• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حسن عباس: حقاني غواړي په راتلونکي کې د طالبانو عمومي مشر شي

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۲:۴۳ GMT+۰

“د طالبانو بېرته راتګ” کتاب لیکوال حسن عباس وايي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په راتلونکي کې د طالبانو د مشر په توګه د ټاکل کېدو په لټه کې دی. نوموړي ویلي، چې حقاني له پاکستان سره ښې اړیکې لري، خو نه غواړي په دغه هېواد پورې اړونده څېره وپېژندل شي.

حسن عباس د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان اوس هم له پاکستان سره تړلي دي، خو دا اړیکي د وخت په تېرېدو کمي شوي دي.

د نوموړي په وينا، په ۹۰مه لسيزه کې پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي امارات طالبان په رسميت پېژندلي وو، خو په دې دوره کې طالبانو له ازبکستان، چين، روسيې، متحده عربي اماراتو او قطر سره نږدې اړيکې ټينګې کړي دي او په افغانستان کې د ګڼو دیپلوماتانو شتون دا په ډاګه کوي چې طالبان نور پاکستان ته اړتیا نه لري.

عباس زیاته کړه، له سیاسي او دیپلوماتیک پلوه پر پاکستان د طالبانو انحصار کم شوی، خو له اقتصادي پلوه دا انحصار لا هم پاتې دی؛ ځکه سوداګریز توکي د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته واردېږي او پاکستان هم غواړي چې د سوداګریزو ګټو له امله دغه تعاملات دوامداره وساتي.

هغه وايي: "طالبان د پاکستان په اقتصادي کمزورتیا ښه پوهیږي."

د عباس په وینا، د امنیت او استخباراتو په برخه کې د طالبانو او پاکستان ګټې په ټکر کې دي؛ په داسې حال کې چې پخوا طالبانو د پاکستان پر استخباراتو تکیه کوله.

هغه څرګنده کړه، چې له پاکستان سره د طالبانو اړيکې ورځ په ورځ خړې پړې کېږي، خو پاکستان لا هم له حقاني شبکې او سراج الدين حقاني سره خپلې اړيکې نیږدې او ټينګې ساتلي دي.

عباس د یوې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان په افغانستان کې "ستراتیژیک ژوروالی" ترلاسه کړی، وویل، چې "دا نظر په پاکستان کې یوه ټوکه ګرځیدلې او دوی وايي، چې دا طالبان دي چې په پاکستان کې یې ستراتیژیک ژوروالی ترلاسه کړی دی."

نوموړي دغه راز دې ته په اشارې سره چې پخوا افغان حکومتونو پاکستان په افغانستان کې د ناامنۍ په پراخولو تورنوه، خو اوس دغه معادله بدله شوې او پاکستان د افغانستان طالبان د خپلو وسله والو مخالفینو په ملاتړ تورنوي.

عباس وويل، چې په لومړيو کې پاکستان له ملا يعقوب سره ښې اړيکې درلودې، خو دا اړيکې ورو ورو سړې شوي دي.

تر دې مخکې د طالبانو د دفاع وزیر په افغانستان کې د هوايي بریدونو له امله د پاکستان پر ضد تند دریځ نیولی و او پر دغه هېواد یې نیوکې کړې وې.

په امریکا کې د ملي دفاعي پوهنتون دغه استاد له پاکستان سره د سراج الدین حقاني پر اړیکو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «په افغانستان کې د پاکستان ضد فضا ته په کتو سره، حقاني نه غواړي چې په پاکستان پورې اړونده څېره وپېژندل شي. ځکه هغه پلان لري چې په راتلونکي کې د طالبانو د عمومي مشر په توګه وپېژندل شي.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د طالبانو د کابینې ځینې غړي پاکستاني پاسپورټونه لري او ایا دغه کسان د پاکستان پر ضد دریځ نیولی شي، عباس وویل، که څه هم دا خبره سمه ده، خو د طالبانو د کابینې هیڅ غړی دا جرات نه لري چې په ښکاره ډول د پاکستان ملاتړ وکړي. ځکه که څوک د پاکستان ملاتړ وکړي، نو د طالبانو مشر به یې ژر چوپتیا ته اړ کړي.

ښاغلي عباس زیاته کړه چې پاکستان د طالبانو د ملاتړ قیمت ادا کړی او دا ملاتړ د پاکستان له خوا یوه تېروتنه وه.

د دغه پاکستاني لیکوال په وینا، پاکستان اوس د افغانستان له لوبې بهر شوی، ځکه چې اوس قطر، چین، د منځنۍ اسیا هېوادونه او امارات په افغانستان کې لوی قراردادونه ترلاسه کوي.

د هغه په وينا، پاکستان هم د ځینو تګلارو په خپلولو سره هڅه کوي، چې بېرته د افغانستان په مسله کې خپل مخکیني ځای ترلاسه کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

قطر افغانستان ته مستقیمې الوتنې پیلوي

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۲ GMT+۰

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سفارت وايي، چې ددې ډلې او قطر ترمنځ د مستقیمو هوايي الوتنو په برخه کې تړون لاسليك شو. یاد سفارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې « د تړون له مخې به د افغانستان او قطر هېوادونو تر منځ مستقيم پروازونه پيلېږي.»

د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت نن دوشنبه «د لړم اوومه» پر خپل اېکس لیکلي، چې دغه تړون د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مرستيال او د قطر د هوايي ملکي چلند ادارې سرپرست محمد فالح الهاجري تر منځ لاسليک شو.

طالبانو ددغه لاسلیک شوي تړون په اړه نور ډېر جزئیات نه دي ورکړي.

یاد سفارت وايي، چې د تړون د لاسلیک کېدو په مراسمو کې د قطر د ټرانسپورت او هوايي چلند وزير جاسم بن سیف السیلطي او په دوحه کې د طالبانو سرپرست سفیر محمد نعیم هم حضور درلود.

دا تړون په داسې حال کې لاسلیک کېږي، چې د جمهوري نظام له پرځېدو را په دې خوا قطر افغانستان ته هوايي الوتنې نه درلودې.

قطر په دې وروستیو کې له جرمني نه افغانستان ته د ۲۸ تنو شړل شویو افغانانو د لیږد چارې هم پرغاړه درلودې.

د دغه تړون په لاسلیک کېدو سره قطري الوتکې دا شونتیا مومي چې له اروپايي هېوادونو اخراج کېدونکي افغانان په اسانۍ سره کابل ته ولېږدوي.

جرمني او یو شمېر نور اروپايي هېوادونه په پام کې لري، چې «مجرم» افغانان له خپلې خاورې وباسي.

په افغانستان کې د ازبکستان نوي سفیر په کار پیل وکړ

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۹:۵۰ GMT+۰

ازبکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې اویبک عثمانوف په افغانستان کې د دغه هېواد د نوي سفیر په توګه خپله دنده پیل کړې ده. اویبک عثمانوف ۶۲ کلن دی او تردې وړاندې یې په مصر او پاکستان کې د ازبکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د ازبکستان د خبري اژانسونو د معلوماتو له مخې، دغه ازبک دیپلوماټ د لړم په شپږمه د یکشنبې په ورځ کابل ته رسیدلی دی.

د ښاغلي عثمانوف په ژوندلیک کې راغلي، چې نوموړی له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۲ کاله د ازبکستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

په افغانستان کې د ازبکستان مخکنی سفیر یادګار خواجه شادمانوف و، چې له ۱۲ کلونو وروسته یې د روان کال د زمري په میاشت کې په افغانستان کې د خپل ماموریت پای اعلان کړ.

که څه هم ازبکستان د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له دغې ډلې سره نږدې اړیکې ساتي.

د طالبانو او ازبکستان چارواکو د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په موده کې څو ځلې د یو بل کوربه توب کړی دی.

د شانګهای د همکاریو سازمان په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۳ GMT+۰

د شانګهای د همکاریو سازمان سرمنشي وايي، چې دغه سازمان غواړي په افغانستان کې د ټولو سیاسي، قومي او مذهبي لوریو د استازو په ګډون یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ شي. ژانګ مينګ روسي ورځپاڼې ایزوستيا ته وويل: «د يوه ټول‌ګډونه حکومت جوړول د افغانستان په ګټه دی.»

په دې مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ د (لړم اومه) نېټه خپره شوې جانګ مينګ ویلي: «د افغانستان مسئله په سيمه کې د سولې، ټیکاو او امنيت د ټینګښت له نظره ډېره مهمه ده.»

د شانګهای د همکاریو سازمان سرمنشي زیاته کړه: «موږ غواړو چې افغانستان له ترهګرۍ، جګړې او نشه‌يي توکو څخه پاک هېواد شي او هیله لرو چې په راتلونکي کې په افغانستان کې د ټولو سیاسي، قومي او مذهبي ډلو د استازو په پراخ ګډون سره یو حکومت جوړ شي.»

د نوموړي په خبره، دغه بدلونونه به افغانستان، د شانګهاى د همکاريو سازمان غړو هېوادونو او ټولې نړۍ ته ګټه ورسوي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان چې په ۲۰۰۱ کال کې د روسیې او چین له خوا جوړ شوی، د بیلاروس، ایران، پاکستان، هند، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان په ګډون نهه غړي لري.

افغانستان د ۲۰۱۲ کال د جون په اومه د شانګهای د همکاریو سازمان د څارونکي غړي په توګه شامل شو، خو په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو ته د دې سازمان په غونډو کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

طالبان: د پولیو ضد په درې ورځني کمپاین کې به له شپږ میلیونو ډېر ماشومان واکسین شي

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۳۶ GMT+۰

د طالبانو د عامي ورغتیا وزارت ویاند وايي، نن دوشنبه د (لړم اومه) نېټه یې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ. شرافت زمان وايي، د درېیو ورځو په موده کې به تر پنځو کلونو کم عمره ۶،۲ میلیونه ماشومان واکسین شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي، چې نن دوشنبه د لړم په اومه نېټه د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو.

نوموړی وايي، دغه کمپاین به درې ورځې دوام وکړي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویاند په سیمه کې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او اغېز لرونکو کسانو څخه یې د پولیو ضد واکسین کمپاین د ښه عملي کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دغه کمپاین په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

خو څه موده وړاندې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخندزاره امر کړی و، چې کور په کور دې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول ودرول شي او دغه کمپاین دې د جوماتونو له لارې ترسره شي.

د طالبانو د عامي روغتیا وزارت ویاند وايي، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

خو د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنیز راپور ښيي، چې په افغانستان کې په ۲۰۱۸ کال کې ۲۱، په ۲۰۱۹ کې ۲۹، په ۲۰۲۰ کال کې ۵۶، په ۲۰۲۱ کال کې څلور، په ۲۰۲۲ کال کې دوه، په ۲۰۲۳ کال کې شپږ او په روان ۲۰۲۴ کال کې ۲۲ د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د ۱۴۰۳ کال د تلې پر نهمه په یوه راپور کې ویلي، چې د زمري له ۳۱مې د وږي تر نهمې نېټې پورې په کندهار او هلمند ولایتونو کې، چې د طالبانو مرکزونه ګڼل کیږي، د پولیو درې نوې پېښې ثبتې شوې.

په کورمه او وزیرستان کې د دوو پاکستاني عسکرو په ګډون شپږ تنه ولسي وګړي وژل شوي

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۲ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا کورمې په چارخيل سيمه کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو پر کاروان بريد شوی چې له امله یې دوه عسکر وژل شوي او په سيمه کې جګړه روانه ده. په سوېلي وزیرستان کې بیا وسله والو څلور ولسي وکړي په ډزو وژلي.

له خیبرپښتونخوا څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن دوشنبه د (لړم اومه) وويل چې د خیبرپښتونخوا کورمې ولسوالۍ په چارخيل سيمه کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو پر کاروان بريد شوی چې په پایله کې دوه عسکر وژل شوي او په سيمه کې جګړه روانه ده.

تر اوسه پورې پاکستاني امنیتي سرچینو په اړه رسمي څه نه دي ويلي.

ها خوا په سوېلي وزيرستان تيرازه سيمه کې وسلوالو څلور ولسي کسانپه ډزو وژلي او وسله وال له سیمې تښتېدلي دي.

په سيمه کې ځايي پوليس مشر فرمان الله وردګ وايي، چې دغه کسان د شپې هغه مهال وسله والو ووژل چې واڼه بازار ته پر لاره وو.

د دغو دواړو پېښو په اړه وسله والو ډلو څه نه دي ويلي.

په سیمه کې خبریال لال وزیر وايي، چې په دې وروستیو کې په قبایلي سیمو د وسله والو له لوري جګړې، چاودنې او پر ولسي خلکو بریدونه زیات شوي او حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی.

په دې ورستيو کې د خیبرپښتونخوا په کورمه، لکي مروت، ډیره اسماعیل خان، لوی وزیرستان، ټانګ، بنو او یو شمېر نورو سیمو کې امنیتي حالت تر پخوا زیات ترینګلی شوی او د ډیرو بریدونو مسوول هم نه دی څرګند چې څوک یې کوي.

تېره ورځ د پاکستان حکومت د یو شمېر قبایلي سیمو په اړه خپلو کارکونکو ته د یوه رسمي لیک لارې سپارښتنه کړې چې له بې ضرورته سفرونو دې په دغو سیمو کې ډډه وکړي.