سرچینې: د کور په کور تالاشۍ پر سر د غور د خلکو او طالبانو ترمنځ وسله واله نښته شوې

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې تر هغه وروسته د سیمې د خلکو او طالبانو ترمنځ وسله واله نښته شوې، چې خلکو د طالبانو له خوا د کور په کور تالاشۍ پروړاندې اعتراض وکړ.





