په ایران کې څلور افغان کارګران نیول شوي دي

ایراني چارواکو په یزد ښار کې د لبنیاتو په یوه فابریکه کې د کار د اسنادو نه لرلو په تور څلور افغان کارګران نیولي دي. د یزد روغتیا او درملنې شبکې له هغو ادارو څخه، چې د خوراکي توکو د پخولو او ویش په برخه کې فعالې دي وغوښتل، چې د بهرنیانو له ګمارلو ډډه وکړي.





