د پاکستان پوځ د یو نوي بالسټيک توغندي د بریالۍ ازموینې خبر ورکړ

د پاکستان د توغندیو د جوړولو پروګرامونو اړوند شرکتونو پر وړاندې د امریکا د تازه بندیزونو سربیره، پاکستاني سمندري ځواکونو ویلي، چې یو نوی بالسټیک توغندی یې ازمویلی دی. د پاکستان د سمندري ځواکونو په خبره، دغه توغندۍ په ۳۵۰ کیلومتره واټن کې خپله موخه په نښه کولای شي.





