• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عباس ستانکزی: د نظر اختلاف لرو خو د خپل مشر اطاعت کوو

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د دغې ډلې د غړو ترمنځ د اختلافاتو شتون په اړه خپاره شوي خبرونه د رسنیو «منفي تبلیغات» بولي. عباس ستانکزی وايي، چې طالبان هیڅ ډول اختلاف نه لري او ټول د خپل مشر اطاعت کوي.

په ورته وخت کې هغه وویل، چې په هره اداره کې «د نظر اختلاف شتون لري.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې په یوه غونډه کې د دې ډلې د غړو ترمنځ د اختلاف په ردولو سره وویل: «د امارت ټول غړي له مشره تر کشره د یو امیرالمومنین اطاعت کوي.»

دغه طالب چارواکي په خپلو خبرو کې متضادې څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دې ډلې د غړو تر منځ « د نظر اختلافات» شته.

نوموړي زياته کړه: «هو، په هر ځای کې د نظر اختلاف شته. په هره ټولنه کې، په هر وزارت کې، په هره اداره کې او په هر کور کې. تاسو لیدلي، چې په هر کور کې د پلار او زوی تر منځ ناندرۍ او اختلافات وي.»

ښاغلي ستانکزي وویل، چې د افغانستان په هیڅ حکومت کې د حکومت لومړي کس د طالبانو د مشر په شان « تسلط او کنټرول» نه لروده.

عباس ستانکزي زياته کړه: «دا زموږ يووالى او صداقت ښيي، چې نن ټول ملت يو لاس دى.»

دغه طالب چارواکي له دې مخکې هم په بېلابيلو څرګندونو کې ټینګار کړی و، چې د طالبانو د نظام دوام په ټولنه کې د عدالت په تامین پورې اړه لري.

ستانکزي وويل، په کومه ټولنه کې چې عدالت تامين نه وي، فساد او ګډوډي پکې وي، خلک پر داسې نظام باور نه کوي او له هېواده تښتي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې له ۲۰۲۲ کال راهیسې لږ تر لږه اته میلیونه افغانان د طالبانو تر ولکې لاندې له هېواده وتلي دي.

طالب چارواکي تل وايي، چې د دې ډلې د غړو ترمنځ اختلاف نه شته؛ خو ځینې چارواکې یې بیا په خپله خوله داسې څرګندونې کوي چې د اختلاف شتون په ډاکه کوي.

د راپورونو له مخې؛ طالبان لږ تر لږه د نجونو د زده کړو او د دې ډلې د امربالمعروف وزارت د سختو قوانینو د تطبیق په برخه کې اختلاف لري.

د ځینو راپورونو له مخې، د طالبانو یو شمېر چارواکي هم د دغې ډلې د کندهاري غړو له خوا د «واک انحصار» څخه ناراضه دي.

په یوه برخه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په میاشت کې د طالبانو په حکومت کې د واک پر انحصار نیوکه وکړه او ویې ویل، چې اوسنی وضعیت ورته د منلو نه دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

افغان ابدالیانو په لومړي ځل د ځوانانو اسیا جام اتلولي وګټله

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۴ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې، افغان ابدالیانو، د عمان په کوربه توب د ځوانانو اسیايي جام د ۲۰۲۴ کال اتلولي وګټله. دا لومړی ځل دی، چې افغان ابدالیان دغه جام په خپل نوم کوي.

د ځوانانو اسیایي جام د پای لوبې پچه د سریلانکا الف لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د سریلانکا لوبډلې د ۲۹ اورونو په لوبولو سره ۱۳۳ منډي جوړې کړې.

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې سمیع الله بلال ۳ او الله محمد غضنفر د سیالې لوبډلې دوه مهمې ویکټې ترلاسه کړې.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د افغان ابدالیانو پیلیز توپ وهوونکی زبید اکبري په صفر وسوځید، خو د لوبډلې د منځني توپ وهونکي له جملي څخه لوبډلمشر دروېش رسولي ۲۴ او کریم جنت ۳۳ چټکې منډې جوړې کړې.

همدارنګه افغان ابدالیانو دغه لوبه د صدیق الله اتل د ۵۵ او اسحاق خان د ۱۶ ناسوځېدلو منډو په مټ په ۱۸،۱ اور کې وګټله.

دغه جام په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان الف لوبډلې ګتلی و.

د افغانستان فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې اسیا جام ته لار ومونده

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۴ GMT+۰

د افغانستان فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې بنګله دېش لوبډلې ته درې پر دوه ماته ورکړه او د ۱۲ نومرو په درلودو سره يې د ۱۷ کلنو اسیا جام ته لاره پیدا کړه. افغان لوبډلې په لومړي ګروپ کې بنګله دېش، کمبوديا، فليپين او کايو ته ماتي ورکړه او د ټولو لوبو په ګټلو اسیام جام ته لاړه.

د افغانستان او بنګله دېش ۱۷ کلنو فوټبال لوبډلو ترمنځ د نن ورځي د سيالۍ په پيل کې لومړۍ ګولوهنه بنګله دېش تر سره کړه، خو په ۲۹ مه دقیقه کې افغان لوبغاړي یاسر صافي لوبه مساوي کړه، چې وروسته بنګله دېش دویم ګول هم تر سره کړ او د لوبې لومړۍ نيمايي دوه د یو پر وړاندې د بنګله دېش په ګټه پای ته ورسېده.

د لوبې په دويمه نیمايي کې میلاد نوري په ۶۴ مه دقيقه کې لوبه مساوي کړه او ارش احمدي په ۷۰ یمه دقیقه کې د ګټې ګول تر سره کړ او په همدې سره يې بنګله دېش مات کړ.

د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې په دې څلورو سياليو کې ۲۳ ګولونه تر سره کړي او درې ګولونه یې خوړلي.

افغانستان په خپل ګروپ کې د ټولو سياليو په ګټلو د سرګروپ په توګه د ۱۷ کلنو اسیا جام سیاليو ته لاړ.

د ۱۷ کلنو اسیا جام د ۲۰۲۵ کال د اپريل مياشت کې د سعودي عربستان په کوربه توب تر سره کيږي.

د طالبانو تر واک لاندې فوټبال فدراسيون مسوولانو، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، يو شمېر سياستوالو او ګڼو افغانانو د فوټبال ۱۷ کلنو اسیا جام ته د افغان لوبډلې پر تګ خوښي ښودلې او د لوبغاړو ترڅنګ يې ټولو مينه والو ته مبارکۍ ورکړې دي.

طالب چارواکی: ځانونه باید له بې فرهنګه او بې تاریخه هېوادونو سره پرتله نه کړو

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۷ GMT+۰

په کابل ښاروالۍ کې د طالبانو د فرهنګي چارو مشر ولي ګل جواد وايي: «موږ باید په سیمه کې ځانونه له هغو هېوادونو سره پرتله نه کړو، چې تاريخ او کلتور نه لري». جواد زیاته کړه، چې په سیمه کې ځینې هیوادونه نورو ژبو ته تر خپلو ژبو لومړیتوب ورکوي.

په کابل ښاروالۍ کې د طالبانو د فرهنګي چارو مسوول ولي ګل جواد د یکشنبې پر ورځ (د لړم ۶ مه) نېټه د خصوصي سکتور له استازو سره د دې ډلې د لوحو د څارنې د کمېټې په غونډه کې وويل: «بهرنيو ژبو ته لومړيتوب ورکول د یوه هېواد د فرهنګ نشتوالی په ډاګه کوي»،

هغه زیاته کړه چې افغانان بډایه کلتور او خوږې ژبې لري.

دغه طالب چارواکي د کوم ځانګړي هېواد نوم وانه خيست.

هغه دا څرګندونې په کابل کې د پلورنځيو په لوحو کې د بهرنيو په ځانګړې توګه د انګريزي کلمو د مخنيوي اړوند بحث کې کړې دي.

ولي ګل جواد ټینګار کړی، چې افغانستان اوږد تاریخ او کلتور لري او اړتیا نه شته، چې د هیواد د ژبو په څنګ ته کولو سره بهرنیو ژبو ته لومړیتوب ورکړل شي.

طالبانو په ډېرو ولایتونو کې کميټې ټاکلي، چې په بهرنیو ژبولیکل شوې لوحې اصلاح کړي، خو په دې کې ډېر داسې اصطلاحات هم لرې کړای شوي، چې په نړیواله کچه عامې دي.

د لویو لارو موټر چلوونکي د هبت الله له «ټول پلازا» فرمان شکایت کوي

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۰۵ GMT+۰

د افغانستان د لویو لارو موټر چلوونکي د ټول پلازا په نامه د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده له هغه فرمان څخه سر ټکوي، چې له مخي یې پر ټولو لویو لارو د حق العبور په نوم پيسې اخستل کيږي.

طالبانو پر ګڼو لویو لارو د ټول پلازا (حق العبور) په نوم ځانګړې غرفې جوړې کړې او له موټرو نه د هغوی ډول ته په پام، له ۸۰ تر ۲۶۰۰ پورې افغانۍ راټولوي او ددې ډلې د ماليې وزارت ځانګړي حساب ته جمع کیږي.

د طالبانو ټولګټو وزارت تر دا مهاله د کابل – سالنګ، کابل - غزني، کابل – جلال اباد پر لویو لارو د ټولپلازا پلان عملي کړی او اوس يې د کابل – پکتیا او کابل- کندهار پر لارو د همدې غرفو د جوړېدو چارې پيل کړې دي.

طالبان وایي چې د ټول پلازا یا حق العبور په عوایدو د هېواد لویې لارې جوړوي.

د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، د کابل – غزني دویم لین سړک د رغونې لپاره له ۱۷ ډوله موټرو څخه له ۸۰ تر دوه زره او ۶۰۰ افغانۍ اخستل کیږي او دغه راز د کابل – جلال اباد او کابل- سالنګ پر لارو هم موټرو او د سړک څرنګوالي ته په پام حق العبور اخستل کیږي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي، د کابل په ارغندۍ، سروبي، سرخکان او غزني – پکتیا عمومي سړک یې د ټول پلازا یا حق العبور د راټولولو سیسټم فعال کړی او د کندهار په دامان ولسوالۍ کې به هم ژر فعال شي.

خو د لویو لارو موټر چلوونکي وایي، چې طالبان تر خدماتو وړاندې کولو ډېر له خلکو په يوه او بل نامه ماليات اخلي او دې مالیو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

موټر چلوونکي غوښتنه کوي، چې طالبان دې دا حق العبور له ټرانسپورټي شرکتونو او هغو سوداګرو واخلي، چې له دوی سره یې پرې همغږي کړې ده.

د طالبانو حکومت اعلان کړی چې ددوی مشر د ټول پلازا په نامه دغه فرمان له اقتصادي کمیسیون سره د ټرانسپورټي شرکتونو او سوداګرو له ناستو او همغږۍ وروسته ور کړی دی.

طالبانو د کابل – جلال اباد د دویم لاین سړک د جوړولو چارې، چې ويل کيږي ۱۶ میليونه ډالرو ته اړتیا لري، تازه پیل کړې او دغه بودیجه هم د همدغه حق العبور له لارې تامین کیږي.

طالبان د ټول پلازا له ادرسه را ټول شوي عواید د ټولګټو پروژو د لګښتونو د تامین لپاره مهم بولي او وایي، چې دغه عواید به د سړکونو او پلونو په ساتنه او جوړونه ولګوي.

طالبانو له یونیسف غوښتي چې د پولیو اعلانات د رسنیو پرځای ملایانو ته ورکړي

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۹ GMT+۰

په ځینو ولایتونو کې د طالبانو سرچینې وايي چې دغې ډلې له یونېسف ادارې غوښتي چې د ګوزڼ ضد واکسینو اعلانات دې د داخلي رسنیو پرځای د جوماتونو ملا امامانو ته ورکړي. په ځینو ولایتونو کې د سیمه ییزو راډیوګانو مسوولان وايي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې د پولیو اړوند اعلانات ځنډېدلي دي.

د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې د طالبانو سرچینو نن یکشنبه «د لړم۶مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو په کابل کې تبلیغاتي مرکزونو ته ویلي چې د یونېسف اړوند د پولیو په اړه اعلانات د داخلي رسنیو پرځای د جوماتونو ملا امامانو ته ورکړي.

سرچینې زیاتوي، «طالبانو د اعلانونو ادارو ته ویلي چې د پولیو په اړه اعلانات په داخلي رسنیو کې اغیز نه لري او په دې برخه د جوماتونو ملاامامان کولای شي د منبر لارې د پولیو د اهمیت او ارزښت په اړه په خلکو کې عامه پوهای رامنخته کړي».

د ځینو داخلي ټلویزیونونو او راډیوګانو مسوولان وايي چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې یېد نامعلومو دلایلو له امله د پولیو اړوند سوداګریز اعلانات ځنډېدلي دي.

یو شمېر رسنۍ نیوکه کوي، چې د طالبانو په راتلو سره پر دوی د لګېدلو محدویتونو ترڅنګ اوس ورنه د اعلاناتو د خپرولو او مالي امکاناتو سرچینې هم اخستل کیږي، چې له دې کار سره به پاتې داخلي رسنۍ هم خپلې دروازې وتړي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونېسف» د پولیو اړوند تبلیغاتي اعلانونه د اعلاناتو او تبلیغاتو ځايي ادارو ته ورکوي او هغوي دا اعلانونه د افغانستان پر داخلي رسنیو وېشي.

د طالبانو مشر مولوي هیبت الله امر کړی، چې کور په کور دې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین ودرول شي او دغه کمپاین دې په جوماتونو کې ترسره شي.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنیز راپور ښيي، چې په افغانستان کې په ۲۰۱۸ کال کې ۲۱، په ۲۰۱۹ کې ۲۹، په ۲۰۲۰ کال کې ۵۶، په ۲۰۲۱ کال کې څلور، په ۲۰۲۲ کال کې دوه، په ۲۰۲۳ کال کې شپږ او په روان ۲۰۲۴ کال کې ۲۲ د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د ۱۴۰۳ کال د تلې پر نهمه په یوه راپور کې ویلي، چې د زمري له ۳۱مې د وږي تر نهمې نېټې پورې په کندهار او هلمند ولایتونو کې، چې د طالبانو مرکزونه ګڼل کیږي، د پولیو درې نوې پېښې ثبتې شوې