• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکيې ویلي، چې سږ کال يې د انسان د قاچاق په تور شاوخوا څلور زره کسان نيولي دي

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۱۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۲۳ GMT+۰

د تركيې د كورنيو چارو وزير ویلي، چې سږ كال په ټول هېواد كې ۳۹۲۴ تنه د انسان د قاچاق په تور نيول شوي دي. علي یارلیکایا زیاته کړه، چې دغه کسان په ترکیه کې له شپږو زرو څخه د زیاتو عملیاتو په ترڅ کې پیژندل شوي او نیول شوي دي.

نوموړي د جمعې په ورځ (د لړم ۱۸مه) پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د هېواد په ۴۱ښارونو کې د کډوالو پر ضد د دغه هېواد د ځواکونو په عملیاتو کې ۲۵۷د انسان قاچاق وړونکې نیول شوي دي.

هغه تاييد کړه، چې د دغو کسانو له ډلې د ١٦٩٣ کسانو په اړه د محاکمې حکم صادر شوى دى. ترکيې د انسان قاچاق وړونکو د هويت په اړه جزیيات نه دي ورکړي.

علي یارلیکایا وویل، چې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره د ترکي ځواکونو ګډ عملیات په ټول هیواد کې دوام لري.

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې په تېره میاشت کې ۳۳تنه افغان کډوال په ایرزورم ښار کې نیول شوي او د اخراج لپاره توقیف ځایونو ته لېږدول شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې، ترکیې د کډوالو د پیژندلو، توقیفولو او شړلو او د قاچاقبرانو د محاکمه کولو بهیر ګړندی کړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د هند لومړي وزیر یو ځل بیا د جمو او کشمیر د نسبي خپلواکۍ د لغوه کولو دفاع وکړه

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۱۵ GMT+۰

د هند لومړي وزیر، د کشمیر د ځینو نویو قانون جوړونکو له غوښتنې سره چې د سیمې د نسبي خپلواکۍ د بیرته راستنولو غوښتنه یې کړې، مخالفت کړی دی. نرېندرا مودي وویل، چې دې سیمې ته به نسبي خپلواکي نه راستنیږي، په قانوني او اجرایي توګه دا کار شونی نه دی.

د هند د اساسي قانون د ۳۷۰مې مادې ځینو برخو د جمو او کشمیر خلکو ته ځانګړي امتیازات ورکړي وو، مګر د مودي حکومت په ۲۰۱۹ کال کې دا قانون بدل کړ او د جمو او کشمیر سیمې ځانګړي امتیازات یې لغوه کړل. د هند سترې محکمې دا پرېکړه په وروستیو کلونو کې تایید کړه.

په دې وروستیو کې، په کشمیر کې یو شمېر نوي ټاکل شوي قانون جوړونکو یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې د هند د اساسي قانون د ۳۷۰ مې مادې پراساس دې سیمې ته د نسبي خپلواکۍ د بیا راستنولو غوښتنه کوي.

مګر، مودي د خپل دولت له پرېکړي چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د اساسي قانون په ۳۷۰ ماده کې تغییرات راوستي و، دفاع وکړه.

نرېندرا مودي د هند په لویدیځ مهاراشترا ایالت کې په یوه غونډه کې وویل: «یوازې د بابا صاحب امبدکار اساسي قانون به په کشمیر کې پلي شي. د نړۍ هېڅ ځواک نشي کولی په کشمیر کې ۳۷۰مه ماده بیا پلي کړي.»

د دې مادې له مخې چې په ۱۹۵۹ کې تصویب شوې، جمو او کشمیر د قانون له نظره ځانګړی وضعیت درلود او تر هغه چې د هند حکومت او کشمیري چارواکو موافقه نه وه، د هند ډېری قوانین په دې سیمه کې نه پلي کیدل.

۳۷۰مه ماده تر ۲۰۱۹ کال پورې د اعتبار وړ وه، مګر د نرېندرا مودي په مشرۍ د هند حکومت پریکړه وکړه چې دا ماده لغوه کړي او د کشمیر نسبي خپلواکي له منځه یوسي.

د هوا ککړتیا له امله د پاکستان پنجاب کې د پارک او ژوبڼ په ګډون عامه ځایونو ته تګ بند شو

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۷ GMT+۰

د هوا ککړتیا د زیاتېدو له امله د پاکستان په تر ټولو ستره صوبه پنجاب کې نن د پارک او ژوبڼ په ګډون ډېری عامه ځایونو ته پر تګ بندیز ولګېد.

ځايي چارواکي حکومت وايي د دې صوبې په ختیځه برخه کې د ککړې هوا د زیاتېدو له امله د خلکو د روغتیا ساتلو لپاره دا بندیز لګوي.

د پنجاب مرکز لاهور دا اونۍ سخته هوا او تور لوګي کې ډوب دی.

سویس کې د هوا ککړتیا ادارې د ازموینې له مخې لاهور اوس د نړۍ تر ټولو ککړ ښار دی.

لاهور تر کراچۍ وروسته د پاکستان دویم تر ټولو ستر ښار دی.

تېره میاشت په دغه ښار کې د سخت لوګي له امله د ښوونځي ماشومان د راتلونکې جنورۍ تر پای په پرانیستي چاپېریال کې له لوبو او ورزش منع شول.

په ګاډو او کمپنیو کې د کم کیفیته سونتوکو د کارېدو له امله په دغه ۱۴ میلیوني ښار کې د ژمي په موسم کې هوا ډېره چټله وي.

د پاکستان لاهور ښار کې تېر کال هم هوا ډېره ککړه وه، چې له امله یې یو ځل چارواکو پر دغه ښار مصنوعي باران وکړ.

د روغتیا نړیوال سازمان په خبره، ککړه هوا د مغزي سکتې، زړه او سږو د ناروغیو په ګډون د مختلفو ناروغیو لامل کېږي.

د ملګرو ملتونو ماشوم ملاتړې اداره یا یونیسېف وايي، سوېلي اسیا کې له شپږ سوو مېلیونو ډېر ماشومان د لوړې کچې ککړې هوا سره مخ دي.

د پاکستان پوځ وايي په جنوبي وزیرستان کې ۴ سرتېري او ۵ وسلوال ووژل شول

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۶ GMT+۰

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، له وسلوالو سره په نښته کې څلور پوځیان او ۵ وسلوال ووژل شول. دغه دفتر وايي، دا نښته د جنوبي وزیرستان په ګړیوم سیمه کې شوې ده.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په دې خبرپاڼه کې په نښته کې وژل شوي کسان "خوارج" نومولي دي.

تر دې مخکې په چنګاښ میاشت کې په یوه رسمي اعلامیه کې د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان په په دغه کې یوه منع شوې ډله د "فتن الخوارج" په نوم معرفي کړې وه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د معلوماتو له مخې په دې جګړه کې وژل شوي سرتېري ۳۸ کلن صوبدار نایب د ټانک ولسوالۍ، ۳۰ کلن ګلاب زمان د کرک ولسوالۍ، ۳۰ کلن مزمل محمود د کرک ولسوالۍ او ۲۸ کلن حبیب الله د اورکزو ولسوالۍ اوسېدونکی شامل دي.

دغه دفتر وايي چې دغه امنيتي ځواکونه په زړورتيا سره له خپلو خلکو او هېواد څخه په دفاع کې ووژل وشول.

د پاکستان امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې په پښتونخوا ایالت او له افغانستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د "ترهګرۍ ضد" عملیات زیات کړي دي.

د پاکستان پوځ وايي، دا عملیات به تر هغه دوام وکړي چې "وروستی ترهګر له منځه نه وي تللی."

په جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د هاوان مرمۍ دوه ماشومان ووژل

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۰ GMT+۰

د ځايي سرچینو په خبره، تېره شپه د جنوبي وزیرستان شکتوی سیمه کې پر یو کور د پاکستاني پوځیانو د هاوان مرمۍ لګېدلو له امله دوه ماشومان وژل شول او یو بل ټپي شو. سرچینې زیاتوي د پاکستان پوځیانو د وسلوالو سره له نښتې وروسته د عامو خلکو پر کورونو هاوانونه وتوغول.

په جنوبي وزیرستان کې ځايي سرچینو نن د جمعې په ورځ «د لړم١٧مه» وویل، چې د جنوبي وزیرستان شکتوي سیمې اوسېدونکو د اعتراض په ډول د ماشومانو جسدونه عمومي چوګ ته راوړلي دي.

ځايي خبریالان هم وايي چې د سیمې اوسېدونکي نیوکه کوي، چې پاکستاني پوځیان د عامو خلکو کورونه په نښه کړي، چې ځايي خلکو ته په کې مرګ ژوبله اړولې ده.

تر اوسه پورې پاکستاني پوځیانو د ماشومانو د وژل کېدو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دوه ورځې وړاندې د خیبر درې په تېرا کې هم د پاکستاني پوځیانو هاوان مرمۍ د توغولو له امله دوه ماشومان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي ول.

دغه ماشومان هغه وخت په نښه شول، چې د تېرا په پوټان سیمه کې یاد ماشومانو له ښوونځي څخه کور ته په لاره ول.

د خیبر درې په تېرا پوټان سیمې اوسېدونکي هم ددې ماشومانو جسدونه پېښور ته د اعتراض په ډول وړي ول.

د ځايي سرچینو په وینا د اعتراض کوونکو او پاکستاني نظامیانو تر منځه د خبرو وروسته د ماشومانو جسدونه خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

سرچینې زیاتوي په دې ناسنه کې پرېکړه وشوه، چې د پاکستان پوځ به وژل شوي هر ماشوم ته به ۵۰ لکه کلدارې او ټپیانو ته به ۵ لکه کلدارې ورکوي.

په دې ناسته کې دا پرېکړه هم شوې، چې له دې وروسته به ځايي خلکو پر کورونو بریدونه نه کېږي.

د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ځیني ځايي اوسېدونکي وايي چې د پاکستاني پوځ او ټي ټي پي تر منځه روانه جګړه کې دې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخنوي وشي او دواړه لوري دې دا مسله په پام کې ونیسي.

د یادونې وړ ده، چې د منظور پښتین په مشری د پښتون ژغورنې غورځنګ په وروستی جرګه کې پاکستاني پوځیانو او ټي ټي پي ته خبردارۍ ورکړ، چې په ۶۰ ورځو کې دې د پښتنو له سیمو ووځي.

ولادیمیر پوتین: په نړۍ کې یو نوی جوړښت د رامنځ ته کیدو په حال کې دی

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۳ GMT+۰

د روسیې ولسمشر د پنجشنبې په ورځ په خپله وینا کې، د ډونالډ ټرمپ له بریا یوه ورځ وروسته، لویدیځ تورن کړ، چې هڅه کوي مسکو ته "ستراتیژیکه ماته" ورکړي. هغه زیاته کړه، سره له دې چې امریکا د مسکو د منزوي کولو هڅې کوي، مګر روسیه لویدیځ تمدن خپل دښمن نه ګڼي.

هغه وویل: «د نړۍ پخوانی جوړښت په نه راستنیدونکي ډول د ورکیدو په حال کې دی. دا هم ویلی شو چې نور له منځه تللی دی. د نوي جوړښت د جوړولو لپاره جدي او نه پخلا کېدونکې مبارزه روانه ده.»

پوتین ټینګار وکړ: «نړۍ روسیې ته اړتیا لري او په واشنګټن یا بروکسل کې د لوړ پوړو چارواکو هېڅ پریکړه نشي کولی دا حقیقت بدل کړي».

په دې وینا کې د روسیې ولسمشر، ټرمپ او د امریکا په ټاکنو کې د هغه د بریا یادونه ونه کړه.