طالبان د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر پټوي

د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند وایي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې. په ورته وخت کې د روغتیا د نړیوال سازمان شمېرې ښيي، چې د روان کال د وږي تر میاشتې پورې په افغانستان کې د دې ناروغۍ ۲۲ پېښې ثبت شوې دي.
