• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کورمه او وزیرستان کې د دوو پاکستاني عسکرو په ګډون شپږ تنه ولسي وګړي وژل شوي

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۲ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا کورمې په چارخيل سيمه کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو پر کاروان بريد شوی چې له امله یې دوه عسکر وژل شوي او په سيمه کې جګړه روانه ده. په سوېلي وزیرستان کې بیا وسله والو څلور ولسي وکړي په ډزو وژلي.

له خیبرپښتونخوا څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن دوشنبه د (لړم اومه) وويل چې د خیبرپښتونخوا کورمې ولسوالۍ په چارخيل سيمه کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو پر کاروان بريد شوی چې په پایله کې دوه عسکر وژل شوي او په سيمه کې جګړه روانه ده.

تر اوسه پورې پاکستاني امنیتي سرچینو په اړه رسمي څه نه دي ويلي.

ها خوا په سوېلي وزيرستان تيرازه سيمه کې وسلوالو څلور ولسي کسانپه ډزو وژلي او وسله وال له سیمې تښتېدلي دي.

په سيمه کې ځايي پوليس مشر فرمان الله وردګ وايي، چې دغه کسان د شپې هغه مهال وسله والو ووژل چې واڼه بازار ته پر لاره وو.

د دغو دواړو پېښو په اړه وسله والو ډلو څه نه دي ويلي.

په سیمه کې خبریال لال وزیر وايي، چې په دې وروستیو کې په قبایلي سیمو د وسله والو له لوري جګړې، چاودنې او پر ولسي خلکو بریدونه زیات شوي او حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی.

په دې ورستيو کې د خیبرپښتونخوا په کورمه، لکي مروت، ډیره اسماعیل خان، لوی وزیرستان، ټانګ، بنو او یو شمېر نورو سیمو کې امنیتي حالت تر پخوا زیات ترینګلی شوی او د ډیرو بریدونو مسوول هم نه دی څرګند چې څوک یې کوي.

تېره ورځ د پاکستان حکومت د یو شمېر قبایلي سیمو په اړه خپلو کارکونکو ته د یوه رسمي لیک لارې سپارښتنه کړې چې له بې ضرورته سفرونو دې په دغو سیمو کې ډډه وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان: له ایران او پاکستانه ۱۵۹ کډوالې کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۳۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه ۱۵۹ کډوالې کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې.

دغه اژانس د دوشنبې په ورځ د (لړم اومه) نېټه په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۴ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۲۷ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۶۳ کورنۍ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۴۵ کورنۍ هېواد هېواد ته راستنې شوې دي.

په راپور کې لیکل شوي، چې تازه راستنو شویو کډوالو کورنیو ته یې د مرستو او سیمکارټونو ورکولو تر څنګ یو شمېر یې خپلو اصلي سیمو ته لیږدولې دي.

طالبانو دا نه دي ویلي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه او که زور له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنې شوې دي.

خو ډیرۍ وخت د ایران او پاکستان هېوادونو له لوري افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته شړل کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ایران کې پر افغان کډوالو فشارونه ډیر شوي، د دغه هېواد په ډيرو ولایتونو کې د افغانانو پر کار کولو بندیزونه لګول شوي او د اوسیدو لپاره کورونه په کرایه نه ورکول کیږي.

له څه باندې یوه کال راهیسې، د پاکستان او ایران هېوادونو له لوري د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل شوې، خو تر اوسه طالبان په دې نه دي توانیدلي چې د یادو هېوادونو له لوري پر افغان کډوالو د فشارونو په کمولو کې ګام پورته کړي.

پاکستاني رسنۍ: شمالي وزیرستان کې درې حکومتي کارکونکي وسله والو برمته کړي دي

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۶ GMT+۰

پاکستاني رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې درې حکومتي کارکونکي د وسله والو له لوري برمته شوي دي. خو تر اوسه پورې د پاکستان حکومت په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستاني مخابراتي شرکت (پي ټي سي اېل) درې تنه کارکونکي تېره ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې د وسله والو له لوري برمته شوي دي.

رسنیو د امنیتي او ځايي سرچینو په حواله لیکي، چې یاد درې کسان د شمالي وزیرستان د میران شاه له یوه کلي څخه برمته شوي او نامعلوم لوري ته وړل شوي دي.

رسنیو د برمته شویو حکومتي کارکونکو هویت هم په ډاګه کړی دی او د برمته شویو کسانو نومونه یې حضرت جابر، صادرالله او ګل زادین ښودلي دي.

خو تر دې دمه د پاکستان حکومت د یادو کسانو د برمته کې‍دو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم کومې ډلې د یادو کسانو د برمته کولو مسوولیت په غاړه اخیستی.

رسنیو لیکلي، چې په ډيره اسماعیل خان کې د امنیتي وضیعت په خرابیدو سره ځايي امنیتي مسوولانو دولتي کارکونکو ته د ځان ساتني په اړه رسمي بیان خپور کړی.

په دغه بیان کې حکومتي کارکونکو ته ویل شوي، چې ځینې وسله والې ډلې غواړي دولتي کارکونکي برمته کړي.

د ډيره اسماعیل خان ځايي امنیتي چارواکو له دولتي کارکونکو غوښتي، چې بې ضرورته سفرونو دې ډډه وکړي او د خپل تګ راتګ او ورځني مهال ویش په اړه دې له چا سره معلومات نه شریکوي.

سعودي عربستان څه باندې ۱۱ زره کډوال شړلي

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۴ GMT+۰

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د کار قانون، استوګنې او سرحدونو له څارنې وروسته یې له ۱۱ زره ۷۰۰ څخه ډیر کډوال شړلي دي. دغه وزارت وايي، دغه کسان د کاري چاپېريال د خونديتوب او د قانون د پليتابه په هدف له يوه اوونيز کمپاين وروسته اېستل شوي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ (د لړم۶ مه) اعلان وکړ، چې د تیرې یوې اوونۍ کمپاین په ترڅ کې ۲۰ زره او ۸۹۶ سرغړونې ثبت شوې چې له دېډلې ۱۱ زره ۹۳۰ یې د استوګنې، پنځه زره او ۶۴۹ یې د سرحدي امنیت او درې زره او ۳۱۷ نورې یې د کار د قوانینو اړوند سرغړونې دي.

چارواکي وايي، د دغه کمپاین په ترڅ کې یې ۱۳سوه او ۷۴ کسان نیولي چې په ناقانونه توګه یې د دغه هېواد خاورې ته د ننوتو پلان درلود. د چارواکو په وینا په دغو کسانو کې ۴۳ سلنه یې د یمن او ۵۵ سلنه یې ایتوپیایان دي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت هم اعلان کړی، چې ۱۰۷ تنه په داسې حال کې نیول شوي، چې غوښتل یې له اجازې پرته له هېواده ووځي.

دغه وزارت ویلي چې ۲۴ سعودیان هم کډوالو ته د غیر قانوني استوګنې برابرولو او کارموندنې په تور نیول شوي.

وزارت خبرداری ورکړی، چې له غیرقانوني داخلېدو سره مرسته کول او له مجرمانو او "غیرقانوني کډوالو" سره همکاري جرم دی او مجرم کسان تر ۱۵ کلونو پورې بند او تر یو ملیون ریال پورې جریمې سره مخکیدای شي.

د سعودي عربستان له ګاونډیو هېوادونو ډېر کډوال له ویزې پرته دغه هېواد ته د کار موندلو په موخه ننوځي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وخت په وخت د دې غیر قانوني کډوالو د پیژندلو او شړلو لپاره د څارنې ډلې مکلفوي.

خیبر پښتونخوا کې د پولیو واکسین کمپاین د امنیت لپاره ۵۰ زره امنیتي کسان ګمارل شوي

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۳۴ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په خیبر پښتونخوا ایالت کې سبا د دوشنبې په ورځ د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلیږي او د واکسیناتورانو د امنیت لپاره ۵۰ زره امنیتي کسان ګمارل شوي دي.

د راپورونو له مخې، په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پولیو ضد واکسین پنځه ورځني کمپاین لپاره چمتوالی بشپړ شوی او ټاکل شوې چې سبا د دوشنبې په ورځ د (لړم اومه) نېټه پیل شي.

د پولیو ضد واکسین په دوه پړاونو کې پیلیږي، په لومړي پړاوړ کې به په بنو، شمالي او جنوبي وزیرستان، مردان او کوهاټ په ګډون په ۳۳ ولسوالیو کې ترسره شي.

د راپورونو له مخې د پولیسو ضد واکسین په دغې دوره کمپاین کې به له پنځو کلونو کم عمره ۷،۲ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکو ترڅنګ د بدن د مقاومت د لوړوالي په موخه د ویټامین اې اضافي خواړه هم ورکړل شي.

په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پولیو ضد واکسین کمپاین لپاره له څلویښت زره څخه ډیر د واکسین ورکولو ډلې جوړې شوې او د یادو کسانو د امنیت ساتلو لپاره له اته زره څخه ډیر سیمه ییز مسولان او ۵۰ زره امنیتي ساتوونکي ځانکړي شوي دي.

په روان کال کې تر اوسه پورې په پاکستان کې ۴۰ د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

له دې جملي څخه ۲۰ په بلوچستان ایالت، ۱۲ په سند ایالت، شپږ په خیبر پښتونخوا ایالت او یوه یوه په پنجاب او اسلام اباد کې ثبت شوې دي.

زلمی خلیلزاد: د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره عمران خان له زندانه خوشې کړي

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۱۲ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د امریکا مخکنی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره عمران خان له زندانه ازاد کړي. هغه د عمران خان د مېرمنې او خور په خوشې کېدو خوښي وښوده.

د افغانستان په چارو کې د امریکا مخکني استازي زلمي خلیلزاد نن یکشنبه د (لړم شپږمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د پاکستان حکومت باید د پاکستان تحریک انصاف ګوند مخکنی مشر عمران خان له زندانه خوشې کړي.

هغه وايي، په دې خوښ دی چې د پاکستان اوسني حکومت د عمران خان مېرمن بشرا بي بي او د هغه خور له بنده ازادې کړې دي.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د تېرې جمعې په ورځ ویلي و، چې د ښاغلي خان مېرمن بشرا بي بي له نهه میاشتې زندان وروسته خوشې او خپل کور ته ستنه شوه.

بشرا بي بي د توشه خانې دوه کېس له امله په ایډیاله زندان کې بندي وه.

بشرا بي بي تر خوشي کېدو وروسته لاهور ته تللې ده. او د عمران خان پر پلویانو یې غږ کړی چې لارو کوڅو ته راووځي او د خان د خوشې کېدو لپاره غږ پورته کړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مخکنی مشر او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان لا هم په ایډیاله زندان کې بندي دی.