ایران د ټرمپ په بریا سره د اسراییلو د لا زیاتو بریدونو او بندیزونو ویره لري

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران مشرتابه او متحدین، واک ته د ډونلډ ټرمپ بیرته ستنیدل د متحده ایالاتو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یوه خطرناکه پایله بولي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران مشرتابه او متحدین، واک ته د ډونلډ ټرمپ بیرته ستنیدل د متحده ایالاتو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یوه خطرناکه پایله بولي.
ځینې نظرپوښتنې وړاندیز کوي چې د جمهوري غوښتونکو کاندید ټرمپ او د ډیموکراټانو کاندیده کمالا هرېس په ولسمشریزو ټاکنو کې په ډیر لږ تفاوت سره خپلو سیالیو ته دوام ورکوي. خو ایراني مشران او په لبنان، عراق او یمن کې د دوی سیمه ییز متحدین اندېښمن دي چې ښايي ټرمپ د نومبر په پنځمه بریالی شي او دا کار به د دوی لپاره لا زیاتې ستونزې رامنځته کړي.
د ایران اصلي اندیښنه دا ده چې ټرمپ به د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته اجازه ورکړي چې د ایران اټومي تاسیسات په نښه کړي او هدفي وژنې ترسره کړي.
د ایراني، عرب او لویدیځو چارواکو په وینا، ټرمپ به د ایران د تیلو صنعت باندې د سختو بندیزونو له لارې "د اعظمي فشار پالیسي" بیا پلي کړي.
دغه چارواکي اټکل کوي چې ټرمپ به د ایران په مذهبي مشر ایت الله علي خامنهاي باندې ډیر فشار راوړي ترڅو د هغه او اسراییلو له خوا د ټاکل شوو شرایطو په اساس د اټومي کنټرول تړون منلو ته غاړه کیږدي.
د متحده ایالاتو په مشرتابه کې دا احتمالي بدلون کولی شي د مینځني ختیځ د ځواک توازن لپاره خورا ډیر اغیزې ولري، او کیدای شي د ایران بهرنۍ پالیسۍ او اقتصادي امکانات بدل کړي.
شنونکي استدلال کوي چې که د متحده ایالاتو راتلونکې اداره که د هرېس او یا ټرمپ له خوا رهبري شي، بیا به هم ایران هغه برلاسي ونه لري، چې تر دې وړاندې یې په غزه او لبنان کې د ایران له ملاتړه د برخمنو ډلو لکه حماس او حزب الله پر وړاندې د اسراییلو د روانو پوځي عملیاتو له امله لرله.
د اسراییل پر وړاندې د ټرمپ دریځ، د هغه د ډیر پراخ ملاتړ له امله، د ایران لپاره ډیر زیانمنونکی ګڼل کیږي.
د خلیج د څېړنو د مرکز مشر، عبدالعزیز الصغیر وویل: "ټرمپ به یا پر ایران ډېر سخت شرایط وضع کړي او یا به اسراییلو ته اجازه ورکړي چې د ایران پر اټومي تاسیساتو هدفي بریدونه وکړي. هغه د ایران پر ضد د پوځي اقدام بشپړ ملاتړ کوي."
هغه رویټرز ته وویل: "دا د نتانیاهو لویه هیله ده چې ټرمپ بیرته سپینې ماڼۍ ته راشي."

په امریکا کې د جمهوري ریاست کاندیدې کمالا هرېس د پنجشنبې په ورځ رای ورکوونکو ته خبرداری ورکړ، چې جمهوري غوښتونکی ډونالډ ټرمپ او د هغه متحدین به په ټاکنو کې د بریا په صورت کې د روغتیایې بیمې دولتي پروګرامونه محدود کړي.
په امریکا کې روغتیايي خدمات خورا ګران دي او د بیمو بیه هم لوړه ده، خو د دولتي روغتیایې بیمې پروګرامونو خلکو ته تر ډیره د درملنې زمینه برابره کړې ده.
په یو لنډ خبري کنفرانس کې، د ولسمشر مرستیالې هرېس رای ورکونکو ته یادونه وکړه چې پخواني ولسمشر ټرمپ د خپلې تیرې ولسمشرۍ پرمهال د ارزانه روغتیایې بیمې پروګرام، چې د اوباماکییر په نوم هم پیژندل کیږي، د لغوه کولو ناکامه هڅه کړې وه.
هغې، د ویسکانسن ایالت په میډیسن ښار کې خبریالانو ته وویل: "د ټولو امریکایانو لپاره روغتیایی پاملرنه پدې ټاکنو کې یوه کرښه ده."
د نومړې په ځواب کې، ټرمپ وویل، چې هغه نه غواړي د روغتیايي بیمې پروګرامونه لغوه کړي. نوموړي زیاته کړه: "ما هیڅکله د دې کار کولو یادونه نه ده کړې، هیڅکله مې د داسې یو کار په اړه فکر هم نه دی کړی."
په ۲۰۱۰ کال کې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال دغه پروګرام رامنځ ته شو او اوس د ارزانه روغتیایې بیمې دغه پروګرام، شاوخوا ۴۰ میلیون امریکایانو ته ارزانه روغتیا بیمه برابروي. دغه قانون د ډیموکراټانو لپاره یو سیاسي مسولیت دی، چې اوس په پراخه کچه د خلکو ترمنځ مشهور شوی هم دی.
نظرپوښتنې ښیې چې د هاریس او ټرمپ ترمنځ د ټاکنو سیالي ډیره نږدې روانه ده او اوه ایالتونه، چیرې چې د نظرپوښتنو پایلې ډېرې سره نږدې دي، د دغو ټاکنو سرنوشت ټاکي.

متحده ایالات په نړۍواله کچه په سیاسي، اقتصادي او امنیتي چارو کې د لوی نفوذ له امله یو مهم ځواک دی. د دغه هېواد د بهرنۍ پالیسۍ ټاکل او په پالیسیو کې د بدلون راوستل، نه یوازې په امریکا کې بلکې په ټوله نړۍ کې اغېز لري.
امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د سیالۍ په درشل کې ده او د لومړي ځل لپاره په علني توګه د امریکا متحدین د دغو ټاکنو په تړاو دوه برخې شوې دي.
که څه هم د ولسمشرۍ ټاکنې د امریکا داخلي مساله ده؛ خو ډونالډ ټرمپ او کمالا هرېس، چې د ولسمشریزو ټاکنو دوه اصلي لوبغاړي دي، د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ملاتړ او مخالفت له ځانه سره لري.
د جمهوري غوښتونکو او ډېموکراټانو د نوماندانو د بهرنۍ پالیسۍ د لید تر منځ ژور اختلاف تر سترګو کیږي چې له مخې یې په دې مقاله کې د دوی د پالیسیو په عمومي اهدافو، د تګلارو پر توپیرونو او د نړۍ پر وضعیت د دوی د اغېزو په اړه بحث کوو.
د ډونالډ ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ عمومي کتنه
ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د امریکا د ولسمشر په توګه په داسې تګلارو باندې تمرکز وکړ، چې تر ډېره ملي ګټو ته ترجیح ورکوي او د امریکا د رول په اړه په نړۍ کې یو نوی لید وړاندې کوي.
1. “تر هر څه مخکې لومړۍ امریکا” شعار او ملي ګټې:
ټرمپ د خپل شعار “لومړی امریکا” په بنسټ خپله بهرنۍ پالیسي ترتیب کړې. هغه ویل چې د امریکا د ملي ګټو ساتل د بهرني سیاست اصلي هدف دی او په نړۍوالو تړونونو کې د امریکا د ښکېلتیا کموالی یوه اړتیا بلل کیږي.
په دې توګه، د ټرمپ سیاست ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړ او د نړۍوالو تړونونو او ګډو سازمانونو پر ارزښت یې نیوکې وکړې، چې ښه بېلګه یې د ناټو په تړون کې د یو شمېر اروپايي هېوادونو پر ونډې او اقتصادي مرستې ده.
2. له چین سره تجارتي جګړه
ټرمپ پر چین د تجارتي فشار تګلاره غوره کړه او د چین پر وارداتي توکو یې تعرفې ولګولې. دا تګلاره د چین د اقتصاد محدودولو او د امریکا اقتصادي وده پیاوړې کولو لپاره وه. د ټرمپ په اند، چین د نړۍوال اقتصاد په برخه کې د امریکا اصلي سیال دی او هغه هڅه وکړه چې د دې سیالۍ مخه ونیسي؛ خو مخالفینو یې بیا دا چاره احساساتي بللې او زیاته کړې یې ده، چې ټرمپ امریکا له چین سره د یوه نامناسب اقتصادي سیاست ډګر ته کوزه کړې ده.
3. له نړیوالو تړونونو څخه وتل
ټرمپ د څو مهمو نړۍوالو تړونونو څخه امریکا وایسته، لکه د ایران اټومي تړون، د پاریس اقلیمي تړون او د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO).
هغه باور درلود چې دا تړونونه د امریکا په ګټه نه دي او غواړي چې په نړۍوالو سازمانونو کې د امریکا لګښتونه کم کړي.
هغه جرمني او فرانسې ته هم په ناټو کې د کمې ونډې له امله ګوتڅنډنه کړې وه او ویلي یې وو، چې د ناټو غړي هېوادونه باید بشپړه ونډه واخلي.
4. د متحدینو سره تندې اړیکې
د ټرمپ بهرنۍ پالیسي د ناټو او نورو متحدینو سره هم تنده بڼه لرله. هغه له ناټو څخه غوښتنه وکړه چې د دفاعي بودیجې زیاتولو او د امریکا د مرسته شویو لګښتونو د ورکړې تابیا وکړي.
د ټرمپ له نظره، امریکا باید له هر هغه هېواد سره چې د امریکا پر ملاتړ تکیه کوي، د لګښت په اړه ځانګړی تړون ولري او امریکا نه شي کولی چې د نورو هېوادونو د ملاتړ لپاره خپلې پېسې مصرف کړي.
5. د منځني ختیځ سیاست
ټرمپ په منځني ختیځ کې د اسراییل قوي ملاتړ وکړ او د بیت المقدس (یروشلم) د اسراییل پلازمېنې په توګه یې په رسمیت وپېژنده. هغه همدارنګه د ایران د نفوذ کمولو لپاره په منځني ختیځ کې د نورو هېوادونو سره اړیکې پیاوړې کړې او د ایران پر وړاندې بندیزونه یې ډېر کړل.
د کمالا هرېس بهرنۍ پالیسۍ ته کتنه
کمالا هرېس د ولسمشر جوبایډن مرستیاله ده او د هغې د بهرنۍ پالیسۍ لید د بایډن د بهرنۍ پالیسۍ له اصولو سره سم دی او د امریکايي سیاسي حقلو په باور دا پالیسي ډېپلوماټیکي اړیکې او نړۍوالې همکارۍ پیاوړې کوي.
1. د نړۍوالو تړونونو بیارغونه
هرېس او بایډن هڅه وکړه چې له ټرمپ وروسته د نړۍوالو سازمانونو او تړونونو سره اړیکې بیا ورغوي او بېرته د پاریس اقلیمي تړون، د ایران اټومي تړون او د روغتیا نړۍوال سازمان ته ورستانه شي. دا تګلاره له نړۍوالو سازمانونو سره د امریکا د مخکینۍ ژمنتیا لپاره یوه مهمه پرېکړه ګڼل کېږي.
2. د متحدینو سره همکارۍ پیاوړې کول
د ډېموکراټانو نومانده هرېس د خپلې بهرنۍ پالیسۍ له مخې، هڅه کوي چې له ناټو، اروپایي اتحادیې او نورو متحدینو سره اړیکې بیا پیاوړې کړي. بایډن او هرېس په تېر کې هم هڅه کړې، چې له متحدینو سره د امریکا اعتبار په نړۍواله کچه بېرته ورغوي او د ډېپلوماسۍ له لارې په نړۍوالو مسایلو کې اغېزناک رول ولوبوي.
خو پر بایډن او هرېس بیا نیوکې دي، چې د ناکامې نړۍوالې ډېپلوماسۍ له امله یې نړۍ څو ځایه په جګړو کې ښکېله شوې ده.
3. د بشري حقونو ملاتړ
د هرېس پالیسي د بشري حقونو او ډېموکراسۍ ملاتړ ته ډېره پاملرنه لري. هغه هڅه کوي چې د میانمار، بېلاروس او نورو هېوادونو په اړه د نړۍوالو فشارونو له لارې د بشري حقونو نقض بند کړي. دې تګلارې له هغو هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړې چې د ډېموکراسۍ په برخه کې مخ پر ودې دي.
4. له چین سره د اړیکو مدیریت
که څه هم چې د بایډن او هرېس اداره له چین سره د رقابتي اړیکو ملاتړ کوي، خو په ځینو برخو کې له چین سره د همکارۍ هڅه هم کوي، لکه د اقلیم بدلون پر وړاندې مبارزه. د هرېس پالیسي په دې اړه منځلارې ده چې له چین سره اړیکې وساتي او په عین حال کې د امریکا ګټې هم خوندي کړي؛ خو د بایډن تګلاره بیا یوه څه خشنه او مطلق د چین د اقتصادي انزوا ده.
5. د کډوالو او کډوالۍ مساله
د کمالا هرېس لپاره د مرکزي امریکا په هېوادونو کې ثبات راوستل یو مهم هدف دی. هغه باور لري چې د دغو هېوادونو خلکو ته باید د دوی په سیمه کې د ژوند ښه فرصتونه برابر شي ترڅو د کډوالۍ مخه ونیول شي. دې پالیسي هڅه وکړه چې د کډوالۍ مسالې ته په سیمه ییزه کچه حل پېدا کړي.
د ټرمپ او هېرېس بهرنۍ پالیسۍ توپیرونه او اغېزې
1. اقتصادي تګلارې او نړۍوال سوداګریز تړونونه
د ټرمپ په پالیسي کې اقتصادي ځان بسیاینه او پر نورو هېوادونو فشار راوستل لومړیتوب درلود، په ځانګړي ډول له چین سره خو هرېس او بایډن هڅه کوي چې د چین او نورو هېوادونو سره اړیکې همکارۍ ته چمتو کړي.
2. د اقلیمي بدلون مساله
ټرمپ د اقلیم په اړه نړۍوالې اندېښنې کافي مهمې نه بللې او د پارېس له اقلیمي تړونه یې د امریکا ایستل مهم وباله؛ خو هرېس او بایډن د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه یوه نړۍواله مساله ګڼي او په دې برخه کې همکارۍ ته ژمن دي.
3. د بشري حقونو او ډېموکراسۍ ملاتړ
هرېس په خپلو بهرنیو پالیسیو کې د بشري حقونو او ډېموکراسۍ ارزښت ته ډېر اهمیت ورکوي، په داسې حال کې چې ټرمپ له دې اصولو څخه په ځینو وختونو کې د امریکا د اقتصادي او امنیتي ګټو لپاره سترګې پټې کړې دي؛ غوره بېلګه یې له افغان طالبانو سره مذاکرات دي، چې د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له یوې داسې وسله والې ډلې سره د مذاکراتو په نوم ثبت شول چې ممنوعه اعلان شوې وه.
4. له متحدینو سره د اړیکو بڼه
ټرمپ له ناټو او نورو نړۍوالو سازمانونو څخه د امریکا د مالي لګښت د کموالي غوښتنه کوله، په داسې حال کې چې هرېس له دې سازمانونو سره اړیکو ته ارزښت ورکوي او هڅه کوي چې د نړۍوالو سازمانونو په چوکاټ کې همکارۍ ته وده ورکړي.
پایله
په ټوله کې د ډونالډ ټرمپ او کمالا هرېس د بهرنۍ پالیسۍ ترمنځ ستر توپیرونه لیدل کېږي.
ټرمپ په ملي ګټو او اقتصادي ځان بساینې ټینګار کاوه/ کوي او هڅه یې کوله چې د امریکا نظامي او اقتصادي بوج کم کړي.
پر وړاندې یې هرېس هڅه کوي چې د امریکا نړیوال اغېز بېرته پیاوړی کړي او د ډېپلوماسۍ له لارې د نړۍوالو مسایلو د حل لپاره همکارۍ ته ژمنتیا وښيي.

د نیپټون بیچ د پولیسو مشر وایي، چې په فلوریډا کې یو ځوان هغه مهال ونیول شو کله چې یې د نیپټون بیچ د ټاکنو په یوې څانګه کې پر یوې زړې ښځې چاقو پورته کړ.
د نیپټون بیچ د پولیسو مشر مایکل کې جي ار د سې شنبه په ورځ د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، چې ۱۸ کلن کالیب جیمز ویلیامز د رایې اچونې په یوې څانګه کې له دوو ښځو سره په شخړه کې پر یوې ښځې یې چاقو پورته کړی دی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د متحده ایالاتو ټاکنو ته یوازې څو ورځې پاتې دي او ټاکل شوې، چې دغه ټاکنې د نومبر په ۵مه د جمهوري غوښتونکو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د امریکا د ولسمشر د مرستیالې کمالا هرېس ترمنځ ترسره شي.
د جکسنویل شیرف دفتر ریکارډونه ښیي، چې ویلیامز اوس په توقیف کې دی او د خطرناکې وسلې د ناوړې استفادې او پر یوې ۷۱ کلنې مېرمنې د برید په تور، تورن شوی دی.
د ویلیامز د وکیل په اړه لا تر اوسه معلومات نشته.
کي وویل: «ویلیامز د تنکي ځوانانو د شپږ کسیزې ډلې غړی و، چې د مخالف سیاسي لوري سره د مخالفت او اعتراض لپاره هلته راغلی وو.»
خو نوموړي دا روښانه نه کړه، چې د دې ډلې کوم بل غړی نیول شوی یا هم تورن شوی دی او که نه.
کي یوه انځور ته هم اشاره وکړه، چې په کې ویلیامز د موټرو یوه پآرکینګ کې ولاړ دی او چاقو یې پورته نیولی دی.

د امریکا د ټاکنو په تړاو د افغانستان انټرنشنل - پښتو د درې ورځنۍ نظرپوښتنې ۵۳.۲۵ سلنه ګډونوال په دې باور دي چې د امریکا ټاکنې د افغانستان پر وضعیت اغېز نه لري. همداراز ۲۶.۹ سلنه ګډونوال ډونلډ ټرمپ د افغانانو په ګټه کس بولي او ۵.۲۵ سلنه بیا کمالا هرېس ګټوره بولي.
په ورته وخت کې ۱۴.۶ سلنه د نظرپوښتنې ګډونوال د امریکا د ټاکنو په تړاو کوم ځانګړی نظر نه لري.
د اکټوبر له ۲۷مې تر ۳۰مې نېټې پورې افغانستان انټرنشنل - پښتو د امریکا د ټاکنو په تړاو یوه پرلیکه نظرپوښتنه ترسره کړه، چې څلور اساسي پوښتنې یې لرلې.

پر اېکس ټولنیزه شبکه په دغې نظرپوښتنه کې ۳۲۵ کسانو برخه اخیستې ده، چې ۲۹.۹ سلنه ګډونوال باور لري چې که ټرمپ ولسمشر شي د افغانانو په ګټه دی.
بل خوا هرېس د دغې نظرپوښتنې په ګډونوالو کې ۶.۵ سلنه پلویان لري او دوی فکر کوي، چې که چېرې کمالا هرېس کامیابه شي ښايي د ټرمپ په پرتله یې افغانستان او افغانانو ته ډېره ګټه ورسیږي.
ځینې ګډونوالو په تبصرو کې استدلال کړی چې که ټرمپ ولسمشر شي نو ښايي له افغانستان سره د امریکا روانې مرستې په ټپه ودریږي؛ خو دا خطر بیا د کمالا په وجود کې کم بریښي.
د نظرپوښتنې یوه لویه برخه ۴۹.۵ سلنه ګډونوال بیا په دې باوري دي چې د امریکا په ټاکنو کې که د جمهوري غوښتونکو نوماند ټرمپ او یا د ډېموکراټانو نومانده هرېس کامیابه شي د امریکا پر بهرنۍ پالیسۍ کوم ځانګړی اغېز نه ښیندل کیږي.
د نظرپوښتنې د ګډونوالو دا برخه بیا باور لري چې افغانانو ته ټرمپ او یا هرېس بریا کومه ځانګړې ګټه یا تاوان نه لري.
په تبصرو کې ځینو ګډونوالو استدلال کړی چې د امریکا بهرنۍ پالیسي د ځانګړو بنسټونو له خوا د لنډ، منځ او اوږدمهال لپاره جوړیږي چې د ولسمشرانو بدلون پرې کومه ځانګړې اغېزه نه لري.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو د نظرپوښتنې ۱۴.۲ سلنه خلکو بیا ویلي چې دوی د امریکا د ټاکنو په تړاو هېڅ کوم نظر نه لري.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو پر فیسبوک د دغې نظرپوښتنې ګډونوال ۸۷۰ کسان وو او تر ټولو لویې برخې ګډونوالو ویلي چې د امریکا ټاکنې د افغانستان پر وضعیت او له افغانستان سره د امریکا پر تعاملاتو کوم ځانګړی اغېز نه لري.
د نظرپوښتنې ۵۷ سلنه خلک په دې باور دي چې د امریکا ټاکنې یوازې د امریکا په داخلي مسایلو پورې اړه لري او پر افغانستان کوم ځانګړی اغېز نه لري.
د دغې نظرپوښتنې ۲۴ سلنه ګډونوال ټرمپ او ۴ سلنه ګډونوال هرېس د افغانستان او افغانانو په ګټه بولي.
۱۵ سلنه ګډونوال بیا د امریکا د ټاکنو په تړاو هېڅ نظر نه لري.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو پر فیسبوک او اېکس په یادې نظرپوښتنې کې ۱۱۹۵ کسانو برخه اخیستې وه.
ټاکل شوې د روان میلادي کال د نومبر په پنځمه نېټه د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي چې په دې ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند او پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ډېموکراټانو د نومانده او د اوسني ولسمشر مرستیاله کمالا هرېس د یو بل سیالان دي.

که کماله هرېس د امریکا د ولسمشرۍ ټاکني وګټي نو، د دغه هېواد د ځواکونو او د هغوی د ګټو لپاره به د ایران او د هغه هېواد د ملاتړو ډلو په وړاندې له هیڅ ډول اقدام څخه پر شا نه شي.
د اسراییلو او حماس تر منځ د جګړې، د اوکراین پر وړاندې د روسیې د تیري او د اقلیم د بدلون په اړه د هغه دریځ د امریکا له اوسنۍ ادارې سره یو ډول دی.
د ۲۰۲۴ کال د نومبر په پنځمه د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته یوازې ۹ ورځې پاتې دي او د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتو نوماندانو ترمنځ سخته سیالې روانه ده.
د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن له استعفا وروسته هرېس د ډیموکراټ ګوند ټاکنیز کمپاین ته داخل شوه او که نوموړې د امریکا د ولسمشرې په توګه وټاکل شي، د دغه هېواد په کورنیو او بهرنیو سیاستونو کې د سترو بدلونونو احتمال به کم شي او اوسنۍ پالیسۍ به دوام ومومي.
له ایران سره د هرېس مخامخ کېدل
هرېس ایران په سیمه کې د یو جدي ګواښ او بې ثباته کوونکي ځواک په توګه پيژني او ژمنه یې وکړه چې تهران ته به هیڅکله اجازه ورنه کړي چې پوځي اټومي وړتیا ترلاسه کړي.
نوموړې ایران په سیمه کښې د اسراییلو، دامریکا دپوځیانو او ملکی وګړو دامنیت لپاره یو ګواښ بولي او ټینګار یې کړی، د ایران او دهغوی د پراکسي ډلو په وړاندې به دامریکا دګټو او پوځونو دساتلو لپاره هرډول اقدام وکړي.
هرېس تر اوسه په ځانګړي ډول نه دي ویلي، چې ایا د ټاکل کیدو په صورت کې به له ایران سره نوې اټومي موافقه تعقیب کړي او کنه.
د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې په اړه دریځ غوره کول
هرېس د بهرنۍ تګلارې په یوه تر ټولو سختو مسلو کې له اسراییلو د خپل قوي ملاتړ او له ځانه د دفاع په برخه کې د دغه هېواد د حق خبره کړې او د حماس له منګولو څخه یې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.
هغې همداشان په غزه کښې د بشری حالاتو او د ملکی خلکو د مرګ ژوبلې په هکله اندیښنه څرګنده کړې او دغه حالت یې ناورین بللی او د غزې له ګڼ میشتو سیمو څخه یې د اسراییلو د پوځی ځواکونو د وتلو او د شخړو د ختمولو په اهمیت ټینګار کوي.
د روسیې د تیري په وړاندې له اوکراینه ملاتړ
هرېس د روسیې د تیري په وړاندې د اوکرایین د ملاتړ لپاره پر خپلې ژمنې ولاړ ده او څو ځله یې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره کتلي دي.
هغې په دې وروستیو کې له اوکراین سره د انرژۍ، بشري مرستو او نورو مرستو په برخه کې د یو نیم میلیارد ډالرو مرستې اعلان وکړ او ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې اقدام نه کول به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ګټه ورسوي.
د اقلیم عدالت ته ژمنتیا او د اقلیمې بدلون سره مقابله
هرېس، د پاریس په اقلیمې تړون کې د متحده ایالاتو ساتلو ته او د هغې د ولسمشرۍ د دورې له پیل تر ۲۰۳۵ کاله پورې د ګلخانه يي ګازونو د اېستلو او کمولو ژمنه ده.
نوموړې د اقلیم د عدالت د مدافع په توګه، د تیلو لوی شرکتونو څخه د اقلیم د بدلون په اړه د غلط معلوماتو خپرولو لپاره تر پوښتنې لاندې راویستي او د بایډن د اقلیمې بدلون د پالیسیو ملاتړ کوي.
د دوه اړخیزو پولو امنیت لایحه
هرېس ژمنه کړې چې د دوه اړخیزه سرحدي پولو د امنیت لایحه چې د روان کال په لومړیو کې جمهوري غوښتونکو د هغه ارزونه ځنډولي وه، کانګرس ته به یې د د تصویب په موخه وړاندې کړي.
په دې لایحه کې د سرحدي مامورینو د شمېر زیاتول، د پناه غوښتنې بهیر چټکول او د ویزو او ګرین کارتونو زیاتول شامل دي. نوموړې باور لري چې دا قانون د پولې هاخوا جرمونو سره د مبارزې لپاره اړین سرچینې چمتو کوي.
د جنین د سقط حقونه بیرته راګرځول
د هرېس یو له مهمو ژمنو څخه په ایالتې کچه د جنین د سقط حقونو ته د لاسرسي تضمین کول دي.
نوموړې وايي، که چیري دغه مسله د کانګرس له خوا تصویب شي، یاد قانون به لاسلیک کړي او ټینګار کوي، چې هغه به هیڅکله اجازه ورنکړي چې د سقط بندیز په قانون بدل شي.
د وسلو منع کول
هرېس ژمنه کړې چې په ټوله امریکا کې به پر وسلو بندیز ولګوي. هغې دا وسلې د "جګړې وسلې" وبللې او ټینګار یې وکړ چې په مدني ټولنه کې ځای نه لري.
نوموړې وسلو ته د خطرناکو خلګو د لاس رسي مخنیوي لپاره د سختو قوانینو ملاتړ کوي.
روغتیا پاملرنې ته د لاسرسي پراخول او د درملو لګښتونه کمول
هرېس د درملو د لګښتونو د کموالي په برخه کې د بایډن ادارې پلانونو ته دوام ورکوي او د ټولو امریکایانو لپاره یې د انسولین لګښتونو میاشتني ۳۵ ډالر او د نسخې درملو لګښتونو لپاره په کلني ډول د ۲۰۰۰ ډالرو ورکولو غوښتنه کړې.
د کور جوړول او د لومړي کور پیرودونکي ملاتړ کول
هرېس ژمنه کړې چې په څلورو کلونو کې به درې میلیونه د استوګنې کورونه جوړ کړي او باور لري چې دا اقدام به د کور لګښتونو کمولو کې مرسته وکړي.
نوموړې پلان لري چې د ساده کورونو او ارزانه کورونو جوړونکو ته د مالیې هڅونې چمتو کړي او د جواز ترلاسه کولو په پروسه کې د بیوروکراسۍ په کمولو ټینګار کوي.
د درملو جوړولو شرکتونو سره مقابله
هرېس ژمنه کړې چې د نسخې درملو لګښتونو کمولو لپاره به د بایډن ادارې تګلارې ته دوام ورکړي.
نوموړې په دې باور ده، چې امریکایان د نورو هیوادونو په پرتله د درملو لپاره ډیرې پیسې ورکوي، او هغه غواړي د درملو شرکتونو سره د انفلاسیون ضد قانون په تصویب سره د بیو د ټیټولو لپاره خبرې اترې وکړي.
اقتصادي ژمنې او د کوچني سوداګرۍ ملاتړ
هرېس وړاندیز کړی چې د نویو کوچنیو سوداګریو لپاره مالیاتي کسر له پنځه ډالرو څخه پنځوس زره ډالرو ته لوړ کړي او د دې سوداګرۍ لپاره بیوروکراسي اسانه کړي.
هغې ژمنه وکړه چې اړمنو یو میلیون متشبثینو ته به تر ۲۰ زره ډالرو پورې پورونه ورکړي.
په کابینه کې د یوه جمهوري غوښتونکي ټاکل
هرېس ژمنه کړې، که په ټاکنو کې بریالۍ شي، د نوموړې په کابینه کې به یو جمهوري غوښتونکی هم په دنده وګماري دا به د واړو ګوندونو ترمنځ د ګډ کار کولو د لیوالتیا نښه وي.
موږ باید د نومبر تر پنځمې پورې انتظار وکړو ترڅو وګورو چې آیا امریکایان به بالاخره د حارث ژمنې ومني.
