• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو عدلیې وزارت: یوه میاشت کې مو له ۳۷ زره جریبه ډېره ځمکه له غصب خلاصه کړې

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي پلاوي په یوه میاشت کې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې ۳۷ زره ۴۲۹ جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده. دغه وزارت لیکلي، چې تر ټولو زیاتې ځمکې، یې په تخار ولایت کې له غصب څخه خلاصې کړې، چې شاوخوا ۱۰ زره جريبه کيږي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د شنبې په ورځ (د لړم ۱۹ مه ) په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه ځمکې د غصب د مخنیوي په موخه د تخنیکي کمېټې له لوري د دوی له بیا کتنې او تایید وروسته را ګرځول شوې او ثبت شوې دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه ځمکې په هرات، ننګرهار، کندز، تخار، پروان، غور، پنجشیر، لغمان، سرپل، سمنګان، بادغیس او میدان وردګو ولایتونو کې غصب شوې وې.

په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي، چې دغه ځمکې د چا له خوا او کله غصب شوې وې.

د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، چې په ټول افغانستان کې د دولتي ځمکو د غصب د تثبیت، معلومولو او خلاصون لړۍ دوام لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

‏طالبان: له دوو ګاونډیو هېوادونو نږدې ۲۰۰ کورنۍ راستنې شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۱۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۱۸۹ کورنۍ له ایران او پاکستانه هېواد ته راستنې شوې.

دغه اژانس په اېکس پاڼه لبکلي، له دغې ډلې د تورخم له لارې ۲۹، د قندهار د سپین بولدک له لارې ۳۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۹ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۸۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
دغه اژانس زیاته کړې، چې د راستنو شویو کورنیو له ډلې ۲۲ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې او سلګونو کورنيو ته بیا مرستې وېشل شوې دي.
له بل پلوه د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له مخې، په تېر یو کال کې نږدې ۷۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه او ۶۲۱ زره کډوال له ایران څخه بېرته افغانستان ستانه شوي دي.
خو ‏د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۷۸۶ زره ۷۶۹ افغانانو خپل هېواد پرېښی دی.
ورته مهال پاکستاني رسنیو وړمه ورځ راپور ورکړی و، چې د روان ۲۰۲۴ کال د (اکتوبر له اومې نېټې د نومبر تر پنځمې) له پاکستانه ۲۶ زره او ۴۵۰ افغان کډوال اېستل شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی وايي، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت "جدي" دی.

د ملګرو ملتونو په یوې غونډه کې نصیر احمد فایق وویل، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ډېر ماشومان له زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو بې برخې دي.

م. م. کې د افغانستان استازي، ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه وښوده

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۱۸ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی وايي، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت "جدي" دی. د ملګرو ملتونو په یوې غونډه کې نصیر احمد فایق وویل، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ډېر ماشومان له زده کړو او روغتیايي خدمتونو بې برخې دي.

فایق وویل، چې ایران افغانان له قانوني اسنادو سربیره له خپل هیواده اوباسي.

ښاغلي فایق د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع د درېیمې کمېټې په غونډه کې وویل، چې په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو شمېر د اندېښنې وړ دی او له پنځو میلیونو ډېر افغان کډوال په ایران او پاکستان کې مېشت شوي دي.

ښاغلي فایق وویل: "په ۲۰۲۱ کال کې کله چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ته ورسیدل له ۱.۶میلیونو څخه زیات افغانان د تاوتریخوالي، اقتصادي ستونزو او د بشري حقونو د سیستماتیکو سرغړونو له امله تښتېدلي او ګاونډیو هېوادونو ته یې پناه وړې ده."

نوموړي له کوربه هېوادونو څخه د افغان کډوالو د کړکېچ د هواري لپاره د مالي مرستو د ډېرېدو غوښتنه وکړه. نصیر احمد فایق په بیا میشتیدنې، د کډوالو د حقونو په پیاوړتیا او افغانستان ته د کډوالو د راستنیدو د پروګرامونو په مالي ملاتړ ټینګار وکړ.

پاکستان او ایران د افغان کډوالو ویستلو ته زور ورکړی دی. ایران دا مهال د کډوالو د اېستلو لړۍ په کلکه پلي کوي او هره ورځ په زرگونه افغانان تر نیولو وروسته له دغه هیواده ویستل کیږي. په دې وروستیو میاشتو کې د ایران په ځینو برخو کې د ایراني پولیسو له خوا له کډوالو سره د ناوړه چلند او پر افغانانو د بریدونو د زیاتیدو راپورونه ورکړل شوي دي.

له هغو کډوالو سره چې قانوني اسناد نه لري، ایران اسناد لرونکي افغان کډوال هم له خپل هیواده اوباسي.

نصیر احمد فایق په دغو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت کړکېچن وباله او زیاته یې کړه، چې په ایران کې کډوال د اسنادو د ستونزو له امله بانکي او نورو خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ دي او ان ځینې یې د اسنادو له لرلو سره هم له دغه هېواده شړل کېږي.

نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره خپلې مالي ژمنې زیاتې کړي.

هغه وويل، غړي هېوادونه بايد د کډوالۍ سهمیه زياته کړي او د خوندي لارو لکه د کورنيو بيا يو ځای کېدو او بشري ويزو له لارې د افغان کډوالو ملاتړ وکړي. د هغه په وینا، دغه اقدام به پر کوربه هېوادونو فشارونه کم کړي.

همدار راز، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی د افغانانو پر نه جبري شړلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د افغان کډوالو داوطلبانه راستنېدل باید په خوندي شرایطو او انساني کرامت ته په درناوي ترسره شي.

ښاغلي فایق د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ وروستي راپور ته په اشارې سره وویل، چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو شمېر ۵.۵۳ میلیون کسانو ته رسېدلی او د تېر کال له سپټمبر راهیسې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۷۳۳زره افغان کډوال له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

نوی ډيلی وايي استازی یې د بشري او اقتصادي موخو لپاره کابل ته تللی و

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۷ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال وايي د دغه هېواد استازي د اقتصادي اړیکو او بشري مرستو د پیاوړتیا لپاره له چابهار بندر د استفادې په اړه د خبرو لپاره کابل ته سفر کړی و. جیسوال وویل چې هندي پلاوي په کابل کې له طالب چارواکو او حامد کرزي سره لیدلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د پنجشنبې په ورځ په ډیلي کې خبري کنفرانس ته د هندي پلاوي د سفر په اړه جزییات ورکړل.

د هند په بهرنیو چارو وزارت کې د پاکستان، افغانستان او ایران د څانګو مشر جي، پي، سینګ په دې وروستیو ورځو کې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې ولیدل.

د طالبانو د دفاع وزارت د چهار شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دفاع وزیر یعقوب مجاهد له چي پي سینګ سره سره وکتل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم له جي پي سینګ سره په لیدنه کې ویلي، چې دا ډله له ډیلي سره د خپلو اړیکو د پراختیا تمه لري.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په کابل کې له هندي پلاوي سره په لیدنه کې د افغانانو زدکړو ته د هند توجو او د دواړو هېوادونو تر منځه د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، دغه پلاوي په کابل کې د هندي پلاوي د ناستو پر مهال له افغانستان سره د بشري مرستو او د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو په برخه کې د افغانستان د سوداګریزې ټولنې له خوا د کار اخیستلو او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

رندهیر جیسوال وویل چې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو برابرول د هند د مرستو د پروګرامونو یوه مهمه برخه ده او ویې ویل چې دوی اوس هم افغانستان ته د غنمو څو چوپې لېږلې دي.

د ایران په سمنان کې پولیسو ۴۳ کډوال نیولي

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۹ GMT+۰

د ایران د سمنان ولایت د دامغان ښار د پولیسو مشر اعلان وکړ، چې ۴۳ تنه کډوال یې د «ارامۍ پلان » په نامه عملیاتو نیولي دي.

غلام حسین عرب وویل چې د بې اسنادو کډوالو د شمېر په زیاتېدو سره پولیسو د هغوی د پیژندلو لپاره جدي اقدامات کړي دي.

د ايران د سمنان ولايت د دامغان ښار د پوليسو مشر غلام حسين عرب د جمعې په ورځ «د لړم١٧مه» وویل، چې دغه بې اسناده کډوال کمپ ته وړل شوي دي چې خپل اصلي هېواد ته ستانه شي.

تر دې مخکې د سمنان ولایت د شاهرود ښار د پولیسو قوماندان علیرضا شایني د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دغه ښار پولیسو د «طرح ارامش» عملیاتو کې په تېرو درېو ورځو کې ۲۱ کډوال نیولي دي.

شایني زیاته کړه، چې دغه کډوال تر نیول کېدو وروسته اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

ایران په دې وروستيو کې د استوګنې له اسنادو پرته د افغان کډوالو د نيولو بهير چټګ کړى او په ايران کې يې د دغو کډوالو د ژوند شرايط سخت کړي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو د ایران په ګڼو ښارونو کې افغان کډوالو ته د کار کولو او د کورونو کرایه کول جرم بللي دي.

د خپلواکو همګټو هېوادونو مشر د افغانستان شاوخوا د امنیتي کمربند د جوړېدو ملاتړ وکړ

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۱ GMT+۰

د خپلواکو همګټو هېوادونو سرمنشي وايي د دې تړون اجرايي کمېټه د افغانستان شاوخوا د امنیتي کمربند د جوړېدو لپاره د ټولیز امنیت تړون د وړاندیز ملاتړ کوي.

په دا مهال د ټولیز امنیت تړون سرمنشي وايي، په منځنۍ اسیا کې د ترهګرۍ د پراختیا خطر لا هم شته.

تاسماګامبتوف زیاتوي چې دغه تړون له افغانستان پېښ ګوښونه او ننګونې لا هم څاري او د مخنیوي لپاره یې خپلمنځي همکاري زیاتوي.

د طالبانو واکمنېدو سره د روسیې په مشرۍ د خپلواکو همګټو هېوادونو او د ټولیز امنیت تړونونه منځنۍ اسیا ته له افغانستان د وسلوالو د ور اوښتو وېره بیا بیا ښيي.

د دې وسلوالو د مخنیوي لپاره ټولیز امنیت تړون د افغانستان هېواد شاوخوا د امنیتي کمربند جوړېدو د پلان لپاره د کارډلې وړاندیز کړی دی.

د خپلواکو همګټو هېوادونو سرمنشي جنرال سرګي لبیدیف د دغه وړاندیز په تایید سره وايي، چې دوی د دغه پلان هرکلی کوي او تمه لري چې د دواړو تړونونو د اړوند څانګو استازي پکې برخه واخلي او په دې ډول د افغانستان شاوخوا امنیتي دېوال جوړېدو لپاره ټولیز پلان جوړ شي.

د تاس خبري اژانس د رپوټ له مخې ښاغلي لبیدیف په مسکو کې د همګټو هېوادونو غونډې ته په خبرو کې وویل: موږ هیلمن یو چې د دې ډلې کار به د نړیوالو ترهګرو ډلو، د نشه يي توکو او وسلو قاچاق او بې قانونه مهاجرت په شنډولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان شاوخوا د امنیتي کمربند جوړېدو وړاندې د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د ټولیز امنیت تړون په غونډه کې وکړ.

د امام علي رحمان په دې وړاندیز پسې لږ وروسته د افغانستان په تړاو کارډله جوړه شوه چې د دې سازمان بهرنیو چارو وزیرانو ته ځواب وايي.

په دې ډله کې د دې تړون او خپلواکو همګټو هېوادونو سربېره د ملګرو ملتونو استازي افغان سفارت او نور لېواد درېمګړي هېوادونه هم برخه لري.