• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پزشکیان: موږ جګړه نه غواړو، خو له خپل حق څخه به دفاع کوو

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۴:۴۰ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسراییل د برید په ځواب کې د ایران په حق باندې په ټینګار سره وویل: «مونږ جګړه نه کوو خو د خپل ملت او هیواد له حقونو دفاع کوو. مونږ به د اسراییل تیریو ته مناسب ځواب ورکړو.»

د ایسنا د راپور له مخې، مسعود پزشکیان تېر ماښام یکشنبه د کابینې په غونډه کې د اسراییل له خوا پر ایران د هوایي برید په اړه وویل: «زه خپل ولس ته وايم چې په تیرو ۴۵ کلونو کې مو وښودله چې هیڅکله به د اسرایل په وړاندې ماتې ونه منو.»

ښاغلي پزشکیان پر نړۍوالو تور پورې کړ چې د اسراییل له لوري پر لبنان او فلسطین د بریدونو په وړاندې چوپه خوله پاتې دي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

۵

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

•
•
•

نور کیسې

شننه؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او تیاره افغانستان

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۴:۰۱ GMT+۰
•
عبدالغفور لېوال

د اطلاعاتو ترلاسه کولو حق، د وگړیو هغه بنسټيز حق دی، چې د مدني او سیاسي حقونو د نړۍوال میثاق د ۱۹مې مادې پر بنسټ هر وګړي ته حق ورکوي؛ ټولو هغو اطلاعاتو ته لاسرسی ولري، چې د ده په فردي، ټولیز او ټولنیز ژوند پورې تړاو لري او د ده معنوي او مادي ژوند ترې اغېز موندلای شي.

هر انسان حق لري چې هغو معلوماتو او اسنادو ته لاسرسی ولري چې د عامه ادارو په اختیار کې وي. دا حق د شفافیت پر اصل ولاړ دی او ښاروندانو ته اجازه ورکوي چې د حکومت او عامه ادارو د فعالیتونو په اړه خبر شي، په ځانګړې توګه هغه معلومات چې د دوی له حقونو یا ګټو سره تړاو لري. قانوني استثنا په دې برخه کې خورا کوشنۍ او څرګنده ده او یوازې په هغو ځانګړو مواردو راڅرخي، چې ملي امنیت، شخصي حریم یا د عامه ګټو ساتنه ګواښلای شي.

د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق د ۱۹مې مادې دویم بند وايي:

«هرڅوک د بیان د ازادۍ حق لري. په دې حق کې له هر راز حدودو او پولو پرته، د هر ډول معلوماتو او نظریاتو په ازاده توګه پلټل، ترلاسه کول او خپرول شامل دي. که دا په شفاهي ډول وي، د لیکلو، چاپولو، هنري بڼه، یا په هر بل وسیله چې یې خپله خوښه وي. »

په افغانستان کې د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې په تدریج خو په بنسټي او مدیریت شوې بڼه دغه حق له منځه ولاړ او نن افغانستان د بیان د ازادي، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنیو د قانوني او معقولې ازادۍ ارزښتونه ټول تروړل شوي دي.

100%

په لومړي ګام کې په رسنیو کې د ښځو کار او حضور محدود شو، بیا یې ښځې اړ کړې، چې ماسک وتړي، بیا له اقتصادي پلوه د خپلواکو رسنیو سقوط ته لاره هواره شوه، لسګونه ژورنالیستان وګواښل شول، زنداني شول، وربړول شول، ووژل شول،له وطنه وشړل شول یا یې خولې وروګنډل شوې او یا هم وپېرودل شول. وروسته یې رسنیو ته مکتوبونه ولېږل، چې د واکمنې ډلې پرخلاف څه مه خپروئ، بل ګام دا و، چې هر څه خپریږي، باید د واکمنې ډلې له فلتره تېر شي، بیا یې په رسنیزو بحثونو کې د شنونکیو ګډون ممنوع اعلان کړ... او دا دی اوس خبره دې ته راورسېده، چې په تلویزیونونو کې دې د ژوندیو موجوداتو تصویرونه نه ښوول کیږي. دا به د بشریت په تاریخ کې لومړۍ تجربه وي، چې تلویزیون دې خپرونې ولري، خو انسانان او ژوي دې په کې ښوول کیږي نه. ښه طنز دی، ښايي اوس بحث پر دې وي، چې ګلان، ونې او بوټي هم په ژوندیو کې راځي، دا څنګه؟وښوول شي که نه؟

تېر کال د خبریالانو په یوه غونډه کې یوه ښاغلي، چې تر دې مهاله ماته د رسنیزو چارو یو مجرب فعال ښکارېده، د افغانستان او رسنیو په اړه وویل:

«... په افغانستان کې محدودیتونه، سانسور او استبداد ډېر دی، خو لا هم په شمالي کوریا بدل شوی نه دی...»

د ښاغلي رسنوال دغې تبصرې حیران کړم، ماته یې دا وینا له درېیو احتمالاتو لرې نه‌ ښکاري، یا زموږ ښاغلی دوست د بیان د ازادۍ ترپښو لاندې کول سم نه‌پېژني و سیاسي چلند ورسره کوي، یا په شمالي کوریا کې له ریښتیني وضعیته خبر نه‌دی او یا هم په دې نه پوهیږي، چې په افغانستان کې څه تېریږي؟

اصلاً له دې اړخه د افغانستان و شمالي کوریا پرتلنه ساده‌ګي ده. په افغانستان کې د انګریز او پاکیستاني ښکېلاک له تکتیکونو راوتلې یوه تیاره ایډیولوژیکه دیکتاتوري استبداد کوي او په شمالي کوریا کې د کومونیزم یوه مسخ شوې دیکتاتوري واکمنه ده، چې تر ډېره بریده د کومونیزم تر بالاپوش لاندې د یوې کورنۍ مطلقه سلطنت دی، نه د پرولتاري پوړ دیکتاتوري، چې تکل یې د یوې سوسیالیستي ټولنې رامنځ‌ته کول وي. دا دواړه دومره سره لرې و متضاد دي، چې زموږ د ښاغلي ژورنالیست پرتلنه له بنسټه ناسمه زباتوي.

د شمالي کوریا و افغانستان ترمنځ د اطلاعاتو ترلاسه کولو د حق، د بیان ازادي او رسنیزه خپلواکي له څو اړخونو سره توپیر لري. په افغانستان کې په رسنیو او اطلاعاتو بندیز د ویرې له امله دی، په شمالي کوریا کې د استبدادي مطلق‌العنان اقتدار له امله.شمالي کوریا اطلاعات و خبررسونه کورنۍ کړې ده او له پانګوالې نړۍ سره یې د اطلاعاتي اړیکو پرېکوڼ کړی دی، خو په افغانستان کې د واکمنې ډلې له بنسټه د رسنیو له شتون سره ستونزه راولاړه شوې ده او د دوی د بندیزونو لړۍ به یوه ورځ دې ته رسیږي، چې په ټول افغانستان کې یوه راډیو « شریعت‌غږ» او یو اخبار «شریعت» وي، چې یوازې او یوازې به د دوی خبرتیاوې و تبلیغات خپروي او بس. حال دا چې په شمالي کوریا کې ګڼ دولتي تلویزیوني چینلونه فعال دي، چې موسیقي، فیلم، تیاتر، تفریحي پروګرامونه، روزنیزې علمي خپرونې او د کوریا له ګټو سره سم خبري سرویسونه لري. شمالي کوریا د امپریالیزم هنر و فرهنګ نه خوښوي، خو پر ځای یې د شمالي کوریا فرهنګ و هنر په داسې پراخه پیمانه خپروي، چې خپلو خلکو ته وښيي؛ ټوله لویدیزه نړۍ یوه خوا او شمالي کوریا بله خوا. د شمالي کوریا د استبداد موخه په هره برخه کې له ټولې پانګوالې نړۍ سره د شمالي کوریا د سیال کولو او ډغرې وهلو هڅه ده، خو په افغانستان کې د ټولو خلکو په خولو، سترګو او غوږونو د بشپړې تیارې پرده هوارول دي او هغه هم په دې نامه چې تاسو ټول باید له دې لارې جنت ته ولاړ شئ.

د شمالي کوریا استبداد د دوی له نظره عقلاني دی، خو د افغانستان استبداد خرافاتي و د یوه بشپړ شاته ساتل شوي شعوريو فکري وضعیت پایله ده، چې په دویمې و درېیمې هجري پېړۍ کې نښتی دی. د افغانستان د استبداد پیغام دا دی، چې: « مه خبریږئ، ځکه که خبر شوئ، نو ګناهګاریږئ!»

دواړه استبداده په یوه برخه کې سره ورته دي او هغه د استبداد نفس دی چې دواړو یې د دوو ملتونو بنسټي خپلواکۍ ترپښو لاندې کړي او په شدت سره ناانساني دي.

په افغانستان کې په (ځان خبرولو) بندیز دی.د ځان خبرولو بندیز تر ټولو ګواښمن او ناانساني بندیز دی. افغانان حق نه لري، چې خبر شي :

ـ د دوی پر برخلیک څه لوبه روانه ده؟

ـ څوک افغانستان ته راځي؟

ـ څه ډول نیابتي ډلې په کې جوړیږي؟

ـ څوک وسلې او پيسې ورکوي؟

ـ څنګه د افغانستان د پاکیستانایزېشن ( پاکیستاني‌کولو) پروسه په چټکۍ سره روانه ده؟

ـ له وطنه د تیښتې په هڅه کې په کډوالو څه پېښیږي؟

ـ په ګاونډیو هېوادونوکې له افغانانو سره څه روان دي؟

ـ د افغانستان شتمنۍ څنګه لوټیږي؟

ـ له کانونو سره څه لوبه روانه ده؟

ـ د ملي پوځ و پولیسو له منسوبینو سره څه کیږي؟

ـ ملتپال عناصر څنګه ځپل کیږي؟

ـ څنګه د افغان، افغانیت او افغانستان ملي ارزښتونه هره ورځ پیکه کیږي او د پاکیستاني مدرسو له استخباراتي نصاب څخه راپنځېدلې افغان ضد پالیسۍ د پان‌اسلامیستي تفکر په بڼه د ملي هویت جرړې له بیخه راباسي؟

که له دې پوښتنو څخه افراطي ویره نه وای، پر رسنیو، د بیان په ازادۍ، په تلویزیون کې په تصویرونو، له ټولیزو شبکو او ښځو او زده‌کړو سره به دومره حساسیت نه وای.

مونتسکیو په روح‌القوانین کې یو عجیب بحث لري، چې لنډیز یې دلته د روانې واکمنې ډلې ویره ترسیمولای شي،دی وایي:د دیکتاتوري تشدد د هغې د ویرې پایله ده. مستبده دیکتاتوري له خلکو ویریږي، د خلکو له خبرېدا او پوهېدا، روښانېدو او ویښتیا یې زړه چوي او د ویرې ځواب په ویره‌خپرولو ورکوي. مستبده دیکتاتوري خلک له رڼا او پوهېدا، خبرېدو څخه ویروي او هغه دیکتاتوري چې د مذهب وسله کاروي، تکفیر ته مخه کوي او روښانتیا، خبرېدل، ویښتیا او پوهېدل له کفر سره معادل ګڼي.

که د مونتسکیو په وینا دا ویره نه وي، نو څوک به ومنلای شي، چې په یویشتمه پېړۍ کې یوه واکمني دې خپل خلک له دې کبله له تلویزیون کتلو څخه منع کړي، چې ګواکې د ژوندي تصویر کتل ګناه لري(؟!) او سړی په هینداره کې ځان ته په کتلو هم دوزخ ته ځي.

د ایډیولوژیکې دیکتاتورۍ د لاندینیو لیکو ساده او بېخبره وسلوال ښايي په همدې عقیده وي، خو د منځني کچ مسوولان او مشران یې ښه په دې پوهیږي، چې د دوی دا ادعا درواغ ده او دوی دغه په ظاهره دیني مسئله د یوه سیاسي تاکتیک په توګه کاروي.

موږ په یویشتمه پېړۍ کې ژوند کوو، د ټولې نړۍ د خبرونو سرچینه د هرچا په جیب کې پرته ده، له یوې څلويښت میلیوني ټولنې څخه د «ځان خبرولو» امکانات تروړل تقریباً ناشونې بريښي، خو استبداد خپله هڅه کوي. پر افغانستان د معلوماتو د خپراوي له اړخه اطلاعاتي تیاره خپرول د استبداد د تنازع‌للبقا‌ء روستۍ ناکامه هڅه ده. هغه څه چې ممکن دي او باید وشي، هغه د افغانستان د خلکو د خبرولو لپاره د ځایناستو امکاناتو پلټل دي. په تبعید کې خبریالان او رسنۍ مکلفې دي، چې د واکمن استبداد له خوا دغه رامنځته شوې تشه ډکه کړي، موږ باور لرو چې دا هڅه به هغومره اغېزناکه نه‌وي، لکه په افغانستان کې دننه رسنیزې هڅې، خو په اوسنۍ کړکېچن حالت کې دا یوازیني ممکن څه دي، چې د بیان، رسنیو او ځان‌خبرولو د ازادۍ په حقونو باخبره افغانان یې کړلای شي.

طالبان وايي، یوه میاشت کې شاوخوا دوه زره بهرني وګړي افغانستان ته د کار لپاره راغلي دي

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۳:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د احصايې او معلوماتو ادارې د یکشنبې په ورځ ویلي، چې په تلې میاشت کې ۲۱۳۱ بهرني وګړي د ځمکې او هوا له لارو افغانستان ته راغلي دي. دغه اداره وايي، چې له دې ډلې ۴۳۴ تنه یې ګرځندویان او پاتې نور یې افغانستان ته د کار لپاره راغلي.

د طالبانو د احصايي او معلوماتو ادارې د یکشنبې په ورځ د (لړم شپږمه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادو بهرنیو وګړو له جملې ۶۳ تنه یې ښځې دي.

دغې ادارې ویلي، چې په دغه موده کې ۱۸۰۹ تنه بهرني وګړي له افغانستانه وتلي دي.

د احصايې ادارې د معلوماتو له مخې، ډېری تګ راتګ د ځمکې له لارو کیږي.

افغانستان ته بهرني وګړي د نیمروز، تورخم، حیرتان، هرات او بلخ د هوايي ډګرونو له لارو راغلي دي.

طالبان افغانستان ته د بهرنیو وګړو تګ راتګ د هېواد د اقتصادي او امنیتي وضعیت د ښه کېدو نښه ګڼي.

خو له هېواد څخه د کډوالۍ د پراخو څپو راپورونه د طالبانو له دې ادعا سره مخالف دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د روان کال په زمري میاشت کې ویلي، چې له ۲۰۲۰ کال رهیسې نږدې اته میلیونه افغانانو خپل هېواد پریښی دی.

دغه سازمان ویلي، چې له دې جملې یو میلیون افغانان په اروپا او ۸۵ سلنه په ګاونډیو هېوادونو کې ځای ځای پر شوي دي.

همدارنګه ملګرو ملتونو ویلي،، چې ۷۰ سلنه افغانان چې ایران ته کډوال شوي، په هېواد کې د کاري فرصتونو د نه شتون له امله کډوالۍ ته اړ شوي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د روان کال په وږي میاشت کې ویلي و، چې د زمري میاشتې له ۲۸مې د وږي تر درېیمې نېټې د طالبانو تر واک لاندې له افغانستانه له ۷۲ زرو څخه ډیر کسان وتلي دي.

د سازمان په خبره یاد کسان د درملنې او بیکارۍ له امله پاکستان او ایران ته تللي دي.

همدارنګه دغه سازمان د روان کال د تلې په میاشت کې په خپل راپور کې ویلي و، چې په تېرو شاوخوا اتو میاشتو کې څه کم یو میلیون او ۶۰۰ زره کسان پاکستان او ایران ته کډوال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واک لاندې د پاسپورټ عمومي ریاست ویلي و چې په وږې میاشت کې یې په دوو ورځو کې ۳۰ زره ټوکه پاسپورټونه ویشلي دي.

حال وش: د ایراني ځواکونو په ډزو کې ټپي شوي شپږ افغان کډوال نیمروز ته لېږدول شوي

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۳:۰۲ GMT+۰

د حال وش خبري ویب‌پاڼې د افغان کډوالو د انځورونو په خپرولو سره خبر ورکړی، چې د کلګان په پوله کې د ایراني پوله ساتو له‌خوا د برید په ترڅ کې د شپږو ټپیانو په ګډون لسګونه افغان کډوال نیمروز ولایت ته یېږدول شوي دي. د حال وش په وینا، ټپیان د نیمروز په روغتون کې بستر شوي.

د حال وش له خوا د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې افغان کډوال وايي چې د ۵۰ ـ ۵۰ کسانو په ډله کې چې ټولټال ۳۰۰ تنه وو، ایران ته روان وو چې د ایراني ځواکونو له خوا پرې برید وشو.

د دغو کډوالو په وينا، له بريد وروسته پاکستان ته ولاړل او له څو ورځو هڅو وروسته د پاکستاني ځواکونو په مرسته بېرته نيمروز ته ستانه شول.

حال وش چې د سیستان او بلوچستان ولایتونو په اړه خبرونه خپروي، چې د سرچینو په حواله یې خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ (د لړم ۶مه) د پاکستان د پوځ له خوا د شپږو ټپیانو په ګډون لسګونه افغان کډوال نیمروز ته ولېږدول شول.

یو کډوال وايي: «موږ ۳۰۰ تنه وو او په ۵۰ـ ۵۰ کسیزه تنو ډلو وویشل شوو، چې له پولې تیر شو، خو د ایراني سرحدي ځواکونو له له کمین سره مخ شوو، لسګونو کسان ووژل او ژوبل شول او موږ اړ شو چې پاکستان ته وتښتو.»

د ایران چارواکو پر افغان کډوالو ډزې رد کړې، خو طالبانو د پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلې دی.

پر افغان کډوالو د برید خبر په لومړي ځل د حال وش خبري اژانس خپور کړ.

د ایران په سراوان ښار کې پر افغان کډوالو برید په ملي او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راوپارول.

د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې د ایران پر پوځي بنسټونو د اسراییل برید زیانونه اړولي

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۲:۴۸ GMT+۰

اسوشېیټیډ پریس د سپوږمکۍ د انځورونو له تحلیل سره لیکلي دي چې اسراییل د تهران په سویل ختیځ کې د یوې پټې پوځي اډې تاسیسات او د ایران په برید کې د بالستیک توغندیو اډې ته زیان رسولی دی. خو ایران د اسراییل د برید د زیانونو په اړه جزیات نه دي ورکړي.

کارپوهان په ایران کې ویجاړه شوې پوځي اډه د اټومي وسلو له مهالویش سره تړلې ده.

د اسوشیېټیډ پرېس په وینا، یو شمېر ویجاړې شوې ودانۍ د ایران د پارچین په پوځي اډه کې وې، چې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره شک لري چې ایران په تېرو وختونو کې د زیاتو چاودېدونکو توکو ازموینې کړې دي.

ایران له اوږدې مودې راهیسې ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې سوله ییز دی، که څه هم د اټومي انرژۍ نړیواله اداره، لویدیځې استخباراتي ادارې او نور وايي تهران تر ۲۰۰۳ کال پورې د وسلو فعال پروګرام درلود.

نور زیانونه د خجیر پوځي اډې ته نږدې لیدل کیږي، کوم چې شنونکي په دې باور دي چې د ځمکې لاندې تونل سیسټم او د توغندیو تولید ځایونه به پټ وي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ وویل چې د اسراییل بریدونو «ایران ته سخت زیان اړولی او خپل ټول هدفونه یې ترلاسه کړي دي.»

تر اوسه پورې معلومه نه ده چې د اسراییل په برید کې څومره ځایونه په نښه شوي دي. او لا هم د ایران پوځ ته د اوښتو زیانونو انځورونه نه دي خپاره شوي.

سي ان ان: د برید پر مهال یو شمېر اسراییلي جنګي الوتکې د ایران هوايي حریم ته ننوتلي وې

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۰:۳۲ GMT+۰

له سي ان ان سره په مرکه کې یو پخواني او یو اوسني اسراییلي چارواکو ویلي، چې یو شمېر اسراییلي جنګي الوتکې د ایران پر پوځي اهدافو د برید پر مهال د ایران هوايي حریم ته ننوتلې وې.

سي ان ان لیکلي، چې دا اقدام د ایران په وړاندې د اسراییلو د پام وړ پوځي وړتیا په ګوته کوي.

دغې رسنۍ زیاته کړې چې په دې ماموریت کې شاوخوا ۱۰۰ اسراییلي جنګي التکو برخه اخیستې وه، خو ټولې د ایران هوايي حریم ته نه دي ننوتلي.

له دې مخکې ایران انټرنشنل د یوې اسراییلی سرچینې په حواله خبر ورکړی وو، چې د ایران په پوځی هدفونو د وروستیو بریدونو په لړ کې د اسراییلو اف - ۳۵ جنګي الوتکې د لومړی ځل لپاره د ایران هوایی حریم ته ننوتلې وې.

د سرجینې په ​​وينا، دغو الوتکو د تهران په اسمان کې الوتنې سره پر خپلو اهدافو بمباري وکړه.