• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي، یوه میاشت کې شاوخوا دوه زره بهرني وګړي افغانستان ته د کار لپاره راغلي دي

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۳:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د احصايې او معلوماتو ادارې د یکشنبې په ورځ ویلي، چې په تلې میاشت کې ۲۱۳۱ بهرني وګړي د ځمکې او هوا له لارو افغانستان ته راغلي دي. دغه اداره وايي، چې له دې ډلې ۴۳۴ تنه یې ګرځندویان او پاتې نور یې افغانستان ته د کار لپاره راغلي.

د طالبانو د احصايي او معلوماتو ادارې د یکشنبې په ورځ د (لړم شپږمه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادو بهرنیو وګړو له جملې ۶۳ تنه یې ښځې دي.

دغې ادارې ویلي، چې په دغه موده کې ۱۸۰۹ تنه بهرني وګړي له افغانستانه وتلي دي.

د احصايې ادارې د معلوماتو له مخې، ډېری تګ راتګ د ځمکې له لارو کیږي.

افغانستان ته بهرني وګړي د نیمروز، تورخم، حیرتان، هرات او بلخ د هوايي ډګرونو له لارو راغلي دي.

طالبان افغانستان ته د بهرنیو وګړو تګ راتګ د هېواد د اقتصادي او امنیتي وضعیت د ښه کېدو نښه ګڼي.

خو له هېواد څخه د کډوالۍ د پراخو څپو راپورونه د طالبانو له دې ادعا سره مخالف دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د روان کال په زمري میاشت کې ویلي، چې له ۲۰۲۰ کال رهیسې نږدې اته میلیونه افغانانو خپل هېواد پریښی دی.

دغه سازمان ویلي، چې له دې جملې یو میلیون افغانان په اروپا او ۸۵ سلنه په ګاونډیو هېوادونو کې ځای ځای پر شوي دي.

همدارنګه ملګرو ملتونو ویلي،، چې ۷۰ سلنه افغانان چې ایران ته کډوال شوي، په هېواد کې د کاري فرصتونو د نه شتون له امله کډوالۍ ته اړ شوي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د روان کال په وږي میاشت کې ویلي و، چې د زمري میاشتې له ۲۸مې د وږي تر درېیمې نېټې د طالبانو تر واک لاندې له افغانستانه له ۷۲ زرو څخه ډیر کسان وتلي دي.

د سازمان په خبره یاد کسان د درملنې او بیکارۍ له امله پاکستان او ایران ته تللي دي.

همدارنګه دغه سازمان د روان کال د تلې په میاشت کې په خپل راپور کې ویلي و، چې په تېرو شاوخوا اتو میاشتو کې څه کم یو میلیون او ۶۰۰ زره کسان پاکستان او ایران ته کډوال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واک لاندې د پاسپورټ عمومي ریاست ویلي و چې په وږې میاشت کې یې په دوو ورځو کې ۳۰ زره ټوکه پاسپورټونه ویشلي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

حال وش: د ایراني ځواکونو په ډزو کې ټپي شوي شپږ افغان کډوال نیمروز ته لېږدول شوي

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۳:۰۲ GMT+۰

د حال وش خبري ویب‌پاڼې د افغان کډوالو د انځورونو په خپرولو سره خبر ورکړی، چې د کلګان په پوله کې د ایراني پوله ساتو له‌خوا د برید په ترڅ کې د شپږو ټپیانو په ګډون لسګونه افغان کډوال نیمروز ولایت ته یېږدول شوي دي. د حال وش په وینا، ټپیان د نیمروز په روغتون کې بستر شوي.

د حال وش له خوا د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې افغان کډوال وايي چې د ۵۰ ـ ۵۰ کسانو په ډله کې چې ټولټال ۳۰۰ تنه وو، ایران ته روان وو چې د ایراني ځواکونو له خوا پرې برید وشو.

د دغو کډوالو په وينا، له بريد وروسته پاکستان ته ولاړل او له څو ورځو هڅو وروسته د پاکستاني ځواکونو په مرسته بېرته نيمروز ته ستانه شول.

حال وش چې د سیستان او بلوچستان ولایتونو په اړه خبرونه خپروي، چې د سرچینو په حواله یې خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ (د لړم ۶مه) د پاکستان د پوځ له خوا د شپږو ټپیانو په ګډون لسګونه افغان کډوال نیمروز ته ولېږدول شول.

یو کډوال وايي: «موږ ۳۰۰ تنه وو او په ۵۰ـ ۵۰ کسیزه تنو ډلو وویشل شوو، چې له پولې تیر شو، خو د ایراني سرحدي ځواکونو له له کمین سره مخ شوو، لسګونو کسان ووژل او ژوبل شول او موږ اړ شو چې پاکستان ته وتښتو.»

د ایران چارواکو پر افغان کډوالو ډزې رد کړې، خو طالبانو د پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلې دی.

پر افغان کډوالو د برید خبر په لومړي ځل د حال وش خبري اژانس خپور کړ.

د ایران په سراوان ښار کې پر افغان کډوالو برید په ملي او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راوپارول.

عباس ستانکزی: د نظر اختلاف لرو خو د خپل مشر اطاعت کوو

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د دغې ډلې د غړو ترمنځ د اختلافاتو شتون په اړه خپاره شوي خبرونه د رسنیو «منفي تبلیغات» بولي. عباس ستانکزی وايي، چې طالبان هیڅ ډول اختلاف نه لري او ټول د خپل مشر اطاعت کوي.

په ورته وخت کې هغه وویل، چې په هره اداره کې «د نظر اختلاف شتون لري.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې په یوه غونډه کې د دې ډلې د غړو ترمنځ د اختلاف په ردولو سره وویل: «د امارت ټول غړي له مشره تر کشره د یو امیرالمومنین اطاعت کوي.»

دغه طالب چارواکي په خپلو خبرو کې متضادې څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دې ډلې د غړو تر منځ « د نظر اختلافات» شته.

نوموړي زياته کړه: «هو، په هر ځای کې د نظر اختلاف شته. په هره ټولنه کې، په هر وزارت کې، په هره اداره کې او په هر کور کې. تاسو لیدلي، چې په هر کور کې د پلار او زوی تر منځ ناندرۍ او اختلافات وي.»

ښاغلي ستانکزي وویل، چې د افغانستان په هیڅ حکومت کې د حکومت لومړي کس د طالبانو د مشر په شان « تسلط او کنټرول» نه لروده.

عباس ستانکزي زياته کړه: «دا زموږ يووالى او صداقت ښيي، چې نن ټول ملت يو لاس دى.»

دغه طالب چارواکي له دې مخکې هم په بېلابيلو څرګندونو کې ټینګار کړی و، چې د طالبانو د نظام دوام په ټولنه کې د عدالت په تامین پورې اړه لري.

ستانکزي وويل، په کومه ټولنه کې چې عدالت تامين نه وي، فساد او ګډوډي پکې وي، خلک پر داسې نظام باور نه کوي او له هېواده تښتي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې له ۲۰۲۲ کال راهیسې لږ تر لږه اته میلیونه افغانان د طالبانو تر ولکې لاندې له هېواده وتلي دي.

طالب چارواکي تل وايي، چې د دې ډلې د غړو ترمنځ اختلاف نه شته؛ خو ځینې چارواکې یې بیا په خپله خوله داسې څرګندونې کوي چې د اختلاف شتون په ډاکه کوي.

د راپورونو له مخې؛ طالبان لږ تر لږه د نجونو د زده کړو او د دې ډلې د امربالمعروف وزارت د سختو قوانینو د تطبیق په برخه کې اختلاف لري.

د ځینو راپورونو له مخې، د طالبانو یو شمېر چارواکي هم د دغې ډلې د کندهاري غړو له خوا د «واک انحصار» څخه ناراضه دي.

په یوه برخه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په میاشت کې د طالبانو په حکومت کې د واک پر انحصار نیوکه وکړه او ویې ویل، چې اوسنی وضعیت ورته د منلو نه دی.

افغان ابدالیانو په لومړي ځل د ځوانانو اسیا جام اتلولي وګټله

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۴ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې، افغان ابدالیانو، د عمان په کوربه توب د ځوانانو اسیايي جام د ۲۰۲۴ کال اتلولي وګټله. دا لومړی ځل دی، چې افغان ابدالیان دغه جام په خپل نوم کوي.

د ځوانانو اسیایي جام د پای لوبې پچه د سریلانکا الف لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د سریلانکا لوبډلې د ۲۹ اورونو په لوبولو سره ۱۳۳ منډي جوړې کړې.

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې سمیع الله بلال ۳ او الله محمد غضنفر د سیالې لوبډلې دوه مهمې ویکټې ترلاسه کړې.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د افغان ابدالیانو پیلیز توپ وهوونکی زبید اکبري په صفر وسوځید، خو د لوبډلې د منځني توپ وهونکي له جملي څخه لوبډلمشر دروېش رسولي ۲۴ او کریم جنت ۳۳ چټکې منډې جوړې کړې.

همدارنګه افغان ابدالیانو دغه لوبه د صدیق الله اتل د ۵۵ او اسحاق خان د ۱۶ ناسوځېدلو منډو په مټ په ۱۸،۱ اور کې وګټله.

دغه جام په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان الف لوبډلې ګتلی و.

د افغانستان فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې اسیا جام ته لار ومونده

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۴ GMT+۰

د افغانستان فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې بنګله دېش لوبډلې ته درې پر دوه ماته ورکړه او د ۱۲ نومرو په درلودو سره يې د ۱۷ کلنو اسیا جام ته لاره پیدا کړه. افغان لوبډلې په لومړي ګروپ کې بنګله دېش، کمبوديا، فليپين او کايو ته ماتي ورکړه او د ټولو لوبو په ګټلو اسیام جام ته لاړه.

د افغانستان او بنګله دېش ۱۷ کلنو فوټبال لوبډلو ترمنځ د نن ورځي د سيالۍ په پيل کې لومړۍ ګولوهنه بنګله دېش تر سره کړه، خو په ۲۹ مه دقیقه کې افغان لوبغاړي یاسر صافي لوبه مساوي کړه، چې وروسته بنګله دېش دویم ګول هم تر سره کړ او د لوبې لومړۍ نيمايي دوه د یو پر وړاندې د بنګله دېش په ګټه پای ته ورسېده.

د لوبې په دويمه نیمايي کې میلاد نوري په ۶۴ مه دقيقه کې لوبه مساوي کړه او ارش احمدي په ۷۰ یمه دقیقه کې د ګټې ګول تر سره کړ او په همدې سره يې بنګله دېش مات کړ.

د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې په دې څلورو سياليو کې ۲۳ ګولونه تر سره کړي او درې ګولونه یې خوړلي.

افغانستان په خپل ګروپ کې د ټولو سياليو په ګټلو د سرګروپ په توګه د ۱۷ کلنو اسیا جام سیاليو ته لاړ.

د ۱۷ کلنو اسیا جام د ۲۰۲۵ کال د اپريل مياشت کې د سعودي عربستان په کوربه توب تر سره کيږي.

د طالبانو تر واک لاندې فوټبال فدراسيون مسوولانو، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، يو شمېر سياستوالو او ګڼو افغانانو د فوټبال ۱۷ کلنو اسیا جام ته د افغان لوبډلې پر تګ خوښي ښودلې او د لوبغاړو ترڅنګ يې ټولو مينه والو ته مبارکۍ ورکړې دي.

طالب چارواکی: ځانونه باید له بې فرهنګه او بې تاریخه هېوادونو سره پرتله نه کړو

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۷ GMT+۰

په کابل ښاروالۍ کې د طالبانو د فرهنګي چارو مشر ولي ګل جواد وايي: «موږ باید په سیمه کې ځانونه له هغو هېوادونو سره پرتله نه کړو، چې تاريخ او کلتور نه لري». جواد زیاته کړه، چې په سیمه کې ځینې هیوادونه نورو ژبو ته تر خپلو ژبو لومړیتوب ورکوي.

په کابل ښاروالۍ کې د طالبانو د فرهنګي چارو مسوول ولي ګل جواد د یکشنبې پر ورځ (د لړم ۶ مه) نېټه د خصوصي سکتور له استازو سره د دې ډلې د لوحو د څارنې د کمېټې په غونډه کې وويل: «بهرنيو ژبو ته لومړيتوب ورکول د یوه هېواد د فرهنګ نشتوالی په ډاګه کوي»،

هغه زیاته کړه چې افغانان بډایه کلتور او خوږې ژبې لري.

دغه طالب چارواکي د کوم ځانګړي هېواد نوم وانه خيست.

هغه دا څرګندونې په کابل کې د پلورنځيو په لوحو کې د بهرنيو په ځانګړې توګه د انګريزي کلمو د مخنيوي اړوند بحث کې کړې دي.

ولي ګل جواد ټینګار کړی، چې افغانستان اوږد تاریخ او کلتور لري او اړتیا نه شته، چې د هیواد د ژبو په څنګ ته کولو سره بهرنیو ژبو ته لومړیتوب ورکړل شي.

طالبانو په ډېرو ولایتونو کې کميټې ټاکلي، چې په بهرنیو ژبولیکل شوې لوحې اصلاح کړي، خو په دې کې ډېر داسې اصطلاحات هم لرې کړای شوي، چې په نړیواله کچه عامې دي.