• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خیبر پښتونخوا کې د پولیو واکسین کمپاین د امنیت لپاره ۵۰ زره امنیتي کسان ګمارل شوي

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۳۴ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په خیبر پښتونخوا ایالت کې سبا د دوشنبې په ورځ د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلیږي او د واکسیناتورانو د امنیت لپاره ۵۰ زره امنیتي کسان ګمارل شوي دي.

د راپورونو له مخې، په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پولیو ضد واکسین پنځه ورځني کمپاین لپاره چمتوالی بشپړ شوی او ټاکل شوې چې سبا د دوشنبې په ورځ د (لړم اومه) نېټه پیل شي.

د پولیو ضد واکسین په دوه پړاونو کې پیلیږي، په لومړي پړاوړ کې به په بنو، شمالي او جنوبي وزیرستان، مردان او کوهاټ په ګډون په ۳۳ ولسوالیو کې ترسره شي.

د راپورونو له مخې د پولیسو ضد واکسین په دغې دوره کمپاین کې به له پنځو کلونو کم عمره ۷،۲ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکو ترڅنګ د بدن د مقاومت د لوړوالي په موخه د ویټامین اې اضافي خواړه هم ورکړل شي.

په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پولیو ضد واکسین کمپاین لپاره له څلویښت زره څخه ډیر د واکسین ورکولو ډلې جوړې شوې او د یادو کسانو د امنیت ساتلو لپاره له اته زره څخه ډیر سیمه ییز مسولان او ۵۰ زره امنیتي ساتوونکي ځانکړي شوي دي.

په روان کال کې تر اوسه پورې په پاکستان کې ۴۰ د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

له دې جملي څخه ۲۰ په بلوچستان ایالت، ۱۲ په سند ایالت، شپږ په خیبر پښتونخوا ایالت او یوه یوه په پنجاب او اسلام اباد کې ثبت شوې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

زلمی خلیلزاد: د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره عمران خان له زندانه خوشې کړي

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۱۲ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د امریکا مخکنی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره عمران خان له زندانه ازاد کړي. هغه د عمران خان د مېرمنې او خور په خوشې کېدو خوښي وښوده.

د افغانستان په چارو کې د امریکا مخکني استازي زلمي خلیلزاد نن یکشنبه د (لړم شپږمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د پاکستان حکومت باید د پاکستان تحریک انصاف ګوند مخکنی مشر عمران خان له زندانه خوشې کړي.

هغه وايي، په دې خوښ دی چې د پاکستان اوسني حکومت د عمران خان مېرمن بشرا بي بي او د هغه خور له بنده ازادې کړې دي.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د تېرې جمعې په ورځ ویلي و، چې د ښاغلي خان مېرمن بشرا بي بي له نهه میاشتې زندان وروسته خوشې او خپل کور ته ستنه شوه.

بشرا بي بي د توشه خانې دوه کېس له امله په ایډیاله زندان کې بندي وه.

بشرا بي بي تر خوشي کېدو وروسته لاهور ته تللې ده. او د عمران خان پر پلویانو یې غږ کړی چې لارو کوڅو ته راووځي او د خان د خوشې کېدو لپاره غږ پورته کړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مخکنی مشر او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان لا هم په ایډیاله زندان کې بندي دی.

ځايي سرچینې: په شمالي وزیرستان کې په موټر بم برید کې ۸ تنه پاکستاني نظامیان ووژل شول

۵ لړم ۱۴۰۳ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۰ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د شمالي وزیرستان مرکز د میرعلي په عیدک سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر پوسته موټر بم برید کې ۸ نظامیان وژل شوي دي.

دا ځانمرګی برید نن غرمه د شنبې په ورځ د لړم۵مه شمالي وزیرستان په میرانشاه کې د پاکستاني پوځیانو او پولیسو په یوه کډه امنیتي پوسته شوی دی.

د ځايي سرچینې وايي چې په دې پېښه کې ۴ پاکستاني پوځیان او ۴ پولیس وژل شوي دي.

افغانستان انټرنشنل د ځانمرګي برید وروسته ترسره شوې ویډیو ترلاسه کړې ده، په دې ویډیو کې د پاکستاني ځواکونو پوسته وېجاړه لیدل کیږي او شاوخوا نظامي موټر هم لیدل کیږی چې په دې پېښه کې تخریب شوي دي.

تروسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه پاکستاني نظامیان او طالبانو په رسمي ډول د پيښې په اړه جزیات نه دي خپاړه کړي.

د ټي ټي پي ته نژدې سرچینې وايي چې په نننۍ موټر بم برید کې له لسو زیات پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي او تر شلو زیات نور ټپیان دي.

د سیمې اوسېدونکي وايی چې د موټر بم وروسته سیمه د پاکستاني ځواکونو لخوا کلابند شوې ده او میرانشاه ته غځېدلي سرکونه یې د ولسونو پر مخ تړلي دي.

په دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو له لخوا په ځانکړي ډول ټي ټي پي بریدونه زیات شوي دي، چې دواړه لوري یو بل ته د زیاتې مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې کوي.

پاکستان له دريو کلونو وروسته په خپل کور کې له انګلنډ د ټېسټ لوبو لړۍ وګټله

۵ لړم ۱۴۰۳ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۳ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ لوبډلې له دريو کلونو وروسته په خپل کور کې انګلنډ لوبډلې ته په ټېسټ سياليو کې ماتې ورکړه او دوه پر يو یې لوبلړۍ وګټله. دغه سيالۍ په پاکستان کې د اکتبور مياشتې پر ۱۹ مه پيل او پکار و، چې تر ۲۸ يې دوام کړی وی، خو دوه ورځې مخکې پای ته ورسېدې.

د کرېکټ نړيوالې شورا د معلوماتو له مخي، چې پاکستان کرېکټ لوبډلې د ټېسټ سياليو په ورستۍ لوبه کې انګلينډ ته د ۹ ويکټو په توپير ماتې ورکړه او لوبلړۍ يې ۲ پر ۱ وګټل.

په دې سياليو کې انګلينډ ۲۷۶ او ۱۱۲ منډې جوړې کړې او پاکستان کرېکټ لوبډلې يې بیا په وړاندي ۳۴۴ او ۳۷ منډې جوړې کړې.

پاکستانی لوبغاړی سعود شکيل د لوبې او ساجد خان بیا د لوبلړۍ غوره لوبغاړي وټاکل شول.

وړاندي تر دې د پاکستان کرېکټ بورډ ويلي، چې د انګلينډ سره د ټېسټ لوبلړۍ لپاره یې لوبډله سخت تمرينات کړي او لوبلړۍ ته تیاره ده.

بورډ په خپل کور کې له اوږده ځنډ وروسته انګلينډ ته ماتې ورکول د بیا برياوو پيل بللی دی.

پاکستان په تېر کې په خپل کور کې له بېلابيلو لوبډلو څخه ماتې خوړلې وې.

څه موده وړاندي بنګلدېش په اول ځل له پاکستانه د ټېسټ لوبو لړۍ وګټل.

د ایران بهرنیو چارو وزارت د اسراییل د برید ځواب کې وايي، د خپلې دفاع حق لري

۵ لړم ۱۴۰۳ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۸ GMT+۱

د ایران بهرنیو چارو وزارت پر دغه هېوادد اسراییل بریدونه د نړیوالو حقونو او ملګرو ملتونو د منشور ښکاره خلاف ورزي بولي او وايي، چې ایران د بهرنیو تېرېو په مقابل کې د خپلې دفاع حق لري.

خو اسراییل بېګنی برید پر خپله خاوره د ایران وروستي توغندي برید ته په ځواب کې بولي او وايي له ځان د دفاع حق لري.

د اسراییل پوځ بېګا ناوخته وویل، چې د ایران پوځي تاسیسات یې په نښه کړي دي.

د ایران فارس خبري اژانس چې له سپاه پاسداران سره تړاو لري، راپور ورکړی چې د اسراییل د برید هدف د تهران په لویدیځ او جنوب لویدیځ کې څو پوځي اډې وې.

د ایران پوځ وايي، په دغه برید کې محدود زیان اوښتی او دوه سرتېري یې وژل شوي دی.

د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې دا برید د هېوادونو د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پرضد د زور کارولو د مخنیوي له اصل سره په ټکر کې بولي او غندي یې.

د ایران چارواکي وايي، د خپل امنیت د مهمو ګټو د دفاع لپاره به د خپل ملت ټولې مادي او معنوي وړتیاووې وکاروي.

په اعلامیه کې د هغو هېوادونو مننه هم شوې چې پر ایران یې د اسراییل پرونی برید غندلی دی او همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې په سیمه کې د اسراییل د یرغلګرۍ مخه ونیسي.

دا په ایران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته دویم توغندیز برید دی چې اسراییل یې د ایران د ورته بریدونو په ځواب کې کوي.

په دا مهال د اکسيوس خبريال باراک رويد د يوه اسرایيلي چارواکي په حواله ليکلي دي: "د اسرایيل امنيتي کابينې د جمعې په ماښام د يوه ټلويزيوني کنفرانس له لارې پر ايران د بريد پلان تصويب کړ."

په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۷۲ کسان وژل شوي دي

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۹ GMT+۱

فلسطیني چارواکي وایي، د پنجشنبې له ماښام راهیسي د غزې په تړانګه کې پر یو روغتون د برید په ګډون د اسراییل د شپې عملیاتو په لړ کې ۷۲ فلسطینیان وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت وویل، چې په سویلي ښار خان یونس کې پر کورونو بمبارۍ لږترلږه ۳۸ کسان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

اسراییلي پوځ ویلي، د دوی ځواکونو د غزې په سویل کې په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې یو شمېر فلسطیني اورپکي وژلي او پوځي بنسټونه یې ویجاړ کړي دي.

ناصر روغتون کې ډاکټران وایي، چې درې ماشومان یې په کفن کې پوښلي دي،‌ چې په یو اسراییلي برید کې وژل شوي وو.

روغتیایي چارواکي وایي، چې اسراییلي ځواکونو د غزې په شمال جبالیا ښار شاو خوا سیمه د یوې اونۍ راهیسې د خپلو برید موخه ګرځولې او هلته یې په کمال عدوان روغتون برید کړی.

د روغتون د نرسنګ برخې مشر، عید صباح، رویټرز ته په یو غږیز پیغام کې وویل، چې اسراییلي ځواکونو د روغتون پر ټپیانو او ماشومانو ډزې کړي.

هغه وویل؛ کله چې پوځ شاتګ وکړ، د نړۍوال روغتیا سازمان یوه ډله د امبولانس سره راغله او ځینې ناروغان یې واېستل. د روغتیا نړۍوال سازمان تایید کړه، چې دوی د غزې ښار الشفا روغتون ته ۴۹ ناروغان لیږدولي دي.