پاکستان کې د پولیو د یوې بلې مثبتې پېښې په ثبتېدو سره دغه شمېر ۴۶ ته لوړ شو

د بلوچستان ایالت په کلا سیف الله کې د پولیو د تازه یوې پېښې په ثبتېدو سره روان کال په دغه هېواد کې د پولیو د پېښو شمېر ۴۶ ته لوړ شو. د پاکستان د بیړنیو عملیاتو مرکز ویلي، د پولیو تازه پېښه په یوه څو میاشتني ماشوم کې لېدل شوې ده.