• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فلسطینۍ رسنۍ: اسراییل په مرکزي غزه کې ۴۷ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل

۱۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۷ GMT+۰

د فلسطین خبري اژانس وايي، د جمعې په ورځ پر مرکزي غزه د اسراییل په بمبار کې ۴۷ فلسطینیان ووژل په لسګونو ټپیان شول. رویټرز خبري اژانس د دې رسنۍ په حواله وايي، وژل شوي او ټپیان تر دېره ښځې او ماشومان دي.

د فلسطین خبري اژانس د رپوټ له مخې، دا بریدونه پر دیروالبلا، نصرت کمپ او الزوایده ښارګوټي شوي دي.

د اسراییل پوځ وايي، مرکزي غزه کې یې څو وسلوال ترهګر پېژندلي او له منځه وړي دي.

دا پوځ زیاتوي چې شمالي غزه کې یې هم لسګونه ترهګر په هدفي چاپو کې ختم کړي دی.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷ د اسراییل پر سوېل د حماس په برید پسې چې ۱۲ سوه کسان پکې ووژل او تر ۲۵۱ یرغمل شول، تل ابیب پر دغه سیمه یرغل پیل کړ.

له هغه راهیسې د اسراییل بریدونو کې تر ۴۳ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي او غزه تر ډېره کنډواله شوې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د مستونګ چاودنه؛ د پاکستان سرپرست ولسمشر او لومړي وزیر د ترهګرۍ ختمولو ژمنه بیا وکړه

۱۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۱ GMT+۰

د پاکستان سرپرست ولسمشر سید یوسف رضا ګېلاني او د دې هېواد لومړي وزیر شهباز شریف د بلوچستان په مستونګ کې د چاودنې غندلو سره د «ترهګرۍ» د ختمولو ژمنه بیا وکړه.

د پولیسو پر ګاډي د دې چاودنې له امله ۵ زدکوونکي، یو پولیس او یو ولسي وګړی وژل شوي او د پولیسو په ګډون ۲۳ ټپیان شوي.

د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې سرپرست ولسمشر او لومړي وزیر شهباز شریف په دوو جلا اعلامیو کې د دغه برید له امله د ماشومانو او یو پولیسږ پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

د پاکستان سرپرست ولسمشر سید یوسف رضا ګېلاني په دې اعلامیه کې ترهګرۍ د له منځه وړلو هوډ یو ځل بیا تکرار کړ.

سید یوسف رضا ګېلاني وايي:« ترهګر د انسانيت دښمنان دي او ټول ملت د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د امنيتي ځواکونو او قانون پلي کوونکو ادارو ملاتړ کوي.»

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هم په اعلامیه کې د پاکستانه د ترهګرۍ تر ختمولو د جنګ جاري ساتلو ژمنه وکړه.
په سیمه کې د پاکستاني پولیسو یو افسر رویټرز ته ویلي چې د چاودنې هدف د پولیسو هغه ګاډی و چې د پولیو واکسیناتوران یې پورته کول.

نوموړی وايي، په دغه پېښه کې یو پولیس او پنځه ماشومان او یو ولسي وګړی وژل شوی دی.

هغه زیاتوي چې د چاودنې له امله د پولیسو په ګډون ۲۳ کسان ټپي شوي دي.

په مستونګ کې د یوې چاودنې له امله د ماشومانو په ګډون ۷ تنه وژل شوي

۱۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۴:۵۳ GMT+۰

د بلوچستان په مستونګ سیمه کې یوې چاودنې د ښوونځي د ماشومانو په ګډون ۷ کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د پوليسو په وینا، د مستونګ ښار د نجونو یوې لېسې ته څېرمه هسپتال چوک کې بمي چاودنه شوې، چې په کې یو پولیس او پنڅه ماشومان او یو بل ولسي وګړی وژل شوي دي.

ځایي پولیس وایي، په دغې پېښه کې ۱۵ کسان ټپیان شوي او په ټپیانو کې ډېری یې د ښوونځي زده‌کوونکي دي.
پوليس وايي، د چاودنې اصلي موخه د پوليسو د موټرو کتار و.

له بل پلوه د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي دغه پېښه غندلې ده.

نوموړي په یوه بیان کې ویلي، چې ترهګر اوس بې ګناه ماشومان په نښه کوي او دوی به د دغو ماشومانو د وینې غچ واخلي.

د غزې د روغتیا وزارت: پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې تر ۴۳ زرو ډېر کسان وژل شوي

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۲:۴۴ GMT+۰

د غزې د روغتيا وزارت د جمعې په ورځ ویلي، چې پر دغې سیمې د اسرایيلو په هوايي او ځمکنیو بريدونو کې د وژل شوو کسانو شمېر له ۴۳ زرو څخه اوښتی.

د دغه وزارت په وینا، د اسراییل په بریدونو کې د ټپيانو شمېر له ۱۰۱ زرو او ۶۰۰ تنو څخه تیر شوی دی.

تیر کال د اکټوبر په ۷مه پر اسراییل د حماس له برید وروسته، اسراییلي ځواکونو پر غزې پراخ ځمکني او هوايي‌ بریدونه پیل کړل چې په دغه سیمه کې میشت نږدې ۲ میلیونه کسان په وار وار د خپلو کورونو او کمپونو پریښودو اړ شو.

په اسراییل د حماس برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور د حماس له خوا یرغمل شوي وو.

نيويارک ټايمز: خامنه‌اي پر اسراييلو د بريد لپاره د چمتووالي امر کړی دی

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۵۳ GMT+۰

نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې د ایران اسلامي جمهوریت د دریو چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې علي خامنه‌ای د دوشنبې په ورځ د ملي امنیت عالي شورا ته امر کړی، چې پر اسراییلو د برید لپاره چمتووالی ونیسي.

د دغو چارواکو په وینا، خامنه‌اي دا پریکړه د ایران د توغندیو د تولید ظرفیت، د تهران شاوخوا د هوايي دفاعي سیسټمونو، د انرژۍ مهمو زیربناوو او په سویل کې د یو لوی بندر په اړه د لوړ پوړو پوځي قوماندانانو د مفصل راپور له کتنې وروسته کړې ده.

نيويارک ټايمز د دغو دريو چارواکو په حواله ليکلي، چې خامنه اي ويلي دي، چې د اسرایيلو د بريدونو کچه او د تلفاتو شمېر چې لږ تر لږه څلور پوځيان دي، دومره لوړ دي چې له پامه نه شي غورځول کېدای او د دغو بريدونو په وړاندې د غبرګون نه ښودل به د ماتې د منلو په مانا وي.

د راپور له مخې، پوځي قوماندانان په اسراییلو کې دننه د لسګونو پوځي اهدافو نوملړ چمتو کوي، خو ښايي دا بریدونه د امریکا له ټاکنو وروسته ترسره شي، ځکه ایران اندېښمن دی چې په سیمه کې تازه کړکېچ او ګډوډي به ټاکنیز کمپاین کې د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ته ګټه ورسوي.

اېکس شبکه د امریکا د ټاکنو په اړه د ناسمو معلوماتو د خپریدو په مخنیوي کې پاتې راغلې

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۳۶ GMT+۰

پر انټرنټ د کرکې د خپریدو سره د مبارزې مرکز په یو راپور کې ویلي، چې د امریکا د ټاکنو په اړه د دروغو ادعاوو او جعلي معلوماتو د خپریدو د مخنیوي په برخه کې د اېکس شبکه ناکامه شوې ده. د دې مرکز په وینا، د اېکس شبکه په ډېرو مواردو کې کاروونکو ته د غلطو پوسټونو په اړه خبرداری نه ورکوي.

تېر کال، اېکس د کاروونکو د ذکر کولو ځانګړتیا اضافه کړه، چې د دغې خواله رسنۍ کاروونکو ته اجازه ورکوي چې په پوسټونو کې د تبصرو له لارې غلط یا نا تایید شوې مینځپانګې په ګوته کړي. دغه کار باید د یو اختصاصي ډلې له خوا وشي.

ایلان ماسک په کراتو له د دغې ځانګړتیا ستاینه کړې او د امریکا اصلي رسنې یې پر طرفدارۍ، سانسور او د غلطو معلوماتو په خپرولو تورنې کړې دي.

پر انټرنټ د کرکې د خپریدو سره د مبارزې مرکز د پنجشنبې په ورځ په یو راپور کې لیکلي، چې د ذکر کولو ځانګړتی د امریکا د ټاکنو په اړه له ناسمو ادعاو سره مبارزه نه شي کولی.

د دې راپور له مخې، پر انټرنټ د کرکې د خپریدو سره د مبارزې مرکز له خوا تحلیل شوي، د ۲۸۳ غلطو پوسټونو له ډلې ، په ۲۰۹ هغو کې د معلوماتو د صحت په اړه له کارکوونکو پوښتنه نه وه شوې او نه هم ورته خبرداری ورکړل شوی و.

د دغه مرکز په وینا، دغه مطالب له ۲ میلیارد ځلو څخه ډېر لیدل شوي وو.

ماسک، چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د کاندید ډونالډ ټرمپ ملاتړ کوي، د امریکا د نومبر د پنځمې نیټې د ټاکنو په اړه یې د نا قانونه کډوالو د رای ورکولو په ګډون یو شمیر بې بنسټه ادعاوې کړي دي.