• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان ورزشکارانو په ازبکستان کې د سرو او سپینو زرو ۵ مډالونه وګټل

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۴ GMT+۰

د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون د تکواندو او جيټ کانډو لوبغاړو په ازبکستان کې دوه د سرو او درې د سپینو زرو مډالونه وګټل. د اتلانو نړیوال جام د ازبکستان په کوربه توب پیل شوی و، چې د نړۍ ۱۳ هېوادونو برخه پکې لرله.

د افغانستان د المپیک، بدنې روزني او روزش عمومي کمېټې د شنبې په ورځ په يوه خبر کې ويلي، چې دغه سيالۍ یوه اونۍ وړاندې په تاشکند کې پيل شوي وې، چې د ۱۳ هېوادونو لوبغاړو په بېلابيلو لوبو کې برخه اخیستې.

افغان المپيک ويلي، چې په دې سيالیو کې پنځو افغان لوبغاړو سره ۴ افغان هیت برخه اخيستې او دغه مډالونه یې ګټلي دي.

په دې سياليو کې د شمالي کوريا لوبغاړو د قهرمانۍ لومړۍ او د روسيې لوبغاړو دویم مقام تر لاسه کړ.

100%

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ملاهبت الله تازه حکم: استخبارات دې په کونړ کې د اهل حدیث مدرسو د بهرني تمویل مخه ونیسي

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د مشر ملا هبت الله د حکم یوه کاپي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته رسېدلې ده، چې د کونړ د طالبانو استخباراتو ته پکې د غیر مقلدینو د مدرسو د بهرني تمویل د مخنیوي غوښتنه شوې ده. ملاهبت الله دغه راز په ادارو کې د غیر مقلدینو د نفوذ پر مخنیوي هم ټینګار کړی.

د طالبانو د مشر ملاهبت الله له دفتره شاوخوا شل ورځې وړاندې په کابل کې د طالبانو د استبخاراتو عمومي ریاست ته یو حکم لېږل شوی چې د غیر مقلدینو د نفوذ پر مخنیوي متمرکز دی.

ملاهبت الله اخوندزاده دغه حکم په کونړ ولایت کې د کارونو د ارزونې په تړاو د یاد ولایت د طالبانو د استخباراتو د وړاندې شوي راپور په ځواب کې ورکړی دی.

100%

دغه مکتوب پنځه مادې لري

په لومړۍ ماده کې راغلي، چې د راپور په متن کې د قتل د یادو شویو موضوعاتو په اړه چې څوک دعوه لري ټول دې اړوندو نظامي محاکمو ته وسپارل شي، څو پرېکړې وکړي او حل او فصل شي.

په دویمه ماده کې ملاهبت الله د خپلې ډلې واک لاندې سترې محکمې او ارشاد، حج او قافو وزارت ته سپارښتنه کړې چې په کونړ ولایت کې په خپلو تشکیلاتو کې د غیر مقلدینو پر ځای مقلدین وټاکي.

ملاهبت الله په درېیمه ماده کې د خپلې ډلې د استخباراتو له عمومي ریاست غوښتنه کړې چې د کونړ د اسخباراتو ریاست لپاره دې مقلد او قوي کس معرفي کړي.

په څلورمه ماده کې ملاهبت الله له پوهنې وزارت غوښتي چې په دغه ولایت کې دې منظورې شوې مدرسې جوړې کړې او د غیر مقلدینو مدرسې چې له هرځایه تمویلیږي، د هغو په اړه دې بشپړ معلومات راټول کړي او د بهرني تمویل د مخنیوی لپاره دې حل لارې ولټول شي.

په پنځمه ماده کې د طالبانو مشر د خپلې ډلې له کورنیو چارو وزارت نه غوښتي، چې په کونړ کې د خپلو تشکیلاتو په تړاو غور وکړي او په کومو ځایونو کې چې د تشکیل اړتیا وي نو هغه دې پوره کړي او په تشکیلاتو کې دې مقلدین پر دندو وګوماري او د غیر مقلدینو نفوذ دې کم او یا هم «ورک» کړي.

په کونړ کې د طالبانو ځايي سرچینو نن د یکشنبې په ورځ «د لړم۱۹مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دغه ولایت کې د طالبانو په منځ کې مقلد او غیر مقلد اصطلاحات ډېر کارول کېږي.

د سرچینې په خبره طالبان غیر مقلدین د اهل حدیثو لپاره کاروي او دا ډله اهل حدیث بیا داعش بولي. غیر مقلدین خپل مخالفان (مقلدین) د قران او احادیثو د بشپړ پلیتابه پر وړاندې خنډ بولي، ځکه ددوی په باور، دا ډله هرڅه په پټو سترګو مني.

په کونړ کې سرچینې وايي، چې طالبانو د داعش د مخنیوي لپاره د اهل حدیث ډلو اړوند مدرسو فعالیتونه محدود کړي.

کونړ د افغانستان د هغو ولایتونو په ډله کې شمېرل کیږي چې سلفیان پکې تر نورو ډېر نفوذ لري.

ملاله یوسفزۍ: داسې زړور مشران په کار دي چې د افغان ښځو ترڅنګ ودریږي

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۰۵ GMT+۰

د نوبل سولې جایزې ګټونکې او د ښځو حقونو فعاله ملاله یوسفزۍ وايي، افغان ښځې له سیستماتیک تشدد سره مخ دي او داسې مشرانو ته اړتیا ده، چې د افغان ښځو ترڅنګ ودریږي.

یوسفزۍ د شنبې په ورځ سکای نیوز ته په مرکه کې وویل، چې د ښځو په تړاو د طالبانو د بندیزونو یوه وړه برخه په رسنیو کې خپریږي، خو افغانې ښځې په سیستماتیک ډول تر تشدد لاندې دي.

هغې وویل، «باید وګورو چې په سیمه کې هلته څه تیریږي. موږ د افغانستان موضوع نه شو څنګ ته کولای».

یوسفزۍ د متحده ایالتونو په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د بري او د واشنګټن د راتلونکو سیاستونو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « موږ داسې زړورو مشرانو ته اړتیا لرو، چې د افغان ښځو تر څنګ ودریږي. داسې مشران چې پوره زړور وي، ګام واخلي، د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړ شي او د هغوی د حقونو ملاتړ وکړي».

ملاله یوسفزۍ وايي، چې ۲۲ کاله مخکې د طالبانو په لومړۍ دوره کې هم ښځو تر بندیزونو لاندې ژوند کاوه او اوس هم له سختو بندیزونو سره مخ دي.

یوسفزۍ وايي، په نړیوال سیسټم کې د افغان ښځو د ملاتړ په اړه څه نه ترسترګو کیږي او له همدې امله افغان مېرمنې هڅه کوي دغسې یو سیسټم رامنځته شي. هغې زیاته کړه: « د یوې بنسټپالې ډلې واکمنېدو له ښځو نه ټول حقونه واخستل، هرڅه یې جرم وګرځول، له همدې امله افغان ښځې د جنسي اپارتاید د رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي».

یوسفزۍ، چې د زده کړو او ښځو د حقونو په برخه کې فعالیت کوي،له دې وړاندې د مکسیکو له ولسمشرې کلودیا شاین او د بریتانیا له پارلمان او وزیرانو غوښتي و، چې له ښځو سره د طالبانو چلند د جنسیتي اپارتاید په توګه په رسمیت وپېژني.

طالبانو د بلوچستان په کوټه ښار کې خونړۍ چاودنه وغندله

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۲ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل، چې دوی د بلوچستان د کوټې ښار د اورګاډي په تمځای کې شوې چاودنه غندي، چې «په پایله کې یې ګڼ شمیر ملکي وګړي مړه او ټپیان شول.» طالبانو په چاودنه کې د وژلو شویو کسانو کورنیو ته تسليت ويلی.

د کوټې ښار په نننۍ چاودنه کې د ۱۹ پاکستاني پوځیانو په ګډون ۳۱ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.

د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په تمځای کې د چاودنې مسوولیت د بلوڅانو د ازادۍ پوځ منلی.

د دې ډلې ویاند جنيد بلوڅ ويلي، چې دا یو ځانمرګی برید و او هدف يې د پاکستاني پوځ یوه ډله وه.

د بلوچستان ځايي پولیسو هم تایید کړې ده، چې په دغه برید کې د پاکستاني پوځ سرتېري په نښه شوي دي.

د پېښې له ځایه خپرو شویو تصویرونو کې د پوځیانو وسایل او بکسونه هم تر سترګو کیږي.

د طالبانو عدلیې وزارت: یوه میاشت کې مو له ۳۷ زره جریبه ډېره ځمکه له غصب خلاصه کړې

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي پلاوي په یوه میاشت کې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې ۳۷ زره ۴۲۹ جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده. دغه وزارت لیکلي، چې تر ټولو زیاتې ځمکې، یې په تخار ولایت کې له غصب څخه خلاصې کړې، چې شاوخوا ۱۰ زره جريبه کيږي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د شنبې په ورځ (د لړم ۱۹ مه ) په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه ځمکې د غصب د مخنیوي په موخه د تخنیکي کمېټې له لوري د دوی له بیا کتنې او تایید وروسته را ګرځول شوې او ثبت شوې دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه ځمکې په هرات، ننګرهار، کندز، تخار، پروان، غور، پنجشیر، لغمان، سرپل، سمنګان، بادغیس او میدان وردګو ولایتونو کې غصب شوې وې.

په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي، چې دغه ځمکې د چا له خوا او کله غصب شوې وې.

د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، چې په ټول افغانستان کې د دولتي ځمکو د غصب د تثبیت، معلومولو او خلاصون لړۍ دوام لري.

‏طالبان: له دوو ګاونډیو هېوادونو نږدې ۲۰۰ کورنۍ راستنې شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۱۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۱۸۹ کورنۍ له ایران او پاکستانه هېواد ته راستنې شوې.

دغه اژانس په اېکس پاڼه لبکلي، له دغې ډلې د تورخم له لارې ۲۹، د قندهار د سپین بولدک له لارې ۳۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۹ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۸۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
دغه اژانس زیاته کړې، چې د راستنو شویو کورنیو له ډلې ۲۲ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې او سلګونو کورنيو ته بیا مرستې وېشل شوې دي.
له بل پلوه د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له مخې، په تېر یو کال کې نږدې ۷۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه او ۶۲۱ زره کډوال له ایران څخه بېرته افغانستان ستانه شوي دي.
خو ‏د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۷۸۶ زره ۷۶۹ افغانانو خپل هېواد پرېښی دی.
ورته مهال پاکستاني رسنیو وړمه ورځ راپور ورکړی و، چې د روان ۲۰۲۴ کال د (اکتوبر له اومې نېټې د نومبر تر پنځمې) له پاکستانه ۲۶ زره او ۴۵۰ افغان کډوال اېستل شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی وايي، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت "جدي" دی.

د ملګرو ملتونو په یوې غونډه کې نصیر احمد فایق وویل، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ډېر ماشومان له زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو بې برخې دي.