• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سي ان ان: د برید پر مهال یو شمېر اسراییلي جنګي الوتکې د ایران هوايي حریم ته ننوتلي وې

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۰:۳۲ GMT+۰

له سي ان ان سره په مرکه کې یو پخواني او یو اوسني اسراییلي چارواکو ویلي، چې یو شمېر اسراییلي جنګي الوتکې د ایران پر پوځي اهدافو د برید پر مهال د ایران هوايي حریم ته ننوتلې وې.

سي ان ان لیکلي، چې دا اقدام د ایران په وړاندې د اسراییلو د پام وړ پوځي وړتیا په ګوته کوي.

دغې رسنۍ زیاته کړې چې په دې ماموریت کې شاوخوا ۱۰۰ اسراییلي جنګي التکو برخه اخیستې وه، خو ټولې د ایران هوايي حریم ته نه دي ننوتلي.

له دې مخکې ایران انټرنشنل د یوې اسراییلی سرچینې په حواله خبر ورکړی وو، چې د ایران په پوځی هدفونو د وروستیو بریدونو په لړ کې د اسراییلو اف - ۳۵ جنګي الوتکې د لومړی ځل لپاره د ایران هوایی حریم ته ننوتلې وې.

د سرجینې په ​​وينا، دغو الوتکو د تهران په اسمان کې الوتنې سره پر خپلو اهدافو بمباري وکړه.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

۵

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

•
•
•

نور کیسې

د ایران ولسمشر وايي، چې اسلامي جمهوریت به اسراییلو ته مناسب ځواب ورکړي

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۲۹ GMT+۰

د ایران ولسمشر د دولتي شورا په غونډه کې وویل، چې اسلامي جمهوریت د «جګړې غوښتونکی» نه دی، خو د هېواد له حقونو به دفاع کوي او د «اسراییلو د تیري» مناسب ځواب به ورکړي. مسعود پزشکیان زیاته کړه: "موږ پوهیږو چې متحده ایالات د دې غمیزو لپاره اسراییل هڅوي."

پزشکیان وايي: "دوی ژمنه کړې وه چې زموږ د زغم له امله به جګړه پای ته رسوي، خو دوی خپله ژمنه پلي نه کړه."

په هغه متن کې چې په ایراني رسنیو کې خپور شوی، دا څرګنده نه ده چې د پزشکیان موخه له "دوی" څخه امریکایان دي که اسراییل.

هغه له دې مخکې، د اسمعیل هنیه د وژنې په اړه د ایران د غبرګون نه ښودلو په صورت کې د امریکا او اروپايي هیوادونو د مشرانو له خوا د اوربند ژمنې ته اشاره وکړه او هغه یې یو بشپړ دروغ وبلل.

عباس ستانکزی: د نظر اختلاف لرو خو د خپل مشر اطاعت کوو

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د دغې ډلې د غړو ترمنځ د اختلافاتو شتون په اړه خپاره شوي خبرونه د رسنیو «منفي تبلیغات» بولي. عباس ستانکزی وايي، چې طالبان هیڅ ډول اختلاف نه لري او ټول د خپل مشر اطاعت کوي.

په ورته وخت کې هغه وویل، چې په هره اداره کې «د نظر اختلاف شتون لري.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې په یوه غونډه کې د دې ډلې د غړو ترمنځ د اختلاف په ردولو سره وویل: «د امارت ټول غړي له مشره تر کشره د یو امیرالمومنین اطاعت کوي.»

دغه طالب چارواکي په خپلو خبرو کې متضادې څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دې ډلې د غړو تر منځ « د نظر اختلافات» شته.

نوموړي زياته کړه: «هو، په هر ځای کې د نظر اختلاف شته. په هره ټولنه کې، په هر وزارت کې، په هره اداره کې او په هر کور کې. تاسو لیدلي، چې په هر کور کې د پلار او زوی تر منځ ناندرۍ او اختلافات وي.»

ښاغلي ستانکزي وویل، چې د افغانستان په هیڅ حکومت کې د حکومت لومړي کس د طالبانو د مشر په شان « تسلط او کنټرول» نه لروده.

عباس ستانکزي زياته کړه: «دا زموږ يووالى او صداقت ښيي، چې نن ټول ملت يو لاس دى.»

دغه طالب چارواکي له دې مخکې هم په بېلابيلو څرګندونو کې ټینګار کړی و، چې د طالبانو د نظام دوام په ټولنه کې د عدالت په تامین پورې اړه لري.

ستانکزي وويل، په کومه ټولنه کې چې عدالت تامين نه وي، فساد او ګډوډي پکې وي، خلک پر داسې نظام باور نه کوي او له هېواده تښتي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې له ۲۰۲۲ کال راهیسې لږ تر لږه اته میلیونه افغانان د طالبانو تر ولکې لاندې له هېواده وتلي دي.

طالب چارواکي تل وايي، چې د دې ډلې د غړو ترمنځ اختلاف نه شته؛ خو ځینې چارواکې یې بیا په خپله خوله داسې څرګندونې کوي چې د اختلاف شتون په ډاکه کوي.

د راپورونو له مخې؛ طالبان لږ تر لږه د نجونو د زده کړو او د دې ډلې د امربالمعروف وزارت د سختو قوانینو د تطبیق په برخه کې اختلاف لري.

د ځینو راپورونو له مخې، د طالبانو یو شمېر چارواکي هم د دغې ډلې د کندهاري غړو له خوا د «واک انحصار» څخه ناراضه دي.

په یوه برخه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په میاشت کې د طالبانو په حکومت کې د واک پر انحصار نیوکه وکړه او ویې ویل، چې اوسنی وضعیت ورته د منلو نه دی.

افغان ابدالیانو په لومړي ځل د ځوانانو اسیا جام اتلولي وګټله

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۴ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې، افغان ابدالیانو، د عمان په کوربه توب د ځوانانو اسیايي جام د ۲۰۲۴ کال اتلولي وګټله. دا لومړی ځل دی، چې افغان ابدالیان دغه جام په خپل نوم کوي.

د ځوانانو اسیایي جام د پای لوبې پچه د سریلانکا الف لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د سریلانکا لوبډلې د ۲۹ اورونو په لوبولو سره ۱۳۳ منډي جوړې کړې.

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې سمیع الله بلال ۳ او الله محمد غضنفر د سیالې لوبډلې دوه مهمې ویکټې ترلاسه کړې.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د افغان ابدالیانو پیلیز توپ وهوونکی زبید اکبري په صفر وسوځید، خو د لوبډلې د منځني توپ وهونکي له جملي څخه لوبډلمشر دروېش رسولي ۲۴ او کریم جنت ۳۳ چټکې منډې جوړې کړې.

همدارنګه افغان ابدالیانو دغه لوبه د صدیق الله اتل د ۵۵ او اسحاق خان د ۱۶ ناسوځېدلو منډو په مټ په ۱۸،۱ اور کې وګټله.

دغه جام په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان الف لوبډلې ګتلی و.

شننه؛ پر سراج الدین حقاني د نیویارک ټايمز مقاله څه انګیزې لري؟

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۹ GMT+۰
•
افراسیاب خټک

داسې ښکاري چې لویدیځ لا تر اوسه په منځنۍ آسیا کې د خپلو اهدافو د ترسره کولو لپاره د طالبانو امارت د ټینګښت پلوی دی، خو دا کار هله کیدای شی چې د رژیم زعامت بدل کړای شي.

د اکتوبر پر ۲۴مه نیټه په نیویارک ټایمز کې د افغانستان په سیاست او حکومت کې د سراج الدین حقاني د محوري نقش په تړاو چاپ شوې مقاله په پراخه کچه د افغانانو او د افغانستان له سیاسي اوضاع سره لیواله لیکوالو او شنونکو د تبصرو موضوع ګرځیدلې ده.

دا مقاله د افغانستان لپاره د نیویارک ټایمز د دفتر مسوولې کرسټینا ګولډ باوم لیکلې ده، چې په تیره اګست میاشت کې یې افغانستان ته سفر کړی و او هلته یې د طالبانو د امارت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره مرکه هم کړې وه .

د مرکې له خپراوي وړاندې په تیرو شاوخوا دوو میاشتو کې کرسټینا په ډیره خوارۍ د حقاني له مرکې سره د څیړنې او ستاینې دومره ډیر مواد ملګري کړي چې د شخصیت د کیش مسلکي جوړوونکو د تخصص رنګ په کې څرګند برېښي له همدې امله یې د دومره ګڼو لیکوالو او شنونکو پام ځان ته اړولی.

د احتمالي ځایناستي رول ارزول

دا کومه عادي او ساده مرکه نه ده چې تش د ژورنالېستې پوښتنو ته ویل شوي ځوابونه پکې راغلي وي؛ دا په یوه مسلکي چوکاټ کې لیکل شوې داسې ګڼ اړخیزه مقاله ده چې کرسټینا خپلو پوښتنو ته د سراج حقاني له ځوابونو مخکې او وروسته په افغانستان کې د جګړې له تاریخ نه داسې مواد او تبصرې راخستي او اقوال یې نقل کړي چې د سراج الدین حقاني او د حقاني شبکې جګړې ته اسطوروي بڼه ورکوي او د نورو طالبانو ټوله جګړه ترشعاع لاندې نیسي. د مقالې په ضمني سرلیکونو کې سراج حقاني ته له شورش کوونکي نیولې تر سیاستوال، دیپلومات او خبرې اترې کوونکي پورې لقبونو ورکولو ته په پام د طالبانو له امیرهیبت الله اخوندزاده وروسته د هغه د احتمالي ځای ناستي په توګه د حقاني د نقش څیړنه هم شوې ده.

طالبان په پاکستان کې د امریکا، بریتانیا او د عربو بادشاهانو او امیرانو په پانګونه د جهاد په نوم د جنګیالیو د تولید په فابریکو کې جوړ شوي، چې په شلمې پیړۍ کې د شوروي اتحاد خلاف د جګړې وسیله وه او په ۲۱مه پیړۍ کې هم د چین او روسیې لپاره د ستونزې جوړولو په پروژه کې د منځنۍ او جنوبي اسیا د بې ثباته کولو لپاره قوي او موثر پوتانسیل لري، خو لویدیځ ته په سیاسي توګه د طالبانو د زعامت په ځلولو کې دوه مهم مشکلات ورپیښ وو. لومړی دا چې د پاکستاني پوځیانو تربیه کړي طالبان تر هر څه مخکې یو جنګي ماشین پاتې شوی چې کومه علني سیاسي څانګه یې نه درلوده. د مثال په توګه په شمالي ایرلینډ کې آئرش ريپبلیکنارمي(آی آر اې ) د بریتانیا پر ضد تر اوږدې مودې ترهګریز فعالیتونه کول خو هغوی د شین فن په نوم یوه ځانګړې سیاسي څانګه هم لرله.

د لویدیځ دویم مشکل دا و، چې په افغانستان کې په تیرو ۴۵ کلونو کې د جګړې زیاته برخه استخباراتي او مرموزه وه چې اصلي خبرې یې په رسنیو کې خپرېدای نه شوې. په افغانستان کې د پاتې کیدو د جواز په توګه له طالبانو سره جګړه ضروري وه او په ظاهره کې طالب ته دښمن ویل کیدل، خو د دغو مشکلاتو د له منځه وړو لپاره د امریکا حکومت په ۲۰۱۳ کال کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو لپاره سیاسي دفتر پرانېست او د دغه دفتر په فعاله کیدو سره د طالبانو د زعامت یوه برخه په نړیواله میډیا کې رابرسیره شوه، خو جنګي قوماندانان یې په دې قطار کې بیا هم شامل نه وو ، نو په نیویارک ټایمز کې څو کاله وړاندې د سراج حقاني په نوم لیکل شوی مضمون او دغه اوسنۍ مقاله له یوه جنګي قوماندان نه د یوه سیاسي رهبر د جوړولو د ضرورت په اساس لیکل شوي او خپاره شوي دي.

اوس به راشو د مقالې هغې برخې ته چې په راتلونکي کې د هیبت الله اخوندزاده د ځای ناستي په توګه د سراج حقاني نقش ته پکې اشاره شوې ده. په دې ضمن کې تر ټولو لومړی د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیزاد تبصره د یادونې وړ ده، چې د مقالې لیکوالې ته وریادوي چې پر سراج حقاني سربیره د طالبانو په زعامت کې نور منځلاري لکه ملا یعقوب او ملا برادر غوندې خلک هم شته، ځکه خلیلزاد په دې خبره د کرسټینا په پرتله ډېر پوهیږي چې که د طالبانو په زعامت کې د بدلون راوستلو کوښښ یوازې د یوه شخص او یا د یوه فریکسون په اساس وشي نو د بریالي کیدو پرځای به طالبان وپاشي او د پخوانیو مجاهدینو غوندې به یې ټوټې ټوټې کړي نو ځکه هغه د هیبت الله اخوندزاده پر ضد په نسبي توګه د یوه پراخ ائتلاف د جوړیدو وړاندیز کوي.

لویدیځ د مولوي هیبت الله د بدیل په لټه کې

خو تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې لویدیځ ولې د طالبانو د اوسني امیر د لرې کولو په فکر کې شویدی؟

په دې پوهیدل ګران نه دي چې امریکا، چې د نورو ټولو افغانانو له په پام کې نیولو پرته یې د دوحې په قرار داد کې د طالبانو یکه تازي او سیاسي انحصار منلی و، د طالبانو له څه باندې دریو کلونو واکمنۍ مایوسه شوې ده. د طالبانو امارت نه یوازې د افغانانو د اکثریت زړونو په ګټلو کې پاتې راغلی بلکې د ښځو پر ضد د جنسیتي اپارتاید په ټینګولو، د پخواني نظام د زرګونو پخوانیو کارکوونکو په وژلو او د ملاکراسۍ په تحمیلولو سره یې په خلکو کې د خپل ځان پر ضد کرکه او انزجار زیږولی دی. د نجونوپر مخ د ښوونځیو د دروازو له تړلو وروسته د ښځو مخ او غږ عورت ګرځول داسې پرمختګ دی چې نه یوازې یې افغانان خپه کړي، بلکې ورسره یې ټوله نړۍ پریشانه کړې ده.

اوس په دې پوهیدل ګران نه دي چې داسې منزوي شوی رژیم اوږد ژوند نه شي لرلی. دا چې د طالبانو رژیم امریکایانو راوستی او په تیرو دریو کلونو کې یې پر دې په میلیاردونو ډالره پانګونه هم کړې ده، نو ځکه هغوی په داسې اوضاع کې بې تفاوته نه شي پاتې کیدای.

داسې ښکاري چې لویدیځ لا تر اوسه په منځنۍ hسیا کې د خپلو اهدافو د ترسره کولو لپاره د طالبانو امارت د ټینګښت پلوی دی، خو دا کار هله کیدای شی چې د رژیم زعامت بدل کړای شي. جالبه دا ده چې پاکستان تر اوسه له حقانيانو سره ستراتیژیکې اړیکې لري. که څه هم دا خبره هر چا ته معلومه ده چې ټي ټي پي په طالبانو کې له بل هر چا نه ډېر ژور مناسبات له حقانيانو سره لري، خو پاکستان کله هم طالبان خپل دښمنان نه ګڼي. په پاکستان کې د طالبانو جګړه تر کنټرول لاندې شورش دی. د پاکستاني جنرالانو له نظره، اصل خطر د پښتنو او بلوڅو ملت پاله سیاسي ګوندونه او نهضتونه دي او ژور او اساسي نظریاتي ګواښ پان افغانیزم دی. پاکستاني جنرالان ددغه نظریاتي ګواښ مخنیوی په مذهبي افراطیت کوي.

د ډیورنډ کرغیړنې کرښې دواړو خواوو ته د طالبانو ځای پرځای کول د همدې ستراتیژۍ برخه ده. جالبه ده چې د پاکستان دولتي تبلیغاتي دستګاه د پښتونخوا په روانه جګړه کې اوس د ټي ټي پي نوم نه اخلي ، بلکې هغوی ته د خوارجو فتنه وايي ځکه هغوی نه غواړي چې د طالبانو په نوم سازمان خلاف، چې د هغوی د اوږدې مودې متحدین دي، دوامدار تبلیغات وکړي.

د افغانستان فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې اسیا جام ته لار ومونده

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۴ GMT+۰

د افغانستان فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې بنګله دېش لوبډلې ته درې پر دوه ماته ورکړه او د ۱۲ نومرو په درلودو سره يې د ۱۷ کلنو اسیا جام ته لاره پیدا کړه. افغان لوبډلې په لومړي ګروپ کې بنګله دېش، کمبوديا، فليپين او کايو ته ماتي ورکړه او د ټولو لوبو په ګټلو اسیام جام ته لاړه.

د افغانستان او بنګله دېش ۱۷ کلنو فوټبال لوبډلو ترمنځ د نن ورځي د سيالۍ په پيل کې لومړۍ ګولوهنه بنګله دېش تر سره کړه، خو په ۲۹ مه دقیقه کې افغان لوبغاړي یاسر صافي لوبه مساوي کړه، چې وروسته بنګله دېش دویم ګول هم تر سره کړ او د لوبې لومړۍ نيمايي دوه د یو پر وړاندې د بنګله دېش په ګټه پای ته ورسېده.

د لوبې په دويمه نیمايي کې میلاد نوري په ۶۴ مه دقيقه کې لوبه مساوي کړه او ارش احمدي په ۷۰ یمه دقیقه کې د ګټې ګول تر سره کړ او په همدې سره يې بنګله دېش مات کړ.

د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې په دې څلورو سياليو کې ۲۳ ګولونه تر سره کړي او درې ګولونه یې خوړلي.

افغانستان په خپل ګروپ کې د ټولو سياليو په ګټلو د سرګروپ په توګه د ۱۷ کلنو اسیا جام سیاليو ته لاړ.

د ۱۷ کلنو اسیا جام د ۲۰۲۵ کال د اپريل مياشت کې د سعودي عربستان په کوربه توب تر سره کيږي.

د طالبانو تر واک لاندې فوټبال فدراسيون مسوولانو، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، يو شمېر سياستوالو او ګڼو افغانانو د فوټبال ۱۷ کلنو اسیا جام ته د افغان لوبډلې پر تګ خوښي ښودلې او د لوبغاړو ترڅنګ يې ټولو مينه والو ته مبارکۍ ورکړې دي.