پر طالبانو نيوکې کيږي، چې مسلکي بستونه یې غيري مسلکي کسانو ته ورکړي او په روغتيايي ادارو کې يې هم «طالب او ملا» ګمارلی او د ټاکلو معيار يې «دیني زده کړي او جهاد» ټاکلی دی.
په ډېرو ولایتونو کې له دولتي روغتونو څخه په زيات شمېر متخصص ډاکترانو هم دندي پرېښي او ګيله کوي، چې طالبان تنخوا او امکانات پر وخت نه ورکوي او ورسره د مور او میري چلند کوي.
په تېرو درېيو کلنو کې د بيلابيلو پوهنتونو د طب له پوهنځيو څخه فارغ کسان هم د ندو په پيدا کېدو ستړي شوي او نااميده شوي دي.
نړيوالو هم په افغانستان کې د روغتيا پر ناسم سيستم اندېښنه ښودلې.
په لومړۍ ماده کې راغلي، چې د راپور په متن کې د قتل د یادو شویو موضوعاتو په اړه چې څوک دعوه لري ټول دې اړوندو نظامي محاکمو ته وسپارل شي، څو پرېکړې وکړي او حل او فصل شي.
په دویمه ماده کې ملاهبت الله د خپلې ډلې واک لاندې سترې محکمې او ارشاد، حج او قافو وزارت ته سپارښتنه کړې چې په کونړ ولایت کې په خپلو تشکیلاتو کې د غیر مقلدینو پر ځای مقلدین وټاکي.
ملاهبت الله په درېیمه ماده کې د خپلې ډلې د استخباراتو له عمومي ریاست غوښتنه کړې چې د کونړ د اسخباراتو ریاست لپاره دې مقلد او قوي کس معرفي کړي.
په څلورمه ماده کې ملاهبت الله له پوهنې وزارت غوښتي چې په دغه ولایت کې دې منظورې شوې مدرسې جوړې کړې او د غیر مقلدینو مدرسې چې له هرځایه تمویلیږي، د هغو په اړه دې بشپړ معلومات راټول کړي او د بهرني تمویل د مخنیوی لپاره دې حل لارې ولټول شي.
په پنځمه ماده کې د طالبانو مشر د خپلې ډلې له کورنیو چارو وزارت نه غوښتي، چې په کونړ کې د خپلو تشکیلاتو په تړاو غور وکړي او په کومو ځایونو کې چې د تشکیل اړتیا وي نو هغه دې پوره کړي او په تشکیلاتو کې دې مقلدین پر دندو وګوماري او د غیر مقلدینو نفوذ دې کم او یا هم «ورک» کړي.