• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د عمران خان مېرمن بشرا بي بي له ۹ میاشتني بند وروسته خوشې شوه

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۹ GMT+۱

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند وايي، د ښاغلي خان مېرمن بشرا بي بي نن له زندان خوشې او خپل کور ته ستنه شوه. د دې ګوند پر اېکس ویډیو کې هم ښکاري چې ډېر کسان د بشرا بي بي هرکلي ته ولاړ دي.

بشرا بي بي د توشه خانه دوه کېس له امله په ایډیاله جېل کې بندي وه.

د نوموړې د خوشي کېدو پر مهال د تحریک انصاف ګوند ډېر غړي هم حاضر و.

بشرا بي بي تر خوشي کېدو وروسته لاهور ته لاړه.

د نوموړې مېړه او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان لا هم په ایډیاله جېل کې بندي دی.

بشرا بي بي ویلي، چې د هغه د خوشي کولو لپاره به هڅې جاري ساتي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د انقرې د هوايي چلند او فضايي صنایعو پر ودانۍ برید کې ۵ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي

۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۶ GMT+۱

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ (د لړم دوېمه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې په انقره کې د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنایعو پر ودانۍ برید ترهګریز دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا له برید څو ساعته وروسته اعلان وکړ، چې په دغه ترهګریز برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵ او د ټپیانو شمېر بیا له ۲۲ تنو څخه لوړ شوی دی.

تر دې مخکې د ترکیې اناتولې خبري اژانس خبر ورکړی و، چې په انقره کې د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنعت په مرکزي دفتر کې یوه زوروره چاودنه شوې ده.

دا برید په داسې وخت کې شوی، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د برېکس په غونډه کې د ګډون لپاره کازان ته سفر کړی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له رجب طیب اردوغان سره له کتنې څو دقیقې مخکې دغه برید غندلی دی.

په همدې حال کې په ترکیه کې د امریکا سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا برید غندلی او ټینګار یې کړی، چې واشنګټن د خپل متحد ترکیې ترڅنګ ولاړ دی.

د ناټو عمومي منشي مارک روټه هم په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې له دې "ترهګریز" برید وروسته یې له رجب طیب اردوغان سره خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې: "د ناټو دریځ روښانه دی، موږ د ترکیې تر څنګ ولاړ یو."

سره له دې چې تر اوسه د چاودنې او ډزو لامل نه دی معلوم، خو ځینو رسنیو لیکلي چې د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنایعو په مرکز کې ځانمرګی برید شوی دی.

اسراییل په تېرو ۱۹ ورځو کې د حسن نصرالله د ځای ناستي په ګډون ۷۷۰ تنه په جبالیا کې وژلي دي

۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۴۷ GMT+۱

د غزې په شمال جبالیا ښار کې د اسراییل د پوځي بریدونو او محاصرې په ۱۹ ورځو کې د حسن نصرالله د ځای ناستی هاشم صفي الدین په ګډون تر ۷۷۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۰۰۰ ډېر یې ټپیان شوي دي.

د بېروت په څنډه کې د حزب الله د استخباراتو پر مرکز باندې د اسراییل له برید څخه څه د پاسه دوه اونۍ وروسته اسراییلي پوځ د سې شنبه په ورځ (د لړم لومړۍ) نېټه تایید کړه، چې په دې برید کې د حسن نصرالله ځای ناستی هاشم صفي الدین وژل شوی دی.

حزب الله هم تایید کړه، چې د دې ډلې لوړپوړی مشر هاشم صفي الدین څو اونۍ وړاندې د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوی دی.

اسراییل د لبنان په بندري ښار ټایر کې څو ځله هوايي بریدونه وکړل او خلک یې د سیمې د خوشې کېدو لپاره هم ګواښلي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکټور له اومۍ نېټې راهیسې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۴۲ زره او ۷۹۲ فلسطینیان وژل شوي او سل زره او ۴۱۲ نور ټپیان شوي دي.

بل خوا په دې جګړه کې یو زرو ۱۳۹ اسراییلیان وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات یرغمل دي.

ذبیح الله مجاهد: قطر پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو برخه کې همکاري کړې ده

۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۸ GMT+۱

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې قطر له دغې ډلې سره ډېره همکاري کړې ده. ذبیح الله مجاهد ویلي، چې قطر پر افغانستان د دې ډلې د بیا واکمنېدو په برخه کې همکاري کړې او دغه هېواد د خبرو اترو، اقتصادي او نورو مسایلو په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو د چهارشنبې په ورځ (د لړم دويمه) نېټه خبر ورکړ، چې ذبیح الله مجاهد له ایټالیا سره د قطري چارواکو د وروستۍ ناستې هرکلی کړی دی.

د طالبانو ویاند ویلي، چې قطر تل د هېوادونو او طالبانو ترمنځ د اړیکو په ښه کولو کې اغېزمن رول لوبولی دی.

د قطر حکومت د سې شنبه په ورځ اعلان وکړ، چې د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني ایټالیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر جورجیا میلوني سره کتلي دي.

د دواړو هېوادونو د مشرانو په ګډه اعلامیه کې راغلي: «ایټالیا په افغانستان کې د دغه هېواد د سفارت له کوربه توبه له قطر څخه مننه کوي او له افغانستان سره به د دوحې همکاریو ته دوام ورکړي.»

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغو درېیو کلونو کې هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالبانو په وار - وار له ټولو هېوادونو سره د اړیکو د جوړېدو غوښتنه کړې، خو لوېدیځو هېوادونو له دې ډلې سره له خبرو ډډه کړې ده.

د ایټالیا له لومړي وزیر سره د قطر د امیر تر خبرو وروسته ذبیح الله مجاهد له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې له طالبانو سره جدي اړیکې ولري.

هغه وايي، چې له طالبانو سره د هېوادونو تعامل د «ټولو اړخونو» په ګټه دی.

قطر له څو کلونو راهیسې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی.

قطر هم له امریکا سره د طالبانو د خبرو کوربه و او د سولې لومړنۍ او بې پایلې بین الافغاني خبرې هم په دوحه کې ترسره شوې.

طالبان له قطر سره ښې اړیکې لري او د دغه هېواد لومړی وزیر هم د هغو یو شمېر بهرنیو چارواکو په ډله کې و، چې په کندهار کې يې د طالبانو له مشر سره کتلي دي.

اخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی استازی محمود صیقل د افغانستان د روان وضعیت عامل قطر ګڼي.

نوې لارنقشه؛ طالبان او قزاقستان د سوداګرۍ کچه درې میلیارده ډالرو ته لوړوي

۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر له قزاقستان سره یوه نوې لارنقشه لاسلیک کړې چې اټکل کیږي له مخې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه درې میلیارده ډالرو ته لوړه شي.

دغه د لارې نقشه د اکټوبر پر۲۲مه، د قزاقستان مرستیال لومړي وزیر سریک ژومانګارین او د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په الماتا کې د سوداګرۍ په یوه فورم کې لاسلیک کړه.

دا د لارې نقشه داسې مهال لاسلیکیږي چې قزاقستان د جون په میاشت کې له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا د هڅو د یوې برخې په توګه طالبان د ترهګریزوډلو له نوملړه واېستل.

د قزاقستان د منځنۍ اسیا ټایمز د رپوټ له مخې، د لارې په دې نقشه کې ټاکل شوې الماتاپه افغانستان کې د اورګاډي د دوو کرښو تورغونډۍ-هرات، -کندهار-سپین بولدک او مزارشریف- خرلاچي په رغولو کې برخه واخلي.

دغه راز په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې د توکو او کیمیاوي صنعت په برخه کې د همکارۍ پراخول او افغانستان ته د قزاقستان د یو شمېر توکو د صادراتو ډېرول شامل دي.

پر دې سربېره، په لار نقشه کې افغانستان ته د قزاقستان د زړو او نویو موټرو صادرول، په افغانستان کې د خدماتي مرکزونو او ښوونځیو جوړول هم شامل دي.

قزاقستاني چارواکو افغانستان ته د اوړو او نورو خوراکي توکو د صادراتو ډېرولو ته تیاری ښودلی او دې ته یې هم لیوالتیا ښودلې چې افغاني میوې، سبزۍ،وچې مېوې او نورخوراکي توکي وارد کړي.

ددې لارنقشې له مخې، قزاقستان لېواله دی چې د اقتصادي پراختیا او په نړۍوالو ترانسپورتي دهلیزونو کې د ادغام په تړاو د افغانستان ملاتړ وکړي.

د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال ژومانګارين په دې فورم کې يادونه وکړه چې د اورګاډي پټلۍ قزاقستان او افغانستان د ترکمنستان او ازبکستان له لارې سره نښلوي.

قزاقستان دغه راز لېواله دی چې د افغانستان ترانسپورتي دهلېز چې د پاکستان کراچۍ او ګوادر بندرونو ته رسیږي، د منځني ختیځ او جنوب ختیځې اسیا بازارونو ته د قزاقستان د صادراتي کارګو د لېږد لپاره وکاروي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر له دغه فورم وړاندې د "خارگوس" بندر ته لاړ، چې په وچه کې د نړۍ تر ټولو ستر بندر ګڼل کیږي.

قزاقي رسنۍ وايي، طالب پلاوي ته د قزاقستان – چین پر پوله خارګوس وچ بندر ته د لاسرسي وړاندیز شوی، چې چین ته د افغاني مالونو د لېږد بهیر ډاډمنولای شي.

د ټرمپ ټاکنیزې ډلې د بریتانیا کارګر ګوند په ټاکنو کې په لاسوهنه تورن کړ

۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۳۹ GMT+۱

د ټرمپ ټاکنیز کمپاین د بریتانیا کارګر ګوند د متحده ایالاتو په ټاکنو کې په «ښکاره بهرنۍ لاسوهنه» تورن کړی.

د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین دفتر د واشنګټن د ټاکنو کمیسیون ته شکایت لیږلی چې د هرېس له کمپاین سره د کارګر ګوند د غیر قانوني مرستو په اړه پلټنه وکړي.

د بریتانیا د کارګر ګوند د غړو په ګډون چې معمولا د ډیموکراټانو ملاتړ کوي، د ددغه هېوادیو شمېر سیاسي داوطالبان د متحده ایالاتو له ټاکنو وړاندې واشنګټن ته تللي.

ځینو بریتانیايي چارواکو له نومښودنې پرته رویټرز ته ویلي، چې د کارګر ګوند یو شمېر سلاکاران د بریتانیا د جولای میاشتې ټاکنو کې له پریکنده بري وروسته د متحده ایالتونو د ډیموکراټ ګوند له ستراتیژیستانو سره د لیده کاته لپاره دغه هېواد ته تللي.

د دوی د بحث یوه موضوع دا وه چې څنګه کارګر ګوند په ټولو هغو صنعتي سیمو کې چې په ۲۰۱۹ کې یې د دوی لاسنیوی پرېیښی و، بیرته د دوی واک ته ورغلې.

د کارګر ګوند مشر سټارمر وايي، چې د نومبر پنځمې ټاکنو کې د ټرمپ بیا بری به له نوموړي سره د دوی پر اړیکو اغیز پرې نه باسي.

ټرمپ چې د بریتانیا له ښي لاسي سیاستوال نیګل فاراګ او مخکیني لومړي وزیر بوریس جانسن سره ښې اړیکې لري، له نوموړو سره د سپټمبر میاشتې په لیدنه کې د کارګر ګوند د مشر سټارمر ستاینه کړې وه.

د امریکا د قوانینو له مخې بهرنیان په ټاکنیزو کمپاینونو کې خپلخوښی ګډون کولای شي، خو مالي مرستې نه شي کولای.

د ټرمپ شکایت د ځینو رسنیو په هغو رپوټونو استناد کوي، چې د کارګر ګوند شاوخوا ۱۰۰ داوطلب غړي به د کمالا هرېس له ټاکنیز کمپاین سره د همکاري په موخه متحده ایالاتو ته لاړ شي.

د ټرمپ کمپاین د ټاکنو له کمیسیون نه غوښتي چې ددغو بهرنیو ښکاره لاسوهنو په تړاو بیړنۍ پلټنې ترسره شي.