• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سینمايي لوبغاړي او سندرغاړي د ټرمپ او هرېس ترمنځ وېشل شوي

۱۵ لړم ۱۴۰۳ - ۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ لړم ۱۴۰۳ - ۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۳ GMT+۰

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې نن پیل شوې، خو په دې منځ کې د دغه هېواد نوموتې څېرې په لږ توپیر د دواړو نوماندانو د ملاتړو په توګه راڅرګندې شوې دي.

کمالاهرېس په پنسلوانیا کې د خبرو پرمهال وویل، چې د متحده ایالاتو خلک د نوي نسل مشرۍ ته تیار دي.

د نوموړې اشاره یوې ځوانې مشرتابه ته وه. هرېس وویل، چې نوموړې چمتو ده دغه مشري پرغاړه واخلي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، کمالا هرېس په فلادلفیا کې خپل کمپاین ودراوه، چېرې چې پر دریځ د نوموړې له را څرګندېدو وړاندې خلک پر نوموتو څېرو لیډي ګاګا او اوپرا وینفري ورغونډ شول.

پاپ ستورې جینیفر لوپیز تېره اونۍ له هرېس سره په لاس ویګاس کې په یوه غونډه کې راڅرګنده شوه او ویې ویل، چې د نوموړې ملاتړ کوي.

سینمايي لوبغاړیهریسن فورډ او د اېن بي اې ستوری لیبرون جیمیز هم د هغو نوموتو کسانو پر نوملړ ور ګډ شول، چې د کمالاهرېس ملاتړ کوي.

د هرېس په نورو نوموتو ملاتړو کې میریل سټریپ، جولیا روبرټز، جینیفر ګارنر او کومیډین کریس راک شامل دي.

دوو نورو ستوریو بیانسه او ټایلر سویفټ هم د هرېس ملاتړ اعلان کړی.

د دوشنبې په ورځ مشهور پاډکست جوړوونکي چې په لسګونو میلیونه اورېدونکي لري، له ټرمپ سره له درې ساعته مرکې وروسته وویل، چې نوموړی د پخواني ولسمشر ملاتړ کوي.

د ټرمپ نور نوموتي ملاتړي ډنیس کوایډ، هریسن بوټکر، سندرغاړې جاسن الدین، ټیډ نیوګینټ، کیدراک او غیږباسی هولک هوګن دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

په پاکستان کې دوه چینايي وګړي د یوه امنیتي ساتونکي په ډزو ټپیان شول

۱۵ لړم ۱۴۰۳ - ۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۴ GMT+۰

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دوه چینايي وګړي نن د کراچۍ ښار د جامو په یوه سوداګریز مرکز کې د یو امنیتي ساتونکي په ډزو ټپیان شول. په پاکستان کې پر چینايي وګړو د وروستیو بریدونو په لړ کې بېجینګ د خپلو وګړو لپاره د امنیت غوښتنه کړې ده.

له پيښې وروسته د کراچۍ صعنتي سیمه د پاکستاني پولیسو له خو کلابند شوې ده.

تر دې دمه د برید پړه کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه ده اخیستې او نه هم پاکستاني چارواکو د برید په اړه جزییات ورکړي دي.

د پاکستاني پولیسو یوه لوړ پوړي مشر فیضان علي رویټرز ته وویل: چې پر چینایي وګړو ډزې شوې، خو نور جزییات یې ورنه کړل.

یوه پاکستاني پولیسو چاروکي د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز ته وویل، چې ډرې د یوه امنیتي ساتونکي له خوا شوې دي.

سوېلي وزیرستان کې پر یوه موټر د برید له امله د یوه پولیس په ګډون درې تنه وژل شوي

۱۵ لړم ۱۴۰۳ - ۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۰۳ GMT+۰

د سوېلي وزیرستان واڼه پولیس وايي، چې تېره شپه د دغې ولسوالۍ په دژه غونډۍ سیمه کې پر یوه موټر د برید په پایله د پښتونخوا د ترهګرۍ ضد یو پولیس او دوه ولسي وګړي وژل شوي.

پولیس وايي، پېښه هغه مهال شوې چې دغه پولیس په خپل شخصي موټر کې له سیمې څخه تېرېده.
ویل کیږي، تر اوسه پورې معلومات نه شته چې په دغې پېښه کې دوو نورو وژل شویو کسانو له دغه پولیس مامور سره څه اړېکي لرل، خو پولیس چارواکي وايي په دې اړه د دوی پلټنې روانې دي.
سیمه کې خبریالان وايي، چې د ترهګرۍ ضد دغه پولیس په خپل شخصي موټر کې له واڼه څخه د اعظم ورسک په لوري روان و چې برید پرې شوی.
سیمه کې خبریال لال وزیر وايي چې، د پښتونخوا د ترهګرۍ ضد په عثمان نومي پولیس د اوږې راکټ برید شوی.
تر اوسه پورې د دغه برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
د یوه بل خبر له مخې د پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په بکاخيلو سيمه کې د چاودېدونکو توکو ډک موټر پوليسو نیولی.

100%


د بنو پولیس وايي، چې په دغه موټر درې پلاستیکي بېلرونه له چادیدونکو بارودو ډک ځای پر ځای شوي وو، چې هدف ته له رسیدو مخکې ونیول شول.
پولیسو خبریالانو ته ویلي چې، پر شکمن موټر یې د ودرېدو له غږ وروسته ډزې کړې چې چلوونکی یې تښتېدلی او له بارودو ډک موټر پولیسو نیولی دی.

مولانا فضل الرحمان: د پاکستان په قانون کې تعدیل «شرعي» نه دی او نه یې منم

۱۵ لړم ۱۴۰۳ - ۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۳۴ GMT+۰

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، د پاکستان په قانون کې راوستل شوی تعدیل شرعي نه دی او دوی یې نه مني. د پاکستان ملي شورا د پوځ د ۱۹۵۲ کال په قانون کې د تعدیلاتو په تصویب سره د پوځ د مشرانو کاري موده له درېو څخه پنځو کالو ته لوړه کړه.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان او د ګوند غړو تېر ماښام دوشنبه د یوه خبري کنفرانس پر مهال د پاکستان د ملي شورا له لوري د دغه هیواد په قانون کې د تعدیل راوستلو خلاف غبرګون وښود او ویې ویل چې دغه تعدیلات د شریعت پر بنیاد نه دي شوي او دوی یې نه مني.

د پاکستان ملي شورا تېره ورځ دوشنبه د (لړم ۱۴مه) د دغه هیواد په قانون کې دوه ستر بدلونونه ومنل چې یو یې د پوځ د مشرانو د خدمت موده له درې څخه پنځو کلونو ته وغځوله او بل د سترې محکمې د قاضیانو شمېر دوه برابره کړ چې مخکې تردې ۱۷ تنه او له دې وروسته به ۳۴ تنه وي.

دغه قانون د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ملي شورا ته وړاندې کړ او له پاکستان تحریک انصاف ګوند پرته یې نورو ګوندونو ملاتړ وکړ او تصویب یې کړ.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ځینې مشرانو هم د دغه قانون خلاف غږ پورته کړی او ویلي یې دي چې دغه چاره جمهوري نه ده او هغو ګوندونو په ملي شورا کې دغه قانون پاس کړی چې ټول عمر یې د جمهوريت د ساتلو لپاره کار کړی.

د پي ټي ای ګوند د مشرانو اشاره د مسلم لیک (ن) او د پاکستان خلکو ګوند ته وه چې دوی ولې د قانون دغه تعدیل ومانه.

د قانون له تعدیل وروسته د پوځ اوسنی لوی درستیز اصف منیر چې د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې ټاکل شوی و او د ۲۰۲۵ په نومبر کې یې دنده پای ته رسیده له دې وروسته ددوو نورو کلونو لپاره پر خپله دنده پاتې شو او د ۲۰۲۷ تر نومبر پورې به په خپل ځای پاتې وي.

مولانا فضل الرحمان وايي، په قانون کې د تعدیل خلاف به محکمې ته عارض کیږي او غوښتنه کوي چې په دغه تعدیل دې له سره غور وشي او د پاکستان د قانون په رڼا کې دې پرېکړه وشي.

د پاکستان په قانون کې د بدلون راستو د هغې مصوبې په غبرګون کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو هم اعتراض وکړ او د پارلمان د مشر په مخکې یې په اعتراضي ډول د مصوبې ورکړل شوې پاڼې څیرې کړې.

تحریک انصاف ګوند د لوی درستیز پر څوکۍ د اصف منیر د کاري مودې له غځېدو سره مخالف دی، دوی وايي د دغه ګوند پخواني مشر عمران خان او ګوند ته ټولې ور پېښې ستونزې د پوځ د لوی درستیز له لوري پېښې شوې دي.

د ایران د احتمالي برید سره د مقابلې لپاره د اسراییل پوځ د تیارسئ په حال کې دی

۱۴ لړم ۱۴۰۳ - ۴ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۳۰ GMT+۰

جوریسلم پوسټ اسراییلي رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د دغه هیواد پوځ د ایران د احتمالي برید د مخنیوي لپاره د خپلو ځواکونو د چمتووالي کچه لوړه کړې ده. د دې راپور له مخې، ښايي چې ایران په عراق، لبنان او سوریه کې د خپلو ملاتړو ډلو له لارې پر اسراییل برید وکړي.

دغه اسراييلي رسنۍ د خپلو سرچينو له قوله ويلي، چې د تیارسئ په دغه وضعیت کې د پوځ د عمومي قومندانۍ په ګډون په ټولو څانګو کې د وضعيت ورځنۍ ارزونه شامله ده.

په همدې حال کې، د دغه هېواد د استخباراتي څانګو په ګډون له بېلابېلو لارو د معلوماتو د راټولولو هڅې ګړندۍ شوې دي.

په ورته وخت کې، د اسراییلو هوايي ځواک هم د تیارسئ په حال کې دی، او په خپل هوايي دفاع او کنټرول سیسټمونو تمرکز کوي.

د اسراییلو د پوځ د ارزونې له مخې، ایران لا هم د غچ اخیستنې لپاره پر خپلو انتخابونو غور کوي او د خپل غبرګون ابعاد ارزوي، خو په ورته وخت کې امنیتي چارواکي په کور دننه او بهر د لوړ پوړو اسراییلي شخصیتونو په نښه کولو کې د ایراني هڅو احتمال نه ردوي.

برېتانيا د افغان، ايراني او سوريايي پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه په چټکۍ سره تعقيبوي

۱۴ لړم ۱۴۰۳ - ۴ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۰۵ GMT+۰

د برېتانیا لومړي وزیر ویلي، چې د هغه حکومت اراده لري چې د هغو هیوادونو څخه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه "چټک" وڅیړي چې د منل کیدو احتمال یې لوړ دی، ترڅو د راټولو شوو قضیو حجم کم کړي.

د شمېرو له مخې، افغان، سوريايي، سوډاني او ايراني پناه غوښتونکي په برېتانيا کې د منل کېدو تر ټولو ډېر چانس لري.

د ډیلي ټیلیګراف په وینا کییر سټارمر د دوشنبې په ورځ د دې هیوادونو څخه د پناه غوښتونکو د قضیو د ژر څیړلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د کارګر حکومت غواړي "په سیسټم کې ټولې قضیې په چټکۍ سره وڅیړي".

د بريتانيا د کورنيو چارو وزيرې يويټې کوپر د هغو هېوادونو نومونه وانه خيستل چې ښايي په دغه پروګرام کې شامل شي، خو افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى چې په برتانيا کې د پناه غوښتونکو تر ټولو زيات شمېر لري او د منل کیدو کچه يې ٩٦ سلنه ده.

له دې وروسته د سوریې، سوډان او ایران څخه کډوال دي چې د کورنۍ جګړې، جبر او سیاسي او مذهبي ځورونو له امله بریتانیا ته پناه وړي او د هغوی د منلو چانس خورا زیات دی.

د شمېرو له مخې، په برتانیا کې د کډوالۍ ۱۲۰زره دوسیې نه دي څېړل شوي، چې له دې جملې څخه تر ۳۵زره ډېرې قضیې د دغو پنځو هېوادونو اړوند دي.

د برتانیا لومړي وزیر د ریشي سونک حکومت د قضیو په ځنډولو کې پر کړ او ویې ویل، چې انګلستان د نورو هیوادونو په پرتله خورا بد وضعیت کې دی.

سټارمر همداراز زیاته کړه چې د انګلیس چینل له لارې د پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره به د انسان د قاچاقبرانو سره د تروریستي شبکو د غړو په څیر چلند وشي.

هغه د انسان د قاچاق شبکې نړیوال امنیت ته جدي ګواښ وباله او ویې ویل، چې د بریتانیا د سرحدي امنیت ادارې بودجه به له ۹۷میلیون ډالرو څخه ۱۹۴میلیون ډالرو ته لوړه کړي.

د شمېرو له مخې د روان کال له پيله تر اوسه څه باندې ۳۱زره کډوال د انګلیس کانال له لارې بریتانیا ته داخل شوي او لږ تر لږه ۵۶کسانو پر دغه لار خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.