طالبانو چې په خوست کې د «غرغښت» راډیو بنده کړې وه بېرته فعاله شوې ده

طالبانو چې درې ورځې مخکې په خوست ولایت کې د «غرغښت» سیمه ییزه راډیو بنده کړې وه، بېرته یې خپل فعالیتونه پیل کړ. د افغانستان د خبرنګارانو مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو یاده راډیو د خپرونو په زګنالونو کې د موسیقۍ د شتون له امله تړې وه.