په فلیپین کې د ټرامي توپان ۴۶ کسان مړه کړي دي

په فلیپین کې د ټرامي توپان ۴۶ کسان مړه کړي دي. د فليپين په شمال ختيځ كې د ټرامي توپان له امله سېلابونه راوتلي او ځمكه هم ښویېدلې ده.

په فلیپین کې د ټرامي توپان ۴۶ کسان مړه کړي دي. د فليپين په شمال ختيځ كې د ټرامي توپان له امله سېلابونه راوتلي او ځمكه هم ښویېدلې ده.
د دغو ورښتونو او سېلابونو له امله شاوخوا لس زره کسان بې کوره شوي هم دي.
د دغو سېلابونو له امله سړکونه ویجاړ شوي او زیربناوې هم سختې اغېزمنې شوې دي او ورسره ډېر کلي هم سخت ځپل شوي دي.
پولیس وايي، د بېړني حالت له امله د ژغورنې ډلې له خلکو سره مرسته کوي او خوندي ځای ته یې د لېږدولو هڅې روانې دي.
د فلیپین د ولسمشر په مشرۍ په دغه هېواد کې راتلونکو زیانونو د مخنیوي لپاره د کابینې بېړنۍ ناسته هم ترسره شوه.
په راتلونکې اونۍ کې د فلیپین په لویډځ کې د ټرامي توپان د رالوتو اټکل هم شوی دی.

د چين د امنيت وزارت د چهارشنبې په ورځ (د لړم دویمه) وویل، چې بهرنۍ جاسوسي ادارې هڅه کوي چې د دغه هېواد د فضايي پروګرام رازونه غلا کړي.
د دغه وزارت په وينا، د فضايي امنيت ساتنه د چين د راتلونکي بقا او پرمختګ لپاره يوه مهمه تګلاره ګرځېدلې او په دې وروستيو کلونو کې ځينو لويديځو هېوادونو د فضايي مبارزې ځواکونو په جوړولو، د فضایي عملیاتي توان پیاوړی کړی او چين یې په فضایي برخه کې د اصلي سيال په توګه په نظر کې نیولی دی.
د چین د امنیت وزارت په دې بیانیه کې ټینګار کړی، چې بهرني جاسوسي سازمانونه د دقیقو سپوږمکیو له لارې غواړي له فضا څخه د دغه هېواد رازونه وګوري او غلا یې کړي.
که څه هم دغه وزارت په مشخص ډول د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو په اعلامیه کې راغلي چې ځینې هېوادونه د چین په فضايي حریم کې د نفوذ او غلا په فعالیتونو بوخت دي.
له لوړ دقت سپوږمکۍ د اصلي محور په توګه په پرمختللو جګړو کې ظاهرې شوې او د دوی اهمیت د اوکراین په وړاندې د روسیې په جګړه کې لیدل شوی.

په کازان کې د برېکس غونډې په خپل پرېکړه لیک د افغانستان د ستونزو د بېړني او سوله ییز اواري غوښتنه کړې ده.
پرېکړه ليک د ښځو او بېلابېلو قومونو په ګډون د ټولو افغانانو له بنسټیزو حقونو ملاتړ کړی او له طالبانو یې غوښتي چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي.
د برېکس مشرانو د خپلې ۱۶مې غونډې په پرېکړه لیک کې، چې د چارشنبې پر ورځ (د لړم دويمه) خپور شو، په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بېلابېلو قومونو د حقونو په ګډون د افغانانو د بنسټیزو حقونو پر خونديتوب ټينګار کړی.
په پرېکړه لیک کې افغانانو ته د بې ځنډه او بېړنيو بشري مرستو پر رسولو د ټينګار په ترڅ کې له طالبانو غوښتل شوي چې د منځنیو او لوړو زده کړو په برخه کې پر نجونو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.
د برېکس مشرانو دا راز وویل چې "په افغانستان کې باید پاموړ او تایید وړ ګامونه ترسره شي" څو ډاډ ترلاسه شي چې ترهګر د افغانستان خاوره نه کاروي.
پرېکړه لیک وايي: « موږ له یوه خپلواک، متحد او سوله ییز افغانستان نه، چې له ترهګرۍ، جګړې او نشه يي توکو پاک وي، ملاتړ کوو."
برېکس د افغان ستونزې په اواري کې د ګاونډیو هېوادونو او سیمه ییزو پلټفورمونو پر لومړني او اغېزناک رول ټینګار کړی او په ورته وخت کې یې د افغانستان د ستونزې د اواري لپاره د سیمه ییزو نوښتونو د هڅو هرکلی کړی دی.
د برېکس ۱۶مه سرمشریزه د سه شنبې پر ورځ د لړم پر لومړۍ نېټه د روسیې فدراسیون د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې پیل شوه، چې ۳۶ هېوادونو او شپږو نړیوالو سازمانونو پکې ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د روسیې، برازیل، هند، چین، جنوبي افریقا، مصر، متحده عربي اماراتو، ایتوپیا او ایران په ګډون د غړو هېوادونو د پلاويو مشران ګډون لري.
د برېکس ډله په ۲۰۰۹ کال کې د برازيل، روسيې، هند او چين په ګډون په روسيه کې رامنځته شوه او په ۲۰۱۰ کال کې جنوبي افريقا ورسره يو ځای شوه.
دا ډله د روان کال په پیل کې د مصر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ایران او ایتوپیا په غړیتوب سره پراخه شوه.

اروپايي اتحادیه وايي، چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري.
دغه اتحادیه وايي، ۹۰ سلنه افغان مېرمنې اړینو روغتیايي چوپړچارو ته لاسرسی نه لري او افغانستان په نړۍ کې د مېندو او ماشومانو د مړینې تر ټولو لوړ شمېر لري.
په ورته وخت کې اروپايي ټولنې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د ۳۱ میلیونه یورو مرستې خبر ورکړی.
یادې ټولنې د ملګرو ملتونو اړوندو سازمانونو په همکارۍ په افغانستان کې میندو، ماشومانو او زلمیانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ملاتړ کړی.
د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې ویل شوي چې ۱۶ میلیونه یورو مرسته یې د روغتیا نړۍوال سازمان او ۱۵ میلیونه یورو نوره یې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ته بېله کړې ده.
اروپايي اتحادیې د ملګرو ملتونو د ورځې په تړاو، چې د اکتوبر ۲۴ مه کیږي، په افغانستان کې ناروغانو، میندو، ماشومانو او زلمیانو ته د ښو روغتیايي خدمتونو د پراخولو په برخه کې د مالي ملاتړ ژمنتیا ښودلې ده.

په کابل کې د چین سفیر وایي، چې پکېنګ غواړي د تاجکستان له لارې له افغانستان سره نوی اقتصادي دهلیز پرانیزي.
جاو شينګ د پنجشنبې پر ورځد طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په ناسته کې وویل، چې ددغه پلان د پلیتابه لپاره به د تاجکستان، چین او افغانستان درې اړخیزه ناسته وشي.
د چین سفیر وايي، د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره د واخان لارې د فعالولو هڅې هم روانې دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر د رپوټ له مخې، د چین سفیر جاو شینګ په دې ناسته کې ویلي، چې چین ته د افغانستان د صادراتو کچه سږ کال ۱۱،۵سلنې ته لوړه شوې او په راتلونکي کال کې یې د۲۵ سلنې لوړېدو اټکل دی.
چین اعلان کړی چې په نوي میلادي کال کې به د افغانستان او ۴۰ نورو هېوادونو پر صادراتو د چین د حکومت مالیه معاف شي.
د چين سفیر وايي، دغه معافیت په ډسمبر میاشت کې پلی کیږي او په دې سره به چین ته د افغاني محصولاتو او تولیداتو د صادارتو کچه ډېره او ګڼ افغانان به پکې په کار بوخت شي.
جاوشینګ دغه راز یادونه کړې، چې پکېنګ په نړۍوالو غونډو کې د افغانانو د پرمختګ او له افغانانو سره د مرستې غږ پورته کړی او له نړۍوالو یې په افغانستان کې د پروژو د پلیتابه غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د طالبانو په تړاو په نړۍواله کچه د چین د دریځ ستاینه کړې ده.
طالبان او چین یوتربله نږدې اړیکې لري او د دواړو خواوو سوداګریز او اقتصادي پلاوي د کابل او پکېنګ ترمنځ تګ او راتګ کوي.
مولوي عبدالکبیر تېره اونۍ په کابل کې وویل، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوه دایمي غړي له دوی سره همکار پاتې شوي او دغه شورا تر اوسه په دې نه ده بریالۍ شوې، چې د امر بالمعروف د نوي قانون خلاف کومې پریکړې ته ورسیږي.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند وايي، د ښاغلي خان مېرمن بشرا بي بي نن له زندان خوشې او خپل کور ته ستنه شوه. د دې ګوند پر اېکس ویډیو کې هم ښکاري چې ډېر کسان د بشرا بي بي هرکلي ته ولاړ دي.
بشرا بي بي د توشه خانه دوه کېس له امله په ایډیاله جېل کې بندي وه.
د نوموړې د خوشي کېدو پر مهال د تحریک انصاف ګوند ډېر غړي هم حاضر و.
بشرا بي بي تر خوشي کېدو وروسته لاهور ته لاړه.
د نوموړې مېړه او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان لا هم په ایډیاله جېل کې بندي دی.
بشرا بي بي ویلي، چې د هغه د خوشي کولو لپاره به هڅې جاري ساتي.
