• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان انټرنشنل نظرپوښتنه؛ ۵۳ ٪ ګډونوال وايي د امریکا ټاکنې پر افغانستان اغېز نه لري

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۰:۵۴ GMT+۰

د امریکا د ټاکنو په تړاو د افغانستان انټرنشنل - پښتو د درې ورځنۍ نظرپوښتنې ۵۳.۲۵ سلنه ګډونوال په دې باور دي چې د امریکا ټاکنې د افغانستان پر وضعیت اغېز نه لري. همداراز ۲۶.۹ سلنه ګډونوال ډونلډ ټرمپ د افغانانو په ګټه کس بولي او ۵.۲۵ سلنه بیا کمالا هرېس ګټوره بولي.

په ورته وخت کې ۱۴.۶ سلنه د نظرپوښتنې ګډونوال د امریکا د ټاکنو په تړاو کوم ځانګړی نظر نه لري.

د اکټوبر له ۲۷مې تر ۳۰مې نېټې پورې افغانستان انټرنشنل - پښتو د امریکا د ټاکنو په تړاو یوه پرلیکه نظرپوښتنه ترسره کړه، چې څلور اساسي پوښتنې یې لرلې.

100%

پر اېکس ټولنیزه شبکه په دغې نظرپوښتنه کې ۳۲۵ کسانو برخه اخیستې ده، چې ۲۹.۹ سلنه ګډونوال باور لري چې که ټرمپ ولسمشر شي د افغانانو په ګټه دی.

بل خوا هرېس د دغې نظرپوښتنې په ګډونوالو کې ۶.۵ سلنه پلویان لري او دوی فکر کوي، چې که چېرې کمالا هرېس کامیابه شي ښايي د ټرمپ په پرتله یې افغانستان او افغانانو ته ډېره ګټه ورسیږي.

ځینې ګډونوالو په تبصرو کې استدلال کړی چې که ټرمپ ولسمشر شي نو ښايي له افغانستان سره د امریکا روانې مرستې په ټپه ودریږي؛ خو دا خطر بیا د کمالا په وجود کې کم بریښي.

د نظرپوښتنې یوه لویه برخه ۴۹.۵ سلنه ګډونوال بیا په دې باوري دي چې د امریکا په ټاکنو کې که د جمهوري غوښتونکو نوماند ټرمپ او یا د ډېموکراټانو نومانده هرېس کامیابه شي د امریکا پر بهرنۍ پالیسۍ کوم ځانګړی اغېز نه ښیندل کیږي.

د نظرپوښتنې د ګډونوالو دا برخه بیا باور لري چې افغانانو ته ټرمپ او یا هرېس بریا کومه ځانګړې ګټه یا تاوان نه لري.

په تبصرو کې ځینو ګډونوالو استدلال کړی چې د امریکا بهرنۍ پالیسي د ځانګړو بنسټونو له خوا د لنډ، منځ او اوږدمهال لپاره جوړیږي چې د ولسمشرانو بدلون پرې کومه ځانګړې اغېزه نه لري.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د نظرپوښتنې ۱۴.۲ سلنه خلکو بیا ویلي چې دوی د امریکا د ټاکنو په تړاو هېڅ کوم نظر نه لري.

100%

د افغانستان انټرنشنل - پښتو پر فیسبوک د دغې نظرپوښتنې ګډونوال ۸۷۰ کسان وو او تر ټولو لویې برخې ګډونوالو ویلي چې د امریکا ټاکنې د افغانستان پر وضعیت او له افغانستان سره د امریکا پر تعاملاتو کوم ځانګړی اغېز نه لري.

د نظرپوښتنې ۵۷ سلنه خلک په دې باور دي چې د امریکا ټاکنې یوازې د امریکا په داخلي مسایلو پورې اړه لري او پر افغانستان کوم ځانګړی اغېز نه لري.

د دغې نظرپوښتنې ۲۴ سلنه ګډونوال ټرمپ او ۴ سلنه ګډونوال هرېس د افغانستان او افغانانو په ګټه بولي.

۱۵ سلنه ګډونوال بیا د امریکا د ټاکنو په تړاو هېڅ نظر نه لري.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو پر فیسبوک او اېکس په یادې نظرپوښتنې کې ۱۱۹۵ کسانو برخه اخیستې وه.

ټاکل شوې د روان میلادي کال د نومبر په پنځمه نېټه د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي چې په دې ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند او پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ډېموکراټانو د نومانده او د اوسني ولسمشر مرستیاله کمالا هرېس د یو بل سیالان دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د هرېس په ټاکل کیدو سره به په نړۍ کې کوم بدلونونه رامنځته شي؟

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۷ GMT+۰

که کماله هرېس د امریکا د ولسمشرۍ ټاکني وګټي نو، د دغه هېواد د ځواکونو او د هغوی د ګټو لپاره به د ایران او د هغه هېواد د ملاتړو ډلو په وړاندې له هیڅ ډول اقدام څخه پر شا نه شي.

د اسراییلو او حماس تر منځ د جګړې، د اوکراین پر وړاندې د روسیې د تیري او د اقلیم د بدلون په اړه د هغه دریځ د امریکا له اوسنۍ ادارې سره یو ډول دی.
د ۲۰۲۴ کال د نومبر په پنځمه د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته یوازې ۹ ورځې پاتې دي او د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتو نوماندانو ترمنځ سخته سیالې روانه ده.
د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن له استعفا وروسته هرېس د ډیموکراټ ګوند ټاکنیز کمپاین ته داخل شوه او که نوموړې د امریکا د ولسمشرې په توګه وټاکل شي، د دغه هېواد په کورنیو او بهرنیو سیاستونو کې د سترو بدلونونو احتمال به کم شي او اوسنۍ پالیسۍ به دوام ومومي.
له ایران سره د هرېس مخامخ کېدل
هرېس ایران په سیمه کې د یو جدي ګواښ او بې ثباته کوونکي ځواک په توګه پيژني او ژمنه یې وکړه چې تهران ته به هیڅکله اجازه ورنه کړي چې پوځي اټومي وړتیا ترلاسه کړي.
نوموړې ایران په سیمه کښې د اسراییلو، دامریکا دپوځیانو او ملکی وګړو دامنیت لپاره یو ګواښ بولي او ټینګار یې کړی، د ایران او دهغوی د پراکسي ډلو په وړاندې به دامریکا دګټو او پوځونو دساتلو لپاره هرډول اقدام وکړي.
هرېس تر اوسه په ځانګړي ډول نه دي ویلي، چې ایا د ټاکل کیدو په صورت کې به له ایران سره نوې اټومي موافقه تعقیب کړي او کنه.


د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې په اړه دریځ غوره کول
هرېس د بهرنۍ تګلارې په یوه تر ټولو سختو مسلو کې له اسراییلو د خپل قوي ملاتړ او له ځانه د دفاع په برخه کې د دغه هېواد د حق خبره کړې او د حماس له منګولو څخه یې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.
هغې همداشان په غزه کښې د بشری حالاتو او د ملکی خلکو د مرګ ژوبلې په هکله اندیښنه څرګنده کړې او دغه حالت یې ناورین بللی او د غزې له ګڼ میشتو سیمو څخه یې د اسراییلو د پوځی ځواکونو د وتلو او د شخړو د ختمولو په اهمیت ټینګار کوي.


د روسیې د تیري په وړاندې له اوکراینه ملاتړ
هرېس د روسیې د تیري په وړاندې د اوکرایین د ملاتړ لپاره پر خپلې ژمنې ولاړ ده او څو ځله یې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره کتلي دي.
هغې په دې وروستیو کې له اوکراین سره د انرژۍ، بشري مرستو او نورو مرستو په برخه کې د یو نیم میلیارد ډالرو مرستې اعلان وکړ او ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې اقدام نه کول به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ګټه ورسوي.


د اقلیم عدالت ته ژمنتیا او د اقلیمې بدلون سره مقابله
هرېس، د پاریس په اقلیمې تړون کې د متحده ایالاتو ساتلو ته او د هغې د ولسمشرۍ د دورې له پیل تر ۲۰۳۵ کاله پورې د ګلخانه يي ګازونو د اېستلو او کمولو ژمنه ده.
نوموړې د اقلیم د عدالت د مدافع په توګه، د تیلو لوی شرکتونو څخه د اقلیم د بدلون په اړه د غلط معلوماتو خپرولو لپاره تر پوښتنې لاندې راویستي او د بایډن د اقلیمې بدلون د پالیسیو ملاتړ کوي.


د دوه اړخیزو پولو امنیت لایحه
هرېس ژمنه کړې چې د دوه اړخیزه سرحدي پولو د امنیت لایحه چې د روان کال په لومړیو کې جمهوري غوښتونکو د هغه ارزونه ځنډولي وه، کانګرس ته به یې د د تصویب په موخه وړاندې کړي.
په دې لایحه کې د سرحدي مامورینو د شمېر زیاتول، د پناه غوښتنې بهیر چټکول او د ویزو او ګرین کارتونو زیاتول شامل دي. نوموړې باور لري چې دا قانون د پولې هاخوا جرمونو سره د مبارزې لپاره اړین سرچینې چمتو کوي.
د جنین د سقط حقونه بیرته راګرځول
د هرېس یو له مهمو ژمنو څخه په ایالتې کچه د جنین د سقط حقونو ته د لاسرسي تضمین کول دي.
نوموړې وايي، که چیري دغه مسله د کانګرس له خوا تصویب شي، یاد قانون به لاسلیک کړي او ټینګار کوي، چې هغه به هیڅکله اجازه ورنکړي چې د سقط بندیز په قانون بدل شي.

د وسلو منع کول
هرېس ژمنه کړې چې په ټوله امریکا کې به پر وسلو بندیز ولګوي. هغې دا وسلې د "جګړې وسلې" وبللې او ټینګار یې وکړ چې په مدني ټولنه کې ځای نه لري.
نوموړې وسلو ته د خطرناکو خلګو د لاس رسي مخنیوي لپاره د سختو قوانینو ملاتړ کوي.

روغتیا پاملرنې ته د لاسرسي پراخول او د درملو لګښتونه کمول
هرېس د درملو د لګښتونو د کموالي په برخه کې د بایډن ادارې پلانونو ته دوام ورکوي او د ټولو امریکایانو لپاره یې د انسولین لګښتونو میاشتني ۳۵ ډالر او د نسخې درملو لګښتونو لپاره په کلني ډول د ۲۰۰۰ ډالرو ورکولو غوښتنه کړې.

د کور جوړول او د لومړي کور پیرودونکي ملاتړ کول
هرېس ژمنه کړې چې په څلورو کلونو کې به درې میلیونه د استوګنې کورونه جوړ کړي او باور لري چې دا اقدام به د کور لګښتونو کمولو کې مرسته وکړي.
نوموړې پلان لري چې د ساده کورونو او ارزانه کورونو جوړونکو ته د مالیې هڅونې چمتو کړي او د جواز ترلاسه کولو په پروسه کې د بیوروکراسۍ په کمولو ټینګار کوي.

د درملو جوړولو شرکتونو سره مقابله
هرېس ژمنه کړې چې د نسخې درملو لګښتونو کمولو لپاره به د بایډن ادارې تګلارې ته دوام ورکړي.
نوموړې په دې باور ده، چې امریکایان د نورو هیوادونو په پرتله د درملو لپاره ډیرې پیسې ورکوي، او هغه غواړي د درملو شرکتونو سره د انفلاسیون ضد قانون په تصویب سره د بیو د ټیټولو لپاره خبرې اترې وکړي.


اقتصادي ژمنې او د کوچني سوداګرۍ ملاتړ

هرېس وړاندیز کړی چې د نویو کوچنیو سوداګریو لپاره مالیاتي کسر له پنځه ډالرو څخه پنځوس زره ډالرو ته لوړ کړي او د دې سوداګرۍ لپاره بیوروکراسي اسانه کړي.
هغې ژمنه وکړه چې اړمنو یو میلیون متشبثینو ته به تر ۲۰ زره ډالرو پورې پورونه ورکړي.

په کابینه کې د یوه جمهوري غوښتونکي ټاکل

هرېس ژمنه کړې، که په ټاکنو کې بریالۍ شي، د نوموړې په کابینه کې به یو جمهوري غوښتونکی هم په دنده وګماري دا به د واړو ګوندونو ترمنځ د ګډ کار کولو د لیوالتیا نښه وي.
موږ باید د نومبر تر پنځمې پورې انتظار وکړو ترڅو وګورو چې آیا امریکایان به بالاخره د حارث ژمنې ومني.

کمالا هرېس ټرمپ ته د «ای کیو» د ازموینې چلنج ورکړ

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۸ GMT+۰

د امریکا مرستیاله ولسمشره او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نومانده وايي، نوموړې د ټرمپ د ادعاوو په ځواب کې چمتو ده چې د خپلې هوښیارۍ ضریب یا ای کیو ازموینه ور کړي، خو په همدې ترڅ کې نوموړې خپل سیال ډونالډ ټرمپ هم په ورته ازموینې وننګاوه.

کمالا هرېس له سي بي ایس ټلویزیون سره مرکه کې وویل: « دا هغه څه دي چې ده غوښتي او زه فکر کوم چې نوموړی ډېر بې ثباته دی او د امریکا لپاره هیڅ پلان نه لري».

هرېس ددې خبرې د اثبات لپاره یو شمېر هغو کسانو ته اشاره وکړه چېد ټرمپ ترڅنګ ولاړ پاتې شوي او په همدې بنسټ یې وویل، چې «نوموړی د ولسمشرۍ وړ نه دی».

هرېس وویل: «دا له ما مه غواړئ، له هغو خلکو یې واورئ چې نوموړی [ټرمپ] له نږدې پېژني».

هغې وايي: «دا د ټرمپ له وروستیو دوو لویو درستیزانو واورئ، له جنرال جان کیلي یې واورئ او پخواني دوه د دفاع وزیران او د هغه د ملي امنیت پخوانی سلاکار او پخوانی مرستیال ولسمشر وغږوئ چې له ده سره یې په وروستیو کلونو کې کار کړی».

هرېس وايي، هغوی ویلي، چې ټرمپ باید ددویم ځل لپاره ولسمشر نه شي او بیا راتګ یې ګواښناک دی.

هرېس په دې وروستیو کې د ټرمپ خلاف څرګندونو، په ځانګړې توګه هغه ته د فاشیست خطاب کولو له امله تر نیوکو لاندې ده.

هرېس اې بي سي ته وویل، چې نوموړې د هرچا خلاف هر ډول سیاسي تاوتریخوالی غندي.

د اې بي سي د یکشنبې ورځې نظرپوښتنې ښيي چې ټرمپ او هرېس په ټولو ایالتونو کې د ګټې برابر ډګرونه لري، خو هرېس په ملي کچه په لوړ ځای کې ده.

هریس د خپلو ۱۰۰ لومړیو ورځو کاري پلان په اړه وویل چې غواړي د لګښتونو کمولو لکه کورونو، وړو دندو او د ماشومانو مالیاتي کریډیټ ته پام وکړي.

هغې د پولو امنیت ته هم اشاره وکړه، چې ددې په لومړیتوبونو کې به وي.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو نظرپوښتنه؛ تاسې د امریکا د ټاکنو په تړاو څه نظر لرئ؟

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۱ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل - پښتو د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو یوه ځانګړې نظرپوښتنه پیل کړې ده.

دغه نظرپوښتنه چې بنسټ یې څلور اساسي پوښتنې دي، د افغانانو نظر د امریکا د ټاکنو په تړاو څرګندوي.

پر اېکس ټولنیزه پاڼه د نظرپوښتنې کړکۍ:

پر فېسبوک د نظرپوښتنې کړکۍ:

[@portabletext/react] Unknown block type "facebook", specify a component for it in the `components.types` prop

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان انټرنشنل - پښتو دغه نظرپوښتنه به د روانې اکټوبر میاشتې په ۳۰مه نېټه پای ته ورسیږي.

په امریکا کې د پنسلوانیا ایالت د درغلیو په اړه د رایې ورکوونکو غوښتنلیکونه څیړي

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۳:۵۴ GMT+۱

امریکا چارواکو د جمعې په ورځ وویل، چې پنسلوانیا کې چارواکي د احتمالي درغلیو لپاره د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې ۲ زره او ۵۰۰ فورمې څیړي.

د ټاکنو د بورډ غړی داګو ستینو د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، چې په دې قضیه کې هېڅ څرګنده ګوندي انګیزه شتون نه لري.

هغه وويل: «داسې نه ښکاري چې د احتمالي درغلی دغه هڅه د کوم ګوند له خوا ترسره شوی وي. داسې کسان، بیلابیلو ګوندونو کې راجستر وي؛ خو د خپلو ادرسونو په بدلولو سره، په ځایونو کې ځان رای اچونې لپاره ثبتوي.»

پنسلوانیا د هغو اوو ایالتونو له جملې څخه ده، چې د جمهوري غوښتونکي ډونلډ ټرمپ او دیموکراتې کمالا هرېس تر منځ به د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی وټاکي.

په پنسلوانیا کې د لنکاسټر کاونټي څارنوالې هیدر اډمز وویل، چې څیړونکي دې نتیجې ته رسیدلی چې شاوخوا ۶۰ سلنې فورمې چې دوی څیړلي، درغلي په کې شوې ده. هغې وویل، دوه نورې ښارونه، چې هغې یې د نوم اخېستلو څخه ډډه وکړه، د ورته غوښتنلیکونو بیاکتنه کوي.

هغې وویل: «دا په دې مرحله کې یوه منظمه هڅه ښکاري.»

اډمز وویل، فورمې د رایې ورکوونکو د راجستر کولو لپاره په لویه کچه هڅو پورې تړلې وې چې د اوړي په اوږدو کې ترسره شوې.

هر هغه غوښتنلیکونه چې ستونزه په کې نه وي، په رای اچونه کې به شامل شي.

داګو ستینو وویل: "زه غواړم پدې ټینګار وکړم، هېڅ وړ رایه ورکوونکی به له پامه ونه غورځول شي.»

ټرمپ په ادعا وکړه، چې د ۲۰۲۰ کال ټاکنې د درغلیو له امله زیانمنې شوې او خبرداری یې ورکړ چې د دې کال سیالۍ کې هم درغلۍ کیدای شي. په متحده ایالاتو کې د رای ورکوونې په پروسه کې درغلۍ خورا لږې دي.

د ډیموکراټ ګوند پر ټاکنیز دفتر د برید شکمن په ترهګریزو جرمونو تورن شو

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۲:۵۷ GMT+۱

امریکايي چارواکو د هغه شکمن کس د نیولو اعلان وکړ، چې په اریزونا ایالت کې یې د ډیموکراټ ګوند د کمپاین پر دفتر درې ډزې کړې وې. جیفري کیلي د ډله ایزې وژنې د پلان کولو په شک د ۱۲۰ څخه زیاتو وسلو په درلودلو سره په ترهګریزو جرمونو تورن شوی.

د اریزونا د ټمپه ښار د پولیسو مشر، په یوې خبري غونډه کې وویل، چې جیفري کیلي د سپټمبر په ۱۶ مه د نیمې شپې مهال د ډیموکراټانو د کمپاین دفتر ودانۍ پر دروازو او کړکیو له لسو څخه ډیرې ډزې کړې وې.

د جیفري کیلي په لومړي برید کې چې د ډیموکراټانو د کمپاین د دفتر په ودانۍ یې کړی، هلته هیڅوک نه وو او دغه برید هیڅ تلفات نه درلودل.

د دغه چارواکي په وینا، یوه اونۍ وروسته د سپټمبر په ۲۳مه په ورته وخت کې شاوخوا ۶ مرمۍ پر ودانۍ ولګېدې، چې د دفتر د مخ کړکیو او نښو ته یې زیان ورساوه.

دوه اونۍ وروسته د اکتوبر په ۶مه، د کړکې د ښیښې د ماتیدو زنګ روښانه شو او افسرانو وموندله چې د ودانۍ مخې ته درې ډزې شوي دي.

د تورن په کور کې یې له ۱۲۰څخه ډیر ټوپکونه او تر ۲۵۰ زرو زیاتې مرمۍ ترلاسه شوي او د ده په موټر کې یو ماشیندار هم موندل شوې ده. دې کار څارنوالان دې نتیجې ته رسولي چې هغه د "ډېرو تلفاتو" اړونکي برید د ترسره کولو اراده درلوده.

په همدې حال کې، د جیفري کیلي وکیل ویلي، چې د هغه موکل هیڅ جرمي سابقه نه لري او د وسلو د لرلو جواز هم لري.

د امریکا د ۲۰۲۴ کال ټاکنې تر یوې اندازې له تاوتریخوالیو سره مل دي. ټرمپ د وژنې له دوو هڅو ژوندی پاتې شوی دی.