په هند کې د کمالا هرېس په پلرني کلي کې خلک په ټاکنو کې د هغې د بریا لپاره دعا کوي

د متحده ایالاتو د ډیموکراټ ګوند له خوا د ولسمشرۍ نوماندې کمالا هرېس په پلرني کلي کې، چې د هند په سویل کې دی، خلک د سه شنبې ورځې په ټاکنو کې د هغې د بریا لپاره دعا کوي.

د متحده ایالاتو د ډیموکراټ ګوند له خوا د ولسمشرۍ نوماندې کمالا هرېس په پلرني کلي کې، چې د هند په سویل کې دی، خلک د سه شنبې ورځې په ټاکنو کې د هغې د بریا لپاره دعا کوي.
دغه کلی چې له واشنګټن څخه ۱۳ زره کیلومټره لرې دی، د هندوانو په معبد کې د ټاکنو په ورځ نومړې ته د دعا لپاره چمتووالی نیول شوی دی.
د هرېس نيکه پې وي ګوپالان څه باندې یوه پیړۍ وړاندې د هند په سویلي تامل ناډو ایالت کې د تولی سندراپورم په پاڼی کلي کې زیږیدلی و.
جی مانیکندن، یو کلیوال چې مندر ته نږدې یو کوچنی پلورنځی چلوي، وویل: "د سې شنبې په سهار به په مندر کې ځانګړې دعا وشي. کله چې هغه ټاکنې وګټي بیا به جشنونه ترسره شي."
په معبد کې، د هرېس نوم په یوه تیږه کې کاږل شوی، چې د هغې د نیکه سره د عامه مرستو نوملړ ښيي. بهر، یو لوی بینر په ټاکنو کې د هرېس د بریالیتوب هیله کوي.
ګوپالان او د هغه کورنۍ له دغه کلي، د تامل ناډو پلازمینې، چینای، ساحلي ښار په څو سوه کیلومترۍ کې پروت یو بل شار ته کډه شوی وو، چیرې چې هغه د خپل تقاعد تر وخته پورې د لوړ پوړي دولتي چارواکي په توګه کار وکړ.
دې کلي څلور کاله دمخه هغه وخت د نړۍ پام ځانته راواړوه، کله چې اوسیدونکو یې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د ولسمشر د مرستیالې په توګه د هرېس له ټاکل کیدو وروسته، په ټاکنو کې د بایډن د بریا لپاره دعا وکړه او د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته یې دغه بریا ونمانځله.
هرېس او د هغې جمهوري غوښتونکی سیال ډونالډ ټرمپ په تاریخي ډول په دیر لږ تفاوت سره سیالۍ کوي او د لا ډیرو ملاتړو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.
ټاکل شوې چې د امریکا ټاکنې سبا، د سې شنبې په ورځ ترسره شي.

د بالیووډ مشهور ستوري شاهرخ خان د خپلې ۵۹مې کلیزې په مناسبت ویلي، چې نور سګرټ نه څښي. هغه وويل، چې دا پرېکړه يې د خپلې مېرمنې او ماشومانو په خاطر کړې او هيله لري، چې له روغ ژوند څخه برخمن شي.
د دې ستر ستوري د ژوند په طریقه کې دغه دلون د هغه د مینه والو له تود هرکلي سره مخ شوی.
شاهرخ خان په یو ویډیويي پیغام کې ویلي: "ملګرو، ښه خبر دا د چې زه نور سګرټ نه څکوم."
هغه مخکې اعتراف کړی و چې په یوه ورځ کې یې تر سلو سګرټ هم څښلي.
د خپلې پرېکړې په بیانولو کې دغه مشهور لوبغاړی وویل، چې هیله من دی چې نور به د ساه لنډۍ نه ځورېږي. هغه ومنله چې هغه لا تر اوسه د سګرټ نه څښلو سره عادت نه دی کړی، خو په خوشبینۍ سره یې زیاته کړه: "د خدای شکر دی، دا وضعیت به ښه شي."
په ټولنیزو شبکو کې د بالیووډ د دې ستوري مینه والو د دې پریکړې په اړه خوښي څرګنده کړې.
شاه رخ خان د خپلې زوکړې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د خپلې لور سوهانا او میرمن ګوري خان له خوا د مینې پیغامونه ترلاسه کړل. د زړو عکسونو په خپرولو سره، سهانا د خپل پلار د شخصي ژوند خوندورې شېبې له خپلو مینه والو سره شریکې کړې.
شاه رخ خان له دې مخکې ویلي و، چې پلان لري چې سګرټ او الکول پریږدي تر څو د خپل ځوی ابراهیم سره ډېر وخت تېر کړي.
په ۲۰۱۲ کال کې، هغه په یو سپورتي لوبه کې پر هغه د سګرټ څښلو له امله انتقاد شوی و او په محکمه کې جریمه شوی هم و.

د اسراییل د ډېموکراسۍ د انسټیټیوټ له خوا شوې نظرپوښتنه ښيي، چې ۷۲ سلنه د نظرپوښتنې اسراییلي ګډونوال په دې باور دي چې ټرمپ دوی ته ګټور دی، همدا راز ۱۳ سلنه اسراییلي ګډونوال د کمالا په اړه مثبت باور لري او ۱۵ سلنه ګډونوالو ته بیا د دواړو ټاکنه کوم ځانګړی توپیر نه لري.
د اسراییل د ډېموکراسۍ انسټیټیوت وايي چې دوی په سروې کې پوښتنه کړې: "د متحده ایالاتو د ولسمشریزو ټاکنو په دواړو نوماندانو کې د اسراییلي وګړو او اسراییل لپاره کوم نوماند غوره دی؟"
د دغې نظرپوښتنې له مخې، د یهودي اسراییلیانو تر منځ ۷۲ سلنه د ټرمپ ملاتړي دي او ۱۱ سلنه یې د کمالا په اړه مثبت نظر لري.
خو د عربي ګروپ تر منځ بیا ۴۶ سلنه په دې باور دي چې دوی ته دواړه کوم توپیر نه لري.
د دغه ګروپ ۲۷ سلنه بیا ټرمپ ګټور بولي او ۲۲.۵ سلنه بیا د ډېموکراټانو نومانده کمالا هرېس د اسراییل لپاره ګټوره بولي.
د اسراییل د ډېموکراسۍ انسټیټیوټ بیا وايي چې دا سروې یې د انټرنیټ او ټېلفون له لارې ترسره کړې ده، چې پکې له ۶۰۰ کسانو سره په عبراني او ۱۵۰ کسانو سره په عربي ژبه خبرې شوې دي.

د پاکستان ملي شورا ددغه هېواد د پوځ د ۱۹۵۲ کال په قانون کې تعدیلات تصویب کړل، چې په دې سره به د پوځ د رییسانو کاري موده له دې وروسته ددرېو کلونو پرځای پنځه کاله وي.
دغه قانون د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ملي شورا ته وړاندې کړ او له تحریک انصاف ګوند پرته یې نورو ګوندونو ملاتړ وکړ او تصویب یې کړ.
ددغه تعدیل هدف د پاکستان د ټولو ځواکونو د رییسانو د کاري مودې ورته والی ښودل شوی او په دې توګه به له دې وروسته د پوځ لوی درستیز او د آی ایس آی رییس هم د پنځو کلونو لپاره ټاکل کیږي.
ددغه قانون له مخې، د پوځ اوسنی لوی درستیز اصف منیر ددوو نورو کلونو لپاره هم پر خپله دنده پاتې کیږي.
د نویو تعدیلاتو له مخې، د پوځ د نورو افسرانو لپاره د تقاعد تګلارې او د عمر اصل به پر لوی درستیز د پلیتابه وړ نه وي.
له دندې وروسته لوی درستیز کولای شي چې بېرته پوځ ته ستون شي.
د دې مصوبې په غبرګون کې د تحریک انصاف ګوند غړي د پارلمان د مشر پر وړاندې راغونډ شول او د مصوبې کاپي پاڼې یې څیرې کړې.
تحریک انصاف ګوند د لوی درستیز پر څوکۍ د اصف منیر د کاري مودې له غځېدو سره مخالف دی، ځکه ددغه ګوند مشر او پلویان لوی درستیز د ګوند او د ګوند د مشر پر وړاندې د راټوکېدلو ستونزو لامل ګڼي.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له مخې، په تېر یو کال کې نېږدې ۷۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه او ۶۲۱ زره کډوال له ایران څخه بېرته افغانستان ستانه شوي دي. خو د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۷۸۶ زره ۷۶۹ افغانانو خپل هېواد پرېښی دی.
که څه هم چې افغانان له څلورو لسیزو د زیاتې مودې راهیسې په ځینو هېوادونو کې کډوال وو؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له دغه هېواده د کډوالۍ بهیر یو ځلې بیا ګړندی شو او په ګڼ شمېر افغانان د دغې ډلې له وېرې مهاجر او جلا وطنه شول.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي (د تلې په ۲۳مه) ویلي وو، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابو ۸ میلیونه افغانان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.
ښاغلي نصیر اندېشه دغه راز ویلي وو، چې دغه شمېر د بشریت په تاریخ کې تر ټولو زیات شمېر دی چې د نړۍوالو اندېښنې یې هم له ځانه سره لرلې دي.
تر دې وړاندې د کډوالۍ نړۍوال سازمان هم ویلي وو، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته شاوخوا اته میلیونه افغانان له خپلې خاورې وتلي دي.
دغه سازمان زیاته کړې وه، چې یو مېلیون افغانانو اروپايي هېوادونو ته پناه وړې، او ۸۵ سلنه نور یې ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.

خو د دې تر څنګ په ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د کوربه هېوادونو زور زیاتي بیا ګڼ کډوال اړ ایستي چې د ستونزو او کړاونو له ګاللو سره - سره بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
په دوی کې یې کمه برخه پخپله خوښه؛ خو غوښنه برخه یې بیا په زوره شړل شوې ده.
له ایرانه د کډوالو ستنېدل
په ایران کې افغان کډوال په دغه هېواد کې د مېشتو بهرنیو وګړو ۹۵ سلنه جوړوي.
په ایران کې د کډوالۍ ملي سازمان د راپور له مخې، په دغه هېواد کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال مېشت دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون (د تلې په ۲۲مه) په یوه راپور کې د دغې ډلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالطیف حقاني له قوله ویلي وو، چې په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا پنځه لکه او ۵۰ زره افغان کډوال له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
همداراز د ایران حکومت تېره میاشت ویلي وو، چې نېږدې ۶۲۱ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
له بل پلوه د ایران د البرز والي مجتبی عبداللهي (د وږي په ۶مه) ویلي وو، چې له تېر کال راهیسې یې له دغه ولایته ۵۰ زره «ناقانونه» افغان کډوال اېستي دي.
دا رنګه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (د تلې په ۱۲مه) په خپل یوه راپور کې ویلي وو، چې یوازې په تېرې یوې میاشتې کې ۲۳۰ زره افغان کډوال له ایرانه ستانه کړل شوي دي.

له پاکستانه د کډوالو ستنېدل
په ټوله کې پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې په دغه هېواد کې شاوخوا درې نیم میلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې له امله یې د دغه هېواد اقتصاد او امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی دی.
که څه هم چې دغه شمېرې کره نه دي او پاکستان ته د راغلیو کډوالو له ډلې هره ورځ یو شمېر کډوال امریکا، اسټرالیا، کاناډا او ځینو اروپایي هېوادونو ته تلونکي دي؛ خو پاکستاني چارواکي وایي چې هره ورځ نوي کډوال په ناقانونه لارو له افغانستانه پاکستان ته وراوړي چې شمېر یې تر لکونو هم زیات دی.
د ۲۰۲۳ کال په وروستیو میاشتو کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړه چې ګڼ شمېر یې تر نیولو، بندي کولو او ربړولو وروسته افغانستان ته په زوره وشړل او دغه لړۍ لا هم روانه ده.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون (د تلې په ۲۲مه) په یوه راپور کې د دغې ډلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له قوله ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۸۰ زره افغانان له پاکستانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې شاوخوا ۷۴۰ زره افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغو دواړو بنسټونو په وینا، د دغو راستنو شویو کډوالو ډېری برخه بې اسناده افغانان جوړوي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د دغو بېرته ستنو شویو افغانانو له ډلې ۹۰ سلنه یې په خپله خوښه ستانه شوي او پاتې ۱۰ سلنه یې په جبري توګه ایستل شوي دي.
د ښاغلي اپریدي په وینا، د دغو ستنو شویو کډوالو له ډلې ۵۴ سلنه یې له بلوچستانه، ۲۶ سلنه یې له خیبر پښتونخوا، ۱۳ سلنه یې له سنده، شپږ سلنه یې له پنجابه او یو سلنه یې د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباده بېرته ستانه شوي دي.
په پاکستان کې د کډوالو چارو اداره وایي، چې له دغه هېواده افغانستان د بېرته ستنېدونکو کسانو شمېره له ۷۰۰ زرو اوښتې ده.

په پاکستان کې بیا د افغان کډوالو مدافع وکیل صدیق الله کاکړ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه هېواد کې لاهم یو مېلیون او ۳۳۱ زره او ۳۳۳ د پي او ار کارټ لرونکي، ۸۹۰ زره د اې سي سي کارټ لرونکي، ۱۱زره او ۸۹۲ د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ سره ثبت شوي کسان، ۴۹ زره او ۸۲۳ زره هغه پناه غوښتونکي چې په پاکستان کې د درېیمو هېوادونو پناه غوښتنې ته په تمه دي او ۷۷۵ زره بیا بې اسناده کډوال مېشت دي.
ایران کې د افغان کډوالو ستونزې
په ایران کې مېشت افغان کډوال وایي، چې دوی نه یوازې د دغه هېواد د پولیسو له خوا نیول کېږي؛ بلکې د دغه هېواد پولیس دوی وهي، ټکوي او زندانونو ته یې استوي.
په ایران کې مېشت ځیني افغان کډوال وایي، چې د قانوني اسنادو په درلودو سره بیا هم د دغه هېواد پولیس یې تر امنیتي حوزو بیایي او له دوی څخه بډې اخلي.
په تهران کې مېشت افغان کډوال مهدي علي زاده وایي، چې دوی په هغه هېواد کې د کډوالۍ له هیڅ ډول حقونو برخمن نه دي، هغه وایي دوی نه یوازې د پولیسو له خوا ځورول کېږي؛ بلکې د ایراني وګړو له خوا هم ورسره زور زیاتی کېږي.
هغه وایي، چې په دې برخه کې که څوک شکایت هم وکړي؛ نو پولیس ورسره لازمه همکاري نه کوي.
هغه وایي، د افغان کاریګرو سره هم له زور زیاتي څخه کار اخیستل کېږي. د هغوی د کار مزد ترېنه په زوره ستنول کیږي او حقونه یې نه ورکول کیږي.
د نوموړي په وینا، افغان کاریګر کار او مزدوري کوي؛ خو ایرانیان یې پیسې یا تنخوا نه ورکوي او د تنخوا د غوښتنې په بدل کې یې ګواښي.
هغه وایي، په تېرو کلونو کې د افغان کډوالو ماشومانو کولای شول چې زده کړې وکړي؛ خو نن سبا په ښوونځیو کې د افغان کډوالو په ماشومانو محدودیت د دغو کډوالو پر وړاندې یوه بله ستونزه ده، چې ورسره مخامخ شویدي.
د هغه په وینا، نه یوازې دا چې د افغان کډوالو ماشومان په ښوونځیو کې نه نیول کېږي؛ بلکې دغو ماشومانو ته سپکاوی هم کېږي، چې دا د دوی پر روان ډېره بده اغېزه کوي.
د ښاغلي علي زاده تر څنګ ځینو نورو کډوالو هم افغانستان انټرنشنل ته په ایران کې له کېدونکو نادودو شکایت کړی او ویلي یې دي چې ان پر دوی د ډوډۍ اخیستلو په برخه کې هم بندیزونه لګیدلي دي.
پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې
په پاکستان کې هم افغان کډوال د کډوالۍ له هېڅ ډول حقونو برخمن نه دي، د هغوی د ماشومانو د تعلیم، روغتیا او پاملرنې لپاره هیڅ ډول اسانتیاوې نه شته او نه هم د هغوی لپاره کاري زمینې برابرې شوې دي.
تر ډېره دغه کډوال د سر خوندي مولو په موخه دغه هېواد ته کډه شوي او پټ په پټه درانه کارونه د لږ مزد په لاس ته راوړلو ترسره کوي، یو شمېر یې له بهره د خپل خپلوانو په مرستو ځان چلوي او زیات شمېر یې د درې وخته په ځای د یوخت په خوړو ګوزاره کوي.
په پاکستان کې هم د ایران په څېر کډوال د پولیسو له خوا ځورول کیږي او تر ډېره له بندي کېدو وروسته په زوره خپل هېواد ته شړل کیږي.
هغه افغانان چې دلته یې د وېزو موده ختمیږي، نو اړ دي چې د زیاتو پیسو په ورکولو سره خپل ځان او د کورنۍ نورو غړو ته وېزې نوې کړي چې دا کار د هر کډوال په وس نه دی پوره.

ګاونډیو هېوادونو ته د افغان کډوالو د تګ لاملونه
د کډوالۍ نړۍوال سازمان(ای او اېم)له راستنو شویو او هغو افغانانو سره د دوی د کډوالۍ د لاملونو په اړه یو لړ پوښتنې کړې دي.
دغو کډوالو یې په ځواب کې ویلي، چې د پاکستان او ایران سره په کرښو کې شاوخوا ۹۱ زره کسانو ورته د وطن د پرېښودلو لاملونه بې روزګاري، ځان خوندي نه ګڼل، د درملنې په برخه کې د اسانتیاو نشتوالی، د کورنیو د غړو لنډمهاله لیدنه کتنه په افغانستان کې امنیتي ګواښونه، د ټولنیزو او بشري حقونو نابرابري او د نجونو پر زده کړو لګول شوي بندیزونه ښودلي دي.
د تازه کډوال شوي افغانان
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۷۸۶ زره او ۷۶۹ افغانانو خپل هېواد پرېښی دی.
دغه سازمان په خپل یو بل خپور شوي راپور کې ویلي، چې روان کال د سپټمبر له ۲۹مې راهیسې د اکټوبر تر پنځمې نېټې پورې له افغانستانه ۵۳ زره او ۹۵۱ کسان ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.
په ایران او پاکستان کې افغان بندیان
په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیل صدیق الله کاکړ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې یوازې په سند صوبه کې نهو تنو افغان بندیانو د خپلې سزا موده پوره کړې او روانه اونۍ به له دغه هېواده افغانستان ته ستانه کړی شي او ۲۵ تنه نور افغان کډوال چې په بېلابېلو جرمونو تورن دي د محکمې پرېکړې ته په تمه دي.
هغه وایي، چې په خیبرپښتونخوا، کراچۍ او بلوچستان کې ډېر افغان کډوال نیول کېږي؛ خو دغه کچه بیا په پنحاب کې ځکه کمه ده، چې هلته د مېشتو افغانونو شمېره کمه ده او له بل پلوه په اسلام اباد کې تر ډېره حده اسناد لرونکي افغانان اوسېږي.
د تهران د جرمونو د مخنیوي ادارې مرستیال ابوالفضل نیکوکار وایي، یوازې د تهران ښار په زندانونو کې ۱۲۴۵ تنه افغانان بندیان دي.
هغه وایي، له دې ډلې یې ۴۲۳ تنه د غلا په تور نیولي دي.

افغانستان ته د ستنو شویو افغان کډوالو وضعیت
افغانستان ته له ایران او پاکستانه بېرته ستانه شوي کډوال په کور دننه هم له خورا زیاتو ننګونو سره مخامخ دي.
دغه کډوال وایي، له یو پلوه نه دي توانیدلي، چې له پلان سره سم ستانه شي؛ د دوی د کور کاڼي کودي تر ډېره ترینه په کوربه هېوادونو کې پاتې شوي او ډېر یې په تش لاس وطن ته ستانه شوي دي.
محمد نعیم هغه افغان کډوال دی، چې له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستون شوی دی.
هغه وایي، په کابل کې یی نن سبا لویه ننګونه د سرپناه نشتوالی دی.
هغه زیاته کړې: «کوم کورونه چې پخوا په ۶،۷ زره افغانیو کرایه کېدل اوس په دغه بیه نه پېدا کیږي.»
حمید یو له هغو کډوالو څخه دی، چې تازه له ایرانه بېرته افغانستان ته ستون شوی دی.
هغه وایي، له ایرانه تش لاس راغلی او هېڅ کومه پانګه نه لري.
د هغه په وینا: « نه پانګه شته، چې شخصي کارو بار پرې وکړم او نه هم په افغانستان کې کاري فرصتونه شته چې ګوزاره پرې وشي.»
هغه زیاته کړه، چې یوه ننګونه یې د ماشومانو ښوونځي دي.
حمید وایي، هغوی په ډېره بېړه هېواد ته راستانه شوي او دې ته یې هم وخت نه دی موندلی چې د خپلو ماشومانو د ښوونځي اسناد له ځانه سره راوړي او اوس یې ماشومان دلته بې برخلیکه پاتې شوي دي.
د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د کډوالو د حقونو د فعالینو نظر
د کډوالو پر وړاندې بد چلند نه یوازې د فعالینو له خوا؛ بلکې د نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو له خوا هم په وار - وار غندل شوی دی.
دغو سازمانونو په وار - وار ویلي، چې په زور او جبر د کډوالو اېستنه د نړۍوال اصولو خلاف کړنه ده.
د کډوالو د حقونو فعال ګل ولي پسرلی وایي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې دغه ډول چلند نه یوازې د نړۍوالو قوانینو خلاف؛ بلکې د انساني، اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف کړنه هم ده.
هغه وایي، په ایران او پاکستان کې چې کوم وضعیت او سلوک له افغان کډوالو سره کېږي د نړۍ په یو قانون کې هم نه شته.
د هغه په وینا، په دې برخه کې ډېر ښه قوانین منل شوي؛ خو ستونزه دا ده، چې څوک ورته پاملرنه نه کوي.
هغه زیاته کړه: « په ایران او پاکستان کې افغان کډوالو ته دومره حقونه نه ورکول کېږي. دوی د زده کړو حق نه لري، دوی د ملکیت د پېرلو حق نه لري او نه هم دوی ته د دغو هېوادونو تابعیت یا اسناد ورکول کېږي.»
هغه وایي، ایران دا دلیل وړاندې کوي چې ولې افغانان په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ورځي او ولې په قانوني لارو نه ورځي.
د ښاغلي پسرلي په خبره، نړۍوال قانون خلکو ته دا حق ورکړی څوک چې د پناه غوښتنه کوي؛ نو هغوی په هره لاره تلای شي.
خو د ایران او پاکستان تر منځ پر پوله وروستۍ پېښې وښودل چې د افغانستان دغه دواړه ګاونډي هېوادونه نه یوازې نړۍوال قوانین او د کډوالو حقونو ته پاملرنه کوي؛ بلکې پر هغوی داسې مرګوني بریدونه کوي چې د بشريت په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
تېره میاشت د ایران د کلګان په سیمه کې ۳۰۰ تنه هغه افغان کډوال د ایراني پوله ساتو له خوا په نښه شول چې ایران ته یې د تلو تکل لاره.
د ځینو راپورونو له مخې، په هغه برید کې شاوخوا ۲۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

داسې مهال، چې طالبانو د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د ۱۶ لويو او وړو پروژو د پرانېستنې خبر ورکړی، یو شمېر سیاستوال او شنونکي ددې ډلې د سترو پروژو ادعاوې د خلکو تېر اېستل او تبلیغات ګڼي.
د دوشنبې په ورځ د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وویل، چې د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې يې د انرژۍ، زېربنا او ترانسپورټ په برخو کې ۱۶ لويې او وړې پروژې پرانيستې او په ترڅ کې يې زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
خو د طالبانو د لویو پروژو، په ځانګړي ډول د عینک د مسو کان سپړنې ته په غبرګون کې د پخواني جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې د طالبانو په شتون کې د مس عینک کان کيندنه تش خوب دی.

په لوګر کې د عینک د مسو کان تړون په ۲۰۰۸ کال کې د حامدکرزي د واکمنۍ پر مهال د «ایم سي سي» په نوم له یوې چنایي کمپنۍ سره لاسلیک شو.
ټاکل شوې وه چې دغه چينایي کمپنۍ به پر دغه لوی کان شاوخوا درې ميلیارد ډالره پانګونه وکړي، خو د بېلابيلو تخنيکي او امنیتي ستونزو له امله د کان کيندنې او استخراج چارې وځنډېدلې.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې پر ګڼو کانونو چارې پيل کړې او په همدې ترڅ کې څو ځله د عینک د مسو کان قرارداد ګټونکې چینایي کمپنۍ له طالبانو سره ليدنې تر سره کړې.
ظاهرا دغه چينایی شرکت ټينګار کوی، چې په سيمه کې د تاريخي اثارو له خوندي ايستلو وروسته د پروژې عملي چارې پیلوي، خو په دې پروژه کې ځنډ د کان د استخراج په تړاو ژمنې تر سیوري لاندې راوستې دي.
د روان کال د زمري پر درېیمه نېټه ايم سي سي چينایي کمپنۍ له يوې نيمې لسيزيځنډ وروسته په لوګر کې د دغه کان په لومړنيو کارونو کې کان ته د تلونکي سړک د جوړولو چارې پيل کړې.
طالبانو د عینک کان د لومړنيو چارو د پيل په مراسمو کې ټينګار کړی و، چې د کان چارې به د افغانستان د ګټو او چینايي شرکت له پخوانيو ژمنو سره سمې پر مخ ځي.
د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د طالبانو او چينايي چارواکو تر منځ یې د کانونو پروژې او تړونونه څارلې او د ده د موندنو له مخي به د طالبانو په شتون کې د میس عینک کان چارې پيل نه شي.
صالح نن دوشنبه پر خپله اېکس پاڼه د عینک د مسو کان اړوند ولیکل چې « طالبانو نن سباد مس عینک پروژې د پیل په اړه تبلیغات او اعلانات پیل کړي او یوازې د خلکو رواني حالت مغشوشوي، خو د طالبانو درواغو خپل اغیز له لاسه ورکړی .»
امرالله صالح وايي، چې اړوند چينایي شرکت تر اوسه عینک کان ته د غځېدلي اته کیلومتره سړک د پخولو چارې هم نه دي پیل کړې.
د طالبانو د کانونو وزارت وايي، چې اوس يې د مس عینک کان اړوند ټول خنډونه له منځه وړي او د لرغونو اثارو د خونديتابه لپاره یې یوه بدیله خوندي لاره هم غوره کړې.
د طالبانو په وینا،د مسو کیندنه به تر ځمکې لاندې تونلونو له لارې کيږي او لرغونې اثار به هم خوندي ځای ته لېږدول کيږی.
خو د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال وایي، چې د مس عینک کان د استخراج او ټرانزيت موضوع چې د پاکستان له لارې د تېرېدو حق لري هم د څو دلایلو له مخې د طالبانو له کنټرول وتلې خبره ده.
صالح زیاتوي، چې افغانستان دامهال مشروع او قانوني حکومت نه لري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوپټا (OPTA) ترانزيټي تړون لغو شوی او اسلام اباد دامهال له طالبانو سره د قانون له مخې نه بلکي د شخصي اړيکو پر بنسټ چلند کوي.
صالح د عینک د مسو کان د چارو نه پيلیدو یو لامل د مسو ټيټه بیه او د چینایانو غير عملي ژمنې ګڼي. هغه وايي، « د برېښنا فابريکې جوړول او ورته نورې ژمنې د لومړنيو خبرو لپارهخيالي هڅونې دي. تر څو چې د لویو کانونو ګټې د طالبانو شخصي جیبونو ته ځي، هيڅ معتبره اداره به په افغانستان کې پانګونه ونه کړي.»
د عینک د مسو کان د لوګر په شمال ختيځ او د کابل په جنوب کې پروت دی، چې د نړۍ د مسو په سترو کانونو کې شمېرل کیږي.
