• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۷۲ کسان وژل شوي دي

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۹ GMT+۱

فلسطیني چارواکي وایي، د پنجشنبې له ماښام راهیسي د غزې په تړانګه کې پر یو روغتون د برید په ګډون د اسراییل د شپې عملیاتو په لړ کې ۷۲ فلسطینیان وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت وویل، چې په سویلي ښار خان یونس کې پر کورونو بمبارۍ لږترلږه ۳۸ کسان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

اسراییلي پوځ ویلي، د دوی ځواکونو د غزې په سویل کې په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې یو شمېر فلسطیني اورپکي وژلي او پوځي بنسټونه یې ویجاړ کړي دي.

ناصر روغتون کې ډاکټران وایي، چې درې ماشومان یې په کفن کې پوښلي دي،‌ چې په یو اسراییلي برید کې وژل شوي وو.

روغتیایي چارواکي وایي، چې اسراییلي ځواکونو د غزې په شمال جبالیا ښار شاو خوا سیمه د یوې اونۍ راهیسې د خپلو برید موخه ګرځولې او هلته یې په کمال عدوان روغتون برید کړی.

د روغتون د نرسنګ برخې مشر، عید صباح، رویټرز ته په یو غږیز پیغام کې وویل، چې اسراییلي ځواکونو د روغتون پر ټپیانو او ماشومانو ډزې کړي.

هغه وویل؛ کله چې پوځ شاتګ وکړ، د نړۍوال روغتیا سازمان یوه ډله د امبولانس سره راغله او ځینې ناروغان یې واېستل. د روغتیا نړۍوال سازمان تایید کړه، چې دوی د غزې ښار الشفا روغتون ته ۴۹ ناروغان لیږدولي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د هوا ککړتیا له امله لاهور کې د ښوونځي ماشومان پرانیستي چاپیریال کې له لوبو منع شول

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۵ GMT+۱

د پاکستان په دویم تر ټولو ستر ښار لاهور کې چارواکي وايي، د سخت لوګي له امله په دغه ښار کې د ښوونځي ماشومان د راتلونکې جنورۍ تر پای په پرانیستي چاپېریال کې له لوبو او ورزش منع شول.

د هند له پولې سره نږدې د پاکستان دغه شرقي ښار پرلپسې د نړۍ تر ټولو ککړو ښارونو کې پاتې کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان دا اونۍ د لاهور هوا د صحت لپاره له خوندي کچې شل ځلې ډېره ککړه بللې ده.

په ګاډو او کمپنیو کې د کم کیفیته سونتوکو د کارېدو له امله په دغه ۱۴ میلیوني ښار کې د ژمي په موسم کې هوا ډېره چټله وي.

د لاهور په لمنو کې د کرنګرو له خوا د فصل د پاتې شونو سوځول هم د دې ښار د هوا ککړتیا بل لوی لامل دی.

دې ورځو کې د لاهور ښار د هوا د ککړتیا ډېرېدو سره د دغه ښار د چاپېریال خودندیتوب ادارې وویل، چې له ښوونځي بهر لوبې به له راتلونکې دوشنبې بندې وي.

د پنجاب د پوهنې ادارې ویاند فرانس خبري اژانس ته ویلي، چې دا بندیز به د جنورۍ تر پای ته رسېدو روان وي.

د سهار له مخې د ښوونځي وخت هم کمېږي او په دې ډول ډېره لړه کې ښوونځي ته د ماشومانو د تګ مخه نیول کېږي.

د پاکستان لاهور ښار کې تېر کال هم هوا ډېره ککړه وه، چې له امله یې یو ځل چارواکو پر دغه ښار مصنوعي باران وکړ.

د روغتیا نړیوال سازمان په خبره، ککړه هوا د مغزي سکتې، زړه او سږو د ناروغیو په ګډون د مختلفو ناروغیو لامل کېږي.

د ملګرو ملتونو ماشوم ملاتړې اداره یا یونیسېف وايي، سوېلي اسیا کې له شپږ سوو مېلیونو ډېر ماشومان د لوړې کچې ککړې هوا سره مخ دي.

پوتین: دا د مسکو کار دی چې د شمالي کوریا پوځ کاروي که نه

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۳ GMT+۱

د روسیې ولسمشر وايي، دا د مسکو خپل کار دی چې د اوکراین ضد جګړه کې د شمالي کوریا پوځیان کاروي او که نه. ولادیمیر پوتین زیاتوي، که کیف له ناټو سره یوځایېدل غواړي، نو مسکو هم د خپل امنیت د خوندیتوب لپاره هرڅه کولی شي.

امریکا وړمه ورځ وویل، داسې شواهد یې موندلي چې ښيي اوکراین ته د ممکنه لېږد لپاره شمالي کوریا خپل درې زره سرتېري روسیې ته استولي دي.

لوېدیځ دغه ګام د اوکراین د جګړې په زیاتولو کې یو مهم ټکی بولي.

د اوکراین پوځي استخباراتي اداره هم وايي، روسیه کې د شمالي کوریا روزل شوې لومړنۍ پوځي ډله کروسک ته لېږل شوې ده.

کروسک له اوکراین سره د روسیې سرحدي سیمه ده او په تېر اګسټ کې د کیف پوځیانو ونیوله.

دغو پرمختیاوو ته په ځواب کې د روسیې ولسمشر د دغه هېواد دولتي تلوېزون ته نن وویل: «موږ چه چې د څه په هکله فیصله کول غواړوو نو کوو به یې... خو دا زموږ خپلواکه پرېکړه ده چې پلې کوو یې که نه، ورته اړتیا لرو که نه.»

د ولادیمیر پوتین په خبره، غرب بیا بیا دا وايي چې دا د اوکراین خوښه ده چې له ناټو سره یا له ناټو پرته خپل امنیت خوندي کړي.

ښاغلي پوتین زیاته کړه، «څومره ژر چې دوی له روسیې سره په اړیکو کې پر دې بې ګټې چلن پوه شي، نو تر نورو به د دوی په ګټه ډېر وي.»

ولادیمیر پوتین که څه هم روسیې ته د شمالي کوریا د پوځ استولو په تړاو د امریکا ادعا رد نه کړه، خو لوېدیځ یې د اوکراین د جګړې په سختولو تورن کړ او ویې ویل، دا په مسکو پورې تړلې چې له پیونګ یانګ سره څنګه خپلې دفاعي مادې پلې کوي.

شمالي کوریا ته په تېر جون کې د ولادیمیر پوتین په سفر کې نوموړي او کیم جونګ اون د ستراتیژیکې همکارۍ ټولیز تړون وکړ.

د دې تړون په څلورمه ماده کې راغلي، که د دې تړون په یو لوري د یو یا څو هېوادونو له لوري وسلوال برید کېږي د تړون بل لوری له خپلو ټولو امکاناتو سره سملاسي پوځي او نورې مرستې ورته برابروي.

پاکستان: د عمران خان د ازادولو لپاره د امریکايي وکیلانو غوښتنه د ډیپلوماتیکو اصولو خلاف ده

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۱ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات ویانده وايي د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشي کولو لپاره د امریکا د ولسي جرګې د غړو لیک د ډېپلوماټیکو اصولو خلاف دی. ممتاز زهرا بلوڅ وايي، "دا ډول لیکونه ضد او نقیض دي او د پاکستان او امریکا له دوه اړخیزو مثبتو اړیکو سره مطابقت نه لري."

نوموړې دا څرګندونې تېره ورځ ددې هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې د خپلې اوونېزې خبري ناستې پر مهال د امريکا د ولسمشر جوبایډن ته د ډیموکرات ګوند استازو د لیک اړه د يوې پوښتنې په ځواب كې کړې دي.

د امریکا د ولسي جرګې څه باندې ۶۰ غړو د یوه لیک له لارې له ولسمشر بایډن غوښتي، چې د پاکستان د پخواني واکمن ګوند د زنداني مشر عمران خان د خلاصون لپاره پر اسلام فشار واچوي.

هغوی د پاکستان د وروستیو ټاکنو په بهیر کې پر درغلیو او ګډوډیو هم اندېښنه ښودلې.
د امریکا د ولسي جرګې غړو په دغه لیک کې ویلي:« موږ نن دغه لیک د دې لپاره لیکو، چې په پاکستان کې د سیاسي بندیانو په تېره بیا د عمران خان د خوشي کولو لپاره پر پاکستان فشار راوړې چې خوشی شي او هلته دې له بشري حقونو د پراخه سرغړونو مخه ونیول شي.»
د امریکا د ولسي جرګې استازو او د دغه خوځښت مشر ګرګ کازار وویل، چې دا د عمران خان د خوشي کولو لپاره د دغې ډلې لومړنۍ ډله‌ییزه هڅه ده، چې نوموړي د امریکا د بهرني سیاست د یو پخواني نیوکه کوونکي په توګه له امریکا سره ترینګلي اړیکي پالل.
عمران خان د ۲۰۲۳ کال اګسټ میاشتې را په دې خوا بندي دی.

عمران چې کله په ۲۰۲۲ کال کې له دندې لرې کړای شو؛ نو د اوسني لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د اېتلافي حکومت پر ضد یو اعتراضي یون پیل شو.

نوموړی په دغو اعتراضونو کې له ډول ډول تورونو سره مخ او لا هم د درغلیو په ګډون له لسګونو قضیو سره مخامخ او بندي دی.

عمران خان د پاکستان له ځواکمن پوځ سره هم ژور اختلافونه لرل او ویل یې، چې د هغه په لرې کولو کې د پوځ لاس و؛ خو پوځ دغه تورونه رد کړي دي.

په فلیپین کې د ټرامي توپان ۴۶ کسان مړه کړي دي

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۴۴ GMT+۱

په فلیپین کې د ټرامي توپان ۴۶ کسان مړه کړي دي. د فليپين په شمال ختيځ كې د ټرامي توپان له امله سېلابونه راوتلي او ځمكه هم ښویېدلې ده.

د دغو ورښتونو او سېلابونو له امله شاوخوا لس زره کسان بې کوره شوي هم دي.
د دغو سېلابونو له امله سړکونه ویجاړ شوي او زیربناوې هم سختې اغېزمنې شوې دي او ورسره ډېر کلي هم سخت ځپل شوي دي.
پولیس وايي، د بېړني حالت له امله د ژغورنې ډلې له خلکو سره مرسته کوي او خوندي ځای ته یې د لېږدولو هڅې روانې دي.

د فلیپین د ولسمشر په مشرۍ په دغه هېواد کې راتلونکو زیانونو د مخنیوي لپاره د کابینې بېړنۍ ناسته هم ترسره شوه.

په راتلونکې اونۍ کې د فلیپین په لویډځ کې د ټرامي توپان د رالوتو اټکل هم شوی دی.

چین پر بهرنیو جاسوسي ادارو تور پورې کړی چې هڅه کوي د دوی فضایي رازونه غلا کړي

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۲۸ GMT+۱

د چين د امنيت وزارت د چهارشنبې په ورځ (د لړم دویمه) وویل، چې بهرنۍ جاسوسي ادارې هڅه کوي چې د دغه هېواد د فضايي پروګرام رازونه غلا کړي.

د دغه وزارت په وينا، د فضايي امنيت ساتنه د چين د راتلونکي بقا او پرمختګ لپاره يوه مهمه تګلاره ګرځېدلې او په دې وروستيو کلونو کې ځينو لويديځو هېوادونو د فضايي مبارزې ځواکونو په جوړولو، د فضایي عملیاتي توان پیاوړی کړی او چين یې په فضایي برخه کې د اصلي سيال په توګه په نظر کې نیولی دی.

د چین د امنیت وزارت په دې بیانیه کې ټینګار کړی، چې بهرني جاسوسي سازمانونه د دقیقو سپوږمکیو له لارې غواړي له فضا څخه د دغه هېواد رازونه وګوري او غلا یې کړي.

که څه هم دغه وزارت په مشخص ډول د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو په اعلامیه کې راغلي چې ځینې هېوادونه د چین په فضايي حریم کې د نفوذ او غلا په فعالیتونو بوخت دي.

له لوړ دقت سپوږمکۍ د اصلي محور په توګه په پرمختللو جګړو کې ظاهرې شوې او د دوی اهمیت د اوکراین په وړاندې د روسیې په جګړه کې لیدل شوی.