو د وروستۍ ناستې هرکلی کړی دی.

د طالبانو ویاند ویلي، چې قطر تل د هېوادونو او طالبانو ترمنځ د اړیکو په ښه کولو کې اغېزمن رول لوبولی دی.

د قطر حکومت د سې شنبه په ورځ اعلان وکړ، چې د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني ایټالیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر جورجیا میلوني سره کتلي دي.

د دواړو هېوادونو د مشرانو په ګډه اعلامیه کې راغلي: «ایټالیا په افغانستان کې د دغه هېواد د سفارت له کوربه توبه له قطر څخه مننه کوي او له افغانستان سره به د دوحې همکاریو ته دوام ورکړي.»

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغو درېیو کلونو کې هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالبانو په وار - وار له ټولو هېوادونو سره د اړیکو د جوړېدو غوښتنه کړې، خو لوېدیځو هېوادونو له دې ډلې سره له خبرو ډډه کړې ده.

د ایټالیا له لومړي وزیر سره د قطر د امیر تر خبرو وروسته ذبیح الله مجاهد له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې له طالبانو سره جدي اړیکې ولري.

هغه وايي، چې له طالبانو سره د هېوادونو تعامل د «ټولو اړخونو» په ګټه دی.

قطر له څو کلونو راهیسې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی.

قطر هم له امریکا سره د طالبانو د خبرو کوربه و او د سولې لومړنۍ او بې پایلې بین الافغاني خبرې هم په دوحه کې ترسره شوې.

طالبان له قطر سره ښې اړیکې لري او د دغه هېواد لومړی وزیر هم د هغو یو شمېر بهرنیو چارواکو په ډله کې و، چې په کندهار کې يې د طالبانو له مشر سره کتلي دي.

اخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی استازی محمود صیقل د افغانستان د روان وضعیت عامل قطر ګڼي.

مقاومت جبهې په کابل او تخار کې د څلورو طالبانو د وژلو او څلورو نورو ټپي کولو ادعا کړې

۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۶ GMT+۱

د افغانستان د مقاومت جبهې په نوم د طالبانو وسله والې مخالفې جبهې ادعا کړې ده، چې په کابل او تخار ولایتونه کې یې څلور طالبان وژلي او څلور نور یې ټپيان کړي دي.

دغې جبهې په دوو جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې تېره شپه یې د کابل د میربچه کوټ ولسوالۍ د باغ قاضي په سیمه کې یې د طالبانو پر پوستې برید کړی، چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

دغې جبهې زیاته کړې، چې په دغه برید کې د دوی وسله والو ته کوم زیان نه دی اوښتي.

همداراز د مقاومت جبهه وايي، چې تېره شپه یې د تخار ولایت د دشت کلا ولسوالۍ پر یوې پوستې برید کړی، چې له امله یې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د یادو پېښو په تړاو طالبانو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د مقاومت جبهې ادعا تایید یا رد کړي؛ خو په وروستیو کې په افغانستان کې پر طالب وسله والو برېدونو کې زیاتوالی راغلی او د یادو بریدونو پړه د ازادۍ او مقاومت جبهې پر غاړه اخلي.

د طالبانو د امربالمعروف وزير خالد حنفي ولایتونو ته د قانون پلي کولو لپاره سفرونه پيل کړي

۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف وزير خالد حنيفي په تېره یوه اونۍ کې درېيو ولایتونو ته سفرونه کړي او پر مهال يې له ټولو اړخونو څخه د قانون د پلي کولو غوښتنې کړې دي. سرچينې زياتوي، چې ولایتونو د نوموړي د سفر موخه تر ډېره پر انځورونو او ويډيوګانو بنديز لګول دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې خالد حنفي لوګر ولایت ته تللی او هلته یې د دغه ډلې له غړو او طالب مسولینو سره کتلي دي.

طالب وزير خالد حنفي په لوګر کې يوې غونډې ته ويلي، چې د نړۍ لوي ځواکونه د «مجاهدينو» له سخت غبرګون سره مخ شوي او ماته يې ورکړې ده.

هغه زياته کړه، چې په تېرو شلو کلنو کې «د طالبانو موخه د یرغلګرو شړل او اسلامي نظام رامنځ» ته کول دي.

د طالبانو دغه وزارت د ولايتي چارواکو سره د خالد حنفي د شخصي ليدونو او د نوموړي له لوري د ځينو بنديزونو د سپارښتونو اړوند څه نه دي ويلي.

سرچينو افغانستان انټرنشنل ويلي، چې ولایتونو ته د طالبانو د امربالمعروف د وزير خالد حنفي د سفرونو اصلي موخه پر انځورونو او ويډيو بنديز لګول دي.

د ملاهبت الله په ګډون يو شمېر وزيران، والیان، قومندانان او ان طالب پلوي پر عکس او ويډيو اخیستلو د بندېدو هڅه کوي؛ خو یو شمېر نور طالب بیا بېل نظر لري او د خپلو ناستو، لیدونو او ورځنيو چارو د فعالیت انځورونه نشروي.

خالد حنفي، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته نژې او باوري کس دی د سفرونو پر مهال طالب واليان او قومندانان اړ باسي، چې د انځور او ويډيو کولو څخه ډډه وکړي.

په روان کې لومړۍ کندهار ولایت و، چې والي ملاشيرين پر عکس اخيستلو او ويډيو بنديز ولګوی او له دولتي مامورينو یې وغوښتل، چې خپل راپورنه په لیکلي ډول شریک کړي.

اوس مهال د یو شمېر ولایتونو او وزارتونو خبرپاڼې هم بېله انځوره نشريږي او په ځينو ولایتونو کې د ملي ټلویزيون نشرات هم بند شوي دي.

ويل کيږي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزير خالد حنفي ولایتونو سفر هم د ملا هبت الله په امر پيل کړی.

نوموړی په تېره يوه اونۍ کې ننګرهار، لغمان او نن لوګر ته سفرونه کړي، چې په عمومي غونډو کې د ګډون ترڅنګ يې د ولايتي مسولينو سره شخصي ناستي هم تر سره کړي دي.

د طالبانو د مشر هبت الله په امر د طالبانو امربالمعروف وزارت ته خاص امتياز ورکول شوی او ټولي ادارې مکلفي ګڼل شوي، چې د دغه وزارت قوانين او امرونه ومني.