د ایران ایر ټور شرکت افغانستان ته الوتنې پيل کړې

د طالبانو د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت وایي، چې د ایران «اير ټور» هوايي شرکت په لومړي ځل افغانستان ته الوتنې پيل کړې. یاد وزارت ويلي، چې دغه شرکت به په اونۍ کې دوه ځله د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو له کابل څخه تهران او مشهد ته الوتنې ولري.
