• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین پر بهرنیو جاسوسي ادارو تور پورې کړی چې هڅه کوي د دوی فضایي رازونه غلا کړي

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۲۸ GMT+۱

د چين د امنيت وزارت د چهارشنبې په ورځ (د لړم دویمه) وویل، چې بهرنۍ جاسوسي ادارې هڅه کوي چې د دغه هېواد د فضايي پروګرام رازونه غلا کړي.

د دغه وزارت په وينا، د فضايي امنيت ساتنه د چين د راتلونکي بقا او پرمختګ لپاره يوه مهمه تګلاره ګرځېدلې او په دې وروستيو کلونو کې ځينو لويديځو هېوادونو د فضايي مبارزې ځواکونو په جوړولو، د فضایي عملیاتي توان پیاوړی کړی او چين یې په فضایي برخه کې د اصلي سيال په توګه په نظر کې نیولی دی.

د چین د امنیت وزارت په دې بیانیه کې ټینګار کړی، چې بهرني جاسوسي سازمانونه د دقیقو سپوږمکیو له لارې غواړي له فضا څخه د دغه هېواد رازونه وګوري او غلا یې کړي.

که څه هم دغه وزارت په مشخص ډول د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو په اعلامیه کې راغلي چې ځینې هېوادونه د چین په فضايي حریم کې د نفوذ او غلا په فعالیتونو بوخت دي.

له لوړ دقت سپوږمکۍ د اصلي محور په توګه په پرمختللو جګړو کې ظاهرې شوې او د دوی اهمیت د اوکراین په وړاندې د روسیې په جګړه کې لیدل شوی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

برېکس: د افغانستان ستونزه باید زر او په سوله ییز ډول حل شي

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۷ GMT+۱

په کازان کې د برېکس غونډې په خپل پرېکړه لیک د افغانستان د ستونزو د بېړني او سوله ییز اواري غوښتنه کړې ده.

پرېکړه ليک د ښځو او بېلابېلو قومونو په ګډون د ټولو افغانانو له بنسټیزو حقونو ملاتړ کړی او له طالبانو یې غوښتي چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي.

د برېکس مشرانو د خپلې ۱۶مې غونډې په پرېکړه لیک کې، چې د چارشنبې پر ورځ (د لړم دويمه) خپور شو، په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بېلابېلو قومونو د حقونو په ګډون د افغانانو د بنسټیزو حقونو پر خونديتوب ټينګار کړی.

په پرېکړه لیک کې افغانانو ته د بې ځنډه او بېړنيو بشري مرستو پر رسولو د ټينګار په ترڅ کې له طالبانو غوښتل شوي چې د منځنیو او لوړو زده کړو په برخه کې پر نجونو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

د برېکس مشرانو دا راز وویل چې "په افغانستان کې باید پاموړ او تایید وړ ګامونه ترسره شي" څو ډاډ ترلاسه شي چې ترهګر د افغانستان خاوره نه کاروي.

پرېکړه لیک وايي: « موږ له یوه خپلواک، متحد او سوله ییز افغانستان نه، چې له ترهګرۍ، جګړې او نشه ‎يي توکو پاک وي، ملاتړ کوو."

برېکس د افغان ستونزې په اواري کې د ګاونډیو هېوادونو او سیمه ییزو پلټفورمونو پر لومړني او اغېزناک رول ټینګار کړی او په ورته وخت کې یې د افغانستان د ستونزې د اواري لپاره د سیمه ییزو نوښتونو د هڅو هرکلی کړی دی.

د برېکس ۱۶مه سرمشریزه د سه شنبې پر ورځ د لړم پر لومړۍ نېټه د روسیې فدراسیون د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې پیل شوه، چې ۳۶ هېوادونو او شپږو نړیوالو سازمانونو پکې ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د روسیې، برازیل، هند، چین، جنوبي افریقا، مصر، متحده عربي اماراتو، ایتوپیا او ایران په ګډون د غړو هېوادونو د پلاويو مشران ګډون لري.

د برېکس ډله په ۲۰۰۹ کال کې د برازيل، روسيې، هند او چين په ګډون په روسيه کې رامنځته شوه او په ۲۰۱۰ کال کې جنوبي افريقا ورسره يو ځای شوه.

دا ډله د روان کال په پیل کې د مصر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ایران او ایتوپیا په غړیتوب سره پراخه شوه.

اروپايي اتحادیه: په افغانستان کې هر دوه ساعته یوه مور مري

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۱

اروپايي اتحادیه وايي، چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري.

دغه اتحادیه وايي، ۹۰ سلنه افغان مېرمنې اړینو روغتیايي چوپړچارو ته لاسرسی نه لري او افغانستان په نړۍ کې د مېندو او ماشومانو د مړینې تر ټولو لوړ شمېر لري.

په ورته وخت کې اروپايي ټولنې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د ۳۱ میلیونه یورو مرستې خبر ورکړی.

یادې ټولنې د ملګرو ملتونو اړوندو سازمانونو په همکارۍ په افغانستان کې میندو، ماشومانو او زلمیانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ملاتړ کړی.

د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې ویل شوي چې ۱۶ میلیونه یورو مرسته یې د روغتیا نړۍوال سازمان او ۱۵ میلیونه یورو نوره یې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ته بېله کړې ده.

اروپايي اتحادیې د ملګرو ملتونو د ورځې په تړاو، چې د اکتوبر ۲۴ مه کیږي، په افغانستان کې ناروغانو، میندو، ماشومانو او زلمیانو ته د ښو روغتیايي خدمتونو د پراخولو په برخه کې د مالي ملاتړ ژمنتیا ښودلې ده.

چین د تاجکستان له لارې له افغانستان سره نوی اقتصادي دهلیز پرانیزي

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۴ GMT+۱

په کابل کې د چین سفیر وایي، چې پکېنګ غواړي د تاجکستان له لارې له افغانستان سره نوی اقتصادي دهلیز پرانیزي.

جاو شينګ د پنجشنبې پر ورځد طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په ناسته کې وویل، چې ددغه پلان د پلیتابه لپاره به د تاجکستان، چین او افغانستان درې اړخیزه ناسته وشي.

د چین سفیر وايي، د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره د واخان لارې د فعالولو هڅې هم روانې دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر د رپوټ له مخې، د چین سفیر جاو شینګ په دې ناسته کې ویلي، چې چین ته د افغانستان د صادراتو کچه سږ کال ۱۱،۵سلنې ته لوړه شوې او په راتلونکي کال کې یې د۲۵ سلنې لوړېدو اټکل دی.

چین اعلان کړی چې په نوي میلادي کال کې به د افغانستان او ۴۰ نورو هېوادونو پر صادراتو د چین د حکومت مالیه معاف شي.

د چين سفیر وايي، دغه معافیت په ډسمبر میاشت کې پلی کیږي او په دې سره به چین ته د افغاني محصولاتو او تولیداتو د صادارتو کچه ډېره او ګڼ افغانان به پکې په کار بوخت شي.

جاوشینګ دغه راز یادونه کړې، چې پکېنګ په نړۍوالو غونډو کې د افغانانو د پرمختګ او له افغانانو سره د مرستې غږ پورته کړی او له نړۍوالو یې په افغانستان کې د پروژو د پلیتابه غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د طالبانو په تړاو په نړۍواله کچه د چین د دریځ ستاینه کړې ده.

طالبان او چین یوتربله نږدې اړیکې لري او د دواړو خواوو سوداګریز او اقتصادي پلاوي د کابل او پکېنګ ترمنځ تګ او راتګ کوي.

مولوي عبدالکبیر تېره اونۍ په کابل کې وویل، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوه دایمي غړي له دوی سره همکار پاتې شوي او دغه شورا تر اوسه په دې نه ده بریالۍ شوې، چې د امر بالمعروف د نوي قانون خلاف کومې پریکړې ته ورسیږي.

د عمران خان مېرمن بشرا بي بي له ۹ میاشتني بند وروسته خوشې شوه

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۹ GMT+۱

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند وايي، د ښاغلي خان مېرمن بشرا بي بي نن له زندان خوشې او خپل کور ته ستنه شوه. د دې ګوند پر اېکس ویډیو کې هم ښکاري چې ډېر کسان د بشرا بي بي هرکلي ته ولاړ دي.

بشرا بي بي د توشه خانه دوه کېس له امله په ایډیاله جېل کې بندي وه.

د نوموړې د خوشي کېدو پر مهال د تحریک انصاف ګوند ډېر غړي هم حاضر و.

بشرا بي بي تر خوشي کېدو وروسته لاهور ته لاړه.

د نوموړې مېړه او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان لا هم په ایډیاله جېل کې بندي دی.

بشرا بي بي ویلي، چې د هغه د خوشي کولو لپاره به هڅې جاري ساتي.

د انقرې د هوايي چلند او فضايي صنایعو پر ودانۍ برید کې ۵ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي

۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۶ GMT+۱

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ (د لړم دوېمه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې په انقره کې د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنایعو پر ودانۍ برید ترهګریز دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا له برید څو ساعته وروسته اعلان وکړ، چې په دغه ترهګریز برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵ او د ټپیانو شمېر بیا له ۲۲ تنو څخه لوړ شوی دی.

تر دې مخکې د ترکیې اناتولې خبري اژانس خبر ورکړی و، چې په انقره کې د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنعت په مرکزي دفتر کې یوه زوروره چاودنه شوې ده.

دا برید په داسې وخت کې شوی، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د برېکس په غونډه کې د ګډون لپاره کازان ته سفر کړی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له رجب طیب اردوغان سره له کتنې څو دقیقې مخکې دغه برید غندلی دی.

په همدې حال کې په ترکیه کې د امریکا سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا برید غندلی او ټینګار یې کړی، چې واشنګټن د خپل متحد ترکیې ترڅنګ ولاړ دی.

د ناټو عمومي منشي مارک روټه هم په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې له دې "ترهګریز" برید وروسته یې له رجب طیب اردوغان سره خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې: "د ناټو دریځ روښانه دی، موږ د ترکیې تر څنګ ولاړ یو."

سره له دې چې تر اوسه د چاودنې او ډزو لامل نه دی معلوم، خو ځینو رسنیو لیکلي چې د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنایعو په مرکز کې ځانمرګی برید شوی دی.