• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نوی ډيلی وايي استازی یې د بشري او اقتصادي موخو لپاره کابل ته تللی و

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۳ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال وايي د دغه هېواد استازي د اقتصادي اړیکو او بشري مرستو د پیاوړتیا لپاره له چابهار بندر د استفادې په اړه د خبرو لپاره کابل ته سفر کړی و. جیسوال وویل چې هندي پلاوي په کابل کې له طالب چارواکو او حامد کرزي سره لیدلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د پنجشنبې په ورځ په ډیلي کې خبري کنفرانس ته د هندي پلاوي د سفر په اړه جزییات ورکړل.

د هند په بهرنیو چارو وزارت کې د پاکستان، افغانستان او ایران د څانګو مشر جي، پي، سینګ په دې وروستیو ورځو کې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې ولیدل.

د طالبانو د دفاع وزارت د چهار شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دفاع وزیر یعقوب مجاهد له چي پي سینګ سره سره وکتل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم له جي پي سینګ سره په لیدنه کې ویلي، چې دا ډله له ډیلي سره د خپلو اړیکو د پراختیا تمه لري.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په کابل کې له هندي پلاوي سره په لیدنه کې د افغانانو زدکړو ته د هند توجو او د دواړو هېوادونو تر منځه د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، دغه پلاوي په کابل کې د هندي پلاوي د ناستو پر مهال له افغانستان سره د بشري مرستو او د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو په برخه کې د افغانستان د سوداګریزې ټولنې له خوا د کار اخیستلو او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

رندهیر جیسوال وویل چې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو برابرول د هند د مرستو د پروګرامونو یوه مهمه برخه ده او ویې ویل چې دوی اوس هم افغانستان ته د غنمو څو چوپې لېږلې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ایران په سمنان کې پولیسو ۴۳ کډوال نیولي

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۹ GMT+۰

د ایران د سمنان ولایت د دامغان ښار د پولیسو مشر اعلان وکړ، چې ۴۳ تنه کډوال یې د «ارامۍ پلان » په نامه عملیاتو نیولي دي.

غلام حسین عرب وویل چې د بې اسنادو کډوالو د شمېر په زیاتېدو سره پولیسو د هغوی د پیژندلو لپاره جدي اقدامات کړي دي.

د ايران د سمنان ولايت د دامغان ښار د پوليسو مشر غلام حسين عرب د جمعې په ورځ «د لړم١٧مه» وویل، چې دغه بې اسناده کډوال کمپ ته وړل شوي دي چې خپل اصلي هېواد ته ستانه شي.

تر دې مخکې د سمنان ولایت د شاهرود ښار د پولیسو قوماندان علیرضا شایني د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دغه ښار پولیسو د «طرح ارامش» عملیاتو کې په تېرو درېو ورځو کې ۲۱ کډوال نیولي دي.

شایني زیاته کړه، چې دغه کډوال تر نیول کېدو وروسته اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

ایران په دې وروستيو کې د استوګنې له اسنادو پرته د افغان کډوالو د نيولو بهير چټګ کړى او په ايران کې يې د دغو کډوالو د ژوند شرايط سخت کړي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو د ایران په ګڼو ښارونو کې افغان کډوالو ته د کار کولو او د کورونو کرایه کول جرم بللي دي.

د خپلواکو همګټو هېوادونو مشر د افغانستان شاوخوا د امنیتي کمربند د جوړېدو ملاتړ وکړ

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۱ GMT+۰

د خپلواکو همګټو هېوادونو سرمنشي وايي د دې تړون اجرايي کمېټه د افغانستان شاوخوا د امنیتي کمربند د جوړېدو لپاره د ټولیز امنیت تړون د وړاندیز ملاتړ کوي.

په دا مهال د ټولیز امنیت تړون سرمنشي وايي، په منځنۍ اسیا کې د ترهګرۍ د پراختیا خطر لا هم شته.

تاسماګامبتوف زیاتوي چې دغه تړون له افغانستان پېښ ګوښونه او ننګونې لا هم څاري او د مخنیوي لپاره یې خپلمنځي همکاري زیاتوي.

د طالبانو واکمنېدو سره د روسیې په مشرۍ د خپلواکو همګټو هېوادونو او د ټولیز امنیت تړونونه منځنۍ اسیا ته له افغانستان د وسلوالو د ور اوښتو وېره بیا بیا ښيي.

د دې وسلوالو د مخنیوي لپاره ټولیز امنیت تړون د افغانستان هېواد شاوخوا د امنیتي کمربند جوړېدو د پلان لپاره د کارډلې وړاندیز کړی دی.

د خپلواکو همګټو هېوادونو سرمنشي جنرال سرګي لبیدیف د دغه وړاندیز په تایید سره وايي، چې دوی د دغه پلان هرکلی کوي او تمه لري چې د دواړو تړونونو د اړوند څانګو استازي پکې برخه واخلي او په دې ډول د افغانستان شاوخوا امنیتي دېوال جوړېدو لپاره ټولیز پلان جوړ شي.

د تاس خبري اژانس د رپوټ له مخې ښاغلي لبیدیف په مسکو کې د همګټو هېوادونو غونډې ته په خبرو کې وویل: موږ هیلمن یو چې د دې ډلې کار به د نړیوالو ترهګرو ډلو، د نشه يي توکو او وسلو قاچاق او بې قانونه مهاجرت په شنډولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان شاوخوا د امنیتي کمربند جوړېدو وړاندې د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د ټولیز امنیت تړون په غونډه کې وکړ.

د امام علي رحمان په دې وړاندیز پسې لږ وروسته د افغانستان په تړاو کارډله جوړه شوه چې د دې سازمان بهرنیو چارو وزیرانو ته ځواب وايي.

په دې ډله کې د دې تړون او خپلواکو همګټو هېوادونو سربېره د ملګرو ملتونو استازي افغان سفارت او نور لېواد درېمګړي هېوادونه هم برخه لري.

د مقاومت جبهه: په کابل کې مو پر طالبانو برید کې پنځه وسله وال وژلي دي

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۳۸ GMT+۰

د ملي مقاومت جبهه وايي، چې په کابل کې د طالبانو د ځانګړو قطعې پر کاروان د دوی د ځواکونو په برید کې پنځه طالب وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. دغه جبهه وايي، چې دغه برید د پنجشنبې په ماښام د کابل د میرویس میدان په سیمه کې اریانا هوټل ته څېرمه شوی دی.

تر دې وړاندې، د کابل ښار اوسېدونکو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنېشنل ته وويل، چې د پنځمې ناحيې اړوند میرویس میدان سيمه کې يې د چاودنې غږ اوریدلی دی. دوی ویلي و، دا پېښه د کابل اریانا هوټل ته څېرمه شوې ده.

د مقاومت جبهه وايي، چې دغه پيښه د طالبانو د خاصو ولايتي قوتونو د موټرو په کاروان د دغې ډلې د بريد په پایله کې رامنځته شوې ده. د جبهې په اعلاميه کې ويل شوي، چې په دې بريد کې د طالبانو دوه موټر ويجاړ شوي او پنځه ميله وسلې د دغې جبهې د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د طالبانو دغه مخالفه وسله واله ډله وايي، چې په دې بريد کې ملکي وګړو او د دغې جبهې ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د مقاومت جبهه وايي، دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل ښار کې د طالبانو پر وړاندې د دوی درېیم برید دی.

د خراسان رضوي یو چارواکی: هره ورځ ۳ زره افغان کډوال له دوغارون پولې ایستل کېږي

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۳۲ GMT+۰

د ایران د خراسان رضوي ولایت د وګړو او کډوالو عمومي مشر د پنجشنبې په ورځ وویل، چې هره ورځ څه دپاسه درې زره افغانان د دوغارون پولې له لارې له دغه هیواده ویستل کیږي.

حسین شرافتي راد وايي، چې د بې اسناده کډوالو نیول او د کال تر پایه یې له ایران ویستل د دغه هیواد له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

ښاغلي شرافتي راد د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د ایران له ۱۱ ولایتونو څخه افغانستان ته د نا قانونه افغانانو د ویستلو لاره د دوغارون/اسلام قلعه له لارې تیریږي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو د مرکز مشر نادر یار احمدي د تایباد او د دوغارون له پولې څخه د لیدنې په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ د ایرنا خبری اژانس ته وویل: «د ایران د کورنیو چارو د وزارت یو له مهمو پروګرامونو څخه خپلو هېوادونو ته د نا قانونه کډوالو لیږل دي او سږ کال په دې برخه ښه اقدامات ترسره شوي دي.»

نوموړي زیاته کړه، د هغو افغان کډوالو تنظیم چې په قانوني توګه په ایران کې اوسېږي، هم د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.

هغه وويل، د ايران حکومت هغو افغانانو ته چې په قانوني ډول دغه هېواد ته راغلي "د تېر په څېر ورته ښه خدمات وړاندې کوي" خو په ايران کې د ناقانونه افغانانو شتون قانوني نه دى او بايد بېرته افغانستان ته ستانه شي.

ایراني چارواکو په رسمي ډول اعلان کړی، چې د روان کال تر پایه به شاوخوا دوه میلیونه نا قانونه افغان کډوال له ایرانه څخه اوباسي. د ایران د انتظامي ځواک د قوماندان د معلوماتو له مخې په روان کال کې څه باندې ۷۵۰ زره ناقانونه افغانان له ایران څخه ویستل شوي دي.

افراسیاب خټک: د هند استازی د نویو ستراتیژیو لپاره د افغانستان د وضعیت ارزونې لپاره تللی

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۸ GMT+۰

د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک د افغانستان انټرنشنل - پښتو په سپړنه خپرونه کې ویلي، چې د هند د بهرنیو چارو وزات استازی افغانستان ته د دې لپاره تللی و چې غوښتل یې د هند د نویو ستراتیژیو لپاره د افغانستان د وضعیت ارزونه وکړي.

تازه د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي جي پي سېنګ افغانستان ته تللی او هلته یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د طالبانو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره لیدلي دي.

نوموړي له امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د چابهار بندر په اړه د سیمې د هېوادونو، افغانستان او هند تر منځ خبرې اترې وشي.

ښاغلي افراسیاب خټک په امریکا کې د تازه سیاسي بدلونونو او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو ګټلو ته په اشارې وویل، چې په اسیا کې هم د امریکا سیاستونه د تغیر په حال کې دي او هند غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو د وضعیت سربېره د شمالي ولایاتو احوال واخلي.

افراسیاب خټک زیاته کړه، چې د هند او پاکستان رقابت له پخوا افغانستان ته انتقال شوی او د طالبانو په ډلو کې هم دواړو هېوادونو ته تمایلات لیدل کیږي.

نوموړي د حقاني شبکې د مشر په ګډون د دغې شبکې له غړو سره د هند د استازي نه لیدنه له پاکستان سره د دغې شبکې اړیکې په ګوته کړې.

د یادونې وړ ده، چې د هند د بهرنیو چارو وزارت استازي له پخواني ولسمشر حامدکرزي سره له لیدنې پر مهال د افغانستان او سیمې پر وضعیت خبرې کړې دي.